د نورمحمد تره کي ژوند پېښي/ عزت تره کی

0 1,772

کابل : ۱۳۹۶/۲/۷

۱- ۱ زوکړه

نور محمد تره کی  د ۱۲۹۶ لېږديز لمريز کال  د چنګاښ پر ۲۳ نېټه ،چې د ۱۹۱۷ زېږدیز كال د جولاى له ۱۵  نېټې سره سمون خوري  د  غزني ولايت، مقر ولسوالۍ د کمکۍ ناوې په سره کلي کې په یو څه ناڅه لوستې  (باسواده) شپني او بزگره کورنۍ کې زېږېدلی دى، د پلار نوم یې  نظر محمد تره کی دی.

نوموړی درې وروڼه لري، چې د يوه ورور نوم يې سلطان محمد تره کی دی، ویل کیږي، چې دا ورور یې تر نورمحمد تره کي مشر و. د نومړي په اړه  یې تر اوسه څه نه دي لیکل شوي.

د نورمحمد تره کې د بل ورور نوم  جان محمد تره کی دی او تر ده کشر دی دغه ورور یې د ۱۳۹۲ لمريز کال په وري مياشت کې (د ۲۰۱۳ زېږدیز کال په اپرېل مياشت) کې د ور پېښي شوې ناروغۍ  له امله د لندن ښار په يوه روغتون کې د ۸۶ کلونو په عمر ومړ.

د دریم  ورور نوم  یې غلام محمد تره کی دی، چې دا هم  تر نور محمد تره کې کشر دی او نوموړی په حق رسېدلی دی.

د نور محمد تره کي د کورني ژوند په اړه ویل کېږي، چې يوه مېرمن یې درلوده، خو کوم اولاد یې ترې  نه وو.

د نور محمد تره کي د رسمي ژوندليك له مخې هغه په ډېر کوچنيوالي كې خواريکښ او په پنځه کلنۍ کې ېې په مزدورۍ لاس پورې کړی و.

۱- ۲ زده کړې

نور محمد تره کي لومړنۍ زده كړې په مقر كې ترسره كړې او له هغه وروسته کندهار ته ولاړ، هلته په (پښتون) شرکت کې په کار وګومارل شو. په ١٩٣٥زېږديز کال په بمبيي کې د (پښتون) شرکت د نمايندګۍ منشي وټاکل شو.

تره کی په یوه داسي کورنۍ کې  زېږېدلی دی، چې له اقتصادي پلوه په متوسطو هغو کې شمېرل کېده. له لومړنیو زده کړو وروسته چې په خپل کلي کې يې تر سره کړې وې له یوه نږدې خپلوا ن سره د کوټې ښار ته لاړ او هلته یې درس ووایه ،چې له دریو کاله وخت تېرولو وروسته بېرته خپل کلي ته راستون شو او هلته یې د ناوې ولسوالۍ د یوه خان (اختر محمد خان) په کور کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله او له هغه وروسته یې له عبدالمجید زابلي سره  د هغه په تجارتي شرکت کې  د منشي په توګه وظیفه ترسره کوله.

په ۱۳۱۳ ل.ل کال کې چې نور محمد تره کي په بمبۍ كې کار کاوه نو په انگرېزي ژبه ېې د شپې ښوونځى هم پاى ته ورساوه او ويل كيږي، چې زلمي تره كي همدلته له سوسياليستې ایډيې سره پېژند گلوي وكړه.( ۱ : ۲۲۰ )

نور محمد تره کی د پښتو تر څنګ په  پارسي، انګریزي او اردو ژبو پوهېده او د ژباړې په برخه کې یې په ۱۹۵۹کال د امریکا له اورسیز ټرانسلیشن انستیتیوت څخه د تخصص  لیسانس اخیستی دی.

۱- ۳ دندې او سیاسي هڅې :

نور محمد تره کي لومړی د ښوونکې په توګه دنده مخته وړه او وروسته په کندهار کې له پښتون شرکت سره په کار وګومارل شو.

په ١٩٣٧ – ١٩٣٩زېږدیز کلونو کې يې لومړی په سوداګرۍ وزارت او وروسته بيا په کانو او صنايعو وزارت کې کار کاوه. په ١٩٤٠م کال کې يې د «اقتصاد» مجله چلوله او د ١٩٤١ زېږدیز کاله وروسته  يې په کابل راډيو، باختر آژانس او فوايد عامې وزارت کې دندې تر سره کړې دي.

په اوسني لیکوال کتاب کې راغلي دي، چې نور محمد تره کي په ۱۳۲۰ لېږدیز لمریز کال د مطبوعاتو په مستقل ریاست کې د نشراتو د دوهمې څانګې غړی او په ۱۳۲۱هـ کال د همغه ریاست د نشراتو د لومړۍ څانګې غړی وټاکل شو. (۱ :۲۲۰)

په ۱۳۲۲ ل.ل کال  په کابل راډیوکې د پښتو مرستیال او په ۱۳۲۳ ل.ل کال  کې د باختر اژانس د مؤسسې غړی شو.

په ۱۳۲۴ هـ کال یې په ټولګټو وزرات کې د خصوصي مدیر او د بهرنیو اړیکو د مسوول په توګه دنده مخته وړې ده په ۱۳۲۶ هـ کې د پطرولو لوی مدیر و په ۱۳۲۸ هـ کال کې د خپرونو په ریاست کې د بولتین مدیر او  په ۱۳۳۱هـ کال د باختر اژانس د لوی مدیر په توګه وټاکل شو.

نوموړی په ۱۳۳۲ هـ کال  واشنګټن ته د افغانستان په سفارت کې د مطبوعاتو د ا تشه په حیث ولاړ اوله ۱۳۳۴هـ کال څخه بیا تر ۱۳۳۸ هـ کال پوري یې په کابل کې د یونسکو تخنیکي مرستي او یونسکو په څانګه کې د  سکرتر او ژباړن په توګه  دنده تر سره کوله، چې وروسته هغه یې بیا د (نور دارالترجمه) په نوم یو شخصي دفتر په کابل کې پرانیست.( ۲: ۲۵۳)

د نور محمد تره کي لومړی سیاسي حرکت د شاه محمود خان د صدارت پر مهال پیل شو او له ویښ زلمیانو ګوند سره یو ځای شو، چې د دې ګوند په (انګار) جریده کې به یې لیکنې خپرېدې.

کله، چې شاه محمود خان نیمه ډیموکراسي هم ختمه کړه نو پر خپرونو یې بندیزونه ولګول او د ویښ زلمیانو ځیني کسان یې بند ته واچول چې یو په کې نور محمد تره کی هم و.

په ۱۳۳۱ هـ کال نور محمد تره کی له یو شمېر نورو کسانو سره له هغه وروسته چې له بنده را خلاص شول شاه محمود خان ته ورغلل او له هغه سره یې د وفاداري ژمنه وکړه، چې له دې سره نو دی په واشنګټن کې د افغانستان د مطبوعاتي اتشې په حیث وګمارل شو.

د څلوېښتمو کلونو له پاى څخه نورمحمد تره کی په ټولنيزو او سياسي چارو لاس پورې کوي. هغه د (ويښ زلميانو) د سازمان د مرکزي هستې له فعالينو څخه و. د دغه سازمان د فعاليت اساسي کرښه د فيوډالي بقاياوو پر ضد مبارزه وه. په دې وخت کې نورمحمد تره کی د هيواد په مطبوعاتو کې د داسې يو دموکراتيک حکومت په طرفدارۍ غږ پورته کوي، چې ولسي جرګې ته مسئوليت ولري.

هغه د ١٩٥١ زېږدیز کال د مارچ په ٧ نېټه په (انګار) اخبار کې ليکي:«د هر هيواد د ټولنيز ژوند او ثقافت د سطحې د لوړولو لپاره بايد مختلفې لارې چارې وکارول شي. له دغو لارو چارو څخه يوه په سياسي، اقتصادي او ټولنيز ژوند کې د خلکو د پراخو  پرګنو فعال ګډون دى. که زموږ ولس د سياسي مخکښو رسمي ګوندونو په مرسته يو ځاى شي، په لږ وخت کې به د هغو ملي اهدافو په تر سره کولو برى ومومي چې زمانې زموږ د هيوادوالو پر وړاندې ايښي دي.»

نورمحمد تره کی د همدې اخبار د ١٩٥١زېږديز کال د اپرېل د لومړۍ نېټې په ګڼه کې د سياسي ګوندونو د تشکيل او آزاد فعاليت غوښتنه کوي او د اپرېل پر ١٥مه نېټه بيا ليکي: «موږ د خلکو د حکومت جوړولو د ضرورت په باب خبرې کولې، چې ولسي جرګې ته مسئوليت ولري، تر کومه به موږ د سياسي ګوندونو او ولسي حکومت د ګټو او ښېګڼو په باب خبري کوو؟ دا چې هغوى د خلکو د ګټو او غوښتنو منعکس او مدافع دي هر چا ته په کافي اندازه څرګنده ده او چا ته د شک او ترديد ځاى نه پاتې کېږي. اوس نو د دې وخت رارسېدلى دى، چې راپاڅېږو او د خپل هيواد د نېکمرغۍ دپاره په کار پيل وکړو ميدان ته ور ودانګو او د پرګنو ځواک ته انسجام ورکړو. خو دا کار يوازې د سياسي سازمان او ګوند په ايجاد سره تر سره کېداى شي».  له همدې وخته د يوه ساسي ګوند د تشکيل لپاره د نورمحمد تره کي د سياسي هڅو، جد و جهد او مبارزې لړۍ پيل کېږي.

د ١٩٥٣ زېږديز کال په مارچ کې نورمحمد تره کی د امريکا په متحده ايالاتو کې د افغانستان د سفارت د مطبوعاتي آتشې په توګه وټاکل شو، خو د خپلو مترقي نظرياتو د څرګندولو په وجه د همدې کال په پاى کې بېرته له واشنګټنه کابل ته راوغوښتل شو. (۱: ۲۲۱)

هيواد ته له راتګ وروسته په کابل کې د يونسکو مؤسسې منشي او يو وخت يې بيا په همدې مؤسسه کې د ژباړن په توګه دنده تر سره کوله. ده په عين وخت کې په ادبي او سياسي فعاليتونو کې هم ونډه درلوده. د ده د نه ستړي کېدونکي او پرله پسې فعاليتونو پایله وه، چې په ١٩٦٥ زېږديز کال کې د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند منځ ته راغى. ( ۲: ۲۵۳)

لومړۍ مؤسسه کنګره د همده په کور کې جوړه شوه. په دې کنګره کې نورمحمد تره کى د ګوند د عمومي منشي په توګه وټاکل شو او د ١٩٦٦ کال په اپرېل کې د(خلق) په جريده کې د ګوند مرام خپور شو.

تره کی د غوايي د اتمې له کودتا وروسته واک ته ورسېد د ګوند له خوا یې لومړۍ انقلابي شورا تاسیس کړه او لومړنی فرمان یې داسي اعلان کړ:

د افغانستان د خلکو د یموکراتیک ګوند په خپله لومړۍ ناسته کې نور محمد تره کی،چې د افغانستان یو لوړ ملي او انقلابي نوم دی. د دې ګوند د مشر په توګه اعلانوي،چې دی په عین حال کې د دولت ریس هم دی.

تره کی د ۱۳۵۸هـ کال په وږې میاشت کې هاوانا ته په یوه کنفرانس کې د ګډون په موخه لاړ، چې د بېرته ستنېدلو پر مهال یې په روسیه کې له برژنف او د هغه هیواد له نورو لوړو پوړو چارواکو سره وکتل او داسي فکر کیږي، چې شوروي چارواکو هغه مهال د حفیظ الله امین د مقاومت او سخت چلند په اړه ورته خبر ورکړی وو او له هغه نه د لري اوسېدلو یې هم ورته ویلي وو.

حفیظ الله امین له دې خبر شوی و او هماغه و، چې تره کی یي له شوروي نه له راستنېدو وروسته له قدرته ګوښه او وواژه. د تره کي د مرګ کیسه د جموري ریاست د مخابراتو  ریس عبدالودود په ډاګه کړه، چې همدا اعترافات یې د کابل په انیس او د تهران په اطلاعاتو ورځپاڼو کې خپره شوه، چې د ده په خبره د سیاسي ارکان له ریس «روزي»  او د ګارد د اطلاعاتو له ریس محمد اقبال سره یې یوځای وژلی وو.

۱۳۵۸ کال  د تلې میاشتې په ۱۸مه کابل راډیو د نور محمد تره کي مرګ داسي  اعلان کړ: ((د انقلابي شورا ریس نور محمد تره کي د هغې اوږدې ناروغۍ له کبله چې  ورسره لاس او ګرېوان و،  پرون سهار سترګې پټې کړې او جنازه یې تېره ورځ په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپال شوه)).  ماخذ

۱- ۴ د نور محمد تره کي ادبي هڅې او پنځونې :

نورمحمد تره کى له دې سره سره، چې د افغانستان د يوه وتلي سياسي شخصيت په توګه یادیږي، يو بااستعداده ليکوال او په پښتو ژبه کې د لنډ هنري داستان او ناول د رامنځته کېدو نوښتګر او له لومړنیو لیکوالو څخه بلل کېږي. تره کي د خپل ژوند ډېره برخه په لیک او لوست تېره کړې ده او د هغه مهال په ګڼو خپرونو کې یې کیسې او مقالې خپرې شوې دي.تره کی د ځانته سبک څښتن او ریالیست لیکوال دی، چې د ولس ژوند یې هماغسي ترسیم کړی دی، لکه څنګه چې دی، د ولس په ژبه یې خبرې کړې دي او د ولس ستونزې یې په خورا هنري او ظریفانه انداز بیان کړې دي، چې د لنډو کیسو  شمېر یې دېرشو ته رسیږي او ډېری ېې په کابل مجله کې خپرې شوې هم دي.(۱: ۲۲۱)

دلته پر ځای بولم، په اوسني لیکوال کې د حبیب الله ولسیار هغه خبرې را واخلم، چې د کابل کالنۍ د ۱۳۳۸ هـ کال په ګڼه کې یې د تره کي صاحب دا خاصیت داسي بیان کړی دی:«البته په دې کې شک نشته چې د کیسو ځیني مثالونه په افغاني ادب کې د څه پخوا مهال څخه هم ښودل کېدلای شي، اما په واضح او ریالیستي بڼه دا برخه هلته څرګنده ده،چې په غربي ژبو پوه افغان لیکوال هم میدان ته راوزي او په دې لاره کې څوک چې سره له یوې لفظي کمزورتیا د اولیت حق لري هغه نور محمد تره کی دی، ځکه دی نه یواځي د وخت او مهال په لحاظ دمخه دی بلکې په افغاني لیکوالو کې یواځنی لیکوال دی،چې ادبي لاره یې یواځي همدا لاره ده اوبس.(۱: ۲۲۱)

نورمحمد تره کي خپل ادبي فعاليت له لنډو کيسو پيل کړ. له دې کيسو څخه لومړۍ يې په ١٩٣٠ زېږديز کال په (کابل) مجله کې خپره شوه. په دغو لنډو کيسو کې ليکوال د وخت د شاهي واکمنۍ په دور کې د هيواد د زيارکښو بزګرانو ژوند ته انعکاس ورکړى.

د تره كي ليكنې په بېلابېلو ورځپاڼو كې چاپېدلې. د شوروي اتحاد د ادبياتو په اړه يې له انگرېزي ژبې څخه ځینې ليكنې ژباړلې دي. د ده لیکنې د نړۍ او د افغانې ټولنې د بېوزلې طبقې پرتله کولو باندې څرخېدې، چې له هغوى څخه يې په ۱۹۵۸ زېږدیز كال كې د (بنگ مسافري) په همدغه كال كې د (سپين) په ۱۹۶۲ زېږدیز كال كې د (څړه) ناولونه يادېږي .تره کی د پښتو ژبې هغه پیاوړی لیکوال دی، چې په لسګونو لنډې کیسې او پنځه ناولونه یې لیکلي دي او هڅه یې کړې ده، چې په خپلو لیکنو کې د افغاني ټولنې ولسي او عیني انځور  وکاږي، چې په دې توګه نو غواړي په ټولنه کې د افراط او تفریط بدي را په ګوته کړي.

د نور محمد تره کي څلور ناولونه په ځانګړې توګه او یو یې (بې تربیته زوی) چې لومړی ناول و، د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په کلونو کې په کابل مجله کې چاپ شوید ی او د راحت زاخيلي تر «ماه رخي» وروسته په پښتو ژبه کې دويم ناول ګڼل کېږي.(۳ :۴۶)

نورمحمد تره کي د سیاسي کارونو ترڅنګ په ژورنالیستیکو کارونوکې هم لوی لاس درلوده.  په لومړیو کې به یې په کابل مجله او نورو ورځپاڼو کې مقالې خپرېدې خو کله چې (خلق) خپرونه پیل شوه، نو دی یې د امتیاز څښتن شو. د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال تره کی د یوه څه مودې لپاره د باختر اژانس مرستیال و، چې په دې وخت کې یې تهران ته سفر وکړ او د هغه هیواد د پارس خبري اژانس او د ایران د نورو دولتي مطبوعاتو د لیکوالانو او کارکوونکو پر وړاندي یې وینا وکړه،چې له هغې وینا یې مالومېده چې تره کی د خبریالۍ په چارو کې ښه مهارت لري.

۱- ۵ د تره کي دري اثار او ژباړې :

دیموکراسي نوین د هغه بل کتاب دی،چې په دري ژبه لیکل شوی دی او د مارکسستي فلسفې  موضوع  یې رانغښتې ده.

دیموکراسي نوین کتاب په روسیه کې خپور شوی دی.

(عروسی من در خیبر)

(خاطرات جنگ چرچیل)

(نطق ویشسنگی دریونو)

یې  هغه اثار دي، چې ده را ژباړلي دي.

د کارګري طبقې ګوند.

په ځان باور.

د ځلميانو لار ښوونکی.

سياسي اصطلاحات.

یې نورې پنځونې دي.  د یادونې وړ ده، چې د نور محمد تره کي د لنډو کیسو ټولګه د بزګر لور د نورو ژبو ترڅنګه په براهوي ژبه هم ژباړل شوې ده، چې بزغر نامسړ نومیږي  او ژباړن یې حمید عزیز ابادي  دی.

۱- ۶ مړینه :

تره کی د ۱۳۵۸هـ کال په وږې میاشت کې هاوانا ته په یوه کنفرانس کې د ګډون په موخه لاړ، چې د بېرته ستنېدلو پر مهال یې په روسیه کې له برژنف او د هغه هیواد له نورو لوړو پوړو چارواکو سره وکتل او داسي فکر کیږي، چې شوروي چارواکو هغه مهال د حفیظ الله امین د مقاومت او سخت چلند په اړه ورته خبر ورکړی وو او له هغه نه د لري اوسېدلو یې هم ورته ویلي وو.

حفیظ الله امین له دې خبر شوی و، چې د نوموړي د جدیت او نوي تصمیم په اړه روسانو نورمحمد تره کي ته یادونه کړې ده، نو هماغه و، چې تره کی یي له شوروي نه له راستنېدو وروسته له قدرته ګوښه او د ۱۳۵۸ ل.ل کال د سنبلې پر ۲۳ نېټه محبوس او د تلي میاشتي پر ۱۶ نېته  وواژه.(۲۷۳:۴)

د تره کي د مرګ کیسه د جموري ریاست د مخابراتو  ریس عبدالودود په ډاګه کړه، چې همدا اعترافات یې د کابل په انیس او د تهران په اطلاعاتورځپاڼو کې خپره شوه، چې د ده په خبره د سیاسي ارکان له ریس «روزي»  او د ګارد د اطلاعاتو له ریس محمد اقبال سره یې یوځای وژلی وو.

 ۱۳۵۸ ل.ل کال  د تلې میاشتې په ۱۸مه کابل راډیو د نور محمد تره کي مرګ داسي  اعلان کړ:((د انقلابي شورا ریس نور محمد تره کي د هغې اوږدې ناروغۍ له کبله چې  ورسره لاس او ګرېوان و،  پرون سهار سترګې پټې کړې او جنازه یې تېره ورځ په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپال شوه)).

نوټ: قدرمنو لوستونکو ! له لاندي ځینو ماخذونو څخه ما استفاده کړې ده؛ خو ځیني نور ماخذونه مې؛ ځکه لیکلي دي، که چېرته نور دوستان وغواړي، چې د ښاغلي نورمحمد تره کې په اړه څه ولیکي یا زیات څه مطالعه کړي نو کولی شي، چې له لاندي ماخذونو څخه ګټه پورته کړي.

په پوره درنښت

ماخذونه :

۱- بېنوا، عبدالرووف.(۱۳۸۸ ل) اوسني لیکوال. کابل: علامه رشاد خپرندویه ټولنه.

۲- سمون،محمد نظیم.(۱۳۹۴ل.ل). سیاسي ګوندونه او ګوندي نظامونه.جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.

۳- خلیل، حنیف. (۲۰۰۰ز). د پښتوناول تحقیقي او تنقیدي جایزه. پېښور: چاپ جوري.

۴ـ زلمی، محمدولي.(۱۳۸۲ ل.ل) ملي مبارزې

۵- احمدي، نصیراحمد.(۱۳۹۰ل.ل) لنډه کیسه به څنګه لیکو؟انلاین چارې، مختار احمد احسان.

۶- اعظم، محمد اعظم. ( ۱۹۸۷ز).پښتو ادب او ناول مقاله. پېښور. پښتو مجله.

۷- تره کی، نورمحمد.(۱۳۹۲ل.ل). موچي. روسیه: په روسیه کې دافغانانو فرهنګي ټولنه.

۸- تره کی، نورمحمد.(۲۰۱۰ل). د بزګرلور. کوټه: پښتو ادبي غورځنګ.

۱۱- تره کی، نور محمد.(۲۰۰۹ز) د بنګ مسافري. کوټه: پښتو ادبي غورځنګ.

۱۰- تره کی، نورمحمد.(۲۰۰۹ز) څړه. کوټه: پښتو ادبي غورځنګ کوټه

۱۱- تره کی، نورمحمد. (۲۰۰۹ز). سپین. کوټه: پښتو ادبي غورځنګ.

۱۲- تره کی، نور محمد.(۲۰۰۹ز). سنګسار  . کوټه: پښتو ادبي غورځنګ.

۱۳- تره کی، نورمحمد. (۲۰۰۹ز). بې تربیته زوی. کوټه: پښتو ادبي غورځنګ.

۱۴- تره کی، نورمحمد. (۲۰۱۴ز). د نور محمد تره کي داستاني کلیات. کوټه: پښتو ادبي غورځنګ.

۱۵- خلیل،حنیف.(۲۰۰۰ز). پښتوناول. پېښور:باګرام ادبي جرګه.

۱۶- رفیع، حبیب الله. (۱۳۶۰). زرینې څانګې. کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز.

۱۷- روهي،محمد صدیق.(۱۳۸۶ل.ل). ادبي څېړنې. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۱۸- روهي، محمد صدیق. (۱۳۸۴ل). دپښتوادبیاتو تاریخ. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.

۱۹- ښکلی، اجمل.(۱۳۹۰ل.ل). سبکپوهه. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.

۲۰- طایزی،شېرزمان.(۲۰۰۴ز).ناول هنر او سفر. پښتونخوا: پښتوادبي جرګه.

۲۱- عمید،حسن.(۱۳۸۳ل.ل). فرهنګ عمید. تهران: موسسه انتشارات امیر کبیر تهران.

۲۲- غضنفر، اسدالله. (۱۳۹۲ل.ل). د نثر لیکلو هنر. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.

۲۳- قریشي،خاطره.(۱۳۹۴ل.ل). هندي سبک او پښتو شاعري.کابل:د افغانستان ملي تحریک،فرهنګي څانګه.

۲۴- مشواڼی، زاهد. (۱۳۸۵ل.ل). زاهد پښتو پښتو سیند. پېښور:دانش خپرندویه ټولنه.

۲۵- هاشمي، سید محی الدین.(۱۳۷۲ل.ل). د لیکوالۍ فن. پېښور: دانش کتابتون.

۲۶- هاشمي، محی الدین.(۱۳۸۹ل.ل). د نثري ادب ډولونه. کابل:وحدت خپرندویه ټولنه.

۲۷- هاشمي،محی الدین.(۱۳۸۱ل.ل). ادب پوهنه. کابل: داریک د کتاب ګرځنده کتابتونونو اداره.

۲۸- یوسفزی،سحر.(۱۹۸۰ز). ادب څه دی؟ . سوات: پروګریسو پرایز.

Leave A Reply