د يو ګيلاس اوبو پېشلمی/ ډاکټر فرقان احمد توقير

0 450

موږ په ځنکدن کې هم د منفي سوچ له منګولو ځان نه‌شوای خلاصولای. زه خپله له دغسې يوې تجربې يا ناکردې سره مخامخ يم. پر ما څو واره ځکندن خوارۍ او د قبر سختۍ تېرې شوې، خو په دغو ټولو کړاوونو کې د منفي سوچ له منګولو نه يم راوتلی.
لکه دغه وخت ما ته خپلې ګناوې، خطاوې مخې ته ودرېږي، دوزخ په خپل ټول کم او کيف کومی شلولی وي، کله کله داسې هم شوي چې کورنۍ، خپلوان مې بخشش غوښتو او زنې تړلو ته په را ټولېدا له ما د کلمې پر ځای د ډېرو سترو ګناهونو اعترافونه اورېدلي، خو ښه ده چې هذيان او د تبې او رنځ له زوره يې الاګويي ګڼلې.
که نه ما په دغسې وختونو کې هغه څه ويلي چې په وروسته مې مېرمنې هم زما په مخ کې نه‌شوای يادولای.
اوس مې که هر څو سخته تبه لاندې کړي مېرمن مې څوک نه راباندې خبروي، ان چې زامن هم نږدې نه را پرېږدي چې لږ تر لږه د هغوی پر وړاندې خو له دغسې رسوايي ژغورل شوی وم.
مېرمن مې هم زما دغسې اعترافونو ته نه‌شي تم کېدای، ډېری يې زه يوازې پرېيښی وم.
د دې پرمختيا له امله راسره يو منفي سوچ دا پيدا شوی چې هسې نه له ځان سره مې يکې يوازې ساه وخېژي، خوله مې وازه او سترګې مې رډې ختلې وي، پښې مې دومره را ټولې وي چې په قبر کې ايښودل مې ګران شوي وي.
کله خو د خپلو ګناوو بار دومره راباندې دروند شي چې وېرېږم مسخ شم، د قردتاً خاسيئن په څېر لکۍ راپسې وځړېږي.
ان چې د سيد شکرالدين اغا دا خبره مې هم نه‌شي ډاډه کولای چې الله تعالی د پيغمبر امت له مسخه کېدو ژغورلی دی.
خو مسخه کېدل تور وي، که سپين؟
ما چې ځينې د ثور تر اتمې له مخه ليدلي، له هغه وروسته مې په هغه بڼه او څېره نه دي موندلي.
په کابل کې خوله په خوله دا خبره ګرځي چې پر کومه غونډۍ له رغېدلي قبره ډېره موده د سپو غپا اورېدل کېده، تر هغې چې کوم مردار سپی يې ورسره خښ کړ.
يوازې د ځان په اړه منفي سوچ نه، د بل په اړه هم منفي سوچونو پر ما خپل سيوری غوړولی دی. د دې له يوې نوې دورې يا تازه بېلګې سره زه په دې تېره روژه کې مخامخ شوم.
مرحوم ممتاز مفتي کاږي؛ «ما مې د خپلې مېرمنې له لاسه په ډاډه زړه د قران‌کريم د تلاوت مخه نه ده موندلې.»
دی وايي «زما زړه غواړي پر کټ اوږد غځېدلی وم، قران‌کريم ته لاس کړم، په ټول حضور يې تلاوت ته پرانيزم چې خوب راباندې راشي، کرار يې تر بالښت لاندې کېږدم، خو دا کار د خپلې مېرمنې له لاسه نه‌شم کړای چې له واره مې په کفر او فساد پړ ګرځوي.»
ما هم که هر څو په تېره روژه کې مېرمنې ته د حاذق طبيب د اجازې وويل، د دې په مخ کې مې ملا ريحان ته ټليفون وکړ، زامنو مې وار له مخه د فديې ټټر وهلی و، خو مېرمنې مې دوې پښې په يوه موزه کې کړې چې زما د لاس په خوړو به څکه و نه کړې، ما ستا دغسې ټګۍ برګۍ ډېرې ليدلې، ستا د تمثيل ما ته ښه پته ده. ته نه د غوايانو ډاکټر يې، نه ليکول، ته بايد ممثل وای ممثل…
د نهمې روژې يوولس بجې مې هر څو د اوبو اوبو وويل، خو مېرمنې مې راباندې د روژې خوړلو ګناه نه‌شوای لورېدلای، بيا مې سترګې غړېدلې په روغتون کې وم.
د ساعت ستن د شپې دوو بجو ته نږدې وه، د ډاکټر پر هره خبره پوهېږم. د ډاکټر او نرس خپل‌منځي خبرې اورم، خو زما پر يوه ټکي ژبه نه ګرځي، ګوتې مې کرختې دي. پوهېږم چې د کابل تر ټولو مجهز روغتون ته يې راوړی يم، شا و خوا راته بېلابېل ماشينونه لګېدلي، ډاکټرانو يو په بل پسې زما د زړه او وينې بېلابېل معاينات کړي.
ټول زما سر او پښو ته ولاړ دي، په خپلو کې د معايناتو پر پايلو خبرې کوي. ما ته يې د زړه د حرکت ماشين لګولی، کږې وږې کرښې پر سکرين ځغلي را ځغلي. نرس يو څه يادښت کړې، بيا يې په ډاکټر پسې دباندې منډې کړې. نوې ستن راولګوي، فشار مې وګوري، د شکر له‌پاره له سره وينه واخلي. دوې نيمې بجې شوې ډاکټران، نرسان ځي راځي. د ناستې او دمه کېدو فرصت نه مومي. درې بجې شوې، خو څوک مې په پسېمي «پشمني، پېشلمي» و نه ليدل، د چا خوله په کومه ګوله ډوډۍ و نه ښورېده.
وايم ټول روژې خوري، هيچا پسېمی و نه کړ. ټول روژه‌خواره دي، مسلماني په چا کې پاتې نه ده.
له جوماته د اذان غږ پورته شو، نرس منډه کړه. ما ويل لکه وخت مې پوره شو، پر سکرين ليکې او کرښې تتې شوې. د لومړي ځل په مخه مې د ځکندن پر مهال په زړه کې کلمه راوګرځېده.
ما ويل که نرس په ډاکټر پسې زما د مرګ خبر ته ورځغلي، خو هغه د اوبو ګيلاس پر سر واړاوه.

Leave A Reply

Your email address will not be published.