والصبح اذا تنفس/ اجمل ښکلی

0 644

دين زموږ لپاره يوه جدي موضوع ده. موږ له دين پرته د ژوند تصور نشو کولای، بلکې د هغو شيانو په اړه هم ديني تصور لرو، چې دين او بې ديني نه پېژني.

په دې توګه دين زموږ د نړۍ ليد بنسټ دی او بې ديني بوږنوړی خوب. د دين دا اهميت او د ديني ډلو حساسيت هغه لاملونه دي، چې موږ يې پر دين له ډېره فکره ډارولي يو. څه چې دي، بس د آقا حکم دی، ويې منه، هغه دغه پکې مه کوه.

ولې فکر ونه کړم؟ شايد دا ډېر داخلي او بهرني لاملونه ولري. د دوی بازار ورسره سړېږي، دين د دوی له انحصار نه وځي يا دوی هم هغه د بې دينۍ ويره خوري؛ خو د فرهنګ د بل هر اړخ غوندې پر دين هم فکر پکار دی، ځکه دا کار ټولو فقهاوو او مجتهدينو کړی، بلکې هغو هم کړی، چې موږ پرې له فکر کولو راګرځوي.

د فکر په پايله کې ترلاسه شوی ايمان د پټو سترګو تر ايمان ډېر د بصيرت خاوند او حق ته نېژدې وي، ځکه دلته ستا ذهن مشغول دی او هلته ستا ړنده جذبه، چې هر وخت د هر چا له خوا استعمالېدای شي. د ړندې جذبې تر شا هغه وېره کارفرما ده، چې تا د سيوري غوندې په ځان پسې روانوي او چې کله هم دا وېره ختمه شي، د طاعت سايه هم ړنګه شي، ځکه عقل و بصيرت پکې دخيل نه وي.

د دين په چاره کې زموږ بله ستونزه تقدس دی. دلته د دين له مبلغانو، مدرسينو او مفسرينو د تقدس شپول تاو دی، چې که لږ دې ورسره د علمي چلن هڅه وکړه، د تکفير او مرګ وړ شوې؛ خو له علمي چلن پرته د تحول امکان نشته، ځکه دين مو د فرهنګ مهمه برخه ده او چې تر څو د دې مهمې برخې په اړه له بصيرته ډکې او له عقدو، تبعيض او تربګنيو پاکې خبرې ونه شي، د فرهنګ ډب نه ماتېږي، دا اوبه لار نه کوي.

د دين په اړه چې د فکر خبره کوو، نو پوهېږو، چې زموږ قضاوتونه زموږ له خپلو تجربو، تمايلاتو، مطالعې، فرهنګ، زمان او مکانه رنګ اخلي. په دينپوهنه کې دې ته تاويل وايي؛ خو د يوه عام سړي د قضاوت او د يوه مجتهد د تاويل ترمنځ دا توپير وي، چې لومړی فردي فکر کوي، دويم ټولنيز. لومړی ازاد قضاوت کوي؛ خو دويم د تاويل اصول مراعتوي او د همدې اصولو په مراعتولو تاويل له تحريف سره توپيرېږي.

ځيني مذهبي ډلې تاويل ته غاړه نه ږدي؛ خو که تاويل نه وي، دين په يوه داسې ډبره واوړي، چې يواځې تاريخي ارزښت يې پاتې شي او په ميوزيم کې د ايښودو وړ شي، ځکه ژوند د وخت په تېرېدو پېچلی کېږي. پخوانی وخت حال ته نشو راښکلای او نه دا دومره فرهنګي لاسته راوړنې په اوبه لاهو کولای شو، چې دين هم پکې راسره مرسته کړې او که دا هڅه وکړو، نو هېڅ ګټه به ونه کړو، بې امني، جهالت، پاتېوالی به زموږ مقدر وي.

که تاويل ونه لرو، په عملي ژوند کې وينو، چې د دين او د اوسني ژوند د لوازمو، غوښتنو او سياسي نظام ترمنځ يوه لويه تشه رامنځته کېږي، چې يواځې په تاويل يې ډکولای شو.

د تاويل نور اړخونه هم دي؛ خو يو دا دی، چې مقدس متون هنري ارزښت لري او مجازي او په دې لړکې کله سېمبوليکه ژبه کارېږي، چې د لفظ پر ځای مانا مهموي او دا هم د دين د ډينامک خصوصيت يو لامل کېدای شي، چې د اوبو غوندي د هر مهال، جغرافيې او فرهنګ د مومن تنده ماتوي.

په متحجره ټولنه کې پر دين فکر او تاويل جرات غواړي او دا جرات استاد محمد محق کړی. د دې نوموړي عالم د (واليل اذا عسعس) پښتو ژباره ډاکټر محب زغم  کړې او فکر خپرندويې ټولنې يې د خپراوي جرات کړی دی.

دا اثر راته د دين په اړه پر معلوماتو سربېره منظم فکر راکوي. دا منظم فکر دوه لوري لري، چې يو افقي دی، بل عمودي. افقي راته د اسلامي اجتهاد او متجهدينو تاريخ بيانوي، چې په اسلام کې اجتهاد له کومه وخته او ولې پيل شو؟ مجتهدينو ولې له يو بل سره اختلاف لاره او تاويلونو د اسلام په بډاينه کې څومره نقش درلوده؟ دا افقي لوری د ډېرو ديني ارکانو او اعتقاداتو او تر معاصر وخته پورې د ديني رنسانس د اړوندو عالمانو د تحريکونو پر تاريخ غږېږي او په دې توګه موږ ته وايي، چې ستاسو اوسنی ديني تصور له څومره لانجو راتېر شوی او څومره سم او ناسم دی.

له بل پلوه عمودي لوری هممهاله د افقي لوري پر ډېرو برخو نقد کوي. مثلا، د دين د تجديد مخنيوی ولې کېږي؟ زموږ اوسنی ديني تصور له (بل) سره پر دوښمنۍ ولې ولاړ دی؟ اخلاق له دين سره څه تړاو لري او اسلامي اخلاق ولې يواځې تر شهوته پوري محدود شوي دي؟ د سلفيت او حنفيت ترمنځ څه توپير دی؟ د افراطيت داخلي او بهرني لاملونه کوم دي؟ د جمعې خطبې ولې خپل رنګ اړولی؟ موږ له خپلو تاريخي پېښو، مثلا: کربلا سره څه وکړو؟ دين له سياست سره څه تړاو لري؟ رښتيا هم ديموکراسي کفري نظام دی؟ رښتيا هم له غرب پرېکون وکړو؟ حدود مثلا: سنګسار ديني بنسټ لري؟ د مدرسو تاريخ، هدف، څرنګوالی، سياسي استفاده او له افراطيت سره يې تړاو او همدا راز داعش او حزب التحرير څه غواړي او څومره يې دا غوښتنې معقولې دي؟ خلافت څه مانا؟ د اسلامي تاريخ په اوږدو کې خلافت څه ته ويل شوی؟ د دين پر بنسټ خلافت جوړولای شو؟ په معاصر وخت کې دا غوښتنه څومره معقوله ده؟ دا ټول هغه موارد دي، چې تاسې يې په دې کتاب کې لوستای شئ. تر لوست وروسته به يې هرومرو په ځان کې مثبت بدلون احساس کړئ او د دين او دنيا په اړه به مو نړۍ ليد نور هم عالمانه شي.

زموږ يوه ستونزه دا ده، چې موږ د خپلې هري بدبختۍ تخم له بهره ګڼو؛ خو که موږ فکري فقر نه درلودای، داعش، حزب التحرير او نورو افراطي ډلو دلته خپلې تاريخ تېرې سوداوې نشوې خرڅولای. (واليل اذا عسعس) غوندې آثار راته فکري غنا راکوي، چې د چا د پروپاګند ښکار نشو.

د افراطيت په ترويج او خپراوي پېړۍ لګېدلې دي او په دې وروستيو څو لسيزو کې ورته منظم کار شوی، چې په جګړه او وژلو يې نشو ختمولای؛ نو ښه به دا وای، چې حکومت همداسې يو منظم پلان جوړ کړی وای او په فکري ډګر کې يې د دې پديدي مقابله کړې وای، چې د ځوانانو د ذهن واګې يې د افراطيت له لاسونو راخلاصې کړې وای. د استاد محق کارونه او د ډاکټر محب زغم ژباړې د ستاينې وړ دي او ښه ده، چې نور هم عام شي؛ خو بيا هم فردي هڅې منشتر خصوصيت لري او د تراکم او تجمع غوندې زورور اغېز نه ښندي؛ نو ښه دا ده، چې سياسي نظام له افراطيت سره مقابله په علمي وسله وکړي او علمي څېړنيز مرکزونه مکلف کړي، چې په دې برخه کې کار وکړي.

د (واليل اذا عسعس) ښېګڼه دا ده، چې د افراطيت ځواب په همغه ژبه وايي، چې دوی يې کاروي. په همغه ديني استدلال ورسره مقابله کوي، چې دوی يې په مټ ځوانان په ځان پسې روانوي.

زموږ په ديني نړۍ ليد کې ډېر داسې شيان شامل دي، چې له دين سره په ټکر کې دي. مثلا موږ د خلکو په اړه قضاوت کوو او د دې قضاوت له مخې يې بد ګڼو، تکفيروو يې او په تشدد يې مخنيوی خپل منلی حق ګڼو. (واليل اذا عسعس) راته وايي، چې د افرادو په اړه قضاوت د قاضي کار دی او که فرد يې وکړي، د اسلامي عرفان او اخلاقو په نظر عجب ګڼل او کبيره ګناه يا معاصي قلوب ګڼل کېږي. زياتوي:

چېرته چې يو چا ته اجازه ورکول کېږي، چې د بل په اړه قضاوت وکړي، په حقيقت کې اجازه ورکول کېږي، چې د چا پر خصوصي چارو خبرې وشي. کارونه يې د داسې کس د سليقې پر اساس وارزول شي چې کومو خاصو حقوقي او اخلاقي ضوابطو ته تابع نه دی او ډېر ځله د وهم او ګومان پر اساس قضاوت ورباندې وشي. دا موضوع دومره خطرناکه او بده ده، چې په قرآن او نبوي حديثونو کې په کراتو ورته اشاره شوې ده او امر شوی، چې مخه به ورته نه کوئ.

دا چې په اسلامي ټولنو کې دا پديده عامه شوې ده، يو علت يې دا دی، چې د دعوت او امر بالمعروف او نهي عن المنکر په اړه د خلکو برداشت غلط دي. کله چې په دې اړه آيتونه او حديثونه لوستل کېږي، چې بايد د منکراتو مخه ونيسو، د ظلم او بې عدالتۍ پر وړاندې بايد غلي پاتې نشو. د حق خبره په هر حالت کې ان د ظالم حاکم پر وړاندې هم وکړو او داسې نورې خبرې؛ نو ځينې کسان بې له دې چې د دې موضوع علمي او فقهي ضوابط په پام کې ونيسي، ګومان کوي، دا مو وظيفه ده، چي وګورو، نور څه کوي او که زموږ په نظر د دوی کار ناسم وي، بايد نيوکه پرې وکړو، چې ګواکې ژبنی نهي عن المنکر کوو. دا وګړي تصور کوي، چې که دا کار ونه کړي، نو ګناهګار به شي.

دلته غلطي په دې کېږي، چې خلک د نهي عن المنکر له ضوابطو خبر نه دي. له منکره نهي کول په اصل کې په عمومي حوزې پوري اړه لري. کله چې څوک په عمومي حوزه کې داسې کار کوي، چې زيان يې نورو ته رسېږي او يا ټولنيزې روحيې ته تاوان رسوي، نو بايد تر لاسه ونيول شي او د ټولنې د امنيت او حقونو دفاع وشي. خو د دې شي معنا دا نه ده، چې د نورو په خصوصي حريم کې دې مداخله او قضاوت وکړو… معمولا ټول افراطيان عادت لري، چې د نورو او ټولنې په اړه قضاوت وکړي، هغوی په فسق او انحراف تورن کړي او دې سره ځان ته دغه حق ورکړي چې ورباندې بريد وکړي.”(۱۷۳-۱۷۴)

د خپل دين نړۍ ليد له مخې موږ داسې فکر کاوه، چې د پردې اوسنۍ بڼه به ديني اصل وي؛ خو په (واليل اذا عسعس) کې لولو:

“نن سبا ځينو ته دا د لويو ګناهونو پر ضد مبارزه ښکاري، چې د ښځو د سر او مخ پر پټولو( هغه که مسلمانه وي يا نامسلمانه، وينځه وي که آزاده)، د ښځې پر مطلق او د ښځې د غږ غلي کولو پر سر لانجه وکړي. دا موضوع ان د راشده خليفه ګانو په وخت کې هم داسې نه وه. هاغه مهال او ان تر څو راوروسته پېړيو پورې به وينځو او نامسلمانو ښځو حق درلود، چې په لوڅ سر او بربنډو لاسونو وګرځي. هاغه مهال چې لوی مجتهدان د اسلامي فقې په تدوين لګيا وو، چا د داسې مېرمنو شتون د مسلمانانو د ديندارۍ پر خلاف نه ګاڼه.”(۱۹۹-۲۰۰)

په دې اثر کې د مدرسو پر تاريخ او څرنګوالي باندې هم ډېر ښه بحث شوی دی. مدرسې د سلجوقيانو مشهور وزير خواجه نظام الملک توسي د فاطميانو د اسماعيله تشيع پر خلاف جوړې کړې. شاه ولي الله په هند کې د مدرسو په نصاب کې ګوتې ووهلې او دا نصاب تر اوسه پورې په مدرسو کې په څه نا څه توپير د چلښت وړ دی، چې په دې توګه مدرسې د مډرنو زده کړو له بهير لرې پاتې شوې دي او دا هم يو علت دی، چې له زده کوونکو نه يې د معاصرې نړۍ پرخلاف استفاده وشي. په پاکستان کې د مولينا فضل الرحمن او سميع الحق مدرسو د ضياء الحق تر وخت وروسته د افغانستان په جګړه کې څنګه نقش ولوباوه او موږ ولې مدرسو ته خپل بچي لېږو؟ دا پوښتنې هم په دې اثر کې ځواب شوي.

په دې مدرسو کې بالمعوم له استاد نه د تقدس شپول تاو وي او تدريس د مونولوګ په بڼه يو اړخيز وي. د استاد د خبرې مخالفت ګناه او کفر ګڼل کېږي او په دې توګه د ځوانانو ذهنونه له نقده پرېوځي او داسې ترې اسانه استفاده کېږي.

په دې اثر کې يواځې د مدرسو نه، بلکې د ټول ديني نړۍ ليد په اړه به معلومات او فکر ترلاسه کړئ. داسې خبره به نه وي، چې تاسې يې د دين په اړه په دې کتاب کې ونه لولئ؛ خو غټه ځانګړنه يې دا ده، چې زموږ محتجر ديني فکر نقدوي او زموږ ټول اخيستی ديني تصور ويجاړوي؛ خو دا ويجاړول د يوه نوي تعمير په موخه کېږي، داسې تعمير چې له بصيرت، زغم او خوند نه ډک دی.

زه ډاکټر محب زغم ستايم، چې داسې جدي ژباړو ته يې پام دی او هيله ترې کوم، چې که شونې وي، دا کتاب ټوک ټوک د خواله رسنيو له لارۍ خپور کړي، چي ډېرو لوستونکو ته ورسي.

Leave A Reply