د فرهنگ د تاریخ (افغانستان در پنج قرن اخیر) د څو ټکو تحلیل او کره کتنه

0 1,687

ژباړن: زلمی کرزی                                                                   ۲۸/۵/ ۲۰۱۷

 

د فرهنگ د تاریخ (افغانستان در پنج قرن اخیر)

د څو ټکوتحلیل او کره کتنه

(شپږمه او وروستنی برخه)

د فرهنگ او غبار د نظر توپیر د امیرعبدالرحمان خان په باره کي!

 

(لیکوال: کاندیداکادمیسین سیستانی)

 

یادونه:

ما د ښاغلی کاندید اکادمیسن اعظم سیستانی د فرهنگ د تا ریخ د څوټکوتحلیل اونقد ولوست په رشتیا ډیره په زړه پوری کره کتنه ده.

زلمی کرزی

د فرهنگ د تاریخ منفی اړخونه یي خورا ښه روښانه کړی دی، دملی وحدت برخلاف د پام وړ ټکو ته يي ګوته  نیولی ده چي ښایی تر اوسه ډیر پښتانه لیکونکی اولوستونکي دغو مسایلو ته متوجه سوي نه وي، افغانانوته اړینه ده چي د فرهنگ په ناروا روایتونو او جعلیاتو ځان پوه کړي.                                            زما په اند د افغانستان په دننه او د باندی کي، ځوانانو او راتلونکی نسل ته باید تاریخی مستند حقایق وکښل سي او د دوی افکار باید په جعلی لیکنو مغشوش نه سي.  

د سیستانی صاحب څخه مننه کوم چي د فرهنگ د کتاب پر مهمو ملی او تاریخی موضوعاتو منطقی او مستدله رڼا اچولی ده، او د ده د تاریخ ماهیت یي افغانانوته څرګند کړ. نوموړی هر وخت  د افغانستان دښمنانو او د پردیو ګوډاګیانو په مقابل کي ټینګ ولاړ دی. د لوی خدای څخه ده ته په دغه فرهنگی خدمت کي لا زیات بریالیتوب او سرلوړي غواړم. ما د ښاغلی سیستانی دغه کره کتنه چی په دری ژبه او په روانه ادبیاتو سره لیکل سوی دی، شپږبرخی په پښتو ژبه وژباړل، هیلمن یم چي ګران لوستونکي دغه په زړه پوری نقد او تحلیل ولولي او دخپلو تاریخي مالوماتو په بشپړولو کی ګټه واخلي.

محترم لیکوال ته دلوی خدای څخه روغتیا او سلامتیا غواړم.

‎ په  درنښت

زلمی کرزی 30 /3/ 2017

د فرهنگ او غبار د نظر توپیر د امیرعبدالرحمان خان په باره کي!

فرهنگ پخپل کتاب کي په هغه څپرکي(فصل) چی دامیرعبدالرحمان خان دپاره ځانګړی کړی دی، ترهغه ځای چی توانیدلی دی، دخپل قلم په واسطه امیر یی ټرټلی اوغندلی دی. حتی یوه جمله هم چي په هغه کي د امیر مثبت کارونه تایید سوی وی، نه لیدل کیږی. نو داسی یوقضاوت چی د منفی ذهنیت څخه منشاء اخیستی  وی، سالم قضاوت نه ګڼل کیږی.

فرهنگ د امیر عبدالرحمن خان لخوا دافغانستان دجغرافیایی نوی جوړښت او ټینګښت ملاتړ نه کوی، په هیواد کي د امیرلخوا،عمومی امنیت راوستل، د ملوک الطوایفی قدرت غوښتونکوفیوډالانو له مینځه وړل ، او د پاچاهی د مدعیانو ټکول چي د داخلي خونړیو جنګونوسبب سوي وو، د نوی تکنالوژی راوړل، د عصری صنأیع تولیدی کارخانو جوړول او د هیواد دعصری کولو په باره کي یی هم څه نه دي کښلي، او په ټول افغانستا کي اداری نظم راوستل ، د قاضیانو او دولتی مامورینو مقررول ، د روحانی کسانو ونډه لږول، د کسب، صنایع او سودا ګری پرمختیا ، د هیواد لپاره د قوانینو جوړول او د چارو دښه کولو لپاره فرمانونه صادرول ، د دغو ټولو يادونه او ملاتړی يي نه دی کړی.

فرهنگ ، نه یوازی د امیرعبدالرحمن خان څخه کرکه لری، بلکی د هغه دلمسی غازی امان الله خان چي د محمد زو په کورنۍکی یو روښان فکر پاچا وو ،او د استعمار  څخه کرکه لرل،او د سیاسی خپلواکی په اخیستلوکی په افغانستان او سیمه کي بی ساری پاچا وو ، دخپل پلار په وژلوکی  تورن کړی دی. فرهنګ لیکي: «په قوی احتمال ویلای سو د امیر وژل د دربار په توطیه سره  د یوه مامور لخوا تر سره سوی دی چی د دغه توطیي جوړونکی امان الله خان او موریی علیا حضرته او شجاع الدوله شمیړل کیږی.» [۶۴]

داسی تور لګول، د امان الله خان د شخصیت د کمښت لپاره ، نه یوازی د پاچا پر ضد باندی د انگلیس تکرار تبلیغات وه بلکی هغه د ښکیلاک برخلاف دهیواد د خپلواکۍ تر لاسه کولو له امله توره را کښلی وه، د امیر حبیب الله خان د دربار تاریخ پوه فیض محمد کاتب د ښکاره تردید او قول څخه څرګندیږی. د امیر د خیمی ساتونکی کرنیل شاه علی رضا له خولی او د امیر د نورو ساتونکو لخوا د قاتل نوم لیکل سوی دی، کرنیل شاه علی رضا خان د جنرال نادر خان د اکا زوی سردار احمد شاه خان د امیر قاتل بللی دی، او کاتب هم دلایل او نخښی بیانوی چی سپاهسالار نادر خان په وژلوکی لاس درلود.

 

فرهنگ ،امیر عبدالرحمان خان ییمستبد با کفایت بللی دی . او هغه د فرانسی د شپاړسم لويي، او د روسی قیصرپطر کبیر،او محمد شاه قاجار سره پرتله کړی،او وایی چی  د خصلت له مخه یی یعنی په زیرکي او دروه کي دخپل نیکه امیر دوست محمد خان ته سوی وو، خوتر خپل نیکه څخه قهرجن او سختګیر خصلت درلود او په چاروکی یي د قوت او زور څخه کار اخیست، اوغوښتل هر خنډ که رشتیا وی او یا خیالی ،په وینو ، اور او اوسپنی يي له منځه یوسي .[۶۵]

فرهنگ لیکی : د امیر د ژوند لیک څخه دغه پایله لاس ته راځی، چی په دغه کړونو سره د ده خوی او خصلت او د خلکو په زړو کي ویره، د سر کښانو په مقابل کي د مرکزی حکومت تقویه دواړه دخیل وو. د دواړو د جوړښت څخه حسابګراو ظالم شخصیت منځ ته راغلی  و چي تر اوسه د ده نوم په افغانستان کی په جدیت ،هوښیارتوب او ستم سره یادیږی. [۶۶]

فرهنگ د امیر د استبدادی خصلت دلیل پخپله  داسی ځواب وايي :” په دی کي شک نسته چی په عمومی ډول د شرقی هیوادونو دولتونه استبدادی ماهیت لری، یوازی د شلمی  پیړی په لمړی لسیزه کي د امریکا او اروپا د نوی افکارو د اغیزمنتیا له کبله د شرقی دولتونو پر ضد د خلګو پاڅونونه ، ددی سبب سوچی په ځنیو شرقی دولتونوکی مشروطه رژیمونه  او وروسته بیا جمهوریت رامنځ ته شی. نودا به تحصیل حاصل به وی  که ووایو چي د امیر داداری طرز استبدادی ماهیت درلود.» [۶۷]

فرهنگ يوازی په یوه ځای کي وایی ،هغه هم د کونډو واده دمړی میړه دخپلوانو سره او د نجونو محرومیت د میراث څخه لغوکول دي چي د احمد شاه له وخت راهيسي مروج وو،یوازی یوه جمله په نیمه کرښه کی داسی کاږي: «پر ښځویی دټولنیز د باو د لږولو په باره کی ډیر ښه خدمت وکړ.» [۶۸]

د فرهنگ په نظر دهیواد ملوک الطویفی سیستم به ښه وو تر دی  چي د امیرعبدالرحمن خان په لاس بیا وحدت او جوړښت مومی او افغانان د افغانستان په نامه دهیواد او د خپل افغانی هویت خاوندان سی.

     غبار بیا د فرهنگ برخلاف، پر امیرد خپلو نیوکو سره سره، د ده د ښو کارو په باره کي کاږی :

«امیر عبدالرحمن خان وکړای سول یوځل بیا په فیودالی شرایطوکي دولت ته مرکزیت ورکړی او په ټول هیواد کی یی امنیت ټینګ کړ، څنګه چي د رژیم اقتصاد فیودالی اقتصاد پاتی وو، دجنس ورکړه په پیسو پر مختک وکړ، سوداګریزه پانګه پیداسوه چی د امیر شیرعلی خان په دوره کی ورکه سوی وه بیا راژوندی سوه، سودا ګریزه پانګه ملی بڼه وموندله او ۲۰کلنو په اوږدو کی برژوازی پوړ راووت او په دغه اړخ کي نوي فرهنګ هم منځ ته راووت.

امیرعبدالرحمن د امنیت په ساتلوکی زیارویوست، د امیرمعاصر لیکوال میرزا یعقوب علیخان خافی په خبره ،یو سړی د غلا په تور په دارځړول کیده، که تجارتی کاروانونه چور اولوټ کیدل غلا سوی مالونه پیدا اوسودا ګرته بیرته ورکول کیدل. هغه وایی « یوه ورځ یی یو څه پیسی په دسمال کي وپیچلی او د(شوربازار) په لارکی یی کښیښودی ،چا دا جرأت نه درلود چي دغه پیسی واخلی څو د کوټوالی(پولیس)سپاهی راغی او دسمال یی واخیست او د ښار په چوک کي یی وځړوی،خاوند یی راغی او نښانی وویل او پیسی يي واخیستی». [۶۹]

غبار اعتراف کوی چي:« د هیواد په ختیځو سیمو کي د انګلیسی دولت د دسیسو او لمسونو له کبله د بغاوتونو د راپاڅیدلو سبب ګرزیدی. د انګریزانو ګوډاګیان لکه : سردار نور محمد خان ،سردار پیرمحمد خان ،سردار باز محمد خان ، سردار محمد حسن خان، سعید کړوخیل په پکتیا، شینوارو، کنړ،باجوړ او په ختیځو پولوکي د امیر عبدالرحمن خان پرضد د فتنو اوربل کړی وو،لکه څنګه چي د افغانستان په شمال کي روسانو دغه اور د سردار اسحاق خان په واسطه بل کړ.» [۷۰]

غبار زیاتوی: امیر عبدالرحمان خان د ختیځ افغانستان په آزادوپولو کي دانګریز پر ضد دجهاد روح تازه کوله، په آزادو پولوکی یی رسالی او کتابونه په دغه موضوع کي خپاره کول. هغه په زغرده په دربار کی د انګریز دولت په درغلنه، بیوفایي او د اسلام سره د دوی دښمني په باره کي خبری کولي.او خلګ یي زړور کول. امیر د آزادسرحد مشرانوته پیسي او وسلي لیږلی څو د انګریزحکومت پرضد راوپاروي.سر بیره د تبلیغی رسالو په خپرولو سره یي جهاد اعلان کړ او هم خپلو مامورینو ته يي د سرحد د حد بخشی په تاکلوکي لارښوونه وکړه، څو مهم ځایونه معلوم کړی او ټنیګاريي  وکړ چي انګریزان ډیر زیات تیری ونکړی .»[۷۱ ]

دغبارپه خبره، د امیر په واکمنتوب کي عمومی امنیت وو، په بازاروکی رزمی کیسي او په جوماتونو کي د دینی جهاد مبلغین په فعالیت بوخت وو.د کسبه کارانو میلي په نڅا،ساز او آوازسره ادامه درلوده ،په پلازمینه(خرابات) محله کي نڅا ګری ښځي د ساز او آوازمرکز شمیړل کیده ، په میدانو کي چوب بازی پهلوانی د مرغانو جنګول او قچ جنګی رواج درلود، سانګه وهل، شمشیربازی،او د آس ځغلول خپرښت درلود.دامیر شخصی کورنۍ (بیله سردار حبیب الله خان په پوځی چارو او سردار نصرالله خان په مالی چارو)کي د هیواد په چاروکی د مداخلي حق نه درلود. د امیر د زامنو څخه یو هم د هیواد په د ننه او د باندی کي سوداګر او تاجر نه وو، یوازی د دولت په تنخا او اعزازی رتبه یي ژوند کاوه . (۷۲)

بیله شکه فرهنګ دغبار کتاب لوستلی دی، د امیر عبدالرحمان خان نیک کارونه يي د غبار په اثر کي لیدلی دی ،خو پخپل کتاب کي یی د هغو یادونه نه ده کړی،تر څو ښکاره کړی چي هغه ترغبار زیات واقعیت بین دی او واقعیتونه ویلی دی او د واکمنی کورنۍ ضدیت يي ښکاره کړی وی ،په داسی حال کی چی واقعیت داسی نه دی. فرهنګ د محمدزیانو (ظاهر شاه)په پاچاهی کي وزارت، سفارت او وکالت مقاموته رسیدلی دی. دخپل زوی امین فرهنګ د ملکی حمیرا د خور سره د واده په مناسبت دشاهی خاندان سره اړیکی پیدا کړی، مګر غبار هیڅکله د واکمنی کورنۍ سره نه دی پخلا سوی او کورنۍ سره یی د ښکاره مخالفت څخه لاس وا نه خیست .

 

آسیایی استبداد یا شرقی دسپوتیزم:

واقعیت دا دی چی د نړۍ د ټولو هیوادونو سیاسی جغرافیه له پیل څخه په زور، جبر، قهر د فرهنګ په اصطلاح په (اوسپنه، اور، او وینه) بڼه نیولی ده. د شرق د فیودالی نظامونو یوه ځانګړتیا دا ده چي په زور ، استبداد او پر ګاوندیو برید، چور او تالا او د ځایونو ایل کول دی. د دغو بریدونو او فتوحاتو پایله وه چي په شرق کي دولتونه د ډیرو اختیاراتو او حقوقو خاوندان وه.مالونه اوشتمنی يي چوراو لوټ کول او قبایل به یی په زور بل ځای ته ليږدول.

مارکس د شرقی دولتو دغه خاصیت د(شرقی دسپوتیزم)په نامه یا آسیایی استبداد یاد کړی دی. د دی خبری ثبوت کولای سو په اسلامی دوروکی د اسلامی هیوادونوپه ټولو تاریخونو لکه : افغانستان، ایران او منځنی آسیا کي ولوستل سي.

دکتورروستار ترکي په قبیلوی ټولنوکي د ملت د جوړښت دردناکه پروسه مقاله کي کاږي:

« له بده مرغه په قبیلوی ټولنو او وروسته پاتی هیوادونوکي د ملت جوړښت او ملی هویت د بشری تاریخ یوه توره پاڼه جوړوی، په آسیا کي آسیایی استبداد دملی حکومتونو او ملی هویت د جوړښت بنسټ وګرځید.

چینایانو د سینکیانګ د ولایت څخه(۵۰ فیصده ترکمن خلګ)، مغل د منګولیا څخه(۲۰فیصده خلګ) او د تبت خلګ د تبت څخه(۲۰ فیصده) وشړل او ځایونه یی چینایانو ډک کړل.

 په عراق کي ۱۹۷۰ترکمن او کوردان د کرکوک دښار څخه چي د پطرولو چینی لری وشړل، او ځای يی عربو ونیو. صدام حسین نیم ملیون کوردان ایران ته وشړل.

 په ایران کي د فارسیانو لخوا ملی هویت او د ملت جوړونه د کردانو،آذریانو،عربو،او بلوڅو په ځپلو او ټکولوتر سره سو، او د خوزستان د عربو او سنیانو سره تر اوسه ضدیت پایښت لری.

په ترکیه کي د ملی دولت او ملی هویت جوړښت د ارمنیانو د توکمیزتصفیي سره په ۱۹۱۵ م پیل سو، په ۱۹۲۰کي یو ملیون دوه سوه زره اناتولی یونانیان، یونان ته وشړل،او هم په ۱۹۲۵/۱۹۳۵کلنوکی دوه ملیونه کوردان د باندی وشړل ، د کوردانو د وګړو سیاست د نړیوال دوهم جنګ سره تغییر وکړ.

منځنۍ آسیا او قفقاز هیوادونه د شوروی اتحاد تر نړیدو وروسته د ملی حکومت  او ملی هویت د جوړښت لپاره د قبیلوی ټولنی معمولی پروسه وڅارل .

په قزاقستان کي ۱۳۰قومونه ژوند کوی، چې قزاقیان،۵۳ فیصده او روسان ۳۰فیصده نفوس جوړوی او د اوکراین خلک  ۴فیصده دی، د دوی رسمی ژبه قزاقی ده.

ازبکستان د شوروی منګلو له خلاصون  وروسته د خپل قدرت او تاریخ په لټولوکي سوه چي پر دغه محور باندی  ملی ژوند ته ( والبعث بعد الموت) بڼه ورکړی. په ۱۴پیړۍ کي کله چي شیبانی ازبکانو، تیموری خانات فتح کړل ،کروړ سړی پیدا نه سو، نو د مغلو هولناکه څیری ګوډ تیمورته یي پناه  یووړه ږ د ګوډ تیمور څو متره مجسمي پر ځای د مارکس او لینن مجسمو د تاشکند دښار په میدان کي ځای ونیو.» [۷۳]

په منځي ختیځ کي د آسیایي استبداد (شرقی دسپوتیزم ) ژوندی مثالونه، د مصر ولس مشر حسني مبارک ،د لیبیا ولس مشر معمرالقذاقی ،د یمن ولس مشر علی عبدالله صالح ،او په سوریه  کي ولسمشر بشا ر اسد حکومتونه دي چی هریو۴۰کاله د واک پر ګدۍ ناست دي او دخپل پایښت لپاره هره ورځ مخالفان وژني، اوس د دغوهیوادونو خلګو په مظاهرو پیل کړی دی ،نور دوي نه غواړی چي د خلګو پر برخه لیک برلاس وي. دوي په ډیره بی رحمی د عصری وسلو او بمانو په کارولو ډله ییزوګړی وژني. مگر تاریخ دعربو دغه مستبد مشران له منځه وړی،او باید د هیواد په محاکمو کي د دغه ظلم او استبداد او جنایت ځوابونه ووایی.څنکه چي حسنی مبارک ددغو مظاهرو له کبله د مصر خلګو د واک څخه ایسته کړ او بیا تر محاکمی لاندی ونیول سو. په لیبیا کی قذافی په یوه ناوړه حالت د خلګو د توپکو قنداقو په وهلو ووژل سو. له ۲۰۱۱  راهیسی په سوریه کی په ټولو ښارو کي خلګ هره ورځ  وژل کیږی ،خو بشاراسد نه خلګو ته ځواب  وایی او نه د واک څخه ایسته کیږی.

په سوریه کي اوس د دغو وژنو کچه ۵۰۰ زرو ته رسیږی چي هره ورځ  دبشر د حقوقو او د ملگرو ملتو د سازمان تر نظر لاندی تر سره کیږی. اټکلاً دری ملیونه انسانان ترکیی او اوروپا ته کډوال سول، نیم ملیون معیوبه سول، اکثره تاریخی اوعصری ښارونه په کنډواله تبدیل سول، مگر بشار اسد د مقام څخه لاس نه اخلی ، په داسی حال کي چي ده په انګلستان کي د طب  زده کړه کړی ده او د طب داکتردی او په یوه پرمخ تللي او عصری هیواد کی یی حکومت کاوه .

امیرعبدالرحمن خان دبشاراسد په پرتله نه تحصیل درلود اونه ودان اویو موټی هیواد. ددی لپاره یي مخالفان او سرکښان تارو مار کول چي د انګریز له برید له کبله افغانستان ټوټه ټوټه سوی و، یو واحد او متمرکز افغانستان جوړکړی .څو ددو لویو ښکیلاکي ځواکونو (روسیی اوانګلیس) څخه په امن او امان وي او په نړۍ کي یو خپلواک هیواد وپیژندل سي. هغه د ملت او دولت د پروسي د جوړښت په موخه شورشی کورنۍ د هیواد په شمال کي او د روسیي د پولي سره داسی میشتی او استوګن کړل څو په راتلونکی کي هیڅ ځواک ونه کړای سي د واحد افغانستان د تجزیی او پاشلو فکر وکړی.

د افغانستان د تجزیي نقشه سل کاله وروسته په شلم پیړی کۍ، دشورویانو او د ربانی حکومت لخوا مطرح سوه،مګر دپلی کولو امکان ورته پیدا نه سو . اوهم د ۲۱پیړۍ په پیل کي امریکا او د نړۍ د ۴۴هیوادو په ګډون پر افغانستان ويرغل، د حامد کرزی د حکومت په وخت  کي دری پلا د افغانستان د تجزیي نقشه د تجزیي د متخصصانو لخوا مطرح سوه .خو په پلی کولو کي ناکام سول انګریزی او امریکایی طراحانو سترګي مړی ډیرشرمنده خپل څټ وګراوه.

امیر عبدالرحمن خان د ملک الطوایفی او فیودالی ښورښیانو د ټکولو پر وخت ، يو ګړی هم د هیواد په ودانولو،د امنیت په راوستلو او د سړکونو او تاریخی ودانیو په جوړولو کي بی پروا او نا خبره نه وو.د یوه ښار څخه بل ښارته سفر کول او د منځي اسیا ،هند او افغانستان تر منځ سوداګری په ډیر ډاډمن امنیت ادامه درلوده .څنګه چي د یوه کال په موده کي په ټول هیواد کي پنځه جنايي پیښي نه دي پیدا سوی. په دغه غرنی هیواد کي چي خلګ يي سرکښه او دسپلین نه پیژني د غښتلی پولادی امیر تدبیر ،هوښیار توب او د ده د قوی اداري پایله ده. دا اړینه ده چي دده په باره کي له سره نوی نظروکړو.

لنډه دا چي  د پولادی امیر هوښیارتوب ،لرلید، او دعاقل سیاستوال تدبیر ووچی د شلمي پیړۍ په پای کي کله چی شوروی اتحاد او ربانی دولت د هیواد د تجزیي په لټه کي وو،مگر عملی بڼه يي نسوای موندلای ، شا باسي دي وي د پولادی امیرپه دغسي سیاسی پوهي او هوښیا رتوب باندی !

په افغانستان کي هر څه مدني او تاریخي ودانۍ چي لیدل کیږی، د امیر عبدالرحمان خان اود ده د زوی امیر حبیب الله خاناو د لمسی امیر امان الله خان د دورو محصول دي.

 

غبار هغه ودانۍ چی په کابل او ولایتونو کی پولادی امیر جوړی کړی دی، پخپل تاریخ کی کښلی دي: د کابل ارگ، گلستان سرای چی د امیر د قبر په مقابل کی موقعیت لری، د بوستان سرای ماڼۍ، د امیر د میلمستون ودانۍ (وروسته د کابل ولایت هلته جوړسو). د شهرآرا برج، سلام خانه، کوتی باغچه، مهتاب قلعه چی د ملکی د ماڼۍ په نامه وه، د باغ چرمگری وداڼۍ، د سرای علیا ودانۍ چی وروسته يي اور واخیست، د کوټوالۍ ګنبده(وروسته په هغه ځای کی د خیبر رستورانت جوړ سو)، د عیدګاه جومات، شاهی جومات، د باغ بالا ماڼۍ، د پغمان سلام خانه، مهتاب قلعه، د چهلستون پخوانی ماڼۍ، د جهان آرا ماڼی او باغ جهان نما په تاشقرغان(خُلم) کی، د جلال آباد شاهی ماڼۍ، د کندهار د منزل باغ ودانۍ، په کابل، خوست،هرات او د مزار شریف په دهدادی کی پوځی چوڼۍ او څو پلونه جوړکړي دي.[۷۴]  

سر بیره پر دغه په بوستان سرای کي د زرنگار ماڼۍ د زرنگار په پارک کی (د امیر عبدالرحمان خان  د میرمنی شاه بوبو جانی د استوګنی ځای) د افغانستان د بانک ودانی، د صدارت ماڼۍ د سردار نصرالله خان د استوګنی لپاره، د باندنیو چارو وزارت، ستورماڼۍ د امیر عبدالرحمان خان د واکمنۍ له ودا نیو څخه شمیرل کیږی.

شاهی ارګ یا دافغانستان د جمهوریت مقر 

 

کوتی باغچه  د ارګ ډیرَښایسته قصر د امیر عبدالرحمن خان له قصرونوڅخه

د ستورقصر یا د خارجه وزارت پخوانی عمارت

 

جلال آباد شاهی قصر چی په 1928 دسقویانو لخوا په اور کی وسوزید

 

څوک ویلای سي چي ربانی او نور شریکان یی په دغو پیسو او امکاناتو سره، د دغه هیواد په ودانولو کی د ساری په ډول:یو پوهنتون، یا يوه پرتمینه دولتی ودانی، یا د یوی ولسوالی لپاره د اوبو یو آبگردان بند جوړکړی وي؟ دی حتی د خپل زیږیدلو په ځای کی یی هم یوه خښته پر دا بلی ندی ایښی !

پای

مآخذ بخش ششم

[64]- فرهنگ، افغانستان در پنج قرنه اخیر، ج1، ص 470، برای تردید این اتهام به بخش 22 مقاله داکتر کاظم (اسرار قتل امیرحبیب الله خان) درپورتال افغان جرمن رجوع شود.

[65] – فرهنگ، افغانستان در پنج قرن اخیر، ج1، ص 413،386

[66]- فرهنگ،ج1، ص419

[67] – فرهنگ، همانجا، ص 417

[68] – فرهنگ، ج1، ص 426

[69] – غبار،همان اثر، ص 648

[70] – غبار، همان اثر ، ص 661،682

[71] -غبار،ص682-683

[72] – غبار، درمسیرتاریخ، ص 657

[73] – دکتور روستار تره کی، پروسۀ ملت سازی در جوامع آسیایی

[74]-غبار، درمسیرتاریخ، ص 650

 

Leave A Reply