ايا نېشنلېزم (ملتپالنه) افراطیت دی او که د افراطیت خلاف او دښمن؟

0 656

مخکې له دې چې د ملتپالنې یا نېشنلېزم او افراطیت په باب ډېرې خبرې وشي دا ضروري ده چې دواړه خواوې سمې و پېژندل شي زما له نظره نېشنلېزم د ملتونو د جوړېدو، متحد کېدو، په ځان د باور او اعتماد د قوي کولو، د مختلفو پرګنو يو ځای کولو، په خپلو افتخاراتو لکه ژبه، تاریخ، کلتور، روایاتو او خلاصه دا چې په خپلو ملي ځانګړتیاوو وياړ کولو پرته بل څه نه دی، خو په نېشنلېزم کښې ډېره مهمه خبره دا ده چې نېشنلېزم له وګړو څخه د استعمار او استثمار به مقابل کښې سنګر او قوت جوړوي او مقابله يې کوي نو نېشنلېزم د ملتونو د بقا، اعتلا، يووالي، او استقلال سنګر دی. نننۍ نړۍ پرون د نېشنلېزم له برکته جوړه شوې ده او په نړۍ کښې ټول ملتونه ملت پال یا نشنلستان دي او د نېشنلېزم له برکته ژوندي دي کنه سترو قوتونو او استعمار به خوړلي وی.

• يو وخت رونالډ رېګن د امریکې کانګرس ته په خبرو کښې و ويل (مونږ د نړۍ بهترین ملت يو) او دا خبره د امريکايي نېشنلېزم نه را وتې ده.

• څو کاله مخکې ډېوېډ کامرون د انګلستان ولسمشر په خپله يوه پارلماني وينا کښې و ويل (مونږ په نړۍ کښې د ډرېور حیثیت لرو نه د سپرلۍ یا پسنجر) دا خبره د انګلیس نېشنلېزم قدرت ښيي او د انګليسانو هر څه له نورې نړۍ توپير لري او حتا خپل د سهار چای او د مازديګر ناشتا هم خاص انګلیس ګڼي او د ژوند ټول څيزونه پکښې انګرېزي دي.

• د روس کمونستي نظام هم د روسي نېشنلېزم پر بنياد جوړ شو او ولاړ وو چې د روسي ژبې حاکمیت يې په خپلو مستعمراتو کښې ساده او لنډ مثال دی.

• جرمني، فرانسه، ايټاليا، ناروې، بلژیک، هندوستان، ايران، پاکستان، ټول په نېشنلېزم کلک ولاړ دي او هر یو یې په خپل نېشنلېزم فخر کوي خو موږ او تاسې ته يې افراطیت را معرفي کوي، دوی ته ښه دی او نورو ته بد.

متاسفانه له دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته د فاشېزم او نېشنلېزم فرق او تفاوت همدغه قدرتونو د خپلو لرو او نيږدې اهدافو په موخه له منځه يووړ او هر ملي حرکت يې فاشېزم وباله چې اوس هم خلک متردده او حیران دي.

نېشنلېزم د افراطیت ستر دښمن دی او هر کله چې نېشنلېزم افراطي شو نو بيا نېشنلېزم نه بلل کېږي. د انسان له پیدایښت سره سم د قوي او ضعیف موضوع پیدا شوې او کمزوري خوړل شوي دي، هغه څه چې په تېرو پېړیو کښې کمزوري ملتونه د پیاوړو په مقابل کښې ژوندي ساتلي نو فقط نېشنلېزم دی او بس، خو دا جګړه تر اوسه ادامه لري او قوي ملتونه نه غواړي او نه پرېږدي چې کمزوري او واړه ملتونه د نېشنلېزم په قالب کښې سره متحد او قوي شي او هر چېرته چې داسې يو حرکت شوی په نظامي، اقتصادي، او فرهنګي دسایسو له منځه وړل شوی دی.
په اوسنۍ زمانه کښې عراق، افغانستان، فلسطین، او لیبیا يي ښې بېلګې دي:

• عراق چې د صدام حسين په زمانه کښې د عراقي نېشنلېزم په قوي کېدو پيل وکړ دا يې حال شو.

• افغانستان چې د ارواښاد سردار محمد داوود خان په وخت کښې د افغاني نشنلېزم غږ پورته کړ د يوه جنتلمين اګريمنت په نتيجه کښې را نسکور شو او تر ننه ډبول کېږي، د جهاد په وخت کښې دا سوال طرحه و چې جګړه د دين دپاره ده او که د استقلال دپاره؟

مذهبي افراطیت چې په قطعې صورت سره د نشنلېزم سره دښمن دی نو جګړه یې د دين دپاره وبلله او افغاني نېشنلېزم یې د ازادي او دين دپاره وباله او موږ د دې صحنې شاهدان يو چې د پاکستان په کوڅو کښې د افغاني نېشنلېزم طرفداران ترور شول چې بېلګې يي ډېرې دي.
افراطیت د نورو سترو قوتونو د استفادې مرجع ده او د هغوی په وسيله منځ ته راغلی او راځي نو د افغاني نېشنلېزم د وژل کېدو په خاطر د افراطیت په سينه کښې څوک قهرمانان او څوک د جهاد سالاران وټاکل شول چې د ملت په سر مصیبت غوندې نازل او ملت يې تر ننه یرغمال کړی دی.

فلسطین له څلوېښتو کلونو څخه ډېره موده کېږي چې د يوه فلسطيني نېشنلېزم د جوړېدو په خاطر په جګړه بوخت دی او وطن يې نه جوړېږي ځکه د نېشنلېزم او ملت جوړېدو لپاره د ټولو نورو اجزاوو تر څنګ محدوده جغرافیایي ځمکه لومړنی شرط دی، نېشنلېزم پرته له ملته او ملت پرته له جغرافیایي ساحې څخه نشي جوړېدلی، ليبيا هم په همدغه اور کښې وسوځېده.

افراطیت د قوتونو محصول او د هغوی د اهدافو د لاس ته راوړلو ستره منبع او مرجع ده، څرنګه چې خپله د ذهنیت استقلال يې وژل شوی نو د نېشنلېزم سره چې د ازادۍ غوښتلو سنګر دی دښمني کوي ځکه په نېشنلېزم کښې افراطیت ته ځای نشته، په نېشنلېزم کښې تول په يوه اېډیال را غونډېږي او تفاوتونه له منځه ځي چې په نتيجه کښې د ټولو مختلفو قومونو افتخارات يو کېږي او پر یو بل فخر کوي نه لکه د نن په شان نفرت.

خبره د افغانستان د ستر سياسي او علمي شخصيت علامه خادم بابا په دې خبره را غونډوم چې (نېشنلېزم د ټولو سياسي مکتبونو بنياد دي) په نړۍ کښې هر څه د نېشنلېزم له برکته جوړ شوي دي او جوړېږي، نېشنلېزم ته نړیوال یا انټرنېشنل احترام د جهاني سولې په راوستو کښې ستر رول لوبولی شي، ښه بېلګه يې د بالکان د معضلې په حل کښې د نېشنلېزم رول دی. څوک چې د نېشنلېزم سره په پوهه او يا ناپوهۍ کې دښمني کوي نو هغوی د استعمار او قدرتونو په هغه ژرنده باندې اوبه خوشې کوي چې زمونږ سرونه پکښې اوړه کېږي.

خادم

Leave A Reply