بامبو سپي او زموږ کلی / ډاکټر نجيب زاخېلوال

0 894

 

زموږ کلې د غره په ډډه کې پروت دی، ښېرازه او شنې ورشوگانې لري، پراخه يخې اوبه او ځنگلونه لري. کليوال يې پر ځان بسيا خلک دي. خو زموږ په کلي د ليوانو او شرمښانو لار ده. هر شپه به زموږ په کلې کې شور و کله به ليوانو د چا پر منډو (د رمې د ودرولو ځای) حمله کړې وه او کله به يې گېدړانو د دېوال له سر څخه چرگوړي وړي وو.

زموږ د کليوالو خوب حرام وو، له ډېرو مرکو جرګو وروسته خلک د مولوی صيب ښادمن په وړانديز اړ شو چې هر کور يو يا دوه سپي وساتي او يا د نورو کليوالو سره د سپيو په ساتلو کې مرسته وکړي. د همدغه مجبوريت او ويرې له مخې خلکو سپي وساتل خلکو به دغې سپيو ته ډېر ناز ورکاوه او پوره مينه به يې ورسره کوله. هر سړي به سپيو ته غوړه ډوډۍ او ښه شوروا ورکوله.

کلی د شرمښانو او ليوانو د شر څخه ورو ورو وژغورل شو. خو د شرمښانو پر ځای په کلې د سپيو واک شو. کلی د سپيو او سپېمو څخه ډک شو. په هر کوڅه کې به پراته و. هيچا زړه نشو کولای چې د سپيو د لاسه د کور څخه ووځي. د ښځو وتل خو سم دم د ښځو د بې سترۍ په مانا وو که کومه بېچاره ښځه به اړ شوه چې د کوره ووځې نو کلي سپيو بيا يا داړلې وه او يا ترهولې وه.

له دې سربېره داسې ورځ به حرامه وه چې زموږ د کلي سپيو به د يو بل سره خوړلي نه وو، د هر سپي او د هغه د ډلې د واک سيمه مالومه وه د ملکانو د کلي سپی به پورې کلي ته نشو تللای. د پورې کلي سپي به کږې کلا ته نشو تللای او د کږې کلا سپي پاس کلي ته…

له دې علاوه که به کلې ته څوک مېلمه راغی نو مېلمه به چې څو پر ځان پوهېده نو سپيو به داړلی و. ځينو مېلمانه او د بهر څخه زموږ کلي ته راتلونکي خلک اوښيار وو سپيو ته به يې له ځان سره پيپړې (مرداره غوښه يا پيتاړی)  او يا غوړه ډوډۍ راوړې وه. نو په همدغه پيپړې (پيتاړې) او غوړه ډوډۍ به يې زموږ د کليو د سپيو څخه هم ځان ساته او هم به د کلي سپي د دوی سره گرځېدل او د دوی ساتنه به يې کوله. بېرته پرديو خلکو زموږ کلي ته لار وکړه. سپيو به چې هر بهرنی کس ليده نو ورته به يې لکۍ وهله او د پېپړې طمعه به يې ترې کوله. د سمو او پوهو خلکو سربېره، غل غدو هم د سپيو سره لار جوړو کړله او زموږ کلي ته به راتلل. زموږ کليوال د سپيو د دغه حالت څخه په تنګ شو ځکه زموږ د کلي د خلکو دومره وس نه و چې د سپيو ته دې هره ورځ پيپړې واخلې، چې هم د سپيو څخه ځان وساتي او هغه خلک چې د سپيو د مرستې په پايله کې راځي بند کړي.

تر لرې لرې کليو پورې دا خبره خوره شوه چې که به زموږ کلي ته څوک راتله نو بايد پيپړې د ځان سره راوړي چې تر څو زموږ د کلي د سپيو سره يې دوستي پيدا شي.

بس نو زموږ دکلي سپي په پيپړو عادت شو، ښه څرب شو. نو هر څوک به يې چې ليدل ورپسې به شول که به يې پيپړې ورواچولې نو سپي به ترې وگرځېدل او کنه نو بيا د هغه کس په ځان کې يو ريخکۍ او تڼۍ پاتې نه وه.

کلي مشران بيا جرگه شو او دا ځل ماليم صيب په لوړ اواز کليوالو ته وويلې چې زه د سپيو په چاره پوهېږم که تاسې مې تر څنگه ودرېږئ. ماليم صيب کليوال پوه کړل چې بايد کلي ته راتلونکې خلک او په کلي کې اوسيدونکی خلک نور د سپيو د ساتلو او يا ناز ورکولو څخه لاس واخلي.

نزدې ټول خلکو د ماليم صيب دا خبره ومنله او کوشش يې وکړ چې سپي بايد نور د ځان څخه وشړي چې تر څو خلک په ارام ژوند وکړي. خو خبره د بدې بتره شوه. سپي لوږې واخيستل او خپل مينځ کې دښمني يې هم کمه کړه دکلي بامبو سپي د سپيو مشري واخيسته. زموږ د کلی د لر او بر ټول سپي د بامبو سپي ته لکې خوځول پيل کړل. که بامبو سپی به هسې داړې چينګې کړی نو نورو سپيو به کلی په غپار واخيسته. بامبو سپي زموږ د اولس په کمزورۍ پوهېده نو بس په کولو يې پيل وکړ نو کله به چې بامبو سپي کولې (واويلا ) کړي نو زموږ د کلي د لر او بر سپيو به ورسره سمدستې کولي پيل کړي. پدې کار سره يو ځل بيا زموږ د کلي د خلکو خوب او خندا حرامه شوې ده.  کليوال ووېرېدل، هسې نه چې سپي يو ځل بيا په خلکو حملې ونه کړي او داړل پيل نه کړي.

خو  مولوی صيب تور دې الله ژوندی لري، هره جمعه به يې د جمعې په خطبه کې خلکو ته ډاډ ورکوي چې خلک بايد پوه شي چې که سپي که هر څومره تکړه شي او هر څومره زړه ولري بيا هم سپي دي او هره جمعه خلکو د قران دا ايات وايي چې د سپيو په اوړي او ژمي کې کولې عادت دی. تاسې ترې وېره مه لرئ.

خو خلک…!!!

Leave A Reply