د سیمنټو د تولید اهمیت/ نورالرحمن نوري

0 1,492

افغانستان هرکال د خپل اقتصاد ۵۰۰ میلیونه ډالر ګاونډیو ته د سمنټو په بدل کې ورکوي په داسې حال کې چې  په کور دننه یې د تولید مناسب شرایط شته.

د هیوادونو د زیربنایي ساختمانونو د ساختماني موادو یوه مهمه ماده سیمنټ دي، چې په صنعتي ډول دخامو کاني موادو څخه په نسبتا ساده تکنالوژۍ سره تولیديږي. سیمڼت د پلونو، پلګوټو، صنعتي، خدماتي ، ملکي او نظامي ودانیو، د اوبو او بریښنا د بندونو، د اوبو رسولو د شبکو او حتی دلارو، پیاده رونو او سرکونو تر ټولو اړینه ماده ده. په يوه هیواد کې په مناسبه بیه د سیمنټو موجودیت  د دغو ساختمانونو د جوړولو په بیه او په ټوله کې دهیواد پر اقتصاد باندې رغنده اغیزه لري.

په ۲۰۱۶ کال کې په ټوله نړۍ کې څه د پاسه څلور میلیارده ټنه سیمنټ تولید شوي ووچې د هغو له جملې څخه ۲.۳۵ میلیارده ټنه یوازې چین ،۲۹۰ میلیونه ټنه هندوستان،۸۵.۹ میلیونه ټنه امریکا ،۷۷ میلیونه ټنه ترکیې او پاتې نورو هیوادونو تولید کړي وو. په همدغه کال کې زمونږ ګاونډيو هیوادونو هر یوه ایران ۵۳ میلیونه ټنه او پاکستان ۳۲ میلیونه ټنه سمنټ تولید کړي وو،  چې د سمنټو د تولیدونکو په نوملړ کې په تر تیب سره اووم او شپاړسم ځایونه لري. د یادونې ده چې دغه دواړه هیوادونه د سمنټو له پلوه نه يوازې پرځان بسیا دي بلکې د پلورلو د پاره هم سمنټ لري، چې د مهمو مارکیټونو څخه یې یو هم افغانستان دی.

په افغانستان کې  د سمنټو تولید په نشت حساب دی، نه یوازې چې د تولیدونکو  په نړیوال لیست کې نه راځي بلکې د خپلو مصارفو ایله ۱۰ سلنه تولیدولی شي. د کانونه د پخواني وزیر له قوله افغانستان هرکال ۷ میلیونه ټنه سمنټو ته اړتیا لري،د بلې خواد امریکا د جیولوجیکي سروې او ددغه هیواد د دفاع وزارت د اقتصادي پیاوړتیا د راپور له مخې په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان ته  ۵ میلیونه ټنه سیمنټ را وارد شوي وو.یوه بله سروې ښيي چې افغانستان به په ۲۰۲۰ کال کې ۷ ملیونه ټنه سمنټو ته اړتیا ولري.پردې ارقامو سربیره که دولت په راتلونکې کې  د زیر بناوو جوړولو ته ژمن وي بیا دغه اړتیا لدې څخه نوره هم لوړیږي.

اوس په افغانستان کې د سمنټو دوې فعالې فابریکې شته چې د غوري د سمنټو کالنی تولید څه دپاسه۴۳۰ زره ټنه او د جبل السراج د فابریکې تولید یوازې ۳۶زره ټنه حساب شویدی. چې ددواړو فابریکو تولید دهیواد دضرروتوتونو یوازې څه کم  ۱۰ سلنه برابروي. او پاتې د د اړتیا وړ سمنټ د ایران او پاکستان څخه راوړل کیږي.

که د افغانستان د سمڼتو کلنی ضرورت ۵ میلیونه ټنه او د هر ټن بیه هم په اوسط ډول ۱۰۰ امریکایي ډالر فرض کړو نو مونږ د خپل اقتصاد ۵۰۰ میلیونه ډالر هرکال  ګاونډیو هیوادونو ته  دداسې جنس په بدل کې  ورکوو چې په خپل هیواد کې مو ددغه ارزښت ناکې  مادې د تولید دپاره مناسب شرایط  شته. سر بیره پر دې د هیواد ګوټ ګوټ ته سمنټ د لاریو په واسطه انتقالیږي، د سرکونو پر سر په اوږدو فاصلو د سمنټو انتقال سرکونو ته زیان اړوي چې په ټوله کې یې  زیان بیا هم د هیواد اقتصاد ته دی. د کابل تورخم د سرک د خرابیدو لوی عامل هغه درنې لارۍ دي چې کابل ته سمنټ او نور توکي راوړي. په دې مقاله کې هڅه کیږي چې د سمنټو د تولیدي فابریکو د جوړولو دپاره شته زمينې او په مخ کې یې پرتې ستونزې و څیړل شي.

د سیمڼتو د تولیدي فابریکو د ایجاد دپاره، خامو موادو،انرژۍ، امنيت ،پانګې، تکنالوژۍ، او د دولت پاملرنې او همکارۍ ته اړتیاده،دلته هرې برخې ته لږ لږ تم کیږو.

د سیمنټو د تولید لپاره عمده اړین خام مواد د چونې ډبره ، د کلې خاوره ، ګچ او اوبه دي. د سمڼتوپه ترکیبي جوړښت کې د ۸۰ څخه تر ۹۰ سلنې  پورې د چونې ډبره ،د۱۰ نه تر ۱۵ سلنې پورې د کلې خاوره او تر ۵ سلنو پورې ګچ برخه  لري . ددغه موادو نه علاوه دکلې هغه خاورې چې د اوسپنې او المونیمو فیصدي يې د ډاډ وړ نه وي ددغه موادو منرالونه د تولید پروخت په خامو موادو  کې ور اضافه کوي ، ددغه  علاوه ګي موادو مقدار د ۳ سلنې څخه نه زیاتیږې چې د تولید ساحې ته یې  دبل ځای نه راوړل هم د تولید پر قیمت باندې ډیره اغیزه نلري.  1)(. د کلې خاوره د هیواد په هره برخه کې شته، دا تقریبا همدغه عادي خاوره ده چې شګې او تیږې ونلري.

د سمنټوتولید دوه ډوله انرژۍ ته اړتیا لري، چې د سون توکو او د بریښنا د انرژۍ څخه عبارت دي. د ډبرو سکاره،یا طبیعي ګاز او یا هم ډیزل موادو ته  د حرارت ورکولو او د بریښنا انرژي بیا د کاني موادو د ټوټې کولو،د وروستي تولید د اوړهکولو (میده کولو) ، په کڅوړو کې د اچولو او په ټوله کې د فابریکې روښانه کولواو دې ته ورته نورو کارونو د پاره کارول کیږي. د سمڼتو په تولید کې د انرژۍ لګښتونه د ټولو لګښتونو د ۲۰ سلنې څخه تر ۴۰سلنې پورې دي، چي لویه برخه یې(د۹۰ سلنې څخه تر ۹۴ سلنې پورې )موادو ته د حرارت ورکولو برخه ده او کمه برخه (د۶ سلنې څخه تر –۱۰ سلنې پورې)  یې د بریښنا د انرژي مصارف دي (۲).هغه معلومات چې د پژواک د خبري آژانس په و یبپاڼه کې کې خپاره شویدي د هیواد په څو ولایتونو کې د سمنټو د تولید د خامو موادو او سون توکو د جملې څخه د ډبرو د سکرو کانونه شته چې د سمنټو د تولید فابریکو ته زمینه برابروي.

د تولیدي فابریکې د امنیت خوندي کول فوق العاده مهم دي. له نیکه مرغه د سیمنټو د خامو موادو ارزښت دومره لوړ ندي چې په هره لویشت باندې یې پهرې ودورل شي.د سمڼتو د تولید تر ټولو عمده ماده د چونې ډبره ده  چې په خام ډول تر پرو سس لاندي نیول کیږي،ددغه خامې تیږېارزښت دهغه وزن ته په کتو ډیر ټیټ دی.تولیدي فابریکه په یوه نسبتا محدوده ساحه کې جوړیږي چې د امنیت ساتنه یې د محدودو ساتونکو په مرسته تر سره کیږي. د خامو موادو کانونه په نسبتا  خوندي سیمو کې دي.د سمنټو هغه فابریکې چې سون توکې یې د ډبره سکاره دي د تیلو د چڼ ځایونو یا دکیمیاوي موادو د فابریکو په څیر په غلچکي بریدونو سره یو ځلي اور نه اخلي او د بشپړ تخریب ویره یې کمه ده.بورتنیو ټولوعواملو ته په کتو سره د سمنټود فابریکو د ایجاد او چلولو په وړاندې امنیت ډیر جدي ګواښ نه دی.

په هیواد کې د خصوصي سکتور په واک کې کافي پانګه شته،ډیر پانګوال ددغسې فابریکو په پانګونو کې علاقه هم لري.د فابریکې موقعیت او د خامو موادو مقدار ته په کتو په هیواد کې  د درې ډوله فابریکو جوړولو ته ښې زمینې شته  . کوچنۍ فابریکې لږې پانګې ته اړتیا لري چې ځینې پانګوال یې په تنهایي سره برابرولی شي خو د متوسطو او لو یو فابریکو په جوړلو کې بیا لازمه ده د یوه پانګوال پر ځای څو پانګوال په ګډه سره د دولت او یوه معتبر داخلي بانک په مرسته د یوه قوي حقوقي سند پر اساس پانګونه وکړي ، دا  د دولت  دمسولیتونوڅخه دی چې ددغه ډول پانګونو د پاره د خصوصي سکتور سره لازمه مرسته وکړي. دولت  باید د بهرنیو پانګوالو پر ځای داخلي پانګوالو ترجیح ورکړي، داخلي پانګوال کولای شي د پانګونې په مرسته د نړۍ هغه تر ټولو پر مختللې تکنا لوژي د فابریکو د ایجاد او چلولو دپاره وکاروي.

که څه هم دولت د سمنټو د تولید لپاره کوچني ګامونه اخیستي خو زمونږ ستونزه تردې لویه ده ، اوږد مزل لا په مخ کې دی تر څو د خپل اقتصاد ۵۰۰ میلیونه ډالر د ګاوڼدیانوڅخه را وګرځوو،دغه موخې ته د رسیدو دپاره دولت ته په کار ده ټولې هغې سیمې په نښه کړي چې د سمنټو د تولید د فابریکې جوړول پکې اقتصادي دي. ددغه کار لپاره دولت اړ دی جیولوجیکې څیړنې ترسره،کان ته د ورغلو لارو امنیت خوندي،د فابریکو د ایجاد دپاره ځایونه په نښه ، هغه کانونه چې صعب العبور لارې لري د یوه بیل قرارداد له مخې ورته سرکونه جوړ، د فابریکې کلنۍ تولیدي وړتیا تعین او د یوې روښانه تګ لارې او شرطپاڼې له مخې د داوطلبانو څخه د افرونو غوښتنه وکړي. د کانونو دپاره ډيری دولتي  شرطپاڼې  داسې شرطونه لري چې افغان داوطلبان د ګډون څخه وباسي او بهرني پانګوال خو هسې د دولت د بیروکراسۍ نه داسې ستړي دي چې هیڅ ډول پانګونې  ته زړه نه ښه کوي.د بیلګې په توګه د دولت دشرطپاڼو په شرایطو کې راځي:هغه داوطلبان چې د سمنټو د تولید په فابریکه کې برخه اخلي باید لږ تر لږه یوه ورته فابریکه یې مخکې له مخکې جوړه کړې وي، معلومه خبره ده چې دا وړتیا په هیڅ افغان شرکت کې  نشته،د دولت استدلال دا دی چې دویڅرنګه داسې یوه شرکت ته د فابریکې دایجاد قرارداد ورکړي چې تر اوسه یې یوه کڅوړه سمنټ هم ندي تولید کړي؟ ځواب یې ساده دی، دولت ته پکارده  چې ددغه ډول شرطونو پر ځای داسې شرطونه کیږدي ، داوطلب مکلف دی دداسې یوه نړیوال شرکت سره د فابریکې د ډیزاین د مفاهمې سند وړاندې کړي چې په دغه ظرفیت یې د دریو فابریکو د ډیزاین چارې تر سره کړې وي، او د داسې یوه نړیوال شرکت سره خپل د مفاهمې سند وړاندې کړي چې د ورته دریو فابریکو د تولید او نصب چارې یې تر سره کړې وي. د کانونو د وزارت په  شرطپاڼو کې ځینې  داسې بې ربطه  شرطونه هم شته چې په داوطلبیو کې د شرکتونو د اشتراک مخه نیسي.د بیلګې په ډول د کانونو په قرارداد کې راځي : قراردادي مکلف دی کان ته د نژدې کلي  دپاره یو مکتب، یو کلینک او دغه کلي ته ورغلی سرک جوړ کړي.اوس معلوم ندی چې وزارت له دوي نه څه دول مکتب ، څومره لوی کلینیک او د کومو موادو نه جوړ سرک غواړي.لازمه ده غه ډول شرایط د شرطپاڼو نه لیرې کړي ،دولت کولای شي په راتلونکې کې د کانونو د عوایدو څخه یوه اندازه بودجه بیله اود دغه ډول ساختمانونه په جوړولو کې ترې ګټه پورته کړي.

اوس د علم او تکنالوژۍ عصر دی نړیواله تکنالوژي مشترکه ده. هرڅوک کولای شې د پیسو په بدل کې د نړۍ د تر ټولې معتبرې تکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړي.د نړۍ دوهم لوی اقتصادي هیواد په فزیکي لحاظ  زمونږ په ګاونډ کې دی،چین، په یوازې سر د ټولې نړۍ نژدې نیمایي سمنټ تولیدوي، په بیلو بیلو ظرفیتونو سره دسمنټو دتولیدي فابریکود ایجاد ترټولو لويې کارخانې  لري د نړي په ګوټ کوټ کې ددوی په لاس جوړې شوې فابریکې ولاړې دي.افغان پانګوال کولای شي ددوي د تکنالوژۍ څخه په نسبتا ارزانه بیه ګټه واخلي.

په چین کې  د سمنټو د تولید هغو فابریکو ته چې ورځني تولید یې تر ۶۰۰ ټنو کم وي کوچنۍ فابریکې وایي.(۳)، هغه فابریکې چې ورځنۍ تولیدي وړتیا یې د ۶۰۰ ټنه څخه تر ۱۵۰۰ ټنه پورې وي متوسطې او لدې څخه د لوړې وړتیا فابریکې بیا لویې فابریکې بلل کیږي .د هیواد په ټولوهغهو سیمو کې چې خام کاني مواد شته  دولت باید دکاني زیرمو مقدار او موقعیت ته په کتو د سمنټود لویو،متوسطو او کوچنیو فابریکو د ایجاد دپاره زمینه مساعده کړي. په شته فابریکو هم باید غور وکړي تر څو تولیدات یې د اوسني حالت څخه لوړ کړي. دهغه معلوماتو له مخې چې د پژواک په ویبپاڼه کې خپاره شویدي د شته او پلان شوې فابریکې سربیره د هیواد په څو نورو ولایتونو کې د سمنټو د خامو موادو شتون ښودل شویدی دلته به یې ځینې سیمې په لنډو ټکو کېوڅیړل شي.

ننګرهار،پژواک خبري اژانس د ننګر هار ولایت  د کانونو د ریس له قوله لیکي:د غني خیلو ولسوالۍ د مارکو غر د سمنټو د پاره د ښه کیفیت خام مواد لري.دغه راپور همداراز لیکي د سرخ رود د ولسوالۍ د ټټنګ په سیمه کې د ګچو او چونې کانونه شته.(۴)

 که څه هم په دغه ولایت کې د ډبرو د سکارو د کان په اړه معلومات نشته خو دهیواد د نورو کانونو څخه ننګرهار ته په مناسبه بیه د ډبرو سکارو رسول شوني دي.که څه هم اوس د دننګرهار ولایت ځینې سیمې د بریښنا ددولتي شبکې سره وصل دي خو بیا هم ددغه ډول انکشافاتو دپاره لازمه ده دغه شبکه نوره هم پیاوړې شي. دغه موندنې ته په کتو د ننګرهار ولایت د یوې لویې فابریکې د ایجاد دپاره مناسب ځای دی.ددغه فابریکې د تولیداتو څخه ، دننګرهار، کنړ، لغمان،نورستان ،لوګر او کابل ولایتونه ګټه اخستلای شي.

کندهار، د کندهارښار د ختیځ لوري په ۱۴ کیلومترۍ کې د چونې ډبرې لوی کان شته چې د نساجۍ د فابریکې څخه پیل او تر ذاکر شریف سیمې پورې ادامه لري.همداراز ددغه کان په دری کیلومترۍ کې د ګچو لوی کان شته . ددې تر څنګ ویل کیږي چې د سپین بولدک د ولسو الۍ په غرونوکې د ډبرو سکارو کانونه شته.(۴)

په کندهارکې همدا اوس د سمڼتو د فابریکې د جوړولو په وړاندې دوې عمده ستونزې شتون لري ،د کندهار ښار تر اوسه پورې د بریښنا د کومې شبکې سره ندی نښلول شوی دوهم داچېپه سیمه کې کار اخستلو ته اماده د ډبرو سکارو کان نه شته تر څو  د سمنټو په تولید کې ترې ګټه واخستل شي. دهمدغو ستونزو له کبله وو چې یو ملي سوداګر د سمنټو د فابریکې د ایجاد له تصمیم نه په شا شو او په دغه برخه کې یې پانګونه ونکړه. خو، د غزني ولایت نه د کندهار په لوري د بریښنا پر لیږد باندې په درز سره کار روان دی چې تر دریوکالونو پورې به بشپړ شي،د سون توکو د حل لپاره هم دوې لارې شته: دولت د سپین بولدک د ډبرو د کان پر استخراج باندې کار پیل او یا دټاپي د پروژوې د بشپړیدو څخه وروسته له دغې نل لیکې  ورته د ګازو تابیه وکړي.کندهار ولایت د سمنټو د یوې لویې  فابریکې د ایجاد دپاره ځکه اقتصادي دی چې له تولیداتو څخه یې د کندهار ولایت سربیره، زابل، غزني نیمروز،ارزګان او هلمند ولایتونه هم ګټه اخستلای شي.

سمنګان،د پژواک خبري اژانس پر اساس د سمنګانو ولایت د ډبرو سکارو پریمانه کانونه لري چې د هغو جملې څخه د دره صوف، شباشک،دهنه تور ،ګرمک غربي او رشه یادونه کولای شو .ددې ترڅنګ ددغه ولایت د مرکز ایبکو د ښار په ۳۰ کیلو مترۍ کې د رباطک او نظرچه غونډیو تر منځ د سمنټو د تولید د پاره د خامو موادو لوي کان شتون لري چې په ۱۳۹۱ کال کې د کانونو او اوپترولیم  وزارت د متخصصینو په واسطه کشف شوی دی، په دغه کان کې د شته خامو موادو مقدار ۱۳ ملیارده ټنه تخمین شوی چې بې ساری بلل کیږي.(۴)

پورتنیو معلوماتو ته په کتو سره دغه ولایت دیوې او یا هم دوو لویو فابریکو د ایجاد دپاره تر ټولو مناسب ځای دی.ددغه فابریکو د تولیداتو څخه نه یوازې د هیواد د شمال ډیری ولایتونه د سمڼتو د مصرف له مخې  پر ځان بسیا کیږي بلکې د منځنۍ اسیا هیوادونو ته یې د صادراتو زمینه هم شته،د تاجکستان هیواد د سمنټو د کمبود سر مخ دی په ځینې فصلونو کې د پاکستان سمنټ د افغانستان دلارې دغه هیواد ته صادریږي.

بلخ،د بلخ ولایت د البرز د غرونو په لمنو کې د سمنټو د خامو موادو شتون ښودل شوی دی.همدارنګه ددغه ولایت د چمتال په ولسوالۍ کې د ګچو کانونه شتون لري.(۴)

د بلخ ولایت هم د سمنټو د تولید لپاره تر ټولو اقتصادي سیمه بلل کیدای شي،که چیرې د البرز دغرونو په لمنو کې د چونې د ډبرې شتون او په چمتال کې د ګچو شتون تثبیت شي د سمنټو د تولید د یوې لویې او یاهم متوسطې فابریکې جوړولو ته ښه زمینه مساعده ده. ځکه دبلخ ولایت د وارداتي بریښنا د شبکې سره نښلیدلی او هم ددغه ولایت په ګاونډ کې د صوف د درې د ډبرو دسکارو لوي کان شتون لري، چې ددغه فابریکو د سون توکو د پاره به ترې ګټه واخستل شي.که په دغه ولایت کې د سمنتو د تولید فابریکه ایجاد شوه له تولیداتو یې د بلخ ولایت سربیره د سرپل، جوزجان، فاریاب ، کندوز او تخار ولایتونه ګټه اخستلی شي او هم د ځان د بسیا کیدو وروسته یې د منځنۍ اسیا هیوادونوته صادرات شوني دي.

بادغیس،د پژواک خبري اژانس پر اساس  د باد غیس ولایت د سبزک په سیمه کې د ډبرو سکارو لوی کان شته، ددغه کان د ډبرو سکاره دهرات ولایت ، خپله د باد غیس په ولایت او نورو ولایتنونو کې خر څیږي، د پژواک د راپور پر اساس د باد غیس په بیلو بیلو سیمو کې  لکه دقادس ،اب کمري او دمرغاب په ولسوالیوکې د چونې او د ګچو د ډبرو بیلا بیل  کانونه شته.(۴)

په دغه ولایت کې هم د سمنټو د یوې کوچنۍ او یا متوسطې فابریکې جوړول اقتصادي دي.د قادس او اب کمري ولسوالۍ د سبزک د ډبرو د سکرو د کان څخه ډیره فاصله نلري، خو تر اوسه پورې په دغه ولایت کې د بریښنا د شبکې څرک نشته چې ښایي په اول کې د ډیزلي بریښنا څخه ګټه پورته شي. که په دغه ولایت کې د سمڼتو فابریکه جوړه شي د باد غیس سربیره د غور او فاریاب ولایتونو ته سمنټ ورکولی شي.سربیره پردې د مرغاب سیند پر سر ددغه ولایت د مرغاب او جوند په ولسوالیو کې د بریښنا د متوسطو بندونو د جوړلو دپاره شرایط مناسب دي چې ددغه سمنتو څخه  په کې کاریدلی شي.

خوست: د خوست ولایت په غرونوکې د چونې د ډبرو شتون ښودل شوی دی، د پکتیکا په ولایت کې هم د چونې او د ډبرو د سکارو او په غزني ولایت کې د ګچو د کانونو یادونه شویده.(۴)

د خوست په ولایت کې د چونې او د پکتیکا په ولایت کې د چونې  او د ډبرېد سکارو  او په غزني ولایت کې د ګچو د کانونو شتون ددغه سیمې د پاره د سمنټو د یوې فابریکې زمینه برابرولی شي. که چیرې د نورو څیړنو له مخې  دغه کانونه تثبیت شي لازمه ده د یوه اقتصادي تحلیل په رڼا کې په دغه سیمه کې د یوې فابریکې د جوړولو تابیه وشي.

د بدخشان ولایت یو لیرې خو د ډیر نفوس لرونکۍ ولایت دی لازمه ده چې په دغه ولایت کې څیړنې تر سره شي. که په کوم  ځای کې یې د سمنټو دپاره  خامو موادو شتون تثبیت شي د یوې کوچنۍ فابریکې جوړل هلته هم اقتصادي دي.همدا اوس د هیواد تر بل  هرځای په دغه ولایت کې د سمنتو بیه ډیره لوړه ده.

د پژواک د ویبپاڼې پر اساس د وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ کې د چونې او ګچو کانونه شته، دګچو د کان څخه خو همدا اوس ګچ استخراجیږي ، که چیرې د چونې ډبرې شتون د پام وړ وي ، او ددغه سیمې نښلول د بامیانو ولایت ته شوني وي بیا نو په دغه سیمه کې دسمڼتو د یوې کوچنۍ یا متوسطې فابریکې جوړول اقتصادي کیږي، ځکه د بامیانو په ولایت کې د ډبرو د سکارو کانونه شته او هم به دغه ولایت په راتلونکو دریو کالونو کې د بریښنا د شبکې سره ونښلول شي.ددغه فابریکې د تولیداتو څخه د وردګو ولایت سربیره د بامیانو او دای کندي ولایتونه هم ګټه پورت کولای شي.

د جوزجان ولایت د جر قدوق او یتیم تاق په سیمو کې هم د چونې او ګچو د کانونو د شتون یادونه شویده چې له ۶۰ کالو راهیسې تر ګټه اخستل کیږي. (۴). دغه سیمه هم د سمنټود یوې کوچنۍ یا متوسطې فابریکې دپاره مناسبه ګڼل کیږي.ځکه په دغه ولایت کې د ګازو زیرمې شته او هم د بریښنا د شبکې سره یې نښلول شوني دي.

دیادو سیمو ترڅنګ ښایي د هیواد په نورو بیلا بیلو سیمو کې هم د سمنټو دپاره خام مواد شتون ولري، چې تراوسه ندي کشف شوي.د کانونو وزارت ته پکارده په دغه برخو کې نور ې څیړنې وکړي او ددغه ارزښت ناکې مادې د تولید دپاره ګامونه واخلي.

لکه چې مخکې هم یادونه وشوه ،اوس افغانستان د سمڼتو د تولید دوې فعالې فابریکې لري، چې یوه یې د بغلان ولایت  د دهنه غوري په سیمه کې ده او دوهمه یې هم د پروان ولایت د جبل السراج په ولسوالۍ کې موقعیت لري.

د افغانستان د سمنټو تر ټولو لومړنۍ فابریکه په ۱۹۵۰ کال کې د بغلان ولایت د پلخمري ښار په شمال لویدیځ کې د ډنډ غوري د درې په پیل کې ایجاد شوې ده له همدې کبله ورباندې د غورې فابریکې او تولید شویو سمنټو ته یې د غوري نوم ورکړی دی. دغه فابریکه له هماغه ۱۹۵۰ کال څخه تر اوسه فعاله ده ددغه فابریکې هغه لومړنۍ فیز چې د غوري -I په نوم یې یادوي ورځنۍ تولید یې   ۲۰۰ ټنه دی. ددغه فابریکې ددوهم فیز کار د غوري-II    په نوم په ۱۹۸۶ کې پیل او په ۱۹۸۹ کال کې يې د جوړولو کار د روسانو د وتلو سره سم ودرید په داسې حال کې چې د جوړولو کار یې تر ۹۵ سلنې  پورې تکمیل شوی وو.د ۲۰۰۵ کال د اپریل په میاشت کې د افغانستان سوداګریزو خونو د یوه کانسرسیوم د جوړولو مفکوره د رامنځ ته کړه تر څو د غوري سمنټو پر فابریکه دخصوصي سکتورپه مرسته نوې  پانګونې وشي او په معاصرې تکنا لوژۍ سمباله فابریکه ترې جوړه کړي ،هماغه ووچې د افغان سمنټ په نوم شرکت رامنځ ته شو او پدغه برخه کې یې پانګونه وکړه. ددوی په پانګونه کې د غوري II دپاتې ۵ سلنې کار بشپړول ، د غوريIII په نوم  د دریمي فابریکې ایجاد او د ډبرو د سکرو تر څنګ د برق یوه استشن جوړول شامل وو. دوي وعده وکړه چې د غوري III فابریکې تولیدي وړتیا بهپه یوه ورځ کې ۴،۰۰۰ ټنو ته ورسوي.

د افغان سمنټ په  ویب سایټ کې راغلي چې د غوري III  د فابریکې د منتاژ کار به په  ۲۰۱۳ کال کې بشپړیږي ، دوي پلان کړې وه چې په دغه کال کې به د غوري I فابریکې  ورځنی تولید ۴۰۰ ټنو ته لوړ کړي ، د غوري II فابریکې ورځنې  تولید به ۱،۰۰ ټنو ورسیږي اود غوري III نوې ایجاد شوې فابریکې ورځنی تولید به ۴،۰۰۰ وي،  چې پدې سره  به ټول ټالد تولید به په يوه ورځ کې ۵،۴۰۰ ټنه شي. اوس ددغه شرکت په ویب سایت کې نوي معلومات نشته ترڅو پري قضاوت وشي چې دغه شرکت په خپل پلان کې څومره بریالی شوی دی(۵).د شته معلوماتو پر اساس د دغه فابریکې ورځنۍ تولید  د ۱۲۰۰ ټنو او ۱۴۰۰ ټنو تر منځ دی او دوی تراوسه پورې د غورېIII پر فعالولوباندې ندي بریالي شوي.

د پروان ولایت د جبل سراج د سمنټو فابریکهپه ۱۳۳۷ کال کې جوړه شوې وه ،په هماغه وخت کې یي هم  ورځنی تولیدات ۱۰۰ ټنه وو. ددغې فابریکې تولیدات د کورنیو جنګونو په جریان کې په ټپه ودریدل تیر کال یې   د ۲۰ کلن ځنډ وروسته د حمل پر ۱۷ نیټه بیا  په فعالیت پیل وکړ. ددغې فابریکې ورځنی تولید ۱۰۰ ټنه ښودل شوی دي. که څه هم په یوه ورځ کې د سلو ټنو سمنټو تولید په هیواد کې موجودې تقاضا ته د پام وړ ندی خو بیا هم دحکومت او محلي ادارې لپاره یې  مهم اقدام یې بللی شو. دغه فابریکه د افغانستان د معدن وزارت ملکیت دی.

 د هرات ښار په لویدیځه برخه کې د هریرود د سیند په یو کیلو متری کې د سمنټو د فابریکې لپاره ۱۴۰ هکتاره ځمکه بیله شوې ده. ددغه فابریکې د تهداب ډبره په ۱۹۷۰ کال کې ایښودل شوې وه او په پام کې وو چې دغه فابریکه به په ۱۹۷۸ کال کې ګټې اخیستلو ته چمتو کیږي. ددغې فابریکې ساختماني کار چې د یوې چکسلواکیا یي کمپنی له خوا پرمخ بیول کیده  او هغه وخت ودرول شو چې په دغه فابریکه باندې مسلحانه حمله وشوه په دغه وخت کې د فابریکې د ساختمان او منتاژ کار۲۵سلنه بشپړ شوی وو. د هرات د سمنټو فابریکې اهمیت د څو جهتونو له مخې خورا د اهمیت وړ دی لومړی دا چه په یوه لوی ولایت او د هغه د ښار په څنډه کې واقع ده، د ډبرو سکاره یې په ۱۴۰ کیلو متری کې د باد غیس ولایت د سبزک په غره کې دي او د ایران او ترکمنستان څخه د وارداتي بریښنا سره د نښلولو وړ ده، د هرات څخه د سبزک معدن ته سرک هم پوخ شوي دي چې د وخت په تیریدو سره ښايې په همدغه مسیر باندې د ریل پټلۍ هم وغزول شي دا کار هغه وخت شونی دی چې فابریکه په تولیداتو پیل وکړي او هرکال د خپلو عوایدو یوه برخه دغه کار ته بیله کړي او دولت ورسره لازمه مرسته وکړي(۵).

د پژواک د خبر پر اساس،د روان کال د حمل د میاشتې په۶ مه نیټه افغان حکومت د چکي او افغان پانګوالو په مرسته د هرات د سمنټو د فابریکې قرارداد تر څو راتلونکو میاشتو پورې امضا کوي. ددغه راپور په حواله د ولسمشر اقتصادي مشاور سیروس علاف خبریالانو ته ویلي چې ددغه فابریکې تولیدي وړتیا به په ورځ کې ۱۶۰۰ ټنه وي او ۷۰ ملیونه ډالره پانګونه پرې وشي چې ۴۹ سلنه یې د چکي او ۵۱ سلنه به د افغان پانګوالو وي.

که د هرات د سمڼتو فابریکې د ایجاد راپور په پام  کې ونیول شي ، داسې یوه فابریکه چې و رځنی تولید یې ۱،۶۰۰ ټنه وي ۷۰ ملیونه ډالرو ته اړتیا لري ، لس دغه ډوله فابریکې افغانستان  دسمڼتو له درکه پر ځان بسیا کولای شي.د لسو فابریکو دپاره ټول ټال ۷۰۰ ملیونه ډالروته اړتیا ده.دغه پیسې افغانستان پر هرو ۱۷ میاشتو کې دګاونډیو هیوادونو پانګوالو ته د سمڼتو په بدل کې ورکوي.د سمڼتو د تولید اقتصادي کار پوهان په دې نظر دي چې د سمنټو پر فابریکه پانګه شوې پیسې د څلورو یا پنځو کالونو په موده کې بیرته د تولید څخه لاس ته راوړل کیږي، چې دا ښه مناسبه ګټه ده.

د پورتنیو ټولو تشریحاتو په پای کې ، د هرات د فابریکې بیا رغونه مثبت ګام دی خو لازمه ده د نورو فابریکو د ایجاد دپاره افغان پانګوالو ته د خارجي شریکانو پرته د پانګونې زمینې برابرې شي ،دولت ته پکارده چې د افغان  سمڼتو په شرکت فشار راوړي تر څو قرار داد مطابق د غوري III فابریکې کارونه بشپړ کړي ترڅو ددغه فابریکې  تولیدي وړتیا لوړه شي. بله دا چې  د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې د سمڼتو د نورو تولیدي فابریکو د پاره مناسب شرایط شته نو دولت باید د داخلي پانګوالو په مرسته او له هغوی نه په ملاتړ سره د سمڼتو د تولید نورې فابریکې هم ایجاد کړي.دولت دې افغان پانګوالو ته په اسانه شرایطو د فابریکو د ایجاد زمینه برابره کړي.د ولایتونود کانونو ریسانو ته په کار ده چې دسمڼتو د خامو موادو د کانونو  پر سر علمي تحقیقات  اواقتصادي تحلیلونو ترسره او پانګوالو ته ددغه تحقیقاتو او تحلیلونو نتا یج ورکړي، که دغه ډول تحقیقات بودجې ته اړتیا لري لازمه ده دوی ورته بودجه په خپلو کالنیو بودجو کې په پام کې ونیسي.

په کور دننه د سمڼتو تولید خلکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینې مساعدوي ، بیه یې ټیټه ،کیفیت یې لوړیږي او د هیواد  په اقتصاد کې۵۰۰ ملیونه ډالر سپما کیږي.افغان پانګوالو ته سپار ښتنه کوم چې د پانګونې د پاره د خارجي شرکتونه سره د شراکت پر ځای د دهغوي سره د فابریکو د ډیزاین،د فابریکو د ماشین الاتو د تولید او منتاژ کارونه قرارداد کړي ترڅو د عوایدوڅخه مو په خپل اقتصاد کې ګټه واخستل شي.دافغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو ته لازمه ده چې د ولایتونو په سطحه پانګه وال او داخلي بانکونه وهڅوي ترڅو په دغه ملي کار کې برخمن او د هیواد د بسیاینې په لور ګامونه واخلي.د پرځان بسیا افغانستان په هیله.

ماخذونه

  1. Cement Raw Material ,British Geological Survey Office Of Deputy Minister
  2. Energy efficiency and saving in cement industry /www.climatetechwiki.org
  3. Small scale production of Portland cement , UN Habitat Nairobi 1993
  4. معادن ۳۴ ولایات//http://mines.pajhwok.com
  5. ۱۶ اپریل ۲۰۱۶ کال/ نورالرحمن نوري/کابل پوست /په کوردننه د سمنټو د تولید اړتیا
Leave A Reply