د حق د لارې شهيدان /اسدالله غيرت

0 694

د ښار لويديځ لور ته په څو مترۍ کې د بکڼو تر لويو ونو لاندې د لويو کاڼو نيمګړي ديوالونه او د همدې ديوالونو مخې ته زاړه لوحه باندې ( د حق د لارې شهيدان) جمله او شنې جنډې ؛ هغه څه دي ، چې د سړي پام ځان ته اړوي .

ډيری خلک د لويو کاڼو دغه څلي ته په عادي نظر ګوري او فکر کوي ، چې ممکن دا به د ښار په څنډه کې د پخوانيو د ناستې او ساتيرۍ ځای پاتې شوی وي .

کله چې د ښوونځي په درېيم ټولګي کې وم ، هره ورځ به د همدې څلي تر څنګ تيريدم او د نوموړي څلي په اړه به راته بېلا بيلې پوښتنې پيداکيدې . بلاخره همدې پوښتنو دې ته اړ کړم ، چې د ياد څلي په اړه ځان پوه کړم .

له پلار سره مې د څلي اړوند پوښتنې شريکې کړې ، پلار مې د نوموړي څلي په اړه داسې کيسه راته وکړه :

(( کله چې روسي يرغلګرو په ګران هېواد افغانستان يرغل وکړ ، په زرګونو کورنۍ د روسي عسکرو د ظلم او وحشت له امله مهاجرت ته اړې شوې ، په لکونو افغانان په يوه او بله نامه شهيدان او ډير نور يې د زندان ميلمانه شول .

روسي يرغلګرو او د هغو ګوډاګيانو به هره ورځ بې ګناه خلک په ډول ډول نومونو د مرګ کندې ته ورټيل وهل ، د خلکو بې عزته کول او ازارول يې تقريبآ عادت ګرځيدلی و .

يوه ورځ همدغو ظالمانو د سيمې هغه بې ګناه خلک ، چې په اوښانو به يې د څو پيسو ګټلو په موخه د خيبرپښتونخوا د کورمې سيمې ته لرګي انتقالول او هلته به يې پلورل ، ونيول ، له کومې ګناه پرته يې د ښار په لويديځه برخه کې ټول بې ګناه اسيران کتار ودرول او وروسته يې په شهادت ورسول ، د ډليز قبر په توګه يې ټول په همدې ساحه کې تر خاورو لاندې کړل ، په نوموړو شهيدانو کې يو کس ، چې د حميد ورور و ، اوه کاله عمر يې درلود ، هم شامل و .

کله چې مجاهدين بريالي شول ، د شهيدانو همدغه ډليز قبر يې راوسپاړه ، تر څو بيرته يې خاورو ته وسپاري ، په شهيدانو کې د حميد اوه کلن ورور ، چې د شهادت پر مهال يې خړ کالي پر تن و ، هماغسې رک روغ لکه يو تنکی ګل تر خړو خاورو لاندې وموندل شو ، چې په جيب کې يې يوه بټوه او د لس ګون نوټ ، چې مور ورته ورکړی و ، ايښی و ، کله چې د نوموړي شهيد ورور د خپل تنکي او ګلالي ورور بټوه کور ته يوړه ، مور يې په ليدو په هماغه ځای کې ساه ورکړه او د تل لپاره يې په خپل کمکي بچي پسې له دنيا سترګې پټې کړې .

پلار مې اوږده ساه واخسته ، له خفګانه په ډک اوز يې وويل : مجاهدينو د شهيدانو قبرونه سره جلا کړل ، شاه وخوا يې ترې د غټو تيږو ديوال راتاو کړ او د ديوال مخې ته يې لوحه نسب کړه ، چې پرې ويې ليکل ( د حق د لارې شهيدان )

له هماغه وخت راهيسې تر دې دمه د نوموړو شهيدان کورنۍ او نور خلک د شهيدانو قبرونو ته راځي ، د دعا په پار لاسونه ورته لپه کوي او پر ونو يې جنډې راځوړندوي ))

۱۳۹۶/۵/۳۰

Leave A Reply