ځوانان او مسوولیت / ګل محمد پښتون

0 1,095

ډېر کله به مو لیدلي وي چې په هېواد کې ټولې جوړېدونکې غونډې، لاریونونه، اعتصابونه او ان د سیاسي ډلو او شخصیتونو تر منځ په سنګر نیولو کې هم ځوانانو د مرش مرش رول ادا کړی وي.
څو ورځې وړاندې د یوه قومي او حزبي – سیاسي رهبر په ملاتړ جوړې شوې غونډې ته د راپور جوړولو له‌پاره تللی وم. د هوټل له دروازې نیولې تر دریځه، د تالاشۍ، ښه راغلاست، تصویر ځړولو، شعار ورکولو او چکچکو ۹۹ سلنه چارې د ځوانانو پر غاړه وې. ځوانانو هم خپل مسولیت! ته ښه په احساس او انرژۍ اوږه ورکړې وه.

دا به و منو چې زموږ ټولنې نږدې دا څلور لسیزې ښه ورځ نه ده لیدلې او ځوانان مو هم په داسې محیط کې را لوی شوي چې د مینې او ورورولۍ پر ځای پکې تل تربګنۍ، کرکې، منفي سیاستونه او رقابتونه پالل شوي او په اصطلاح ډېری مشرانو مو هم یوازې همدې ته کار کړی دی، خو دا هم باید درک کړو چې ځوانان هم د دې ټولنې لویه برخه ده، نه یوازې د دوی، بلکې د ټولنې راتلونکې هم ور پورې تړلې ده او څنګه چې نن و روزل شول، سبا هماغومره تمه ترې کېدای شي، لازمه ده چې د نمایشي کارونو پر ځای زده‌کړې وکړي، مسلک او مهارتونه زده کړي او د نړۍ له ننني پرمختګ سره ځان برابر کړي.

تېرو څلوېښت کلنو ناخوالو او کرکو یوازې زموږ د اوسېدو او را لویېدو پر چاپېریال ناوړه اغېزه نه ده کړې، بلکې دې تورې پردې زموږ د زده کړو پر هغو مرکزونو هم سیوری غوړولی چې موږ پکې سواد، علم او انسانیت زده کوو او د یوې روښانه راتلونکې لپاره ورته خپلې خویندې، ورونه، لوڼې او ځامن لېږو.

ښه مې یاد دي، د طالبانو واکمني پای ته رسېدلې وه. د «بن» تر کنفرانس او پرېکړې وروسته، په هېواد کې د لویې جرګې غړیو حامد کرزی د دوه کلن لنډمهالي حکومت مشر ټاکلی و او د دې حکومت د وخت له پوره کېدو سره سم په افغانستان کې د جمهوري ریاست لپاره ټولټاکنې کېدې. دا مهال د ښوونځي په اووم ټولګي کې وم چې د میدان‌وردګ ولایت له نرخ ولسوالۍ مو کابل ته کډه را وکړه. پلار مې چې زما د زده‌کړو په برخه کې ډېرې خوارۍ راسره ګاللې، زه يې هم د قاضي ګل محمد له ښوونځي د غلام محمد غبار ښوونځي ته را سه‌پارچه کړم.

د کابل په ښوونځیو کې له پښتو مضمونه پرته نور ټول درسونه په دري ژبه وو. ما هم په دې ژبه یوازې سلام کلام زده کړی و. په درسونو به مې په سختۍ سر خلاصېده، خو د وخت په تېرېدو دا ستونزه هم حل شوه. د ښوونځي په لسم ټولګي کې وم چې د یوه پښتون ښوونکي په پام د پښتنو ټولګیوالو ډلې ته ور شامل شوم. مقابل لوری مو د دري ژبې د ښوونکي په پاملرنه چې زموږ د ټولګي نګران هم و، د «دري ژبو» وروڼو ډله وه.

درسونه پاتې وو، هره ورځ به مو په ټولګي او ان ښوونځي کې د پښتو او دري پر سر لانجې وې. دې لانجو به د ازموینو پر مهال په نومرو کې هم ښه رول درلود، خو د دري مضمون ښوونکي به زموږ د ډلې زده‌کوونکيو ته ډېری وخت کمې نومرې ورکولې. دې ښوونکي پس له وخته په میرویس میدان کې راډیوګانې او ټیپونه پلورل. په ښوونځي کې د زده‌کوونکيو دا منفي رقابتونه او ورسره د ښوونکي دوه ګونی چلند دومره ژور شو چې یوه ورځ مو هوډ وکړ چې په خپل ښوونکي پسې به میرویس میدان ته ځو او ښه به یې ډبوو، خو شکر چې و نه توانېدو.

دا کیسه مې تر دې وکړه چې په ټولنه کې منفي رقابتونو دومره ژورې ريښې غځولې چې زموږ ښوونیز او علمي مرکزونه هم ور څخه په امان نه دي.
په اصطلاح زموږ مشرانو خو دا ټولنه دې حالت ته را ورسوله، اوس یې د بېرته رغولو، پرمختګ او د نړۍ له کاروان سره د یو ځای کولو مسولیت تر ډېره ځوانانو ته ور ګرځي.

ځوانان د يوې ټولنې هغه پرګنې دي چې د جسمي، فکري او رواني ځواک او غښتلتيا له امله يې د نورو وګړيو په پرتله مسووليت ډېر دی، ځکه چې ځوانان د دې وړتیا لري چې لومړی ځان ورسوي او بیا د ټولنيز ژوند په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ له‌پاره هڅې وکړي او هغه نيمګړتياوې چې د ځينو لاملونو له کبله په ټولنه کې له پخوا وې او يا نوې را منځ ته کېږي، په نښه او د له منځه وړلو لهپاره یې خپله وړتیا وښيي.

يوه ټولنه هم د ځوانانو له ځواک څخه پرته د پرمختګ په لور نه‌شي خوځېدای. ځوان د ټولنې د پرمختګ په بېلابېلو برخو کې بنسټي عنصر دى. که د يوه هېواد ودانول او رغول دي د ځوانانو په مټ تر سره کېدای شي، که د ټولنې د وګړيو د ذهنونو روښانه کول دي، هغه هم د ځوانانو رسالت دى او يوازې دوى کولای شي په دې ډګر کې قرباني ورکړي. دغه راز که د يوې ټولنې فرهنګې وده په پام کې ونيسو، دلته هم د بل هر چا په پرتله ځوانانو ته ډېرې سترګې ور اوړي، خو زه غواړم د دې ټولنې ځوانانو ته دا پیغام ورسوم چې تاسې د دې ټولنې د پر مختګ او شاتګ اصلي تګلوري ياست او ستاسې په ښه روزنه، زده‌کړه، مسلک، مهارت، پوهه، ویښتیا او کلک هوډ سره به دا هېواد په نړۍ کې د نورو هېوادونو له کاروان سره څنګ په څنګ مزل کوي، خو برعکس ستاسو بې‌غوري، بې‌مسولیتي، بې‌سوادي، نامسلکیتوب، منفي رقابتونه او د سیاسیونو له لوري ظالمانه استعمال به مو نه یوازې تاسې، بلکې دا هېواد د تیارو کندې ته ور ټېل وهي او د تېر په څېر به بیا هم د نړۍ له ګړندي کاروان څخه شا ته پاتې یو.

اوس ځوانانو! ستاسې خوښه چې په اصطلاح د خپلو سیاسي مشرانو په کږو لارو ځئ او ځان د هغوی د غونډو، لاریونونو، اعتصابونو او منفي رقابتونو خاشاک ګرځوئ او که د ځان، کورنۍ او هېواد د روښانې راتلونکې لپاره زده کړې کوئ، مسلک، مهارت او انسانیت زده کوئ او خپل هېواد د نړۍ د پر مختللو هېوادونو په کتار کې دروئ، داسې چې سبا نه د امریکا د تګلارې اعلانولو او نه هم د نړېوالو مرستو ته ډولونه ووهئ او نه هم د خپلې ناپوهي له کبله دا هېواد د نړۍ او سیمې هېوادونو د رقابتونو په ډګر بدل کړئ.

Leave A Reply

Your email address will not be published.