ناموسي شوي باورونه/ عبدالغفور لیوال

0 1,079

اخلاق هغه نالیکل شوي ټولنیز کوډونه او قراردادونه دي، چې انسانان یې د ټولیز نظم د ټینګښت او د ( ښه ) او ( بد) ترمنځ د معنوي توپیر لپاره رامنځته کوي او پالي یې. اخلاقو په شخصیتي،  حقوقي او دیني قانونمندیو کې هم  لویه برخه ورخپله کړې ده. اخلاقي قوانین تلپاتي او نړیوال نه دي، له همدې کبله ویل کیږي، چې اخلاق له یوه ټولنیز واحده تر بل او له یوې زمانې تر بلې توپیر مومي. یو شمېر داسې اخلاقي کوډونه شته چې خورا لرغوني او په ټولو ټولنو کې پیاوړې ریښې لري. د بېلګې په توګه  دروغ ویل ،له خورا لرغونې زمانې تر ننه، په هره بشري ټولنه کې، اخلاقي جرم ګڼل شوی دی او د ګڼو اسماني او بشري ادیانو او مذهبونو په اخلاقي تاداو کې د ( بد) عمل په توګه پېژندل شوی دی. خو د دې په وړاندې د بدن ستر دیوې اخلاقي ښېګڼې په توګه له یوې زمانې تر بلې توپیر درلودلای دی اوپه هره ټولنه کې په بېله سترګه ورته کتل کیږی. یووخت به   د مصري ښځو سینې بربنډې وې او که به چا سینه وپوښله بد اخلاقه یا به د ټيټې طبقې ښځه ګڼل کېده، په یوه دوره کې مصري ښځو سرونه خرېیل او بیا به یې خپل شنه خرېیلي سرونه په مصنوعي وېښتو پوښل، خو چې بېګاه ته به له خپل خاوند سره بېدیدې، نو دود دا و، چې مېړونه یې په خرېیلو سرونو لاس ووهي. خو په ګڼو وختونو او ټولنو کې  د ښځو د سینې ستر او پرده یوه اخلاقي ښېګڼه ګڼل شوې او په ځینو ټولنو کې دښځو وېښتان خرېیل او ان لنډول هم لوی عیب ګڼل شوی دی.

له محارمو سره ودونه هم له یوې ټولنې تر بلې او له یوې زمانې تر بلې توپیر درلوده، په زاړه بابل، مصر او سوریه کې یو مهال وروڼو له خویندو سره ودونه کول، خو په ډېرو ټولنو کې دا کار خورا کرکجن او غیر اخلاقي ګڼل شوی دی.

ادیان، اقلیمي، فرهنګي، اقتصادي او عقیدوي شرایط د اخلاقي توپیرونو پولې او حدود ټاکي.

زموږ په ټولنه  کې  د اخلاقو دوه سرچینې شته، لویه برخه اخلاقي کوډونه د اسلام د سپېڅلي دین د احکامو پر بنسټ ټاکل شوي دي، خو یوه برخه یې د ټولنې په دودونو او سنتي میراثونو کې هم ریښې لري.

دروغ ویل،  په پردیو ښځو پسې څاروکېدل، بې ستري او بد حجابي د دیني احکامو پربنسټ ناروا او نا اخلاقي کارونه ګڼل کیږی، خو دکونډې بیاځلې نه ودول او یا هم، د جبر تر بریده، د مېړه په تربرونو یا کورنۍ کې یې بیا ودول ـ  سره له دې چې دیني اصل نه دی ـ خو په دودیزو اخلاقو کې ریښه لري.

مخکې مو وویل، چې زموږ د اخلاقو لویه سرچینه د اسلام دین دی، خو موږ دغه ټول اخلاقي احکام هم په برابره توګه نه دي  منلي او د رعایت لپاره یې د دودیزو او نورو ټولنیزو لاملونو پربنسټ څو ډوله چلند کوو. ځینې اخلاقي کوډونه او احکام مو ناموسي کړي دي، خو ځینې نور هسې بابېزه ګڼو او ډېر پام نه ورته کوو.  د ښځو بد حجابي، له پردیو ښځو سره مینه درلودل او یا هم د پېغلو بې بندو باره چار چلند ـ  د دې لپاره چې ناموسي اړخ یې خورا جدي ګڼل کیږی ـ لویه بد اخلاقي ګڼل کیږي، خو د دې په وړاندې  پی مخیو هلکانو سره مینه درلودل، د هلکانو ساتل او ان نڅول ( بچه بازي)  ـ  چې په دیني احکامو کې خورا بده ګڼاه ګڼل کیږی ـ  په افغاني ټولنه کې دومره ناموسي بدعملي نه ګڼل کیږي یا هم د ښځو ازادي  د مخدره موادو د کارو بار په پرتله ډېره لویه ګناه ګڼل کیږي. دې چارې ان په کلاسیکو ادبیاتو کې هم سر راښکاره کړی دی، د ښځینه ښکلا او مینې د ستایلو پرځای ـ چې ښايي بداخلاقي به ګڼل کېده ـ   د مذکر معشوق ( هلک ) ښکلا او مینه ستایل شوې ده او د خط و خال ستاینه یې پرېمانه لوستلای شو، د بنګو او چرسو په ستاینه کې خو دومره ډېر شفاهي او موسیقايي ادبیات لرو، چې برید نه لري.

په ورځني ژوند کې هم د ( قتل ) په څېر لویه بداخلاقي بابېزه ګڼل کیږي، خو د دې په وړاندې د شرابو څښل لوی اخلاقي جرم ګڼل کیږي. که په افغاني ټولنه کې چاته ووايې : پلاني د پولې پټي پر سر خپل تربور وواژه، نو ښايي ډېر ه بده یې ونه ګڼي،  ان ښايي درته ووايي : والله تکړه او غیرتي سړی دی. خو که ورته ووايي : پلاني سړي شراب وڅښل. نو په کرکه به درته ووايي : دا خو ډېر بداخلاقه او کافر سړی دی، خبرې ورسره ناروا دي.

شراب څښل ګناه ده، خو قتل تر ټولو ستره ګناه ده، مګر په ټولنه کې د (غیرت ) د رواني ستوغ له امله دومره ناموسي بداخلاقي نه ګڼل کیږي، لکه د شرابو څښل.

په افغاني ټولنه کې د شرابو څښونکی کافر او بداخلاقه ګڼل کیږي، خو د مخدره موادو تولیدونکي، پلورونکي او سوداګر د سیمه ییزو او ولسي مشرانو په توګه د اعزاز او درناوي خاوند خلک دي.

په افغاني ټولنه کې د سپیو جنګول، په ودونو کې پر بازینګرو پیسې شیندل او د ودونو په لګښتونو کې بېځایه زیاتی، تربورګلوي او دوښمني پالل، په بدو کې د خورو لور ورکول او داسې نورې بد اخلاقۍ بدې نه ګڼل کیږي، ځکه ټولې د ( غیرت) له رواني ګروم سره اړیکه لري او ترسره کول یې ناموسي وړتیا ګڼل کیږي.

داسې بداخلاقۍ ( دقتلونو په ګډون) شته چې د ویاړ او اتلولۍ معیار ګڼل کیږي، خو تر دې کوشنۍ خبرې لکه د ږیرې خرېیل، د ښځو او نرو ګډ کار و زده کړه، د ښځو لوڅ سر یا لوڅ مخ ، موسیقي اورېدل یا نورې خبرې چې ناموسي شوې دي، ډېرې لویې  بد اخلاقۍ ګڼل کیږي.

موږ ځینې اخلاقي باورونه  د غیرت له رواني ګرومونو سره دومره تړلي، چې په ناموسي احکامو اوښتي دي، خو ځینې لویې ګناوې او بداخلاقۍ مو بیا هم د ناموسي چارچلند له مخې کوشنۍ کړې او بابېزه کړې دي.

انسان وژل د بشریت د تاریخ تر ټولو ستره بداخلاقي او په ټولو ادیانو کې لویه ګناه ده، خو د ګڼو ادیانو تر رامنځته کېدو وروسته د سیاسي واکمنیو او اقتصادي ګټو د اړتیا لپاره داسې لارې چارې ورته پلټل شوې دي،چې د زورواکو لپاره، نه یوازې  بداخلاقي نه ګڼل کیږي، بلکې د غیرت، مېړانې او اتلولۍ معیارونه هم بلل شوي دي.

زموږ په ټولنه کې  داسې مشهور خلک شته ، چې زرګونه کسان یې وژلي دي، د هغوی د جنایت په قربانیانو کې ښځې، ماشومان، سپینږیري او ملکي وګړي هم شته، همدوی د مخدراتو، بچه بازۍ، سپي جنګولو او زبرزناوو په بداخلاقیو هم ککړ دي،  تر دې چې د بچه بازۍ د مجلسونو ویډیو ګانې یې هم شته، خو لاهم د ګڼو خلکو لپاره اتلان دي او د لویو اخلاقي او دیني فضیلتونو خاوند مشران ګڼل کیږي.

مګر په همدې ټولنه کې یوه پېغله، یوازې د دې لپاره چې په کوډو او تاویزونو باور نه لري، د یوه  تاویز لیکونکي په یوه ناره، د سلګونو عامو خلکو له خوا په ډېره وحشیانه او بېرحمه بڼه وهل کیږي، سنګساریږي، وژل کیږي او مړي ته یې اور اچول کیږي ( د فرخندې کیسه د ټولو په یاد ده!)

موږ له دواړو بېلګو سره اخلاقي نه ، بلکې ناموسي چلند کوو. د لومړي زورور ګناوې نه غندو، ځکه د هغه کارونه له غیرت، مېړانې او اتلولۍ سره تړلي دي، خو دوهم ناسم پوهاوی ـ چې ناموسي شوی و ـ دومره حساسیت راپاروي، چې د پلازمینې مدني اوسېدونکي یې دومره لوی قساوت ته وهڅول.

په افغانستان کې تر هغو چې د غیرت او ناموسي وړتیاوو ځانګړنې له جنایت او بداخلاقۍ څخه بېلې نه شي، تر هغو چې د ( انسان ) قتل او ځورول تر ټولو لویه بداخلاقي ونه ګڼل شي تر هغو به له ګناهونو او بداخلاقیو سره د ( غیرت) په دروغجن تړاو ډېرې بداخلاقۍ ویاړ او ګڼ نورڅېزونه (بد) او ( ګناه) ګڼل کیږي.

 

Leave A Reply