اجمل هوډمن/ شهروند او شهروندي

0 1,225

څه موده وړاندې د «شهروند» کلمې په اړه بحثونه او پوښتنې ډېرې شوې وې. ځینو
ملګرو له ما غوښتي و، چې په دې هکله څه ولیکم.
په حقوقو کې تر هغو پورې یوه کلمه نه شي کولی حقوقي مفهوم افاده کړي، چې حقوقي نظام کې منل شوې نه وي. شهروند تر اوسه پورې د افغانستان په قوانینو او حقوقي نظام کې د یوې داسې کلمې په توګه چې ځانګړی حقوقي مفهوم ترې واخستل شي نه ده منل شوې.
هغه کلمه چې موږ یې کاروو او باید ویې کاروو «تبعه» ده. تبعه هغه کس ته ویل کیږي، چې د یو هېواد تابعیت ولري. تابعیت له یو ځانګړي دولت سره د فرد سیاسي، حقوقي او معنوي اړیکو ته وايي. ځینې کسان شهروندي کلمه د تابعیت د معادلې کلمې په توګه کاروي. په داسې حال کې چې شهروند کلمه او نورې څانګې یې په هېڅ صورت هغه مفاهيم نه افاده کوي، چې پورته مو یادونه ترې وکړه.
شهروندي په سیاسي بحثونو کې د برابرو حقونو هغه سیستم ته ویل کيږي، چې د موروثي امتیازاتو ضد وي. په دې بحثونو کې د شهروند معنا داده، چې یو شخص بې له دې چې د هغه نژاد، طبقه او ډله په پام کې ونیول شي له نورو سره مساوي حقوق ولري. همدارنګه شهروندي په سیاسي ټولنه کې د بشپړ او مساوي غړيتوب په معنا هم راغلې او کارول شوې.
په دې بحث کې اصلي خبره داده، چې د پخوانيو پېړيو دولتونو له اتنیکي او نژادي پلوه په یو شان خلکو حکومتونه کول، خو وروسته له دې چې د «دولت ـ ملت» خبرې راپورته شوې له اتنیکي، نژادي او … پلوه په متفاوتو خلکو د حکومت کولو زمانه شوه او د نابرابرو حقوقو د عمودي یا سلسله مراتبي سیستم په ځای د مساوي حقوقو د افقي سیستم بحثونه راپورته شول او بیا فردي مساوات د هېوادونو اساسي قوانينو ته لاره وکړه.
دې بحثونو څو سوه کاله وخت نیولی، کوم ثابت مفاهیم چې ترې راوتلي یو یې تابعیت او بل یې فردي مساوات دی، شهروند او شهروندي تر اوسه پورې جنجالي پاتې دي او د حقوقي مفاهیمو په اړه یې اتفاق نظر نه شته حتا په ایران، برتانیه او امریکې کې شهروند د تبعه او شهروندي د تابعیت معادل نه ګڼل کیږي.
هغه کسان چې په افغانستان کې قصداً په شعوري توګه د شهروند او شهروندي کلمې کاروي په فهم کې به یې ستونزه وي یا به نه وي خو په نیت کې یې خامخا ستونزې شته !

Leave A Reply

Your email address will not be published.