قران او طالبان / شهيد عبدالغفور پېروز

0 702

ما تل په خپلو لیکنو، ویناوو او د ټولنیزو شبکو په څرګندونو کې ویلي چې په هېواد کې روانه جګړه په هیڅ ډول د دین، بشریت، ملي روحیې، ملي ګټو، حقوقي اصولو او قوانینو له مخې د توجیه وړ نه ده. دلته چې د دین او ازادۍ تر نوم لاندې کومه نیابتي او ټروریسټي جګړه روانه ده، زیان یې نه یوازې هېواد او خلکو ته رسېږي، بلکې اسلام او بشري کرامت ته تر بل هر څه ډېر زیان اړوي.

ټروریسټانو د خپل جنون په نشه کې نه د دیني شعايرو قدر وکړ او نه یې د افغانانو ملي دودونه په پام کې ونیول. له جومات، مدرسې، قران‌کریم، جنازې، د جومې او اختر تر لمانځه نیولې هیڅ داسې دیني شعاير یې پرې‌نه‌ښودل چې هلته د طالب او داعش په نوم ټروریسټانو چاودنې، ځانمرګي بریدونه او مخامخ حملې نه وي کړې.

افغانان چادري، لنګوټې، خپل ملي لباس او ږیرې ته ډېر درناوی لري، مګر ټروریسټانو دا هر څه بدنام کړل. دومره بزدله شول چې د مېرمنو په جامو کې هم ځان خپل شوم هدف ته رسوي او غواړي وینه وبهوي، بې‌ګنا انسانان په شهادت ورسوي او ورانی جوړ کړي. طالب او داعش هیڅ ډول دیني، ملي، بشري او حقوقي ارزښت ته درناوی نه لري. دوی چې په خپله پوچه او خونړۍ ایډیالوژي کې کوم څه منلي او کوم څه ورته مهم ښوول شوی، غواړي هغو ته په هر صورت ځان ورسوي. که طالب رښتیا قران‌کریم پېژندلای، د رسول الله صلی‌الله‌عليه‌وسلم پر قولي و فعلي سنتو خبر وای، فقه یې لوستې وای او د اصول الفقهې په تحلیل یې سر خلاص وای؛ نو زه په اطمينان سره درته وایم چې هیڅکله به یې داسې وحشي او تخریبي کړنې نه وای کړې.

په قران‌کریم کې خو دا لارښوونه په پوره تاکید راغلې چې وايي؛
يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ ۖ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَىٰ أَلَّا تَعْدِلُوا ۚ اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَىٰ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ (المائده: ۸)
اې مومنانو! د خدای له‌پاره د عدل شاهدي ورکړئ او له یو قوم سره دوښمني دې تاسې بې‌عدالتي ته و نه هڅوي، عدل وکړئ چې تقوا ته ډېر نژدې دی، له خدایه ووېرېږئ، بي‌شکه خدای ستاسې پر کړنو ښه خبر دی.

که د قران‌کریم دې ایتونو ته پام وکړو نو په ډول ډول تاکیدي جملو سره یې د عدالت پر عملي کولو او د مومن له خوا د عدالت پر منلو ټینګار کړی دی. ان مومنانو ته یې امر کړی دی چې له دوښمن سره د دښمني پر مهال به هم د عدالت او انصاف لمن نه خوشې کوئ، بلکې په هر حال کې د عدالت تطبیق ستاسې مسوولیت او ایماني مکلفیت دی.
الهي وینا ده؛
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُحِلُّواْ شَعَائِرَ اللَّهِ وَلاَ الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلاَ الْهَدْيَ وَلاَ الْقَلائِدَ وَلا آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِّن رَّبِّهِمْ وَرِضْوَانًا وَإِذَا حَلَلْتُمْ فَاصْطَادُواْ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَن صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَن تَعْتَدُواْ وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبَرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُواْ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ(المائده: ۲)
اې مومنانو! د خدای شعاير، حرامه میاشت، د حرم هدیه، قلايد او د بیت الحرام پنا اخیستونکی چې د خپل رب فضل غواړي، مه حلالوئ «د هغو درناوی او خوندیتوب تر پښو مه لاندې کوئ.» که کوم قوم تاسې له بیت الحرام څخه راوګرځوي؛ نو د هغوی دوښمني دې تاسې تجاوز ته و نه هڅوي، تاسې په نیکي او تقوا کې مرسته وکړئ، په ګنا او دوښمنۍ کې مرسته مه کوئ، له خدایه وډار شئ، بې‌شکه خدای سخت عذاب ورکوونکی دی.

په دې ایت کې وینو چې قران‌کریم د رسول الله صلی‌الله‌عليه‌وسلم ملګريو ته د هر دیني شعار د ساتنې، درناوي، حرمت او هر هغه چا د خوندیتوب سپارښتنه کړې چې په دیني مراسمو بوخت وي، که څه هم ناسم یې تر سره کوي، ځکه د هغوی هدف د خدای د رضا غوښتل دي. په ضمن کې یې هغوی ته امر کړی چې که یو قوم تاسې له بیت الحرام څخه راګرځوي؛ نو تاسې تېری مه ورباندي کوئ، ستاسې مسوولیت په ښو چارو کې له خلکو سره مرسته کول دي، نه په ګنا او دوښمني کي. هدف یې دا دی چې که هغوی تاسې ته د بیت الحرام د زیارت اجازه نه درکوي، دا یو ناروا او له دوښمني ډک کار دی، مګر تاسې نو داسې مه کوئ چې د هغوی په غبرګون کې په جګړه، خشونت او وینه تویونه لاس پورې کړئ، بلکې تاسې له عدالت، صبر او د دیني شعایرو د درناوي له چلنده کار واخلئ چې همدا د نېکي او تقوا کارونه دي او تاسې یې په کولو مکلف یاست.

په قران کریم او نبوي احادیثو کې د بوډا، بندي، د عبادت په چارو د بوخت عابد، ماشوم، ښځې، ناروغ او زخمي وژل په کلکه ممنوع دي. د اسلام جنګي اخلاق دا دي چې اول خو باید په هیڅ صورت جګړه و نه‌شي، خو که مسلمانان د جګړې کولو ته مجبور شي بیا باید تر واحد قیادت لاندې، د هدف، وسیلې، جنګي تګلارې او نیت له مشروعیت سره د ځان ساتنې داسې جګړه وکړي چې د ټول مسلمان ملت خوښه ورسره ملګرې وي، ګټه یې مسلمان ته ورسېږي، په جګړه کې هیڅ دیني، بشري، ملي، حقوقي او اخلاقي ارزښت تر پښو لاندې نه‌شي. عامه تاسیسات تخریب نه‌شي او هدف یې د خپلې خاوري، ملت، ارزښتونو، بشري کرامت او مشروع حقوقو ساتنه وي.

اوس نو راشئ قران او طالبان سره مقایسه کړو، طالبان او اسلام سره مقایسه کړو او طالبان و افغاني فرهنګ سره مقایسه کړو. تاسې د طالبانو د حرکت له پیله تر ننه د هغوی تاریخ وګورئ! ایا دوی دیني شعایر سپک نه کړل، په جومات، جنازه او د جومې و اختر پر لمونځونو یې بریدونه و نه کړل، قران‌کریم یې و نه سوځاوه، ماشومان، مېرمنې، بوډاګان، بندیان او بې‌طرفه کسان یې په شهادت و نه رسول، عامه تاسیسات یې تخریب نه کړل؟ زموږ ملي عنعات یې بدنام نه کړل، بشري کرامت یې تر پښو لاندې نه کړ، د انسانانو په سر یې لوبې و نه کړې، له انسانانو یې په ژوندوني پوست و نه کیښ او په مجموع کې هغه کوم وحشت دی چې طالب او داعش و نه کړ.

دلته دوې خبرې دي، یا به اسلام همداسې وي او یا به طالب د اسلام حکم نه عملي کوي، که اسلام همداسې وي نو بیا له هغو خلکو هیڅ ګیله مه کوئ چې هره ورځ پر اسلام نیوکې کوي او اسلام د وحشت دین ګڼي او که طالب له اسلامه لېرې وي، بیا نو زموږ ټولو مسوولیت همدا دی چې خپل دین د طالب، داعش، القاعدې او د ای‌اس‌ای په څېر دین بدناموونکيو استخباراتو له منګولو وژغورو.

د ترهګري مخنیوی او له ترهګرو سره مقابله زموږ دیني، ملي، بشري او قانوني مسوولیت دی. راځئ! دا مسوولیت درک او تر سره کړو.
د ورځپاڼې يادښت؛
دغه ليکنه ارواښاد پېروز موږ ته د اپريل پر ۲۳۳مه لېږلې وه، زموږ په ارشيف کې خوندي وه او نن مو درته خپره کړه.
د شهيد پر ګور نور، اروا يې ښاده!

 

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply