نوم مې چېرې دی؟/ جمشيد غزنيوال

0 980

د غزني په واغظ کې يو کلی «تر نو» نومېږي. لږ ور هاخوا يو څو نوي کورونه جوړ شول، بل کلی شو. يوه شپه يې څو سپين‌ږيرو ته ښوروا برابره کړه چې اوس نو نوم ورته انتخاب کړي.

سپين‌ږيرو ګوتې وڅټلې، خو په نامه يې د هوکړې سر سره و نه‌شوای ښوورولای، نږدې وه کنفرانس بې‌پايلې پای ته ورسېږي، خو په اخېر کې يوه بوډا خوله خلاصه کړه؛

ـ هغه پورته کلی «تر نو» نومېږي، دا به «تر خو….» بولو!

په اطراف کې چې څوک له چا سره چل وکړي، نور ورته وايي چې تر «خو…» يې ورکړ. مانا دا چې سم تر بېخه يې تاواني کړ. تاوان څو ډوله دی، کله يې خره تر معمولي نرخ ګرانه پرې تېره کړې وي، کله يې ورخ ترې وهلی وي، کله يې کشمش په نه بيه ځنې ګوتو ته کړي وي…

د اصطلاحاتو وطن دی، په جومات کې يوه سپين‌ږيري بل ته په ګيله خوله بېرته کړه؛

پلانيه! هغه د خرې روپۍ دې ولې په کو… کې نيولې؟

مقصد يې دا و چې د خرې د بيې پيسې دې وځنډولې…

زموږ کليوال وايي، “پلانی او پلانی په وزرو کې سوي دي، ځکه مښوکه په مښوکه سره ناست وي.” مانا همفکره، همذوقه دي، ځکه تل سره کښېني.

اوس خو د فېسبوک دوران دی، مبارزې، اصطلاحات، مفاهيم، پديدې… هر څه بې‌سرحده شوي دي.

وايي، په فېسبوک کې هغه هلکان هم نظر ورکولای شي چې په کور کې يې د مهمې خبرې په وخت کې له کوټې باسي. يوه عرب ليکوال خو بېخي د بيان دا بې‌بندوباره ازادي د حماقت يرغل بللی، هغه وايي چې پخوا دغه خبرې يوازې په ميکده کې د شرابو تر نوش وروسته کېدې، پوښښ يې کم و، خو نن هرې بيزو ترکاڼي ته لاس ټيټ کړی.

پښتانه وايي چې نه کار، په هغه څه کار؟ خبر شوم چې په فېسبوک کې څو نجونو نارې جګې کړې چې «نوم مې چېرې دی؟»

په دې کې هر څوک د خپلې خوښې ځواب ورکوي، د مصنوعي فمينيزم يا ښځ‌ګرايي بازار تود چلېږي.

چا يو عکس راښکاره کړ، کومه د سرې زيرپېراهني نجلۍ ناسته ده، چا يې مرکې ته ليکلي چې د «نوم مې چېرې دی؟» شعار په هکله يې نظرونه ورکړي.

افغانان دې يې نه وړي، نه دې يې راوړي، د کوه‌قاف بابولالې يې ټولې ورته ليکه کړې، ان يوه خو سپينه مامدينه ورته کړې؛ «نوم څه کوې، پرتوګ دې چېرې دی؟»

بل يوه پسې ليکلي چې دغه شعار بې‌خښتګه نجونو را پيل کړی… د دغسې نجونو پر حقيفت خو زما سر نه خلاصېږي، چتې‌والې پېغلې مې ليدلې وې، مګر…

يوې په وطن کې مېشتي نجلۍ د خپل ګاونډي د زوی کيسه ليکلې وه، وايي ماخستن يې تر نيمو شپو د مور ورسره جنجال و، هلک قناعت ورکاوه، خو قناعت د مرغۍ پۍ وې. مور يې مدعي وه چې ولې يې د دې نوم “فيسبوټ” ته پورته کړی؟ دغه شرم به چېرته وړي؟ د پزې پرې کېدل دي… له زوی بېچاره يې لاره ورکه کړې وه.

په افغانستان کې اصلاً د ښځو له‌پاره تر ټولو ستر ارزښت د انتخاب حق دی. په مېړه کې انتخاب، په خوړو کې، په جامو کې، په تګ راتګ کې… که دغه حق ورته حاصل شي، اسمان پخپله روښانه کېږي.

امريکامېشتې، هندمېشتې، پراګ‌مېشتې، لند‌ن‌مېشتې نانځکې چې زموږ د تورسرو نوم را پيدا کوي، د مور نوم به مو شاببو وي. د کلي پېغلې، د اطراف ښځې له ټلوېزيونه مخ پټوي، اوليه حقوق نه پېژني، له پيشو سره ډوډۍ خوري… دغه شعارونه خو د عنقا مرغه د بڼو شمېرل دي.

د کلي سپين‌سرې چې د ټلوېزيون نجلۍ وويني، وايي کو… ځنې ورکه ده، نوم خو څه کوې. وايي، زويه ورشه خپله غوا اوبو ته بوځه.

د کلي هغه پېغله چې لاسونه يې تورو ليکو مسخه کړي، ملا يې کړوپه او سترګې يې د ستنې کار اوبلنې کړې، د شعاري او بل‌وطنه نانځکو په فمينسټي سوداګري خبرې هم نه دي.

«نوم» يا «نو» د انسان د نس هغې مرکزي برخې ته هم وايي چې يو مشخص شکل لري او تر زېږېدو وروسته تړل او پرې کېدل غواړي.

فيسبوکۍ ښځپالې چې له ښه او بده ناخبرې دي، د پردو وطنو له شرشرو پوسټونه ليکي او د افغاني کولتور «نو/نوم» ورباسي، لږ دې ځان ته هم وګوري.

خدايي خدمتګار خان عبدالغفار خان چې له ځانه وزګار شو، له ولس سره په نږدې کېدو يې مبارزې ته بډې ورونغښتې، زموږ کاکه‌ګان او ککۍ‌ګانې د مبارزې له‌پاره خارج ته ځي…

ومان صاحب يوه ورځ ويل چې يو سپی بام ته ختلی و، غپل يې. چا ورته ويل څه کيسه ده، وايي مبارزه کوم! وايي دا لکۍ نو ولې ښوورې؟ ويل عملي کېدل یې هم غواړم!

مبارزه چې عملي نه‌شي، د مبارزانو د پزې پېزوان جوړېږي. په شعاري مبارزه کې د ارزښتونو مطرحول، د خپل درون عيبونه بربنډول دي.

د شعاريو نجونو دغه پوسټونه داسې اېسي ته وا په نشه کې پر خپل نس لاس وهي، خپل بوای‌فرينډ پوښتي چې «نوم/نو» يې څه شو؟

ممکن ځينې ووايي چې ته ولې دغسې بربنډ ګډ يې؟ ځواب دا دی چې دغه نجونې تر حد دومره تېرې شوې چې کله يې په مدني احتجاج کې خپل لوڅ عکس خپور کړی وي، کله يې اوسپنيز پرتوګ او زغره اغوستي وي، کله… مګر څه موده وروسته يې په سرو او شنو زيرپېراهنيو کې د لوڅو نريو لېنګو عکسونه نشر شي او په يوه ټک يې د بهرني هېواد په زړه کې د قبولي ډالۍ ګټلې وي.

که زما وطن ته وګورې، لا داسې دی؛

وه مجبوري، خو د پښتون لالي يې پت ساتلو

پښتنې پېغلې به له بل کوره راوړه سکروټه

يا؛

زه په ښکاره ژړلای نه‌شم

د پياز پوټکي اړوم غمونه خورمه

Leave A Reply