د دویم انگلیس_افغان جنگ درشل

0 761

د دویم انگلیس-افغان جنگ درشل

 لیکوال: شیروکوراد.ا.ب

ژباړه: همایون دوست 

امیرشیرعلي خان په توره د خپلو دوښمنانو په گونډو کولو شپږ کلنه کورنۍ شخړې ختمې او خپلې مټې د افغانستان د سیاسي واک غونډولو ته راونغښتې. خو په هند کې د انگیس د حکومت استازي لارډ مایو تمه درلوده چې امیر شیرعلي خان د دوی تر سیوری لاندې گوډاگی او د دوی تالي څټی وي.

په دې موخه یې امیر ته د گډې ناستې بلنه ورکړه. غونډه د (۱۹۶۹ مارچ ۲۷) بریتانوي هند په امبالا ښار کې وشوه، په پیل کې امیر په ترخه ژبه په افغانستان کې دننه د انگریزانو لاسوهنې یادی کړې، ورپسې یې گیله وکړه چې «زه واک ته له رسیدو سره سم د یاغیانو د گڼشمیر بغاوتونو د ځپلو په اخ و ډب کې ښکیل شوم، په وار، وار مې تاسو ته د مرستې چیغه کړه، خو تاسو غوږونه کاڼه واچول، نو ځکه ستاسو ټوله وسله او نغده، چې اوس راولیږلې مستردوم او له تاسو سره د جوړجاړي تابیا نه‌لرم»

 د امیر د دې څرگندونو مقصد خپل دیپلوماتیک دریځ پیاوړی کول ؤ. په هر حال په پای کې دې له انگیس سره د پوځي توکو او کالنۍ نغدي مرستو ته راضې شو. د شیرعلی‌خان او لارډ مایو د اوږدې ناستې په تودو خبرو کې امیر ټینګار لره چې «زما زعامت او زما کشر زوی عبدالله زما د ځایناستې په حیث رسماً تایید کړئ.» نایب‌السطنه ته دا وړاندیز د منلو نه ؤ. ده نیت نه درلود چې دومره ساده‌ داسې لویه لوبه ختمه کړي چې په غټه پیمانه یې د ټول شرق د امیرانو او پیرانو هیوادونه لوبول (اوبه به یې خړولې، کبان به یې نیول).

د لارډ مایو په غوښتنو کې په افغانستان کې د دایمي استازو میشتول ؤ، امیر په کابل کې د انگلیس د سفارت پرانیستل کېدو ستوغ مخالف ؤ. په پایله کې لارډ مایو انعطاف وښود او ژمن شو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به ګوتې نه وهي او په کابل کې د خپلو دایمي استازو له استوګنولو لاس په سر شی. په بدل کې به امیر د بهرنیو چارو سیاست له بریتانیايي_هند حکومت سره همغږوي‌.

د ۱۸۶۹په پیل کې د انگلیستان د لیبرالي حکومت لومړی‌ وزیر گلاد ستون (William Ewart Gladstone) له خپل روس سیال گورچاکوف څخه وغوښتل چې په منځنۍ اسیا کې د فتوحاتو په سر له یو بل سره د ټکر د مخنیوي لپاره راځي چې له دواړو غاړو د نیغې مداخلې مصٔونه حایل «بفر» سیمه وټاکو.

نوښت اصلآ د نامتو هند‌پیژندونکي رولینسون طرحه وه. هغه وړاندوینه کړې وه «که روسان مروه (د اوسني ترکمنستان یو ښار دی) ونیسي، خبردار چې د هند کیلي لاس ته ورولیږي. نو ښه به وي چې د بهرنیو چارو وزیر کلاریندن د روسي سفیر برونوف سره وگړیږي چې خپل چارواکې قانع کړي چې په منځنۍ اسیا کې د یوې حایل یا ناپېیلې سیمې په ټاکلو موافقې ته ورسیږو. په دې به عامه اندېښي لیرې د فتوحاتو په سر احتمالي ټکر ختم شي او له هرې بلا به مو خوندې وساتي».د ده مطلب له حایل سیمې څخه افغانستان ؤ.

(۱۸۶۹ فبروری ۲۴) د روسي چارواکي گورچاکوف د وړاندیز په منلو سره خپل سفیر ته وکښل چې انگریزانو ته توصیه کوم چې(روسیې ته د غزیدلي تعصب جرړه له بیخه وباسي. سپیره ارواح یې باید پخوا لا زموږ د زمان رڼا ورکه کړې وای…د روسیې حکومت د حایل هیواد د منصوبې مخالف نه دﺉ… په یو بل اعتماد کولو سره گډ تفاهم ته په رسیدو ایمان لرو. ښاغلي لومړی وزیر ته ډاډ ورکړه چې موږ کله هم د افغانستان ازادۍ او خپلواکې ته بد نیت نه درلود، په پشپړه دا هیواد د روسیې له سیاسې نفوذه وتلی دﺉ).کله چې روسان له انګریزانو سره د حایل یا «ناپیلې هیواد» په ټاکلو کې سلا شول ناببره پخپله انگلیس له خپل وړاندیزه واوښت او اعلان یې کړه چې افغانستان«ناپیلې هیواد» نه شي پاتې کیدای. نوموړي د اړتیا وړشرایط پوره نه کړل.«ناپیلې سیمه» دې د بخارا جنوبي څنډې امو سیند وګڼل شي. روسانو ته دې طرحې خوند بلمنگي ځکه و چې په دې څنډو کې د خیوې خاني پرته وه او اندیښنه یې وښوده چې دا نه شي کیدای چې د خیوې داړه‌ ماران به د روسیې په خاوره کې شوکې کوي، زموږ سوداگر به لوټي او بې سزا به «ناپیلې سیمی» ته پناه وړي.

گورچاکوف انګریزسفیر ته خپل ذاتي نظر داسې څرګند کړ« ډاډه یم چې تاسو ښاغلی ما په پوره معنا درک کوئ اپلتې نه وایم، د هغوې هم پوره سرخلاص دﺉ چې د منځنۍ اسیا په چارو کې زموږ زړه خوړین دی او تر پوز پورې راغلي یو. ستونزې زموږ د کړنو او موخو په تړاو دومره د ځایي ولسونو سره نشته لکه څومره چي د شا او خوا هیوادنو د مداخلو په وجه دي، خدای‌ مه‌کړه‌ که کومه ناوړه څه پیښ شول- چې ما څوک پړ ونه‌گڼئ- ما خپله غاړه خلاصه کړه…»

(۱۸۶۹) کال سپتمبر د جرمني په غونډه کې د انگیس د بهرنیو چارو وزیر کلاریدن روسي سیال ته د منځنۍ اسیا په تړاو د «ناپیلې سیمی» د ټاکلو په اړتیا گواښ وکړ ، ویې ویل: موږ په لري پرتو سیمو کې د خپلو پوځي مشرانو د خود سریو په کنترول کې بیوسه یو که هر څه وشول زه به ملامت نه یم. گورچاکوف د ده په تایٔید د نمونه په توگه د خپل جنرال چېرنیایف سر زوري یاده کړه،ویی ویل چې ضمانت نشته چې ورته کړنې زموږ د ترکیستان له نوی گمارل شوی والی کوفمن له خوا تکرار نشي،روسیي حکومت د «ناپیلی سیمی»پولي د بخارا جنوب د امو سیند په اوږدو کی نه خوښوی،څنگه چې دا سیمه د بخارا په ولکه ده،باید د روسي د نفوذ لاندی پاتی وي ټینگاریی وکړچې افغانستان د بل هر ځای په پرتله د«ناپیلې هیواد»د پاره د غوور وړهیواد دﺉ.کلاریندون بیا استدلال کاوه،چې د افغانستان پولي نیمگړتیاوي لری،د منځنی اسیا ولسونو اوافغانانو ترمنځ به د پولو په لانجي زموږ و تاسو پښی راکاږی چي په شخړو به واوړی. خبری اوږدی سر یی یو ،لړۍ یی دری کاله وغزیده،پایله کی په دی سلا شو،چې د افغانستان پولي باید نښه شی.د روسي حکومت ترکیستان والی کوفمن د ټولو شوو معلوماتو په بڼسټ پوله د امو سیند نه نیولی د مرغاب سیند تر خواجه سولا پوری ومنل شوه.روسانو نه غوښتل واخان وبدخشان په افغاتستان تړلی وگڼې خو انگرزانو دا سیمي د افغانستان د ذعیم تر ولکي گڼدل شوی بللې.ایله د (۱۸۷۳ جنوری ۱۲)روسانو په خیوی د برید په درشل کي،په لندن کی خپل سفیر ته وکښل،چې موږ د افغانستان ذعیم شیرعلی خان په خپلو کورنیو او بهرنیو چاروکی خپلواک وازاد،واخان و بدخشان یی د هیواد خاوره،رسماً په رسمیت پیژنو.

(۱۸۷۴) په لندن کی گلادستون خپل حکومت د دیزرایل په مشرتابه محافظه کارانو ته وسپاره.دوی د تعروض پالیسی«forward policy»په لار رهې شول.دوي کلک هوډ وکړد بریتانیا ښکیلاکي مښوکي د افغانستان په سینه خښي کړي خو روسي سره د ډغر وهلو ډډه کوله.

(۱۸۷۵) انگریزان او روسان د جرمنی په ضد جگړه کی ایٔتلاف وکړ،چې تر یوه حده اړیکي تړمي او تودي شوی.خو ښو اړیکو په ترکیستان او چین کی د انگریزانو د شرارت مخه ډب نه کړه.د دیزرایل په کابینه کی د بهرنیو چارو وزیر لورددربې په روسي سفیر شوالوف غږ وکړ چې«راځي چې اسیا په خپلو کی وویشو هیڅ خنډ نشته،ځای لوی دﺉ، دواړه ته بسنه کوی».ده د افغانستان په تړاو د«ناپیلې هیواد»طرحه ړنگه اوکوښښ یی وکړ په زغرده منځنی اسیا ویش ته روسان وهڅوی.دیزرایل اصلآ نه غوښتل چې افغانستان د خپلواکی په رسمیت پیژندنه د تأیید مهرټاپه کړی او د (۱۹۷۵ په اکتوبر) د دې هیواد په اړوند اختیاری ازاد عمل اعلام کړ.گورچاکوف د لندن نوی دریځ د ارزونی پس،کومه پریکړه چې(۱۸۷۳) کی د پولۍ د نښه کولو په موخه شوی وه له سره تایید او تکرار یی کړه چې،افغانستان به د روسي له نفوذ اواغیزه وتلی پاتی وی او د «ناپیلې هیواد» د اړتیا په شتون هرڅه فیصله او پخه تیږه مو په ایښې.د ناپیلې سیمو په هیوادنو کی ازاد اختیاری عمل«حقوق»د متقابلو گټو په مبدا محفوظ دي.په نیغ گاونډیتوب کی مو خیر نه شته، بهتره به وی چې واټن ونیسو.د اختیاری ازاد عمل اعلام روسی ته ښه فرصت ورکړ چې د(۱۸۷۶ فبروری ۱۷)په یوه امر،په چټکۍ د قوقند امارات په خپلې امپراطورې کی مدغمه کړی.د دزرایل ټکان خوړولو سره چورت وران او په هوښ راغی چې په اعلام بیړه وشوه.

دې افغانستان په نیولو کی دوو سترو کړاونو ننگاوه،یو پلوه سختو طبیعی غرنیو خنډنو،بل پلوه افغان ولس چې ښه په نره یی خپله خپلواکی ساتله.

د لومړی وزیر په دنده د دیزرایل گوماریدو دمخه د امیر شیرعلی خان سیاسې تګ لارې د انگریزانو په گټه او ضد روسې په روحیه سمبال ؤ.ده په تانده فعالیت د امو سیند غاړوکی خپلي پښي ټینګي اود منځنی اسیا په ولسونو یی خپل اغیز وشینده.انګریزانو ویره لره چې امیر یی د لومه وانه‌ لوځې، ځکه یی د ده له منسوبانو سره د یارانه پټ تار غزولې ؤ،د(بیل یی کړه،یل یی کړه) پالیسې په ټولې خانۍ اوملکۍ نړۍ کی د ښکیلاک ساده طریقه وه چې واکمنان به یی په خپلو منګولو کی زبیښل. ښه بیلگه یی څارگرو د امیر مشر زوی یعقوب خان سره چې د هرات والی هم ؤ مرسته کوله هغه یی لمساوه چې تل به د خپل پلار په وړاندې د سترگو اغزې ؤ.

امیر شیرعلی خان د انگریزانو څخه وسله او نغده ترلاسه کوله د هغوې د خوښي یی ځینی کارونه ترسره کول،خو د ده په خپل رعیت نه پیرزو کیده چې د بهرنیانو ته په پوره اطاعت د ازادۍ محرومه کړی.

(۱۸۷۳په جولای) کی د هند په سیمل ښار کی د امیر استازی سیدنورمحمدشاه په یوه غونډه کی د انگلیس وغوښتل،لُطف وکړي د امیر وارث په رسمیت و پیژنۍ،مرستو کی ډیروالي راولې او په هغی پریکړې منصفانه له سره کتنه وکړۍ،چې د تاسو په منځګړیتوب د افغان_فارس په پوله سیستان کی خورا لوی زیان موږ ته واړو.بدل کی انگریزانو هرات و کندهار کی د خپلو دایمي استاځو استوگن کولو غوښتني به تکرارولي چې په خپل وخت کی د امیر له خوا په وار،وارغندل شوی وی.د دیزرایل له خوا نوی گمارل شوی د هند نایب السلطنه لیتون،په کابل کی د خپل سفارت د پرانبستلیدو په وړاندیز سره د امیر په غوڅ دریځ د رد په غبرگون سره مخ شو.امیرد پخوا په څیر په دې عقیده ؤ،چې انگلیس سفارت یا ایبلیس ځاله،د شرارت او ورانکاریو مرکز به وی.د هغه نه یی د خپل وطن ثبات او ازادی ته ګواښ احساس وه.هغه وپتیله چې خبرو اترو ته هم باید د ده له استازی سیدنورمحمد شاه سره د افغانستان د حریمه نه دباندی ناسته وشی.د غونډې ځای پیښور وټاکل شو چې د(۱۸۷۷ په جنوری ) جوړه شوه.د ناستې په ترڅ کی سیدنورمحمدخان په گیلومیلو په افغانستان کی د دوی د لاسوهنی اتهاماتو ډکه کڅوړه وڅنډله،چې چا غوږ په ونه ږراو.انگریزانو خپلی غوښتنی په ډاګه کولي،چې تاسو د نورو هیوادنو سره د اړیکو غزولو واک نه لري،د خپلی خاوری په مهمو مرکزونو او د پولو په اوږدو کی اجازه راکړي چې خپل پوځې جزوتامونه ځای په ځای کړو.په پای کې سپینه وویله چې مقصد د امیر د نظام تقویه نه،بلکې بخارا او ترکیستان ته د ننوتو لار موندنه ده.په ښکاره یی وښوده چې دوي غواړې افغانان پشپړه اطاعت ته اړ باسي.سیدنورمحمدشاه د امیر په سپارښتنه وویل چې مرګ ته ترجیع ورکوم خو چا ته (لیتون«انګریز»)سر نه ټیټ وم،لیتون په توندې لهجه د ده خبري غوڅي او ویل چې تاسو سره د خبرو اوږدول بی گټه دي.ورپسی په پیښورکې د سیدنورمحمدشاه مرموز مرگ،(په غالب گمان وژل).سیاسې فضا د جنگ لوخړوخړه پړه کړه،امیر غوښتل انعطاف وښایی،وینو د سیلاو مخه ونیسې،خپل بل استاځې پیښورته ولیږه،خو لیتون د خبرو لړۍ وشلوله سر بیره په دي چې ده د امیر د ورستنې تصمیم اټکل کاوه.د امیر نوې استاځې ته په سرحدی پوسته کې وویل شو چې نور ستا راتگ ته کومه اړتیا نه وینو.
انگلیس لا کال د مخه د افغانستان سره د جنگ مٔسله اړخ په اړخ وشاربله و په گړندي گامونو د جنگ له پاره تیارۍ نیوه.په کابل د یرغل له پاره په پیښور او کوهات کی دوه دریستیزولي وگمارل شوي.
۱۸۷۶ نوامبر کی د قلات(بلوچستان)خان اطاعت ته اړیست،چې د خلکو د سخته غوصه وپاریده.
لیتون د پاڅون ځپولو په پلمه قلات ته پوځی قطعات ولیږل،چې په ډیر تلوار یی کوټه کی مورچلونو په رغونو پیل وکړ.د افغانستان جنوب ته د بولان تنگۍ په تیریدو د کندهار په لور کوټې مهم ارزښت درلود،همدلته یی د کندهار د لوری جبهې درستیزوالې پرانیستله،ورپسې په همدې کال د چترال پاچایې ولکه کړه،چې بدخشان ته تری لنډ ټوپ ووهی،افغانستان ټولي په پوله پرتي قبایلي سیمي او لوړی څوکي لاندی کړی،په روحانې قشر یی پراخ نفوذ خپورکړ،چې د امیر په وړاندې وهڅوي. سمو او رغونو کی سپاره او پیاده سپاهیان خواره واره او پیري او گزمي پیل کړي. پوځي توکو په لیږد بندیز ولږید.لیتون نظر کی لره چې افغانستان ټوټه،ټوټه کندهار او هرات یی له بدنې وشلوې.جوخت په دی مهال د ترکیې_روسې جګړی لمبو د تاو نه گټه پورته کولو په موخه انگلیس د ترکیې له سلطان عبدالحمید نه وغوښت یوه په سُنت برابره ٱمتیان افغانستان ته ولیږی چې د انگریزانو سره په ګډه د روسانو په وړاندی جنگ ته امیر وهڅوی.ډله ترکیي مساپر چې انګریزانو ورته جیبونه هم له پیسو ډک کړی ؤ له بل پلوه یی روسانو ته هم زړونه ډک ؤ،بی تکلیفه کابل ته ورسیده،دوي غوښتل په شوق امیر ته ثبوت کړی چې«اسلام نه حراست د کافرو روسانو او شیعه ایرانیانو په وړاندی جهاد فرض، دې باید د خدای په امر په دی مقدسه غزا کی دوي سره پیوند شې»او انگریزان پریږدې چې منځنی اسیا کی د روسانو کټوخه ماته کړې.خو امیر ډیر ښه پوهیده چې د انگلیس نه په اطاعت د روسانو په ضد جهاد،په لوې لاس د خپل هیواد استقلال د انگریزی پوځ په انډوخر غویمه کول دي.ترکیي مساپر له امیره مرور ستانه شول.

د کږکیچ په درشل کی امیر د ترکیستان والې کوفمن نه د لیک په ترڅ کي روسیې سره د نیغو سیاسی اړیکو ټنگولو هیله‌ مندی څرګنده کړی وه،چې په پراخه ټنده یی هرکلی وشو.لنډ مهال کی کوفمن کابل ته د تللو له پاره د جنرال ستولیف په مشرتابه یو هیٔت وټاکه. د هیٔت موخه پوځی ایتلاف ته د امیرهڅونه وه هغوی ته ښوونه شوی وه ـ امیر ته د دوستانه نیغو اړیکو په ښیگڼو رڼا اچول – د افغانانو په خاوره د انگلیس په ورستی تجاوز کلکی نیوکي،چې یی حالات کړکیچن کړي چې د جوړجاړی نور څرک نه لیدل کیږی او د مرکو ترڅ کی امیر وستایی چې په روسیه کی خلک تاسو ته په ډیره درنه سترگه گورې، موږ تاسو د عادل او ځیرک پاچا په صفت ډیر قدر کوو،تل مو ظلم او استبداد په ضد په صداقت غږ اوچت دﺉ چې په منځنی اسیا کی مو د ولسونو تر مینځ د انگریزانو د نفاق شیندنی او په تعبیض ککړې پالیسی په زغرده غندلي او په ضد مو یی د خپل شان او حیثت سره سم مبارزه کړی،چې مونږ په دغه مبارزه کی ستاسو ملگري یو، موږ در سره په هری کچه مرستی ته د سر په سترگو چمتو یو تل مو هری خوالی او ناخوالی کی شریک او تر شا ولاړ یو.
هیٔت په نهم د اگست کابل ته په رسیدو سره د دوستی تړون لاسلیک کړچې لومړی ماده کښل شوی ؤ«د روسي امپراطوری حکومت، افغانستان خپلواک دولت او امیرشیرعلی خان د حکومت زعیم گڼی او هیله لری چې د زړې انډیوالي په خټه لکه دوه خپلواک هیوادونه ملگرتوب وپالی»په ورستی ماده کی کښل شوی ؤ«د افغانستان د دولت او د حکومت د زعیم امیرشیرعلی خان دوست، باید د روسی دولت او د حکومت دوست او دوښمن،د روسی دولت او د حکومت دوښمن وګڼل شی».کټ مټ په موازي توګه هم.

یادونه:هیٔت هغه مهال واستول شو کوم وخت چې د کریمه په سر د روسی ـ ترکیی د جګړی تاو پورته شو روسیه اوانگلیس ښکر په ښکر کړل.په۱۱د اگست د هیٔت یوه ډله کابل کی پاتی او بله تاشکند په لور وټوکید.

په ترکیستان کی د(۱۸۷۶ په دوبې کی)شل زره کسیزه لښکر تیار شو چې د کړکیچ په مهال د هند په لورمارش شی.بل ضربتی ځواک د کسپین د بحیری شرقی غاړه کی لنگر واچو،تر شا یی ورستی سمندری ځواک چې لږ لري پروت ؤ په پرمختللو وسلو سمبال شو.

په دی حالت کی موږ ته اړینه وه چې د امیر ننگه وکړواویا یی ناپیلې پریږدو.د هند نایٔب السلطنه لیتون د خپلو چمچو له خوا کابل ته د روسې هیٔت د رسیدو په اوریدوسم‌لاسه د امیره وغوښت چې ژر تر ژره جنرال چمبرلین د انگلیستان د سفیر په توگه ومنی امیریی په ځواب کی له خپله امکانه لري ګڼی،د خپل ځایناستی مرحوم زوی شهزاده عبدالله جان ځوانمرگۍ پلمه کوی او وایی په هیواد کی ماتم دﺉ اوس یی وخت نه‌ دﺉ.خو په عینی وخت د روسانو سره په خبرواترو ځان بوختوی.

۱۸۷۸ اوکتوبر ۲۹ د هند نایٔب‌السطنه په یوه ځانگړې فرمان د افغانستان په وړاندی جنگ اعلام کړ.

جوخت امیر شیرعلې خان په روسانو د مرسته غږ وکړ.خو ارمان،چې هغه لښکرچي په بریتانوی هند باندی د یرغل له پاره مارش شوی ؤ لا په اگست کی د روسی د دفاع وزیر په امر د امو سیند په غاړه کی دریش شو.د کابل نه تاشکند ته ستون شوی هیٔت ستولیتف،دریو ورځو دمه ورسته،کوفمن د زیرې سره د (پخوانې) پلازمینی پطربورک ته ولیږه.

هغه د دفاع وزیر وغوښت چې په کار ده د«د سږ ژمې تر رسیدو لږ تر لږه دوه پیاده فرقي اوڅلورحربکي لواگاني د امیر په لور مارش کړو په انگریزانو د گوزار،خپل منزل ته د لاری لنډولو ډیري ښي شیبي د افغانستان سره ایتلاف دﺉ.په دی اساس به موږ د شرق په ننداره کی منزل ته په رسیدو د لومړی پړاو مزل لنډ کړو.(د شرق د ننداری نه د کوفمن مطلب تودو اوبو ته رسیدل ؤ) هغه استدلال کاوه که ونه شی په لوی پیغوربه رټل کیږو، دا به افغانستان او هند کی د انگلیس د زبرځواکی په پرتله زموږ شرموونکې بی غیرتی او کمزورتیا وانگیرل شی،موږ به پخپله د منځنی اسیا په چاپیریال کی د بریتانوی هند نه لرې خپل ځان برمټه کړو..که لټۍ وکړو،نو بیا به سخته وی چې د سولی په شرایطو کی موږ د امو سیند د غاړو نه هند کی انگریزان وکواښو».

دا منصوبه د وزیرانو شورا په ځانگړۍ غونډه کی رد شوه،واکدارنو ته په پوځي چارو کی د سمون پلان لومړی توب درلود،کیدای شو په وړی شخړی هم گډوډ شوی وای.په ځواب کی د دفاع وزیر(میلیتون)،کوفمن ته وکښل چې «موږ پریکړه وکړه،چې نه ارزی د افغانستان په سر د انگریزانو سره مخامخ ککري وجنگاؤ،امپراطور سپارښتنه وکړه چې امیر نه عذر وغواړه او مشوره ورکړه،چې د روغې جوړې لار ولټوی.

خو کوفمن په خپله خبره ټینګار کاوه او دفاع وزیر(میلیتون) ته یی وکښل«په مسؤولیت وایم چې امیر شیرعلې خان تر ډیره بریده غښتلې دﺉ،د بریاو خپل امکانات لري…موږ باید دا جوارې (قمار) په ځان ومنو ور سره ودریږو،په لږي پانگې لویه گټه،خرڅه دومره نه ده څومره چې تاسو اټکلوی،د انگلیس له لاسه په اروپا کی مونږ ته د شته او راټوکیدونکو ټولو ستونزو غوټو پرانیستلو ټول رمز د امیر سره په ایتلاف کی دﺉ. په منځنی اسیا کی به موږ دومره په برلاسی شو چې له همدی ځایه په منځنې ختیځ،کمکۍ اسیا او چېرته چې زړه غواړی د خپل نفوذ وړانګي خپری کړو»

.په ځواب د دفاع وزیر لیکي«ستا نظر ته په درنښت،خو موږ ژوبل یو،که څومره هم دغلته انگلیس ترفشار راولو،پلمه په لاس ورکو کساد به یی په اروپا کی له موږ وباسی،دوی سره باید په احتیاط گام پورته کړو،موږ لا په خپلو زړو زخمونو ملهم ندی موږلي،موږ کی د جگړی شیمه پاتی نه ده،لا د کریمه د جگړی ټپو نه مو وینی داری وهی،دوی به د جرمنې او اطریش سره په ایتلاف زموږ ستونۍ کیکاږی او زیندۍ به مو کا،هر څه به د افغانستان د لاسه وی».روسیه ورسته د کریمه جکړی ستومانه په سلگو پرته وه. نتیجه دا شوه چې موږ شیرعلې خان سره خیانت وکړ،په حفیفت کی مو دوښمن ته په لاس ورکړ. زموږ پاتی شوی هیٔت په نیمه شپه د کابل نه په تیښتي پښي سپکی کړی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.