د شانګهای د همکاریو سازمان اقتصادي فرصتونه او ننګوونې! / ژباړه: شفیق الله یوسفزی

0 587

 

روسیه د اورآسیا په سیمه کې یو غښتلی هېواد دی چې د شوری اتحاد د پاشل کېدو څخه وروسته د یو ډول تاریخي سپکاوي احساس لري او اوس هم د خپل ژوند د خوب لپاره پر مرکزي اسیا نفوذ لرل ډېر اړین ګڼي. دا هېواد په سیمه یزه کچه په اقتصاد او سیاست کې د مهمې ونډې اخیستلو لیوالتیا لري او هیله لري چې د ټولې سیمې په ځانګړې ډول د مرکزي آسیا د هېوادونو ټول اقتصادي او امنیتي سیاستونه دې د کریملین تر نظر لاندې صورت ونیسي. روسیه امنیتي ستونزو ته د لاسرسي لپاره یو امنیتي سازمان جوړ کړی او همدارنګه د سیمه ایزو اقتصادي موخو د تحقق لپاره يې د اورآسیا اقتصادي اتحادیه جوړه کړې ده. په سیمه یزه کچه د دې هېواد مهمه اندېښنه امنیتي ګواښونه دي او هڅه کوي چې خپل یاده اندیښنه په سیمه ایزو میکانیزمونو کې مطرح کړي. روسیه د شانګهای د همکاریو د سازمان سیاسي او امنیتي کېدل غواړي او همدارنګه غواړي چې د دې سازمان څخه د امریکا او ناټو پر وړاندې ګټه پورته کړي.

چین هغه هېواد دی چې د اقتصادي موخو او سیاستونو په خپلولو سره يې د سیمې هېوادونو او نړۍ پام ځان ته اړولی او په سیمه او مرکزي آسیا کې په پانګوونې او اقتصادي مرستو سره يې ورو ورو د روسیې د ژوند خوب تښتولی دی.

د چین اوږدمهاله اقتصادي موخې به په سیمه ایزه کچه د روسیې رول کمرنګه کړي. د چین د وریښم د لارې ستره پروژه چې د سترې پانګوونې سره يې تر خپل لاس لاندې نیولې ده، د سیمې بېلا بېل هېوادونه سره نښلوي، چې د سیمې ټولو هېوادونو ته لوی اقتصادي ګټې لري او په نړیواله برخه کې سیمه ایزه همپالنه او په ارام ډول د هېوادونو پرمختګ د دې هېواد مهمو موخو څخه دي. چین د آسیايي تاسیساتو او بنسټونو د پانګونې بانک او د ورېښم د لارې صندوق يې د همدغو موخو لپاره رامنځته کړی دی. همدا اوس هم د مرکزي آسیا هېوادونو ډیری ښاریان د نوو فرصتونو تر لاسه کولو لپاره په چین او ان تر مسکو پورې فکر کوي.

دا هېواد په سترو اقتصادي مسایلو کې د ستراتیژیک ملګرتیا لپاره سیمه ایز سازمانونه مناسب ګڼي او د خپل سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره د شانګهای همکاریو په سازمان کې د مهمې ونډې غوښتونکی دی.

هند په نړۍ کې د سترې دیموکراسۍ په توګه، ځانګړي سیاستونه او ځانګړي سیمه ایزې ګټې تعقیبوي. هند په یو اړخیز او څو اړخیز فارمټ یا جوړښت کې د سیمې له ټولو هېوادونو سره دوستانه او نیکې اړیکې لري او د دې هېواد اقتصادي پروژې په سیمه کې یو په بل پسې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي. همدارنګه دا هېواد ختیځ ته د پام وړ سیاستونو سره په مرکزي آسیا کې اقتصادي طرحې پر مخ وړي او پانګوونه کوي، چې دا سیاستونه د سیمې د ثبات او اقتصادي پراختیا په ګټه دي او د نړۍ د سترو لوبغاړو لپاره د مختلفو سیاسي، اقتصادي او امنیتي پالیسیو د تقاطع ټکی يې د مرکزي آسیا سیمه ګرځولې ده.

هند د سویلي آسیا د همکاری په سیمه ایز سازمان یا (SARRC) سارک کې د یو اصلي او اغیز ښېندونکي غړي په ډول رول لوبولی دی او د شانګهای د همکاریو په سازمان کې ددې هېواد غړیتوب به په دې سازمان کې د لوبې اصول او قواعدو ته هم بدلون ورکړي.

د شانګهای د همکاریو د سازمان څلور نور غړي  (قزاقستان، قرغیزستان، ازبکستان، تاجیکستان) د سیمې په سترو سیاسي، اقتصادي او امنیتي معاملو کې د ویلو لپاره قاطع او جدي خبرې نه لري او د دې سازمان د کمزورو او مرسته ترلاسه کوونکو هېوادونو په ډول د چین او روسیې سیاستونه تعقیبوي.

مرکزي آسیا د سړی جګړې د پای ته رسیدو څخه وروسته، په نړۍ کې په یوه بې ثباته او د نه وړاندوینې شوې بدلونونو په سیمه مشهوره شوه. د دې جمهوریتونو د خپلواکۍ څخه وروسته د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې اقتصادي بې ثباتي، د مدني ټولنو کمزورتیا او د سیاسي درزونو رامنځته کېدل یې له مهمو ځانګړنو څخه وو.

د شوروي اتحاد پاشل کېدو سره، د پنځلسو خپلواکو هېوادونو د سرحدونو د ویش په سر، د چین او د سیمې هېوادونو ترمنځ سرحدي ستونزې هم په خپل قوت سره پاتې شوې. په ۱۹۹۱م کال کې د شوروي اتحاد او چین ترمنځ د مشترکو سرحدي پولو پر سر پخوانۍ شخړې، د تازه خپلواکو شویو جمهوریتونو سره په څو اړخیزو ستونزو بدلې شوې. همدارنګه د شوروي اتحاد په پاشل کېدو او د سړې جګړې پای ته رسېدو سره د چین او مرکزي آسیا د هېوادونو ترمنځ اراضي او سرحدي ستونزې بیا را برسیره شوې.

ازبکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، آذربایجان جمهوریتونه د منځنۍ آسیا په منځ کې د هغو هېوادونو له جملې څخه وو چې د جیوپولیتیک بدلونونو په پاېله کې د شوروي اتحاد له زړه څخه را وټوکیدل او قدونه يې وکړل.

د نوموړو هېوادونو سرحدي اختلافات په ډېرو برخو کې د همدې هېوادونو ترمنځ په سرحدي شخړو او جکړو پای ته ورسیدل. تاوتریخوالی، د بې باورۍ فضا او د هېوادونو ترمنځ اختلافات ددې سبب شول چې د دوې ترمنځ یو اړخیز او څو اړخیزې خبرې او  مذاکرې پای ته ورسوي او یادې شخړې رامنځته کړي، چې په پاېله کې د شانګهای پنځه ډله په نوم مذاکرات د چین، روسیې، تاجیکستان، قزاقستان او قرغیزستان هېوادونو ترمنځ په ۱۹۹۶ م کال کې تشکیل شو، د څو تړنونو په لاسلیک کولو سره سرحدي ستونزې پای ته ورسیدې او دا مذاکرات د باورمن فضا په جوړولو او د هېوادونو ترمنځ د شخړو په له منځه وړلو کې مهم رول تر سره کولو سره پای ته ورسېدې. چین د شانګهای د پنځه ډلو د توافقاتو په وسیله، د اووه زره کیلومترو په اندازه خپل مشترک سرحد د روسیې او د مرکزي آسیا جمهوریتونو سره معلوم او د هر ډول امنیتي ستونزو څخه يې ځان خلاص کړ.

د دې هېوادونو ترمنځ د سرحدي ستونزو د حل څخه وروسته، د دوې ترمنځ جغرافیايي او څو اړخیز مشترکاتو په پام کې نیولو سره، په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې همکارۍ چټکې شوې. پنځه کاله وروسته پدې سازمان کې د ازبکستان د غړیتوب سره دا سازمان دوهم پړاوو ته د داخلیدو بڼه غوره کړه، رسما د شانګهای د همکاریو سازمان نوم باندې مسما شو او د سازمان موخې، منشور او جوړښتونه وپیژندل شول. څرنګه چې تروریزم، د سختدریځۍ پالنه او بیلتون غوښتنه د ټولو هېوادونو لپاره مشترکې ستونزې وې، نو له دې وروسته له تروریزم، سختدریځۍ او بیلتون غوښتنې سره مبارزه د دې سازمان د عمده موخو په محور کې ځای ونیوه.

د سپتمبر ۱۱ پېښه او د دې پېښې نور اړخونه، لکه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور او په سیمه کې د تروریزم پر وړاندې مبارزه د شانګهای د همکاریو سازمان د یوې سختې ازموینې سره مخامخ کړ، چې ایا دې ته په پام سره چې د سازمان له موخو یو هم د تروریزم سره مبارزه ده، نو د امریکا په رهبرۍ د نړیوالې ټولنې سره د تروریزم پر وړاندې په مبارزې کې همکارې وکړي او کنه؟

د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو له جملې څخه ازبکستان او قرغیزستان په سیمه کې د امریکا د سترو هډو کوربانه وه، روسیه او چین هم ظاهرا شنه څراغونه ښکاره کړل، خو له ېوې خوا د روسیې او چین سره په مشارکت د امریکا متحده ایالاتو نه لیوالتیا او له بلې خوا په سیمه کې د تروریزم پر وړاندې د جګړې اوږدیدل، د شک او تردید ترڅنګ جدي سوالونه راپورته کړل، چې په راتلوونکې کې به د شانګهای همکاریو سازمان له جدي موضوعګانو څخه د بهرنیو ځواکونو حضور او د تروریزم پر وړاندې جګړې په اړه وي او دوې له امریکا څخه وغوښتل چې خپل نظامي هډې دې د مرکزي اسیا له هېوادونو څخه وباسي.

د مرکزي آسیا په دې دوو هېوادونو کې د بهرنیو ځواکونو هډې دې بې وزلو هېوادونو ته ډېر اقتصادي فرصتونه لرل او دا هېوادونه چې د روسیې له سیاسي او امنیتي تسلط څخه تر پوزې راغلي، باید چې د شانګهای همکاریو سازمان کې غړیتوب او د امریکايي هډو کوربه توب څخه یو وټاکي، چې په پاېله کې يې په سیمه کې د امریکايي هډو ته نه وویل شول.

مرکزي آسیا د استراتیژیک اهمیت له مخې د تروریزم پر وړاندې د جګړې او د امریکا د نورو موخو لپاره ډېر ارزښت درلود او د دې حضور پر وړاندې شانګهای سازمان په داسې حال کې کلک غبرګون وښود، چې متحده ایالات وار د مخه پدې توانیدلی وو چې د تروریزم پر وړاندې د جګړې لپاره د مرکزي آسیا هېوادونو استراتیژیک پلویتوب لپاره مشروعیت تر لاسه کړي.

روسیه د شانګهای د همکاریو سازمان څخه د لویدیځ او په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې د ګټې اخیستنې غوښتونکې ده، په داسې حال کې چې چین په سیمه کې د اقتصادي همپالنې د سیاست پرمخ وړلو باندې باور لري، امریکا هم په سخت حالت کې ده او د سیمې له قدرتونو سره د همکارۍ او تعامل څخه پرته بل بدیل نه لري.

د شانګهای همکاریو سازمان په دوهم پړاوو کې، د تروریزم پر وړاندې د مبارزې لپاره امنیتي همکارۍ، د تشدد پالنې او د بیلتون پالنې پر وړاندې همکاري او په سیمه کې د امریکا د حضور پر وړاندې استراتیژیک تقابل، د سیمه ایز جوړښت د تاسیس پواسطه د تروریزم پر وړاندې مبارزه او مشترک نظامي مانورۍ په لاره اچول تعقیب شول. د شانګهای همکاریو سازمان په مختلفو برخو کې  نسبي بریاوې، په ځانګړي ډول د امریکا د حضور پر وړاندې د دوی موضع ګیري، ډېری هېوادونه او سازمانونه يې په دې سازمان کې د غړیتوب او څارتوب او یا په دیالوګ کې شریکوالي  لپاره لیواله کړي.

افغانستان، مغولستان، ایران او پدې وروستیو کې ترکیه او بلاروس د دې سازمان څارونکي غړي دي. اذربایجان، ارمنستان، کمبودیا او نیپال د شانګهای همکاریو په سازمان کې د ګډو خبرو اترو شریکان دي، چې د خپل خوښې وړمسایلو کې د سازمان سره خبرې کوي. د سازمان ګډ خبرې کوونکي، د کوربه هېواد په بلنه د دې سازمان په غونډو او جلسو کې برخه اخلي. په سازمان کې مهمې او سترې پریکړې د دې سازمان د مشرانو په غونډه او د دې سازمان د مهمو هېوادونو په غونډو کې ترسره کېږي.

د بشپړ غړیتوب د غوښتنې لپاره کلک شرایط او واضح طرزالعملونه هغه عمده لاملونه وه چې د څوارلسو کلونو وروسته، له ازبکستان پرته چې په ۲۰۰۱ م کال کال کې بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ، بل هېڅ یو هېواد د بشپړ غړي په ډول ونه منل شو. په ۲۰۱۴ م کال د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د دې سازمان د مشرانو په غونډه کې د بشپړ غړیتوب وړاندېز لپاره د لازمو اسنادو د تصویب په ترڅ کې د بشپړغړیتوب غوښتونکو هېوادونو د حقوقي خنډونو لار خلاصه شوه، چې هند او پاکستان د بشپړ غړیتوب غوښتنه وکړه. د هند او پاکستان د بشپړ غړیتوب موضوع په سازمان کې د قدرت د پیچلو اړیکو له امله په هماغه وخت د ارزونې لاندې ونیول شول او تمه ده چې دا دوه هېوادونه به د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په راتلوونکو غونډو کې د بشپړ غړیتوب سره برخه ولري.

د شانګهای د همکاریو په سازمان کې دا به د دوو هېوادونو لمړي بشپړ غړیتوب وي. په ۲۰۱۵م کال کې د روسيي د ولسمشر پوتین په مشرۍ د سازمان په غونډه کې دا یوه تاریخي پېښه وبلل شوه. د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د ایران د بشپړ غړیتوب غوښتنه د دې هېواد پر وړاندې د نړیوالو بندیزونو په سبب رد شوه او اوس چې په ایران باندې نړیوال بندیزونه پای ته رسیدلي نو د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د دې هېواد د غړیتوب هیله ډېره ده.

په شانګهای سازمان کې د هند او پاکستان غړیتوب به د دې سازمان سیاسي جغرافیه، چې د مرکزي آسیا او اورآسیا حوزې پورې تړلې ده، بدلون وکړي او د سویلي آسیا لویه حوزه به هم ددې سازمان برخه شي. د قدرت د اړیکو پیچلتیاوو له مخې د چین ـ پاکستان او هند ـ روسیې د همپالنې ستراتیژي له یوې خوا او د چین ـ روسیې او هند ـ پاکستان ترمنځ سیالي له بلې خوا د دې سازمان په قطبي کېدو باندې پای ته رسېږي. د مرکزي آسیا څلور هېوادونه قزاقستان، قرقیزستان، تاجیکستان او ازبکستان هیله لري چې هند به د روسیې او چین حکمرانې ته د پای ټکی کېږي. مسکو غواړي چې له یوې خوا د هند د ډیریدونکي نفوذ پواسطه په مرکزي آسیا کې د چین مخه ونیسي او له بلې خوا خپل غربي رقیبانو ته ددې ښودنه وکړي چې د هند په شان ملګری لري.

د شانګهای همکاریو سازمان کې د سیاسي او اقتصادي جغرافیې اهمیت او د سترو ځواکونو (لکه چین، روسیه او هند) حضور، د دې سازمان له قوي ټکو څخه شمېرل کېږي، خو د غړو هېوادونو مختلف اقتصادي پوتنشیلونه، تاریخي، سیاسي، بهرني څو اړخیزه شخړې او نفوذي حوزې د تعریف په سر د چین او روسیې ډېریدونکې سیالۍ، د شانګهای همکاریو سازمان د اجنډاوو تعین او ګټې د عمده ستونزو له جملې څخه ګڼل کېږي چې ددې سازمان ګټورتوب او راتلوونکی يې د ستونزو او شخړو ته د رسیدګی پورې متمرکزې دي.

د چین او روسیې سیالۍ او په سیمه ایز او له سیمې ور هاخوا په ستراتیژیک مسایلو کې د نظر اختلاف د شانګهای په سازمان کې درز پیدا کړی. د سازمان غړي هېوادونه د سازمان د مهمو پریکړو له جملې د لسو کلونو لپاره د سازمان د پراختیا ستراتیژۍ تصویب او د سازمان پراختیايي صندوق رامنځته کولو يې پيل کړي دي. مسکو د روسیې په مشرۍ د چین د ورېښم د لارې اقتصادي کمربند سره د اورآسیا د اقتصادي اتحادیې نښلولو وړاندېز کړی چې د اورآسیا اقتصادي اتحادیه د روسیې په مشرۍ د ارمنستان، بیلاروس او قزاقستان هېوادونو څخه تشکیل شوی دی. د چین د ورېښم د لارې پنځوس میلیارده ډالري اقتصادي کمربند چې د ریل ګادي پټلۍ، پایپ لاینونو کرښې او لویې لارې په کې  شاملې دي، د مرکزي آسیا له لارې د اورآسیا اتحادیې سره نښلول کېږي.

که څه هم چې د شانګهای د همکاریو سازمان د درګوني شر (تروریزم، سخت دریځۍ او بیلتون پالنې) سره مبارزه د خپل عمده موخو څخه ګڼي او د خپلو موخو لپاره عملا کار کوي، د تروریزم پر وړاندې د مبارزې لپاره سیمه ایز جوړښت رامنځته کړی او د غړو او څارونکو هېوادونو لخوا د درې ګوني شر پر وړاندې د ګډې مبارزې تعریف او ژمنو لپاره یو شمېر کنوانسیونونه رامنځته کړي دي، خو تر اوسه پورې د درې ګوني شر سره د مبارزې پر وړاندې کوم د پام وړ لاسته راوړنه نه لري او د تروریزم ګواښ په خپل قوت سره په خپل ځای پاتی دی. د بیلتون پالنې موضع په دواړو هېوادونو روسیه او چین کې له منځه نه دی وړل شوی. د مرکزي آسیا د هېوادونو ۷۰۰۰ څخه د ډېرو وګړو داعش سره یو ځای کېدل، د چین، روسیې او مرکزي آسیا هېوادونو د ثبات او امنیت پر وړاندې جدي ګواښ رامنځته کړی، له بلې خوا په افغانستان کې د ترورسیتي ډلو ډېروالی هم دې ستونزو ته ژوروالی ور کوي.

روسیه خپل امنیت د مرکزي آسیا هېوادونو د امنیت سره د تړښت له امله، په افغانستان کې د مخالفو ډلو او داعش په اړه اندېښمنه ده او ویلي يې دي چې د افغانستان د دولت په خوښه روسیه چمتو ده چې هر ډول همکاري (د مخالفو ډلو موخه ګرځولو په ګډون) د دې هېواد د ثبات لپاره تر سره کړي، پداسې حال کې چې چین او په شانګهای سازمان کې د مرکزي آسیا غړي هېوادونه د امنیتي ګواښونو او په ځانګړي ډول د داعش د پراختیا په اړه کوم جدي دريځ نه دی غوره کړی.

د شانګهای همکاریو سازمان راتلوونکی به په سیمه ایزه او له سیمې ور هاخوا د ګټورو همکاریو په ډول او د سازمان د اصلي لوبغاړو (چین، روس او هند) رغوونکي تعامل پورې تړلې ده.

په درنښت

Leave A Reply

Your email address will not be published.