د هزاره توکم ځانګړې ژبه او تاریخ/ مصطفی سالک

0 1,774

د یو شمیر تاریخحي لاسوندونو تر لوستلو وروسته مې دې ته پام واوښت چې زموږ د هیواد یوه لرغوني توکم هزاره هم یو مهال خپله ځانګړې ژبه لرله. هیون د پوهاند عبدالحی حبیبي تسنګ د افغانستان د یو شمیر شمیر سیمو يادونه داسې کوي(….توسوکو چا ولایت چې مرکز یې غزنی و او بل ښار یې هوساله (هزاره ) و چې ځانګړی او بیل پاچا یې لاره پاچا او رعیت یې د بودا د مذهب کبیر منډپالی وو پوهې او دین سره یې مینه لرله او د پخوانیو پاچایانو له پښته و چې زمانې مخکې یې دلته واکمني کړې هیون تسنګ د کا پیسا فو-لی شی-سه-تانګنا (پارسوستهانه) چې مرکز یې هوپیان (اوپی نا) او د کاپیسا د ژبو ترمنځ د توپیر خبره کوي. لکه چې په لویکان کتاب کې لولئ ، احتمال لري چې دا ژبه دې پښتو وي) ۵۰ مقاله حبیبي. همدا راز نوموړی لیکي…………………………. (هیون تسنګ وايي چې له هوساله چینې راوځي، او په څو لوریو بهیږي هوا یې سړه ده چې واوره او ږلۍ لري خلک یې خوښ زړي او خپلواک دي، د جاودګرۍ د اصولو په برخه کې مهارت لري او ژبه او لیک یې له نورو ممالکتوپیرلري) تاریخ ادبیات پشتو وتاریخ غزنه-۱۱۵مخ عبدالحی حبیبي. پوهاند حبیبي لیکي چې هوساله (هزاره) له غزني سره نزدې بل ښار دی چې له نورو بیل پاچا لري، بودایان دي او ښايي ژبه یې پښتو وي. هسې د لوستونکو په توګه چې سیمه د غزني سره نزدې وي، بودایان وي له نورو بیل پاچا لري، او سیمه هزاره نومیږي ړومبی مو ذهن هزاره جات او بامیانو ته نه ورګرځي؟

د یو شمیر لیکوالو اوس دې ته پام شوی، او استدلال کوي چې هوساله هزاره جات او بامیان دي او هزاره ګان هغه خلک دي چې ښاغلی تسنګ یې یادونه کوي. خو دې خبرې ته د چا پام نه دی اوښتي چې دا ژبه پښتو نه بلکې د هزاره ګانو خپله ژبه وه چې د وخت په تیریدو یې له لاسه ورکړه. دا چې ښاغلی تسنګ وايي چې د غزني ترڅنګه سیمه ده، د بودا دین یې مانه ، سیمې یې چینې لرلې ژمې یې وواورین وو، هلته د بودا ډیر بتان وو، او بیل پاچا يې لاره هم هزاره توکم ته اشاره کوي، او دا چې دې ژبې له نورو ژبو سره چې ډیرو خلکو به پرې خبرې کولې توپیر درلود. بله خبره داده چې یو شمیر هزاره لیکونکي په خپله دري لهجه کې د ۲۵ ٪ سلنه داسې کلیماتو خبره کوي چې هغه دري یا پښتو نه دي، بلکې په لرغونو ژبو کې یې څرک ویني، فکر نه کوم چې د دري بله لهجه دې دا امتیاز ولري فکر کوم که همدغه کلیمات وڅیړل شي، د هزاره توکمو د ورکې ژبې څه ناڅه درک لګیدی شي.بله دا چې حبیبي صیب وايي چې دې ژبې خپل تحریر(رسم الخط ) درلود که داسې وي نو بیا خو دا ژبه ډیره مهیمه،لویه او اغزیناکه هم وه.

یو شمیر لاسوندونه دا ښيي چې هیون تسنګ په دغه سیمه کې د بودا د سترو مجسمو یادونه هم کړې چې کوشاني واکمن کنکشکا د ۶۰ او ۳۷۵ میلادي ترمنځ رغولې وې. یو شمیر تاریخي اسناد ښيي چې د ۶۰۰۰ میلادي په شاوخوا کې د کوشاني توکم د یفتلي څانګې پایتخت و چې مشران یې یو شمیر تاریخ لیکونکو د شیران بامیان په نامه یاد کړي دي. پوهاند حبیبي یفتلیان ابدالیان بلليٍ دي خو ورسره دا هم مني چې واکمن یې د بامیانو شیران بلل کیدل.نوموړی لیکي چې( په لومړیو اسلامي پیړیو کې په کابل ، هندوکش او ختیځ خراسان کې یو شمیر کورنیو او سیمیزو سردارانو واکمني کوله چې د هفتالیانو (ابدالیانو) او هونان (خانانو) له پاتې برخې وو، او یو شمیر عربو تاریخ پوهانو لکه خرداذبه ، یعقوبي او المقدسي دوی د شیران شاه بامیان د زمین داور شاه داوران او رتابله وو په نامه یاد کړي دي.) خو پوهاند جاوید لیکي چې غوریان، او شارهای بامیان (شیران) او نور واړه خانان تورک توکمه هزارګان دي. او د حبیبي صیب په لیکنه کې هم ړومبی نوم د شیران شاه بامیان دی. د بامیانو بتان کوشانیانو-جوړ کړي دي، او ددې فلسفې ار سره سم چې هرڅوک خدای په خپله هنداره کې ویني نو کوشانیانو هم دا بتان په خپلو شکلونو جوړ کړي.

محمد عوض نبي زاده د هیون تسنګ له سفرنامې را اخلي چې( چې دا خلک چینایانو ته ورته دي او د توکمیز جوړښت له مخه ترکانو او مغلو ته ورته دي، د هزاره ګانو فزیکي جوړښت له بودا او د بامیانو له نورو انځورونو سره ورته والی لري. اوس نو راته په دې کې د شک ځای نه دی پاتې چې هم هزاره ګان کوشانیان، یفتلیان دي. اوس دا چې کوشانیان ترک دي که اریایان؟ نظرونه ویشلي دي، خو زه خپله دوی د اریایانو یوه څانګه بولم. د حبیبي صیب د څیړنو له مخه د هزارهګانو تاریخ تر چینايي سیلاني هیون تسنګه ۱۰۰۰۰ کلونه نور هم مخکې ځي او ښيي چې د معلوم تاریخ له مخه هزارګان دلته ۳۰۰۰ کلن تاریخ لري، په دې سره هغه خبره هم ردیږي چې ګواکې هزاره ګان د چنګیر ټبر دی ځکه چې چنګیز په ۶۱۶ میلادي کې پر افغانستان برید کړی و.ښاغلی حبیبي لیکي (موسیو فوشه زیاتوي چې د هیون تسنګ له مهاله ۱۰۰۰ کلونه مخکې چې سکندر ددغو غرونو له لارې د افغانستان له سویله شمال ته لیږیده تاریخ لیکونکي یې لیکي چې هغه له یو ډول نویو خلکو سره مخامخ شو چې تر نورو سرکشه ووهغه شرحه چې کنت کورس یې د هغوی د خټینو کورونو په اړه ورکوي له هغه څه سره سمون خوري، چې هر لاغروې یې د سر په سترګو لیدلی شي. اسطوروي تاریخ شهنامه هم زما د دې لیکنې پخلی کوي ، خو زه د اوس لپاره خبره همدلته ختموم.

Leave A Reply

Your email address will not be published.