افغانه پیغله ؛/محرم درانۍ

0 660

ټول انسانان الله تعالی خپلواکه پیدا کړي دي. خو زه تل د ژوند د کنډوالو تر شاه په تورو تیارو کوډلو په بند کی شپې تیروم، کله کله له ځان سره وایمه ؛

خدایه! له دې ها خوا بله دنیا شته ؟ چی انسان، انسان ته پرته له تبعیض د انسان په سترګه وګوري او هغه ته هغه ارزښت ورکړي چې الله تعالی ورکړی دی، الله تعالی سپېڅلې ملایکې وهڅولې چې انسان ته د درناوي سجده وکړي… نو هماغه پلار خو زما او ستا شریک دی بیا ولې زه چې ستا خور، لور، مېرمن او مور یم، هماغه الله چې زه او ته یې دواړه هست کړي یو له تاسره یې ژمنه کړې چې د جنت سمسور باغونه د مور د پښو لاندې دي چې د هغې ستر مقام ته د درنښت له کبله به ستا په برخه شي.

هو، د الله ژمنې دې د یاده وتلي دي، په ما او تا کی لږ توپیر دی، زما له سمسورو هستېو لوټ ته دې د نارواوو ملا تړلې ده، ستا هغه توپیر دومره پیاوړی دی چې زه یې د ژوند له هرې روښنايي ګوښې ساتلې یم.

بې وسه نه یم خو بې وسه ګڼل شوی یمه، څوک می ناقص العقله بولی،  بل سیاسره یا عاجزه راته خطاب کوی، نه، زه نه عاجزه یم نه ناقص العقله یم، خو پښې لاسونه مې مورنۍ عاطفې، د خورګلوۍ زهیرتوب او د مېرمنولې مینې تړلي دي. دا مې خپله ماته ده  چی سزایی ګورم زه نه له دین نه له ایمان خبره او زه همداسی روزل شوی ، مور او پلار مې زما په اړه ویل؛ لور د بل ده، د پلار په کور کې میلمنه ده چې د خپل بخت پسې ولاړه نور نو موږ ګرم نه یو.

خو هلته هم د یو بل نارینه زندان ته یوه بله ښځه ننوته، دلته د جلۍ ناویتوب د خپل ژوند ملګری سره په هغه مانا نه دی لکه په نوره نړۍ کې چې د یو ښکلی ژوندون پیل وي ، زما دا پیل هم په اوښکو وشی ،دلته د پیغلې واده کول هسې زندان وي چې د خبرو لپاره به هم اجازه نه لرې دلته واده د زندان د تورو تیارو مانا لري …

د ورور ژوند مې بیا له ما سره توپیر کوي هغه ته د ژوندانه هرڅه برابر وی که هرڅومره غریبه بیوزله کورنۍ خو بیاهم هغه د ناز په نعمت لویږي.

مور به هم تل دا ویل  چی ستا ورور مې د سر سیوری دی ته لکه سپین څادر یې چی یو کوچنۍ تور داغ پرې ولیدل شي له ورایه ښکاری. هغه چی هر څه وکړی د تور جامو پشان دی چی نه پرې پ داغ پاتې کیږي او نه هم بیوزله دی.

دا ده زما د ټولنې عادلانه انګېرنه چی له ما یی لری. نه، نه زه هم انسانه یم استعداد لرم، زړه لرم، په زړه کې ولولې لرم، مینه لرم، زه سرغړانده یم، هیڅکله به داسې ونه کړم چې د غفلت په خوب ویده پاتې شم. زه د هرې نا خوالې د زغم وس لرم، یوازې زه یم چې باورونه بدلوم، زولنې ماتوم او د یوېشتمې پېړۍ پیغله له روان ناتاره ژغورم.

یه پلار سالاره!

داسې نه ده چې زه تا نه شم زغملای او نه دې منم، هله به دواړه د ژوند پر واټ جوړه درومو چې ته ما او زما بریاوې ومنې. که زما سره له دې ناورین څخه د خلاصون وړتیا لرې راشه ماته لاس راکړه، زما د مات وزر وزر شه چې شپې ماتې کړو او د ژوند تر خواږه منزله ورسيږو.

زه به هیڅکله له دې مبارزی لاس وانخلم . نه زه باید د ژوند تر پایه پرمخ ولاړه شم.

Leave A Reply