د افغانستان د اوسنی وضعیت ارزونه

0 976

په افغانستان کې د اوسني وضعیت ناظرین او د سیاست مینه وال دې ولولي:

د امریکا د مشهور تحقیقاتي مرکز (RAND) پخواني غړي او د Stimson د تحقیقاتي مرکز د سوېلي اسیا د برخې مرستیال (سمیر الواني) د ټرمپ ادارې ته د افغانستان لپاره د نوې ستراتیژۍ د جوړولو په اړه (په افغانستان کې د بریا څلور لارې) ترنامه لاندې په خپله یوه لیکنه کې چې فارین پالیسي خپره کړې، څلور وړاندیزونه کړي. ما د دې لیکنې لنډیز جوړ کړی دی، ویې لولئ د وضعیت په اړه یو انځور درکولای شي.

نظیم سمون
————————
هره ستراتیژي ځان ته مختلف اهداف، د بریا تیورۍ، قېمت او خطرونه لري. د جورج بوش او اوباما ادارو د لاندې څلورو ستراتیژيو په اړه زړه نا زړه او ګیچ کوونکی عمل کړی. اوس د ټرمپ اداره باید د ځواکونو تر استولو مخکې له دغو څلورو یوه انتخاب او عمل پرې کړي:
۱.دولت جوړونه:
اهداف:
– د «بریا لپاره هڅه- trying to winn» د ستراتیژۍ پر بنسټ چې سناتور لیندسي ګراهام او جان مکین پرې تینګار کوي، د دولت جوړونې پروسې پرمټ باید د افغان حکومت وړتیا لوړه شي، څو د بلوا پرضد مبارزې جوګه شي او ولسي ملاتړ راخپل کړای شي؛
– امریکا دې د افغان دولت د ملکي او نظامي بنسټونو وړتیا لوړه کړي، چې پر ځان متکي شي او طالبانو سره په یوازې ځان جګړه وکړي؛
– د دولت جوړونې پروسې له لارې پیاوړی افغان حکومت کولای شي چې پر طالبانو سربېره نړیوالو ترهګرو ډلو سره مقابله وکړي او سوېلي او منځنۍ اسیا ته د هغوی د پرمختګ مخه ونیسي.

د دې ستراتیژۍ خطرونه:
– پلي کول یې د سرتېرو تلفات لوړوي او ستراتیژیک تمرکز غواړي؛
– لس یا شل کاله وخت ته اړتیا لري؛
– دا تضمین نشته چې د امریکا راتلونکي حکومتونه به د دې ستراتیژۍ نتیجې ته صبر وکړي؛
– د سرتېرو په زیاتولو سره لګښت څو چنده زیاتېدای شي؛
– که امریکا د دې ستراتیژۍ په بدل کې له افغان حکومت څخه کومه ژمنه وانخلي، دا به د یو طرفه قربانۍ په معنا وي؛ (د کابل حکومت د خپلمنځي اختلاف او فساد په مخنیوي کې پاتې راغلي، امنیتي ادارې سیاسي شوي او افغان مشران دېته بېغمه ناست دي چې امریکا یې ساتنه او ملاتړ کوي.)
– تر نامعلومې نېټې د جګړې دوام به د امریکا پر ستراتیژیکو فرصتونو پرېکنده اغېز وکړي او له نورو سیمو به یې پام واوړي- مثلا ختیځه اسیا او ختیځه اروپا. دا کار به د امریکا او هند پر ستراتیژیکو اړیکو منفي تاثیر وکړي، ځکه چې په افغانستان کې د پاکستان نفوذ به د دې کار پر وړاندې خنډ شي؛
– له سیمه ییزو قدرتونو چین، ایران، روسیې او پاکستان سره د ټکر خطر زیاتوي.

۲.پخلاینه:
اهداف:
– د افغان ځواکونو روزنه او تجهیز باید چټک او سخت شي؛
– افغان دولت او امریکا باید د جګړې په ډګر کې داسې برلاسی ومومي چې افغان دولت له یوه قوي دریځ څخه له طالبانو سره د خبرو مېز ته کېني؛
– د پخلاینې ستراتیژي په خپل ځان کې یو لړ نورې ستراتیژۍ رانغاړي: ۱. ژوره پخلاینه.۲۲ نسبي پخلاینه (د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر په دې باور دی چې طالبان باید له نظامي پلوه دومره وځپل شي چې خپله سولې ته غاړه کېږدي)

خطرات:
-ژوره پخلاینه کېدای شي چې له طالبانو سره د واک شریکول یا د امریکايي ځواکونو وتل له ځان سره ولري؛
– ځمکنیو حقایقو ته په کتو دا ستراتیژي عملي نه برېښي؛
– دا به د دولت جوړونې له مسوولیتونو سربېره یوه ډېره ستړې کوونکې او اوږده جګړه وي؛
– هېڅ داسې هیله نشته چې زرګونه اضافي امریکايي او ناټو سرتېري به د طالبانو پر وړاندې د افغان دولت دریځ بیاوړی کړی. طالبانو یو کوچنی، خو چټک پیاوړی ځواک لري. طالبان خپلمنځي همغږي، واحده قومنده، خوندي ځالې، وسلې او سیمه ییز ملاتړ لري؛
– که دواړه لوري یوې اندازې پخلاینې ته هم ورسېږي، محلي او سیمه ییز قدرتونه به د دې توافق بقا وګواښي؛
– په پای کې د دې ستراتیژۍ د ژورې او نسبي پخلاینې بیه باید په پام کې ونیول شي: نسبي پخلاینه به د لرو پرتو سیمو پښتانه د محرومیت له احساس سره مخ کړي او په پایله کې به د طالبانو او داعش لیکو ته ور جذب شي؛
– ژوره پخلاینه په افغانستان کې د امریکا پنځلس کلنې لاسته راوړنې له خطر سره مخ کوي.

۳. مهار/کابو کول

اهداف:
– اضافي سرتېري له پراخو صلاحیتونو سره باید په هغو مهمو سیمو کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، ځای پر ځای شي؛
– د طالبانو له پر شا تمبولو وروسته دې د ځواکونو د ایستلو لپاره یوه سیاسي تبلیغاتي پزه جوړه شي؛
– متحده ایالت دې وروسته د یوې ستراتیژۍ پرمټ د ترهګرو ډلو د خورېدو مخه ونیسي او په عین وخت کې د وضعیت د ثبات لپاره دې له افغانستان سره مالي مرستې جاري وساتي؛
– د دې هدف لپاره دقیقو وژونکو بریدونو، محلي استخباراتي همکاریو او د امنیتي – دفاعي لیکو پیاوړتیا ته اړتیا ده؛
– خو امریکا باید په افغانستان کې د بېړنیو حالاتو لپاره چمتو اوسي، څو دغه هېواد بېرته نویمو کلونو ته ونه ګرځي؛
-دا ستراتیژي تر ډېره د افغانستان او پاکستان پر همکارۍ متکي نه ده او دا به امریکا ته فرصت ورکړي چې نورو اندېښنو لکه په اسیا کې د قدرت بیلانس ساتل او اټومي امنیت ته هم ځان وزګار کړي؛
– د سیمې هېوادونو ته د جګړې په پراخېدو به هغوی هم له تروریزم سره د مبارزې لپاره د تقابل پر ځای همکارۍ ته مخه کړي؛
– د ځواکونو ایستل به ویده افغان مشران متوجه کړي چې نور ځان په خپله وساتي.
خطرات:
– امریکا به د سیمې په یو شمېر هېوادونو کې نوي فرصتونه او نفوذ له لاسه ورکړي؛
– د افغان دولت سقوط او کورنۍ جګړه به افراطي ډلو ته د بیا راپورته کېدو فرصت ورکړي؛

۴.پوځي اډې
اهداف:
– دا ستراتیژي چې امریکايي ځواکونو ته د عملیاتو لپاره د خلاص مټ صلاحیت ورکوي، د مهمو سیمو ساتنه او څارنه په کې شامله ده او د دې ترڅنګ په منځنۍ اسیا کې د امریکا لپاره د پښو ایښودو ضمانت هم کوي؛
– ځیني ستراتیژستان دا جدي بحثونه هم مطرح کوي چې امریکا باید په منځنۍ اسیا کې یوه دایمي اډه ولري تر څو له ترورېزم سره پر مبارزې سربېره په سیمه کې روان پرمختګونه چې د شانګهای سازمان او د چین په ابتکار د ورېښمو لار له پروژې څخه سرچینه اخلي، وڅاري او د ایران، روسیې او چین له لوري د راتلونکو اسیپ پذیریو پر وړاندې د یوه بالقوه فشار وسیله وي.
خطرات:
– امریکا باید دا ومني چې پوځي اډې به په افغانستان کې دایمي بې ثباتي له ځان سره ولري، ځکه چې په افغانستان کې د امریکا دایمي حضور سیمه ییز لوبغاړي سیالۍ او نیابتي جګړې ته هڅوي؛
– سیمه ییز لوبغاړي به عین هغه کار وکړي لکه په ۱۹۸۰۰ یمه لسیزه کې چې امریکا د شوروي اتحاد پرضد وکړل؛
– بهرنی ښکېلاک د افغان حکومت مشروعیت کمزوری او د عامه ذهنیت پر وړاندې به یې سرټیټی کړي
– د امریکا دایمي حضور به پر پاکستان ددغه هېواد تکیه زیاته کړي کوم چې له هند سره همکاري تر سیوري لاندې راولي او هلته بیا هند د چین پر وړاندې بیلانس له لاسه ورکوي.

Leave A Reply