نامالوم برخلیک ته تلونکې دری لارې/ مجید ژړاند

0 760

وایي په تبه یې ونیسه او مرګ ته یې راضي کړه، زموږ ټولنه له کلونو راهیسې د ستونزو په ګرداب کې په ذقت سا کاږي او لا هم کلونه وخت نیسي، چې د فکر جوړونې فابریکه په فعالیت پیل کوي، تر څو ټولنه د ستونزو پر پېچومې لوړه کړي او د هر غاصب او فاسد لاسونه ترې لنډ شي.

زموږ وروڼو د همدې تیاره محیط د رڼا کولو لپاره رڼا ته پنا یووړه، زدکړې یې وکړې، کړاوونه یې وزعمل، بې خوبۍ یې تېرې کړې دي، خو د رڼا ډېوه په لاس ورغله، کلي ته راغلل او د خلکو د فکر روښانه کولو هڅې یې وکړې، خو کور مغزو د رڼا خورولو په تور زندان ته کش کړل، غاصبینو، فاسدینو او لنډغرو ژرندې د ولسونو په وینو څرخي.

لا تر کومه به په رڼا ورځ تیندکونه وهو، زورواکو خو مو د وژلو هڅې وکړې، مافیا خو مېندې د خپلو اولادونو بې سېکه جسدونو ته وژړولې.

لا اوس هم موږ د ملا او چارواکو په کتاب مجرمین یوو، باید د خپلو هغو اعمالو سزا وزغمو، چې هغه مو له وطن سره د مینې ثبوت دی، دلته د وطن پالنې رشته مرګوني ده، د وطن پالنې په روحیه مو سرتېرو ککرۍ وشیندلې، خو چارواکو د سرتېرو په وینو امتیازونه او لقبونه خپل کړل.

تېره ورځ مو له یو چا سره خبرې کولې، زوی یې په یوولسم ټولګي کې زدکړې کوي، ورغبرګه مې کړه، چې زوی خو به دې له خیره سره د کانکور تیاری نیسي، راغبرګه یې کړه نه دوبۍ ته یې لېږم، دلته زدکړه په مرګ تمامېږي، نه غواړم، چې زوی مې ستا په څېر ذلیل شي، نه کلي ته راتلی شي او نه هم خپله مېرمن ساتلی شي، که خوارۍ وکاږي، له ستونزو سره بلد شي، خپله کورنۍ او مېرمن خو به وساتلی شي.

سوچونو په مخه کړم، که د ترهګرو پر لاسونو ور پرېوځې، نو د مرګ تر سلګیو به دې وجدان د بې غیرتۍ په چیرک خچن وي، که له هیواد څخه د وتو پر لاره غور کوې، نو د وطن خوشبویه خاورې څخه د بېلتون ځواک نه لرم او خدای خبر چې د عربو په مزدورۍ کې به مې خپل وجدان سلامت او بې خچه پاتې شي.

دا چې د خپلې مینې ټول تارونه مې د مېرمنې په خوښۍ پورې تړلي دي، خپلو نازولو بچیانو ته اختریزه خوښۍ ورکولی نه شم او اختر په زړو جامو کې تېروي، ښایي زما د ژوند تر ټولو ستره غمیزه وي.

کله، کله مې ځینې ملګري را ته رښتیا وایي، چې ستا د احساس قوې ماته خوړلې ده، رښتیا هم داسې انګېرم لکه ما چې ټول حواس له لاسه ورکړي وي، داسې انګېرم، چې د لېونتوب په پوله ولاړ یم.

کله، کله بیا د خپل ځان د کاذبې خوښۍ لپاره د دروغو سهرابونو پسې منډې ووهم، خو شېبه وروسته غولوونکې خوښۍ را نه هم لاره بېله کړي، بیا د خپل وژل شوي احساس په ټپونو د ملهم لګولو هڅه وکړم، خو د احساس زنه لا پخوا تړل شوې وي، بې سېکه احساس مې د هغه شهید سرتېري په څېر وي، چې له ترهګرو سره په جګړه کې شهید شوی وي، خو حکومت د شهید سرتېري له سرښندنې وروسته پر شا کېږي او د شهید سنګر ترهګرو ته پرېږدي، ترهګر د سرتېري جسد سوځي او بیا په قهقه خندا نورو ته پېریاني سترګې ور واړوي او ورته وایي د خدای، وطن او دندې شعار خو همدا دی، چې ملګرو یې جسد هم موږ ته را پرېښود.

نامالوم منزل ته د تلونکو دری لارو څخه یوه یې باید وټاکم، تر څو منزل ته ورسېږم، تر څو مې ټپي شوی احساس بېرته له کوما څخه ووځي، بیا ژوند غوره کړي او زه هم باید د وجدان له عذاب څخه ژغورل شوی یم.

Leave A Reply