د تاریخ مسخره / عصمت قانع

0 1,417

پر کابل د سړو او سایبریایي څپو یو نوی پړاو را برابر شوی و. د ژمي یخه څيله شروع شوې وه او د اسمان پر شنه ګنبزه د تورو ورېځو پيڅولونه پراته وو.
د کابل په سیند کې اوبه یخ وهلې وې او د کابل پر لمن د هستوګن انسان په رګونو کې وینې کنګل شوې وې.
د کابل د شېر دروازې غره د زمان د ناپایه وحشتونو یوې تازه نندارې ته کتل، تېزو او ‎زړه بوږنوونکيو بادونو د وږو چغالانو په څېر انګولل.
د ښار انساني څېره په بل مخ اوښتې وه، مرګونه بې‌پوښتنې وو او د ژوندانه سلګۍ له ډېرې ناوړه قحطۍ سره لاس او ګرېوان وې.

په ښار کې انساني ارواګانې د مرګونو له بلاګانو سره لاس په لاس په جګړه اخته وې او مرګ د زور او وحشت پر سټېج ټینګ ولاړ و.
ژېړې او زبېښلې انساني څېرې چې څومره د ژوندانه د نجات له‌پاره خوځېدلې، هغومره د مرګي زور لا پسې سیوا کېده.
هو!
ژوند د غمیزو، دردونو، ویرونو او فریادونو د طوفان په ځګنو څپو کې را ایسار شوی و. د ښار حکمرانان چې په درجنونو وو، د وینو په بیه او د خپل وطن د انسان د مرګ په بیه د جنت د حورو د حاصلولو په هڅو لګيا وو.
خپل جوماتونه، خپل واټونه، خپل بازارونه، خپل پارکونه، خپلې حجرې او خپلې هدیرې یې په‌خپله سره فتحه کولې او بیا یې پر فتحه د الحمدلله ثناء او صفت هم وایه.
هو، کابل داسې و!
کری ورځ به راکټونه پرې را اورېدل، کرۍ ورځ به د وسله‌والو د توپکو تر خولې د اور ژبې راوتلې او ماښام به د ښار پاچا چې د ډکو په لغم کې ناست وو، د کابل راډیو له لارې اعلان وکړ؛
زه به د یوې ورځې له‌پاره استعفا ور نه کړم، ځکه زما په استعفا په کابل کې د قدرت خلا رامنځ‌ته کېږي؟!

کابل له هر څه ډک و، له مرګونو، له فریادونو، پر ناموسونو له یرغلونو، د خلکو پر کورونو، له شورونو او ناتارونو، خو کابل له یوه شي خالي او تش و چې هغه د ادارې قدرت و، د حکومت قدرت و، د مملکت د عزت قدرت و.
کابل د مرګونو ډګر و، پکول پر پکول برید کړی و، ږیرې ږیره راشکوله، مسلمان د مسلمان د ښمن و، مجاهدینو مجاهدین وژل او بیا یې خپلو مرګونو ته د شهادت پرتګونه وراغوستل.

د ورځې مرګونه دي او کله چې شپه د کابل پر زخمونو د خاموشۍ تور څادر وغوړوي، نو د ګیلم جم او ټغر جم پوځونه د شهوتونو په سیند ورګډ شي، د هيچا عزت خوندي نه دی، د هيچا پر ناموس باندې رحم نه کېږي، څوک د عزت د نجات له‌پاره له پنځم پوړ څخه او څوک له څلورم پوړ څخه پر ځمکه رالوېږي، حتا د دارلمجانین پر لیونیو ښځو هم د شهوت مینده ځناور شوڼېږي.

کابل تشېږي، له کابل څخه د تېښې لارې ډکې دي او مېړه هغه دی چې سر وباسي. د سر د ايستلو له‌پاره د کور او کهول او د ژوندانه د پوښ او ستر ټول وسایل د ښار په کوڅو کې لیلامېږي او حتا عفتونه هم د لیلام بازار ته وتلي دي او په ارزانه لیلامېږي، داسې مالومېږي چې د صوابۍ د صنوبر کاکا اروا په کابل کې دا هر څه ویني او بیا ورته وایي:
خدایه دا بازار تالا کړې په مغلو
د مفلس حسن په یو موټی چڼو ځي

له کابل څخه د تېښتې لړۍ روانه ده، پر کابل اب او دانه هم بنده شوې ده. د جنوب له‌خوا د اوړو غوړو پر وړلو بندیز دی، د شرق له‌خوا هم کابل ته د هر ډول خوراکي موادو وړل منع دي، د لوېدیز له‌خوا د پکتیکا او پکتیا د لرګو لارۍ نه پرېښوول کېږي چې کابل ته د سون مواد ورسوي. د شمال له‌خوا ګیلم جم او پنجشېریان دي.
کابل د تاریکو ښار دی، د برېښنا مزي یې هم غلا کېږي او د پاکستان د کباړ په مارکېټونو کې خرڅېږي.
د ژمي یخه څیله ده، د ۱۳۷۱ د جدې یوولسمه ورځ ده. د کابل د ټلوېزیون له تپې څخه د ښار پر خټینو کورنو باندې د توپونو او رایکټیف دستګاوو ضربه‌یي ډزې نه خاموشه کېږي.

د نظار شورا جګړه‌مار په افشارو کې د بکارتونو د څېرلو کیسې کوي او د وحدت لنډه‌غري په پوهنتون او سېلو کې د سینو د پرېکولو خاطرې یادوي.
د مړو رقصونه د جنایي نندارو یوه بله صحنه ده چې کابل یې وینې او ننداره یې کوي، پر سرونو د مېخونو د وهلو طریقې هم د انسان د جنایي کرکټر یو بل اړخ راڅرګند کړی دی. کابل د ټراجډي تیاتر دی.

په هره څنډه کې یې ټراجډي کرکټرونه نوي نوي ناټکونه نندارې ته وړاندې کوي، خو د ټراجډي د تیاټر پر سټېج باندې څو تنه کامیډي لوبغاړي لوبه کوي.
سهار وختي د شش درک له لارې د محمود خان پله ته روان وم چې لغمان ته ولاړ شم. د شش درک پر لوی سړک یو نوی پکول پروت و. ملګري مې پکول راپورته کړ.

څه ګورو چې تر پکول لاندې د انسان سوټه پرته ده او هاخوا د کابل د کوڅو ظریف او ټوکمار ماشومان چيغې وهي، پکول ګو کده ـ پکول ګو کده!
او ما د تاریخ د ټراجډي پر سټېج د کامیډي او تمسخر عجيبه صحنه ولیده.
دا د تاریخ ستره مسخره وه.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply