ادیب او ټولنیز بدلون/ ژ: حبیب الرحمن تاثیر

0 876

له ما څخه یوه ادیب ملګري وپوښتل چې یو ادیب په ټولنیز بدلون کې څنګه کردار درسره کولی شي؟

نو زه دغه پوښتنې ته په دوو حوالو باندې ځواب ورکولی شم، ذاتي حواله او نظریاتي حواله، د یو ادیب په توګه په دې پوهېږم چې: د رښتیا په تلاش پسې له کوره راوتلی مساپر یم، چې د خپلو رښتیاوو په تخلیقي اظهار کې د بېلا بېلو صفتونو هڅه کوم، که زه د خپلو رښتیاوو په تخلیقي اظهار کې بریالی شوم، نو عین ممکن دی چې زما تخلیقات زما لوستونکي او زما مینه وال د خپلو رښتیاوو سفر ته چمتو کولی شي.

زه پوهیږم چې زما په رنګه بل شاعر او ادیب هم زما په رنګه د رښتیا په تلاش له کوره وتلی مساپر دی، کله چې بل شاعر او ادیب د خپلو رښتیاوو تخلیقي اظهار کوي، نو هغه له دې خبرې بېخي بې خبره وي چې د هغه تخلیقات د هغه په ټولنه کې څه انفرادي، ټولنیز، یا سیاسي بدلون راوستلی شي، که هغه ادیب د لوړ مقام څښتن وي، نو ډیری خلګ د هغه تخلیقات خوښوي او د ژوند له پاره د هغه نظریه خپلوي، که هغه شاعر او ادیب لوی شخصیت وي، د هغه تخلیقات د هغه زمانې او وعدې ښکارندويي کوي او تخلیق شوی ادب د هغه د زمانې او وعدې نماینده ادب ګنل کیږي، چې د فارسي، پښتو، اردو او ځینو نورو ژبو ډیری شاعران یې مثال ګڼل کيږي او ولس یې خپل نماینده شاعران ګڼي، خو پوښتنه دا پیدا کېږي، چې ځینو پښتنو شاعرانو، لکه خوشال خان خټک، رحمن بابا، حمید بابا، قاضي عبدالسلام اشېزي… او یا په اوسني وخت کې غني خان، اجمل خټک، رحمت شاه سایل او داسې نورو په شعوري ټوګه دا هڅه کړې ده چې د هغوی ادب ټولنیز بدلون راولي؟ او که دغه بدلون په غیر شعوري توګه راغلی دی.

زما په فکر هغه شاعر او ادیب چې په شعوري توګه دغه کوښښ کوي چې د هغه تخلقات په سیاسي او ټولنیزه توګه بدلونونه راولي، نو ځینې وخت له ادیب او شاعر څخه زیات یو سیاسي کارمند جوړیدی شي، که د هغه په تخلیقاتو کې فني ښایستګي موجوده وي، نو هغه یو بریالی شاعر او ادیب هم جوړیدی شي او بریالی سیاسي کارکن هم، زما په خیال په بنیادي توګه د ادیب او سیاسي، کارمند نړۍ جلا جلا دي، که کوم شخص په دغه دواړو نړیو کې بریالیتوب غواړي، نو هغه ته په دواړو برخو کې د هڅو او منحت کولو اړتیا ده، ځینې وخت د یوې نړۍ مسایل د بلې نړۍ متاثره کولی شي، ځینې وخت د بریالي سیاسي کارکن د جوړېدو له پاره او د انقلاب راوستو له پاره انسان ته د شعارونو ورکولو اړتیا وي او له دې څخه د یوه ادیب تخلیقیت په بې سارې توګه متاثره کیدی شي، څنګه چې د ځینو ترقي پسند ادیبانو شوي دي.

د یوه شاعر او ادیب نړۍ د خیالونو تصووراتي نړۍ ده، په دغه نړۍ کې د ژوندي پاته کیدلو له پاره هغه په دغه نړۍ له ژوندانه څخه په لنډ مهاله توګه جلا کیږي، ټینګوالی غواړي، د خپل ذات ژور والي ته کښته کېږي او بیا د لاشعور په سمندر کې د ګوهرِ نایاب له تلاش څخه وروسته پورته راخیږي او دغه ګوهر د مضمون، غزل، نظم، لنډې کیسې، لیکنې او یا بل څه په شکل کې ټولنې ته وړاندې کوي او د هنر له تکمیل څخه وروسته هغه په خپله هم د خپل تخلیق مینه وال او لوستونکی جوړیږي، د کوم شاعر او ادیب تخلیق کوونکي پوهنیز شعور لوړېدی هم شي او هغه په سیاسي بدلون راوستلو کې پنا کیدی هم سي او د هغه غزلي او نظمونه د کوم سیاسي ګوند په اساسنامه کې هم شاملېدی شي، لاکن ډیری شاعران او ادیبان په خپله د کوم سیاسي ګوند غړي جوړېدل نه غواړي، ځکه ځینې خو یې هغه د سکرو کاروبار فهموي او وېرېږي چې هسې نه مخ یې په کې تور شي او د هغه د الفاظو په حرمت حرف پیدا نه کړي، هغه د یوه سیاسي ګوند د موقف پر ځای د ټول انسانیت ستونځو ته پام اړول غواړي.

د ادیب او شاعر په مقابله کې د یوه سیاسي ګوند فعال غړي (Political activist) د کومي سیاسي او نظریاتي ګوند غړي جوړیدی شي او په شعوري توګه په کارونو کې برخه اخلي، چې ټولنیز بدلون راولي، که اصلاحات وي او که انقلاب، سیاسي کارکنان د ادیب په رنګه تنهايي او یواځیتوب نه غواړي، بلکې ګډ ژوند خوښوي، د خلګو په منځ کې وي او ټولو معاشي، سیاسي او ټولنیزو بدلونونو ته په خندا غاړه ورکوي او هغه قبولوي، خو له دې څخه شاعر او ادیب چندان ښه نه وړي، ډیری سیاسي کارکنان د خپلې خوښې د ادیبانو، شاعرانو او فلسفیانو افکارو او نظریو ته د عملي جامې ور اغوستو هڅه کوي.

په انساني تاریخ کې د اسې پېچومي هم مخې ته راځي چې ادیب او سیاسي کارکن په یو ځای په یوه ټولنه کې کار کوي، زما په فکر که ادیب د کیسه کوونکیو په رنګه وي، نو سیاسي کارکن د ممثل په رنګه او سیاسي رهبر د ډایریکټر په رنګه، ډیری وخت کیسه کوونکی د فلم له پاره پر اسکرین باندې په لیکلې بڼه ددغه پروډیوسرانو، ډایریکټرانو او ممثلانو حواله ورکوي، بېخي کم لیکوالان خپلې کیسې ډایریکټوي او یا په هغه فلم کې ممثل جوړیږي، لاکن ځینې نابعه بې روزګار داسې وي چې د فلم کیسه هم لیکي، ډایریکټ کوي یې هم او په هغه کې ایکټینګ هم کوي، چې له داسې کولو سره د فلم کتونکي ویلی شي چې له ممثلي څخه لیکوالي بهتره ده او یا له لیکوالي څخه ډایریکټري ښه ده.

د کوم شخص په عملي ژوند کې د هنر نه شتون ناممکن نه دي، خو ستونځمن خامخا دي، په ویلو خو یو ادیب یو سیاسي، کارکن جوړیدی شي او یو انقلابي یو شاعر هم کیدی شي، لاکن د هغه په دواړو نړیو کې بریالیتوب زیات مشکل دي، زما په فکر د یو زمان په ادب کې یوواځې شاعري، افسانې، ناول او ډرامې نه دي ګډې بلکې بېلابېلې ټولنیزې سوژې هم وي، ما په تیرو دوو پيړیو کې د (چارلز ډارون)، (البرټ آین سټاین)، (کارل مارکس) او (سګمنډ فرایډ) تخلیقات هم د ادب برخه ګڼلي، بېخي لږ خلګ له دغه حقیقت سره اشنا دي چې سګمنډ فرایډ ته په خپل ژوند کې د نفسیاتو هیڅ جایزه نه ده ورکړل شوې، لاکن د ګویټې ادبي جایزه ورکړل شوې ده، ډارون او آین سټاین د کارل مارکس

په رنګه د سیاسي انقلابونو بنیادونه نه کېښوودل، لاکین هغه هم انقلابیان وو، د هغه انقلاب د انساني ذهن انقلاب وو، د هغه انقلاب داخلي وو او داخلي انقلاب د خارجي انقلاب بنیاد اراموي، پخوي او ټینګوي، که هغه بنیادونه مضبوط نه وي نو د داخلي انقلاب عمارت به کمزوری او بدلیدونکی وي، خو که بنیاد مضبوط وي، نو خلګ به په داخلي توګه ازاد وي، په ذهني او نفسیاتي توګه ازاد خلګ هیڅکله کوم سیاسي، تندلارې مذهبي رهبر، پوځي جرنېل او یا شاهنشاه نه شي غلامولی، شاعر، ادیب او فلسفي ټول عمر د خپلو رښتیا تخلیق اظهار کوي او د هغه رښتیا لومړی په ټولنیز شعور کې زیاتوالی راول او بیا په ارتقا کې مرسته کوي او بیا ارتقا سوکه سوکه انقلاب ته لاره هواروي، که دغه انقلاب فطري وي نو بریالی کیدی شي، داخلي، خارجي، ټولنیز، سیاسي، نفسیاتي او معاشرتي قوتونه سره یو ځای کېږي او بیا کار کوي او د انسانیت کاروان ته ترقي او ارتقا د نوي منزل لور ته بیايي، لاکن که دغه ټول بدلونونه متضاد وي، نو یا خو به دغه د دغه انقلاب اسقاط وګرځي او یا به تر ډیره وخته پورې ژوندی پاته نه شي، زما په فکر شاعر، ادیب، فلسفي او سیاسي رهبر ټول د یوې قافلې مساپر دي، که دغه ټول یو ځای شي، نو یو صحتمند او تلپاتې بدلون راوستلي شي، کوم قومونه چې د نېلسن منډېلا او هوچي منه په رنګه سیاسي رهبران، د شېخ سعدي او حافظ په رنګه شاعران ولري د هغوی ټولنیز شعور به هم لوړ وي او په هغوی کې ټولنیز بدلونونه هم راتلی شي، موږ باید دا وګورو چې زموږ د زمانې شاعر، ادیب او سیاسي رهبر مخلص او رښتیا ده که څنګه؟، ځکه د هغوی له جملې څخه ځینې الفاظ جادوګر بریدونه کوي او خلګ خو خوندي کولی شي، لاکن په خپلو کړنو باندې د خلګو زړونه نه شي ګټلی.

د هغوی په شخصیتونو کې هغومره عظمت نه شته چې خلګ له هغوی سره مینه وکړي، د هغوی احترام وکړي او هغه د زړه له تله خپل رهبر ومني، زما په خیال چې په هره زمانه او هره ټولنه کې د مخلصو شاعرانو او اشخاصو د خوبونو لیدونکو ادیبانو او د هغوی د خوبونو د تعبیر شرموونکو سیاسي رهبرانو لاره ستړې ده.

Leave A Reply