له (ناشوني) (نا) پاک کړﺉ/ احمد احدي

0 431

کله مو چې د یوه کار کولو هڅه وکړه، په اسانۍ يې مه پرېږدﺉ ځکه چې ستاسې د بریا يو راز استقامت او په خپل پسې کېدل دي. پرمختګ او بریا په هڅو، زحمت او استقامت سره کېږي، پرته له هڅو او په ځان باور څخه بریا ناشونې ده.

ډېری خلک په دې اند دي چې استقامت، هڅه، ښه پلان او منظم حرکت د دې لامل کېږي چې یو انسان بریا ته ورسېږي، خو ځینې وخت بیا داسې هم کېږي چې په په کاغذ لیکلې کرښې ډېرې بې مفهومه او نه پلې کېدونکې برېښي.

دلته باید د یو څه یادونه وکړم هغه دا چې په ځان باور ولرئ او له خپل ذهن څخه د ناکامۍ او ناشوني کلمې وباسئ نو هرومرو به بریالي کېږئ، په دې معنی چې هر وخت له (ناشوني) د (نا) کلمه پاکه کړﺉ او (شونی) ترې جوړ کړی.

ستر فرانسوي جنرال ناپلیون بوناپارټ خپل وخت ډېر په جګړو کې تېر کړی. هغه په یوه جګړه کې د آلپ غرونه ته ورسېدو غوښتل یې له غرونو ها خوا واوړي، خو ستونزه دا وه چې لښکر يې په سخت حالت کې وو او نه یې غوښتل چې له غرونو بل پلو ته  تېر شي.

د غره په لمن کې یوه بوډۍ ناسته وه ناپلیون بوناپارټ ترې وپوښتل:

داسې کومه لاره شته چې له دې غرونو ها خوا واوړو؟

بوډۍ يې په خبره پورې وخندل او ویې ویل:

دا کار ناشونی دی ډېرو ناپوهو مېړنو له دې غرونو پورې وتلو کې خپل ژوندونه له لاسه ورکړي او ستا برخلیک به هم همدا وي.

ناپلیون چې په ځان یې سخت باور درلود، د بوډۍ په خبرو نهیلی نه شو او ویې ویل:

ستاسې خبرو نور هم زړور کړم ځکه زما په ژوند کې د ناشوني کلمه نشته.

بوډۍ په حیرانۍسره ناپلیون ته وویل:

ستا په څېر مېړنو ته په دې نړۍ کې هېڅ شي ناشوني نه دي او هاغه وو چې ناپیلیون له غرونو واوښت.

دلته باید د ناپليون ژوند او هڅې زموږ له اوس سره پرتله کړو، موږ هم باید له (ناشوني) د (نا) کلمه پاکه کړو او (شونی) ترې جوړ کړو.

نه پوهېږم په موږ څه شوي ؟!

موږ په دې باور يو چې مبارزه مو رنګ نه راوړي، نه بریالۍ کېږي او هېڅکله به هم بريالي نه شو. که زموږ له اوسني نسل وپوښتې، نو ځان ته به يې ټوله نړۍ خیالي او تصوري جوړه کړې وي چې د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډونه همدا دي. تل له خپلې مبارزې ستړي کېږي، ناهيلي یې اوج ته رسېږي او تل په واړه خنډ سره خپله لاره پرېږدي، له خپل هوډ تېرېږي او خپلې کړې هڅې په نيمه لاره کې پرېږدي.

نو که د مبارزې کلک نیت او هوډ لرو، نه باید په شاتګ باور ولرو او خپله لاره پرېږدو. زموږ لوی لارښود محمد صلی الله علیه وسلم چې کله د اسلام له پاره مبارزه پیل کړه، خلکو به ویل چې دا سړی لېونی شوی او هېڅکله به هم نه بریالی شي او نه به هم کومه لاسته راوړنه ولري.

ځينې مشرکينو خو به دې هم ګواښه چې يو يتيم کله کولای شي دومره لويه مبارزه وکړي لکه دا کس يې چې وايي، خو نبي کریم صلی الله علیه وسلم هېڅکله هم خپل همت له لاسه ورنکړ او مخ په وړاندې لاړ، هڅې او مبارزې ته يې ادامه ورکړه، د هغه د ملګرو شمېر په لومړيو کې د ګوتو په شمېر خو په پای کې سلګونو زرو ته وارسېد او د اسلام سپېڅلی دين یې ټولې نړۍ ته ورساوه.

ځینې وخت به داسې پېښېدل چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم به په زور او جبر سره له مبارزې منعه کېده او په نوموړي په یې د سجدې په حال کې لري ور اچول او داسې وخت هم راغئ چې د طایف خلکو دومره په کاڼو وویشت چې مبارکې پڼې یې له وینو ډکې شوې خو بیا یې هم د ستړیا احساس ونه کړ او مخ په وړاندې لاړ او خپلو مبارکو اصحابو کرامو ته به یې ویل چې نه یوازې عربي جزیره، بلکې ټوله نړۍ به مسلمانان نیسي.

کله چې مسلمانانو د احزاب د غزا په وخت د خندق کېندلو هوډ وکړ، نو یوه لویه ډبره مخې ته راغله چې ماتول یې د ځینو په نظر ناشونی کار و او آن تر دې چې غوښتل یې له دې کاره تېر شي.

نو د دواړو جهانونو سردار جناب نبي کریم صلی الله علیه وسلم راغئ، په ډبره یې ګوزار وکړ چې درېیمه برخه یې ترې بېله شوه، بیا يې الله اکبر وويل، زیاته يې کړه:

د شام د سام کليګانې را کړل شوې دي؛ قسم په الله (ج) له همدې ځایه یې سره قصرونه وینم. بیا یې د بسم الله په ویلو سره په ډبره ګوزار وکړو، بله درېیمه برخه هم ترې بېله شوه، بیا يې الله اکبر ووايه زياته يې کړه: د فارس کلیګانې هم راکړل شوې دي؛ په الله قسم له همدې ځایه يې سپینې ماڼۍ وينم. بیا يې په ډبره ګوزار وکړو چې دا ځل ټوټه ټوټه شوه، الله اکبر يې ووايه او زیاته يې کړه: د یمن کلیګانې هم راکړل شوې دي، قسم په الله (ج) چې له همدې ځايه د صنعا دروازې وینم.

نو له دې ځایه پوهېږو چې موږ باید تل سترې هیلې ولرو او کله چې مبارزه پیل کوو لومړی د لایزال خدای (ج) ټول اوامر په نظر کې نیولو سره پیل او بیا هېڅکله ماتې و نه منو. له مبارزې شاته تګ ونه کړو او هېڅکله ناهیلتوب ته په خپل ژوند کې ځای ورنکړو، خکه ناهیلتوب نه یوازې چې زموږ د نابریالي کېدلو سبب، بلکې د لوی خدای ( ج) د نارضایتۍ سبب هم کېږي.

موږ ته د بریا او پرمختګ له پاره تر ټولو لويه بېلګه زموږ د لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له لوري د لویې ډبرې ماتول و، که هغه ص هوډ نه وای کړی، نورو کسانو د خندق وهل پرېښودل او نه يې غوښتل خپل کار مخکې یوسي، نو راځﺉ د خپل لارښود په لاره قدم واخلو، باور لرم چې هېڅکله به هم وروسته پاتې نه شو.

د چنګاښ۱۷مه ۱۳۹۶

Leave A Reply