د افغانستان په مردسالاره ټولنه کې د ښځو ناخوالې / نجيبه زمان

0 477

په افغاني ټولنه کې ښځې او نجونې د نورو ستونزو تر څنګ تر هر څه زیات د دوی پر وړاندې له توپيري چلند او تبعیضه ځورېږي.
له نجونو سره توپیري چلند هغه وخت پیلېږي چې دوی د خپل ژوند په لومړیو ساعتونو کې نړۍ ته سترګې پرانیزي.
له پیدا کېدو سره او انساني دنیا ته له سترګو پرانیستلو سره له «وۍ» سره بدرګه کېږي.

په کلیو او بانډو کې چې کله ماشوم زېږي، د کورنۍ غړي د خوښیو ډزې کوي او ټول دوستان او خپلوان په خوشالي خبروي، خو دا کار یوازې هغه وخت کېږي چې په هغه کورنۍ کې ماشوم هلک زېږېدلی وي او که یوه نجلۍ وزېږي، خوښي خو څه چې حتا مبارکي هم یو بل ته په اساني سره نه ورکوي.

دغه توپيري چلند له نجونو سره په کورني چاپېریال کې تر هغه وخت پورې مل وي چې هغه یا واده کوي او یا هم ټولنې ته راوځي او د زده‌کوونکې، محصلې او کارکوونکې په توګه په ټولنه کې څرګندېږي. په هر حالت کې نجونې که زده‌کړه کوي، که تحصیل او که کار، له کالیو اغوستلو نیولې بیا تر وېښتانو، بوټونو، دستکول، د تګ د انداز او د سر پورته کولو یا نه پورته کولو، له نجونو او هلکانو سره د خبرو د کولو تر اندازې د کورنۍ د غړیو په خوښه په ژوند کې مخ ته ځي. یانې له هیڅ ډول ازادي څخه برخمنه نه ده.

په ټولګي کې که د هلکانو په اندازه شوخه او خوش‌طبع وي ورته عیب دی، که له کوم هلک سره یې زیاتې خبرې وکړې ورته عیب بلل کېږي، خو که هلک دا کار وکړي هیڅ ډول عیب نه ګڼل کېږي.

په جنوبي ولایتونو کې یو متل دی چې وایې «که د هلک یو غوږ د خره هم وي پروا نه کوي، خو نجلۍ باید هیڅ عیب و نه لري.»
کله چې واده وکړې د نارینه په پرتله چې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي، له خپل مور و پلار او کورنۍ له ټولو غړیو جلا کېږي، خو بیا هم د خسر په کورنۍ کې ورته د بل د لور خطاب کېږي، که څه هم د کورنۍ ډېر مسوولیتونه یې ور له غاړې وي، خو بیا هم ورته وایې چې د بل لور ده.

د ژوند له دغو ناخوالو سره یوه افغانه مېرمن خپل ماشومان روزي او په خاوند سربېره د هغه د کورنۍ مسوولیتونه هم په غاړه اخلي. دا نه یوازې د قانون خلاف کار دی چې پر یوې ښځې په دې نوم چې هغه ښځه او باید دا کارونه تر سره کړي، تپل کېږي، بلکې له اسلامي شریعته هم لېرې کړنه ده.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply