مرض، او د مریض د سختیو اجر – دكتور محمد عبدالرحمٰن العريفى

0 649

 

ژباړن: میوند محمد جمال

 

ډاکټر

ډاكټري د عزت او شرف كار دى. عيسى عليه السلام هم د مريضانو علاج كاوه. هغه پيس (برص) چيچك او حتى مړي هم را ژوندي كول، نو له دې امله ډاكټري تر هرڅه ډېره ښه او زړه راښكونكې وظيفه ده.

زړه سواند او خيرخواه ډاكټر ته يو څو نصيحته:

۱- امانت او د مريضانو راز ساتل.

د ابوهريره رضى الله عنه نه روايت دى، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:

«من ستر مسلماً ستره الله فى الدنيا والاخره»

ژباړه: «چاچې په يوه مسلمان پرده واچوله الله جل جلاله به په هغه په دنيا او اخرت كې پرده واچوي» (ابن ماجه)

د ډاكټر، قاضي او مفتي  او د رازدان كار هم همداسې دى، نو له دې امله هغوى ته پكار دي، چې د خلكو رازونه وساتي او كله چې څوك دى ته د دې اجازه وركړي نو بيا دا حق لري، چې د هغوى رازونه نورو ته ووايي.

په ياده دې وي، چې د مصلحت لپاره او يا هم كه الله مكړه مريض په داسې يوه مرض آخته وي، چې هغه ساري وي، نو نور ترينه خبرولى شى ترڅو نور خلك ځان وساتي.

۲- د خپلې څوكۍ او رياست نه دې غلطه ګټه نه پورته كوي.

زه يوه ورځ ديوه درس څخه د كور په لور روان وم. يو كس راغى او راته يې وويل:

ډاكټر صيب! زه د دوا د جوړولو په يو لوى شركت كې كار كوم، زمونږ شركت په ميليونو ريال د دوا په مشهورولو مصرفوي. ماته هر كال يو ميليون ريال د دې په خاطر راكوي، چې زه د ډاكټرانو سره ملګرتيا وكړم.

ما ورته وويل: هغه څنګه؟

هغه راته وويل: زه د خپل شركت د دوا لست ديوه قيمتي ساعت، قلم او يا كوم قيمتي شي سره ډاكټر ته ور ولېږم او يا هم د كوم ډاكټر او د هغه د كورنۍ لپاره د بيرون كوم هیواد ته د تللو ويزه او مصرف وركړم. دغه ډاكټر چې بيا په كوم روغتون كې كار كوي هلته زمونږ د شركت دوا ډېره خرڅېږي ځكه ډاكټر بيا مريضانو ته زموږ د شركت دوا ليكي. مونږ ډاكټر ته نور اسانتیا هم وركوو تر څو په دې پوه شو چې كوم ډاكټر زمونږ د شركت دوا ډېره مريضانو ته ليكي.

ما ورته وويل: دا ډاكټر چې ستاسو لپاره څه كوي ايا مريضانو ته يې كوم ضرر رسېږي كنه؟

هغه وويل: مونږ چې ډاكټر ته كومه هديه او يا هغوى بيرون هیواد ته د چكر لپاره لېږو، نو هغه مريضانو ته زمونږ د شركت دوا ليكي، چې هغه د نورو شركتونو په مقابل كې ډېره قيمته وي، حال دا چې زمونږ د شركت او نورو شركتونو د دغې دوا اثر يو شى وي او همداسې ډاكټر مريض ته بيا زمونږ د شركت نوره دوا هم ليكي، چې د هغې مريض ته هېڅ ضرورت نه وي لكه د ويټامينونو ګولى او يا هم د تبې د كمولو دوا چې هغه په هغه وخت كې د مريض لپاره هېڅ ضرورت نه لري. ډاكټر صرف دا كار ددې لپاره كوي، چې زمونږ دوا خرڅه شي او هغه ته فايده ورسېږي.

ما ورته وويل: دا خو د مريض غريب مال هسې خراپوى؟

هغه وويل: هو! خو مريض خو دوا ته ضرورت لري بې له دوا خو هغه علاج نه شي كولى مونږ دومره كوو، چې خپله دوا پرې خرڅوو.

ما ورته وويل: صحيح ده چې هغه دوا ته ضرورت لري، خو آيا ستاسو دوا د نورو په مقابل كې قيمته نه ده؟ آيا ستاسو د دوا او دبل شركت چې هغه ارزانه دوا بازار كې خرڅوي يو اثر نه لري؟ آيا تاسو په هغوى اضافي دوا نه خرڅوى ترڅو تاسو د هغه نه پيسې وشكوى.

هغه وويل: همداسې ده.

د دې له امله زه ټولو ډاكټرانو او هغه كسانو ته چې د دوا شركتونه لري دا وايم، چې دا كار چې تاسو يې كوى ناروا دى.

ډاكټرانو ورونو ته وايم:

كوم شركتونه چې داسې كوي بايد تاسو يې مخه ونيسى.

يو مسلمان او امانت داره ډاكټر ته پكار دي، چې مريض ته هغه دوا وليكي چې د هغه ورته ضرورت لري. كېداى شي ديوې كمپنې چې دهغې دوا ارزانه وي هغسې كار وكړي، چې دبل شركت كمپنى يې كوي خو هغه قيمته وي ډاكټر ته پكار دي، چې مريض ته ارزانه دوا وليكي ترڅو په هغه د مرض او قيمتى دواړه بوجونه رانه شي.

دا كار چې څوك كوي دا په امانت كې خيانت دى او الله جل جلاله د دې كار اجازه انسان ته نه وركوي.

۳- د امانت دارى دويم اړخ:

دا اړخ يې د پاسني نه كم نه دى. ډاكټر ته پكار دي چې د مريض د پردې سره ډېر احتياط وكړي، ما ډېر داسې ډاكټران ليدلي، چې ماشاء الله هغوى په دې كې ډېر كوښښ كوي په روغتونونو كې مو ډېر ليدلي چې كوم مريض ويده وي او يا هم د عمليات نه وروسته په نشه كې وي او د هغوى د بدن كوم ځاى لوڅ وي ډاكټران ورغلي او هغه ځاى يې ورته پټ كړى دى.

په بعضې روغتونونو كې داسې هم كېږي چې هلته مريض بې پردې پروت وي.

يوه ورځ راته ډاكټر حارث وويل:

د ډاكټري په اولو ورځو كې به ما واړه واړه عملياتونه كول او هغه وخت به د عمليات خونې ته لاړم، چې مريض به يې نشه  كړى و. يوه ورځ د عمليات خونې ته لاړم يوځوان مې وليده، چې بې هوښه كړى يې و او د هغه په وجود هېڅ هم نه و او نرسانو ترينه ټولې جامې ويستې وې او لوى ډاكټر هم ورته هېڅ اهميت ور نه كړ. وروسته د عمليات په وخت كې حالات بيا دومره خراب شول چې زه يې احتراماً نه شم ليكلى.

ډاكټر ساره وايي:

د عمليات په خونه كې چې څه كېږي هغه د ويلو نه دي، ښځه لوڅه په كټ كې پرته وي او هلته به ډاكټران، نرسان او د طب محصلين ولاړ وي.

يوه ورځ مې نرسانو ته وويل: د دې بدن پټ كړى سرطبيب راته وويل: مونږ ټول ډاكټران يو، ما د ځانه سره وويل:

ښه چې مونږ ډاكټران يو نو د خلكو عورتونو ته به ګورو. زه يقيني يم كه دغه ښځه د سرطبيب ښځه وه چاته به يې هم اجازه نه وه وركړې چې د هغه ښځه لوڅه كړي.

كه څه هم دا دواړه واقعې چې ما دلته ذكر كړې داسې ډېرې كمې واقع كېږي دا مې صرف دلته ځكه وليكلې چې هغه وروڼه چې دغه خبرې ته يې پام نه دى شوى پام وكړي او اميد كوم ډاكټران وروڼه په دې دواړو واقعو چې ذكر شوې خپل زړونه بد نه كړي.

۴- ډاكټر ته پكار دي، چې عاجز ي خپله كړي او د مريضانو سره ښه اخلاق وكړي.

۵- د مرض په باره كې په شرعي احكامو پوهېدل او مريض ته نصيحت كول.

ډاكټر ته پكار دي، چې په بعضې فقهي مسايلو او د عبادت په احكامو باندې پوه وي، ځكه داسې ډېر كېږي، چې د عباداتو او مريض ترمنځ ډېره زياته رابطه وي.

ډېر داسې هم كېږي، چې مريضان لمونځ نه كوي له دې امله نه چې لمونځ يې نه خوښېږي، بلكې د اودس او د مریض د لمونځ کولو مالومات ورته نه وي، كله چې مريضانو ته د لمونځ وويل شي هغو ى وايي:

زما جامې مرداری  دي، استنجاء مې نه ده وهلې، زه مخ قبلې ته نه يم، چې روغ شوم يا جامې پاكې شولې بيا به يې قضايي را واړوم، نو د دغه ټول مسئول څوك دى؟

كله چې كوم ډاكټر په دې اړه پوه وي هغه بيا مريض پوهولى شي، چې څنګه اودس وكړي كه اودس نه شي كولى تيمم څنګه ووهي او داسې نور.

بله مهمه خبره داده چې مريض د ډاكټر خبره د نورو خلكو په نسبت ډېره په غور سره اوري او د هغه خبرې پرې اثر كوي.

۶- د دروغو شاهدي:

بعضې حكومتونه او شركتونه د خپلو كاركونكو نه طبي معاينې غواړي ډاكټر باندې واجب دي، چې د معاينې په كاغذ كې هغه څه وليكي، چې هغه حقيقت لري داسې دې هېڅ وخت نه كوي چې د پيسو په بدل او يا هم د چا سره د ښه پېژندګلو لپاره دروغ ووايي، ځكه رسول الله صلى الله عليه وسلم خپلو صحابؤ ته وفرمايل :

(أَلَا أُنَبِّئُكُمْ بِأَكْبَرِ الْكَبَائِرِ؟ قُلْنَا: بَلَى يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ :الْإِشْرَاكُ بِاللَّهِ وَعُقُوقُ الْوَالِدَيْن، وَكَانَ مُتَّكِئًا فَجَلَسَ فَقَالَ : أَلَا وَقَوْلُ الزُّورِ، وَشَهَادَةُ الزُّورِ ،أَلَا وَقَوْلُ الزُّورِ، وَشَهَادَةُ الزُّورِ، فَمَا زَالَ يَقُولُهَا حَتَّى قُلْتُ: لَا يَسْكُتُ)

آيا زه تاسو د لويو ګناهونه خبر نه كړم؟

صحابه كرامو رضى الله عنهم وفرمايل: ولې نه يا رسول الله صلى الله عليه وسلم.

رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د الله جل جلاله سره شرك كول او د مور او پلار نافرماني كول، رسول الله صلى الله عليه وسلم تكيه كړې وه او بيا كېناست او ويې ويل: د دروغو خبره کول او د درغو شاهدي وركول، د دروغو شاهدي وركول، د دروغو شاهدي وركول ، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم دا خبره همداسې باربار تكراروله. د حديث راوي وايي چې ما د ځانه سره وويل: كېداى شي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم چپ نه شي. (بخاري- مسلم)

شاعر وايي:

ولا تكتب بكفك غير شئ                    يسرك فى القيامة ان تراه

په خپل لاس د هغه څه نه بل څه مه ليكه چې ته هغه د قيامت په ورځ ليدل خوښوې.

۷- د مريضانو په مخكې په نورو ډاكټرانو باندې نيوكه مه كوئ.

ډېر ډاكټران داسې هم وي، چې الله جل جلاله هغوى ته ډېره پوهه او تجربه وركړي وي، دغسې ډاكټر سره نه ښايي چې هغه د خپل علميت او كار صفت د مريضانو په مخكې وكړي او ورسره ناست نور ډاكټران او يا كوم بل ډاكټر چې د دوى سره شتون نه لري په هغوى نيوكه وكړي.

نه خو دې د مريضانو سره داسې خبرې كوي، چې هغوى باندې ډېرې سختې لكېږي. مرضونه دوه قسمه دي. يو جسمي او بل روحي. كه كوم ډاكټر په دواړو كې مهارت ولري نو دا ډېره زيات ښه او خوشحالى خبره ده.

Leave A Reply

Your email address will not be published.