ټرمپ نيم د افغانانو له زړونو وغږېده

0 510

تر اوږده انتظار وروسته د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه خوله پرانيسته او د افغانستان او سيمې په اړه يې خپله سټراټېژي اعلان کړه.
تر هماغو لحظو پورې چې ټرمپ غږېدا ته ځان جوړاوه، عام افغانان پر دې باور وو چې د ښاغلي ټرمپ خبرې به د افغانانو له‌پاره يا خواشينوونکې او يا هم تکراري وي، خو داسې و نه‌شول.
ټرمپ وغږېده او ښه وغږېده، کټ مټ لکه د افغانانو له زړونو چې خبر و. خبره د دیر آید درست آید شوه.

پنځه‌لس کاله کېږي چې افغانان چيغې وهي چې امريکا دې پاکستان ته يو وار سره سترګه ورښکاره کړي، لږ دې هغه حقيقت ته توجه وکړي چې د افغانانو ژبې ورباندې تڼاکې شوې، لږ دې له وېرې پرته د پاکستان د توقع خلاف خبره وکړي، خو يوه‌نيمه لسيزه تېره شوه، د امريکا مخکېنيو ولسمشرانو داسې و نه کړل.

د ښاغلي ټرمپ د خبرو يوه مهمه برخه دا وه چې امريکا نور په همدې حالت پاکستان نه‌شي زغملای. پاکستان مليارډونه ډالره مرسته تر لاسه کوي، خو بېرته یې د ترهګرو پر روزلو او تمويلولو لګوي او امريکا نور دې دوه مخې يارانې ته دوام نه‌شي ورکولای.

دا کټ هماغه خبره ده چې افغانانو يې د امريکا له يوه ولسمشر څخه هيله درلوده.
موږ پر دې باور يوو چې که امريکا پر پاکستان خپلې مرستې کمې او بندې کړي، پاکستان طالبانو ته وسلې څه، يوه مياشت پرله‌پسې ډوډۍ هم نه‌شي ورکولای.
پاکستان په دننه کې له يو لښکر اقتصادي ستونزو سره مخ دی. کورني توليدات يې يا کم شوي دي يا د پاکستانيانو د خپل بد عمل له امله تودو بازارونو ته نه رسېږي، جګړې په‌کې ورځ تر بلې پراخېږي، مذهبي لږکي يې په خپلو کې لکه د ګور چينجي پر يو بل خولې لګوي او د نړۍ په کچه يې د خلکو په سترګو کې انځور هماغسې تور دی لکه د پنجابي مخ او د پاکستان اجتماعي وجدان.

په دې ټولو در په دريو سربېره چې پاکستان لا هم طالبانو ته لاس نيو، روزل يې او په وسلو يې بارول، همدا د امريکا په باد راغلې مرستې وې چې په باد تلې، خو اوس چې دغه مرستې بندېږي، له پاکستانه به باد وځي.
موږ باور لرو چې د ټرمپ خبرو به پاکستانيان پوره ناهيلي کړي وي.
تر اوسه پورې چې پاکستان د امريکا او روس دواړه خواوې تللې، تمه يې وه چې امريکا به وغورېږي، خو و به نه اوري، اما اوس به پر دې باور وي چې که لا هم پاکستان پروت وي او پخواني خوبونه ويني، د افغانستان، امريکا، هند او عرب هېوادونو خوړ به يې يوسي.

اوس به پاکستان په خپل ټول زور تر يو څه وخته پورې دلته د جګړې اور ته پوکي ورکوي، ښايي سر له سبا ټولې مدرسې رخصت او طالبان يې جنګ ته راوشړي، خپل عسکر د پخوا څو چنده زيات په طالبانو کې راولېږي، درنې وسلې طالبانو ته ورکړي، خو دا د پروتو لغتې دي.

په دويم قدم کې به پاکستان په خپل ټول زور هڅه وکړي چې د روس رحم را جلب کړي، روسان پر ځان مين کړي او د امريکا په څېر ګټه ځنې واخلي، خو روسان تر پاکستانيانو مخکې په هګۍ کې چوڼېدلي دي.

افغانستان ته د روس د عسکرو د راتګ له وخته، بيا د پخواني شوروي اتحاد تر ماتې، د مجاهدينو تر نړېدو، د پاکستان له خوا د طالبانو جوړول او بيا د بوش په يوه ټليفون دغه حکومت په نيمه لار کې پرېښودل، د امريکا سټراټيژيکه ملګرتيا او بيا بېرته د امريکا د دوښمنانو روزل او تمويلول، هغه هم د امريکا په مرسته، دا ټولې کيسې د روسانو له ياده نه دي وتلې او نه هم روسان دومره لېوني دي چې دا هر څه دې هېر کړي او پر پاکستان دې باور وکړي.

د هند قوي کېدل د پاکستان له‌پاره بله چاړه ده چې په اوبو کې ايښې، خو دا هر څه که له يوې خوا زموږ په ګټه دي، له بلې خوا تر دغې خوږه ډالۍ لاندې د روس، چين او ايران په نومونو څو ترخه مرچ هم ايښي دي چې هر وخت مو د خولې خوند راخرابولای شي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply