د ملګروملتو دفتر ته د ډاکتر نجیب د پناه وړلو بهیر/کریم رحیمزی

0 1,207

د ملګروملتو یو لوړپوړۍ چارواکۍ فیلیپ کوروین Corwin Philip چې د بینانسیوان سره یوځاۍ په افغانستان کی د سولې په هلوځلو کی او په سوله ایزه توکه یوې بی پلوه شورا ته دډاکتر نجیب الله د حکومت څخه د واک د انتقال په چارو کی دخيل و، په افغانستان کی دملګروملتو د دغه ناکامه ماموریت په هکله د Doomed in Afghanistan کتاب ليکلۍ. د کتاب دوهم څپرکۍ اسلام آباد ته د لیکوال د راتګ څخه پیل کیږي چیرته چه لیکوال د بینانسیوان سره یو ځاۍ د بیلابیلو کسانو او نورو هیوادو د استازو سره ګوري او د سولې په هکله د مجاهدینو د مشرانو د دریزونو په هکله ځان خبروي. دلته لیکوال د رباني دریز هم یادوي کوم چې په اسلام آباد کی رباني د امریکا سفیر ته په ډاکه کړی و او هغه دا چې ربانی په هغه شرط دملګروملتو د سولې پلان مني چې د افغانستان امنیتي ځواک منحل شي.

ورپسې لیکوال کابل ته ځي او هلته د افغانستان څخه د ډاکتر نجیب د وتلو په چارو کی ونډه اخلي. لیکوال دلته د پیښو ټول بهیر په تیره بیا د هغه شپې بهیر چه ډاکتر نجیب د هوایی ډرګر په لور خوځيږي، ساعت په ساعت بیانوي. لیکوال دغه څپرکۍ اسلام آباد ته د خپل بیرته تګ په
هکله پاۍ ته رسوي.
ما دغه څپریکۍ د نوموړې شپې څخه تر پایه وژباړه، او دا ده ستاسې سره یی شریکوم.د دغه څپرکي په لوستلو ما ته دوه پوښتنې پیدا شوې او ومې غوښتل د اغلې اليزابت (د هغه مطبعی معاونه چې دغه کتاب یی چاپ کړۍ) په مرسته د لیکوال څخه ځواب تر لاسه کړم خو اليزابت په ځواب کی راته ولیکل چه فلیپ کوروین په۲۰۰۹ کی مړ شو او دوۍ نور داسې څوک نه پیژني چې زما پوښتنې ځواب کړي. دغه دوه پوښتنې می د ژباړې په پاۍ کی لیکلې دي.

———————————-
زه ویده وم او څه خوب مې لیده. د تیلفون زنگ راغۍ خو زه تیلفون نشم پیدا کولۍ او دا می هیر دي چې د گروپ سوچ چیرته ده او هیڅ نه پوهیږم چې زه چیرته یم . کله مې چې تیلفون پیداکړ، د اونی Avni غږ مې وپیژنده او راته وایي چې موټر یې په ما پسې راولیږه تر څو ما دملگرو ملتو مرکزي دفتر ته ورسوي، نو زه باید زرترزره ځان چمتو کړم. ما په مخ څو لپې اوبه واچولې تر څو سم ویښ شم. خپل پیژندکارت، د یادداشت کتابچه او څو قلمه مې مخکې ترمخه ځان سره واخیستل تر څو هیر می نشی.د شپې ۱:۳۰ بجې . د ملگرو ملتو موټر راغۍ او موتر چلونکي زه د ملگرو ملتو مرکزی دفتر ته ورسولم. د دغه ځاۍ نه موږ سمدستي د نجیب کور ته روان شوو او په څو دقیقو کی هلته ورسیدو. د نجیب تیره خړه دریشي ، لکه د یو ښاغلي دریشی، چه عمودي لیکې یې لرلې په ځان کی وه او اندیښمنه موسکا یی کوله. د ده سره یې ورور، یو ساتونکۍ ، یو خدمتگار اوجنرال توخي ، د جمهوري ریاست د دفتر مشر، او د هغه میرمن او درې بچیان (دوه لورانې اویو زوۍ) هم و چې ټول د نجیب په گډون ۹ کسه کیدل. موږ کوټی ته د ننه شوو. جنرال توخی او اونی د نجیب په وینا، چې رسما به پکی د وعدی سره سم خپله استعفا اعلانوی، کار پیل کړ.
دوۍ د څو ورځو راهیسی پدغه وینا کار کوي، اوس دومره وخت نه نیسي، ډیر زر به یي بشپړه کړي.

په داسی حال کی چې دوۍ په وینا کار کوی، زه د نجیب سره ناست یم. د ده احساسات په خپله گوډه ماته انگلیسی ژبه ماته سم څرگندیږی. که څه هم نجیب اندیښمن دی خو داسی ښکاري چې اندیښنه یی د ویرې نه بلکه د خپگان نه ده. دۍ غواړی چې یو ځل بیا خپله قضیه ما ته ووایي. دۍ په دې خپه ده چې د افغانستان څخه ځي، د هغه هیواد نه چې په ده گران ده، ده ترې دفاع کړی، دۍ په کی زیږدلی او هغه هیواد چې ممکن د ده بچیان به په کی ستر نشي اوهغه هیواد چې ممکن هیڅکله یی بیا ونه ویني.او نجیب په غصه ده. زه پری پوهیږم. داسی په غصه ده لکه یو توپان، یوه زلزله چې د گاڼو په بکس کی بنده وی او د چاودنی انتظار باسي. هغه د افراطیانو، ځنگلیانو، دسیسه کونکو اومذهبي بنیادگرو له لاسه هیواد پریږدي. د افغانستان په حق کی فیوډالانو او د منځنۍ پیړیوجنگسالرانو د پردیو په غوښتنه خیانت وکړ. ماضی راتلونکی وخوړله. دۍ د کمان یا طاق هغه تیږه ده چه ټول کمان یی ټینگ یو ځاۍ ساتلی، دا کمان افغانستان ده چه ، ممکن ډیر په چټکی، پر مخ روان وو. او اوس نجیب ویریږی چې هیواد به د انارشۍ په لور روان شي. هیواد به بیرته شاته لړ شي.

نجیب ماته وایي چې ده ډیر ځلې ښاغلې بیننسیوان ته ویلي چې دۍ به هر څه حتی خپل ځان هیواد ته د سولې په راوستلو کې قربان کړي . دۍ پوهیږي چې افغانان د جگړې پاۍ غواړي خو ځینې افراطي عناصر د ملگرو ملتو د سولې د پلان ضد دي. هغه ډاډه ده چې یوه ورځ به دغسې خلک تجرید شي او افغانستان به بیا یو آزاد او خپلواک هیواد شي .
زه ورته وایم چې زه هیله لرم ملگري ملتونه به د نورې وینې تویدنې د مخنیوي توان ولري .دۍ د خپلو بچیانو او میرمنې په هکله غږیږي . دوۍ په نوي دهلي کی دي. نجیب د دوۍ دلیدو لیوال دې. [ زه د خپل بچیانو په فکر کی شوم. دوۍ مې څومره ډېر یادیږي، خو زه ډاډه یم چې دوۍ به ووینم. دا به څومره سخته وي چې سړي سره دغه وېره وي چې بیا به هېڅ کله خپل بچیان و نه ویني؟]

زه نجیب ته وایم چې ده ښه کار وکړ چې ځان ېې د سیاسي پروسې نه وایسته. زه هیله لرم چې خلک د ده دغه کړنې ته د قدر په سترگو وگوري.

نجیب وایي کله چې ده وارویدل چې زه کابل ته رسیدلۍ یم، ډیر خوښ شو. دا یو ښه شاگوم و.دۍ زما د لیدنې په تمه و. نجیب د خپل ځاۍ نه ولاړیږي او لاس راته نیسي. زه هم د خپل ځاۍ نه ولاړیږم او لاس ورکوم. نجیب ما ته ټینگه غیږ راکوی. [ کابل ته زما راتگ، افغان دولت او نورو ذیدخله نړیوالو ته په افغانستان کی د امریکا د علاقې اخیستنې او په ځانگړې توگه دافغانستان لپاره د ملگرو ملتو د سولې د پلان څخه د امریکا د ملاتړ معنی ورکوله. که څه هم پاکستان کی د امریکا سفیر د ملگرو ملتو د پلان څخه خپل ملاتړ د مخکېنه څرگند کړۍ و،خو په افغانستان کی امریکا تر اوسه سفیر نه درلود، نو دا چې د ملگرو ملتو یو لوړپوړۍامریکایي مامور په داسی مهم وخت کی کابل ته راغلۍ، د دې څرگندونه کوله چې افغانستان ته د امریکا پاملرنه ډیره شویده. دا ما ته بی معنی وه چې ووایم زه کابل ته د ملگرو ملتو د مامور په صفت راغلی یم، چې حقیقت و، نه د امریکا د استازي په صفت ، ځکه چې افغانانو دا نه منله. زه حتی پدې هم مطمئن نه یم چې بیننسیوان او د ملگرو ملتو نور کارکونکو هم زما دغه خبره منلې وۍ. د نړیوالې ټولنې ټولو غړو دا انگیرل چې د ملگرو ملتو هر مامور خپل دولت ته اړین معلومات ورکوي. د ملگرو ملتو هر کارکونکۍ ته، نارینه یا ښځینه، د جاوسوس په سترگوکتل کیدل، په خاصه توگه هغه مامور چې به په ډیرو ستراتیژیکو موضوعاتو کی ، لکه جگړه، دخیل و او په یقین سره ځینې کارکونکي همداسی و خو ما پخپله په داسی خبرو خپل وخت نه ضایع کولو او نورو چې هره انگیرنه لرله، ما یې پروا نلرله.]

اونی د هغه کوټی نه چې د جنرال توخی سره ناست و راځي او وایي چې هوایي ډگر ته د تگ وخت دی. توخی به د وینا په هکله د نجیب سره په لاره کی خبرې وکړی، نجیب وینا مخکی لیدلې ده نو په وینا کی د غټو بدلونو اړتیا نه وه.

د شپې ۱:۴۵ بجې. بکسونه مو په گاډو کی کیښودل. په درې گاډو کی مو د هوایې ډگر په لورحرکت وکړ. د لمړی گاډي په مخکني سیټ کی زه د ډن کوریک Quirke Dan ,د ملگرو ملتو آیرلندۍ اداري مامور، سره ناست یم. موږ په یو ټیوټا لندکروزر کی ناست یو. گاډۍ ډن کوریک چلوي. د نجیب خدمتگار او ساتونکی د کلشینکوف سره د شا په سیټ کی ناست دي. دوهم گاډۍ سیدان Sedan دی او اوني یې چلوي.

جگړن نولن Nowlan مخکې او نجیب یی د ورور سره په شا کی ناست دي. دریم گاډۍ یو ټیوټا میني بس دی چې تورن پیټر بایر PeterBeier ، د ملگرو ملتو یو دنمارکۍ منصبدار، یې چلوي او جنرال توخی او کورنۍ یی په کی ناست دی.
موږ د څو تلاشیو نه د شپې نوم په ورکولو تیر شوو. د شپې نوم موږ ته په هغې ورځ د غرمی نه ورورسته د ملی امنیت وزیر راکړی وه. بیننسیوان د کابل هوایي ډگر ته د ملگرو ملتو په الوتکه کی رارسیدلی او مونږ ته د الوتکې د ننه په انتظار دی. [ زه ډیر په شک کی یم چې بیننسیوان به د پنځلس کسیزه بې طرفه شورا غړي ځان سره راوستي وي . لمړنۍ پلان داسی و چې د دغه شورا غړي به د کابل څخه د نجیب د وتلو سره سم کابل ته راوستل کیږي. په دغه ترتیب به
د قدرت انتقال ترسره شي او د قدرت د خلا څخه به مخنیوی وشي خو دا چې بیننسیوان په نیمه شپه کابل ته راځي، داسی بریښي چې دا پلان شنډ شوی دی. زه د وارخطایی احساس کوم.]کله چې موږ آخرۍ تلاشی ته ورسیدو، موږ ته د تیریدو اجازه نه راکول کیږي. د شپی نوم چې موږ په تیرو پوستو کی ترې کار واخیسته، دلته ناڅاپه د اعتبار وړ ندی. کوریک څو ځلې دشپې نوم اخلي، خو سرتیري اجازه نه راکوي. کوریک یو څو کلمې په محلی ژبه د سرتیرو سره خبرې کوي تر څو دوۍ قانع کړي چې هر څه سم دي او په هر څه هوکړه شوېده، خو سرتیري نه قانع کیږي. کوریک د سرتیرو سره په ټوکیزه بڼه د خبرو په حال کی ورو ورو گاډی داسی مخته بیایي لکه په چکر چې اوبغاړې ته روان وي او غواړي د ساحل په پارک ځاۍ کی خپل گاډی ودروی. کوریک سرتیرو ته وایي، دا خو کوم سخت کار نده. اجازه راکړئ چې لاړ شو.خو سرتیري د خپل ځایه نه خوځیږي او د دوۍ تندي ورو ورو تریو کیږي . دوۍ درې څلور کسه دي. د دوۍ څخه یو یې خپل ټوپک اوږی ته کوي. دوۍ سم نه لیدل کیږي ځکه نیمه شپه ده اویوازینۍ رڼا زمونږ د گاډو د څراغو ده. آسمان هم وریځ ده.
زه کوریک ته زارۍ کوم چې ودریږي، چې بریک ونیسي. زه ورته وایم چې دوۍ ټوکې نه کوي، دوۍبه ډزې درباندې وکړي. کوریک یو د هغه زړورو آیرلندیانو څخه دی چې زه د نړۍ په سوله ساتي عملیاتو کی ورسره آشنا شوی یم. دوۍ داسې د خطر په لور روان وي لکه چې فقط په یوه غونډۍ خیژي، لکه چې یوازې لږ نور زیار ته اړتیا ولري چې د غونډۍ سر ته ورسیږي. کوریک گاډی دروي او وایي چې د دوۍ بل شانته یونیفورم په ځان کی ده.

“مقصد د څه ده؟”

” د دوۍ یونیفورم د هغه سرتیرو په شان نه ده چې په تیرو پوستو کی مو ولیدل.”

“یعنی څه؟”

” یعنی دا چې یا دوی خاص د هوایي ډگر سرتیري دي او یا دا چې هوایي ډگر د بل چا لاسته ورغلی.”
زه وایم ، ” نو په مونږ باندی چل شوۍ.”

کوریک وایي، ” ممکن.”

د نجیب ساتونکۍ د گاډي څخه د کلشینکوف سره ښکته کیږي. کلشینکوف یې په اوږه اچولۍ ده. دۍ د سرتیرو سره ناندرۍ وهي ، په دوۍ چغیږي. جگړن نولن د گاډي نه ښکته
کیږي چې په حال پوه شي. اوني هم ښکته شو. د سرتیرو سره جر او بحث نکوي، یوازی غوږ یی نیولی. دا جنجال او په یو بل باندې چیغې شا او خوا پنځه دقیقې دوام کوي. زه غواړم د دوۍ د لاسو حرکات ووینم خو تیاره ده سم نه لیدل کیږي.په همدی وخت کی اوني د بیننسیوان سره، چې په هوایي ډگر کی د الوتکی د ننه دی، اړیکه نیولې. دوۍ په موبایل کی غږیږي او په ترکي ژبه خبری کوي.

اوني مونږ ته راغی تر څو مونږ د وضیعت نه خبر کړي. په پوسته کی لوړ رتبه سرتیری بریدمن دی. هغې دا ومنله چې خپل مشر ته چې رتبه یی تورن وه زنگ ووهي چې دلته راشي او د نجیب دساتونکي سره خبری وکړي. د دوستم ازبک ملیشې هوایي ډگر نیولی او هیچا ته د تیریدو اجازه نه ورکوي. زموږ د شپې نوم بې گټی ده. کیدای شي د وطن گوند د اجرایوي کمیټی کوم د کارمل، څوک چې د نجیب ډیر سخت رقیب ده او د نجیب نه مخکی اولسمشر و، طرفدار
غړي زموږ پلان چې د دوۍ سره مو پرې هوکړه کړې وه، دوستم ته افشا کړی وي. او یا لکه څنگه چې اوس نجیب استعفا کړې، دوستم غواړي قدرت په لاس کی ونیسي او اوس نجیب خپل اسیر وگڼي. څوک باید د ځینې انسانانو ځان غوښتنه او قدرت ته د رسیدو تنده ساده و نه گڼي. په هر صورت، دوستم هوایي ډگر نیولی تر څو د نجیب د تیښتې مخنیوی وکړي. هغه هوایي ډگر تړلۍ ده او داسې ښکاري چې دولتي سرتیرو د دوۍ په ضد جگړه ونه کړه. جگړن نولن موږ ته مخکې ویلي و چې د کابل دفاعي کمربند هسی یوه ټوکه ده. د دوستم ملیشه هیچاته اجازه نه ورکوي چې په راتلونکي څلورویشت ساعتو کی هوایي ډگر ته ننوزي. بیننسیوان هم
د الوتکې څخه نشي وتلی. هغه د ملگرو ملتو الوتکې د دروازې د بندولو امر کړی تر څو الوتکې ته د چا د ننوتلو او یا وتلو مخنیوي وشي . د بیننسیوان الوتکه ملیشو محاصره کړې ده.

یو تورن په لس دقیقو کی راورسید او ترخې ناندرۍ پیل شوې. دا خبرې ندي. دا د گواښونو اوکنځاوو تبادله ده. موږ ناست یو او ننداره کوو. پس د یو څه وخت نه دا منصبدار او د نجیب ساتونکی د خبرو لپاره نجیب ته ورغلل. د اوني د خبرو په نقل، نجیب دغه ته ورته یو څه وایي،”مونږ پریږده چې لاړ شو احمقه . په هر څه هوکړه شوېده.” نجیب یو دروند غږ لري چې حتی دگاډي د ننه څخه هم اوریدل کیږي. او نجیب پوهیږي چې ژوند یې په خطر کی ده. پس د دومره
ډیرو کالو نه په افغانستان کی، پس د دومره ډیرې د مرگ غوښتنې چې په ده پسی کیږي، نجیب سمدلاسه پوهیږي چې که په تیښته بریالی نشي نو د ده تقدیر به څه وي. د تیرې لسیزې نه راپدیخوا او ممکن له دی نه هم وړاندې مرگ د نجیب دوامداره د لارې مل او حتی د ده سره همرازه و. خو تورن وایي چې د دغه صلاحیت نلری چې نجیب ته اجازه ورکړي چې هوایی ډگرته لاړ شي او حتی که ده اجازه هم ورکولۍ شوی، موږ ټول به په هوایي ډگر کی ووژل شو ځکه چې د دوستم ملیشه هیچا ته هوایي ډگر ته د ننوتلو او وتلو اجازه په راتلونکي څلورویشت ساعتو کی نه ورکوي. کله چې دوۍ میدان په خپل بشپړ کنترول که ونیو نو بیا به دوۍ ځانگړو الوتنو ته د الوتو او ناستې اجازه ورکړي خو تورن ټینگار کوي چې اوس ازبکان له پوښتنې پرته په هر هغه چا ډزی کوي چې هوایي ډگر ته نژدې کیږي.

پس د څو دقیقو شخړې څخه نجیب تصمیم نیسي. نجیب اوس د چا د تهدیدولو او یا د چا دخوښ ساتلو لپاره د څه ورکولو قوت، قدرت او متحدین نلري. نجیب پوهیږي چې دوۍ نشي کولی نن شپه هوایي ډگر ته لاړ شي. اوني د نجیب نه پوښتنه کوي چې که نجیب غواړي بیرته خپل هستوگنځي ته ستون شي. نجیب په ځواب کی وایي ” نه”، کچیرته زه خپل هستوگنځې ته لاړ شم ، ما به همدغه خلک، چې زما یې هوایی ډگر ته د تگ مخنیوی وکړ، ووژني. نجیب ټینگار کوي چې یوازینۍ خوندي ځاۍ د ملگرو ملتو مرکزی دفتر ده او ملگری ملتونه مسولیت لري چې د ده ساتنه وکړي.

[ داسې ښکارېده لکه چې په همدغه شیبه کی، په همدغه ځای کی د قدرت خلا په افغانستان کی د هغه لږ شته مرکزی حاکمیت ځای ونیوه. نو زه پدی نظر یم چې دغه پیښې ته باید د دغه وخت په تاریخ کی د پام وړ ارزښت ورکړل شي. په همدغه شپه، د هوایي ډگر نه د څو سوه مترو په
واټن کی، د افغانستان برحال جمهور ریس نجیب الله- نجیب گاو- د انارشۍ لخوا خلع قدرت شو. پدغه هیواد کی د څو میاشتو راپدیخوا تر یوی اندازې انارشي شته وه خو تر دغه شپې پورې هیڅکله برلاسې شوې نه وه. کیدای شي حتی د هیواد څخه د نجیب د وتلو نه هم انارشي راغلې وۍ او یا کیدای شي د نجیب رسمي استعفا او ناڅاپه تبعید په پیښور کی تنظیمونه دې ته هڅولي وۍ چې په بی پلوه شورا هوکړه وکړي. موز به هیڅکله پوه نشو چې څه به پیښ شوي وۍ. خو په هغه څه چې پوهیږو دا دي چې د درې کالو راهیسې یعنی د روسانو دوتلو نه راپدیخوا د بې وزله افغانستان په فضا کی د انارشۍ خدایانو وزرې وهلې، نن شپه راښکته شول او کنترول یی په لاس کی واخیست. ورپسی څو کاله وروسته د منځنۍ پیړۍ یوه قاتله تش په نامه اسلام پاله ډله چې پاکستان یی روزنه او پالنه کوله منځ ته راغله.]

اوني تر اوسه د بیننسیوان سره په اړیکه کی دی او هغه ته زموږ په هکله چې څه پیښیږي معلومات ورکوي. د بیننسیوان الوتکه محاصره ده. هغه چیرته خوځېدۍ نشي. بیننسیوان بیا وایي چې ده د الوتکې دروازه بنده کړې تر څو ازبکان الوتکې ته د ننه نشي. ازبکان په لاسي بمونو تجهیز دي خو بیننسیوان فکر نه کوي چې الوتکه به په بمونو والوزوي ځکه دوۍ پوهیږي چې نجیب په الوتکه کی نشته. دوی هیڅ دلیل د الوتکې د الوزولو لپاره نه لري.
[ خو دلته دومره منطقي شیان پیښ شوي ندي. او منطق، چه افغانستان یې د تاریخ په اوږدو کی په تکرار یوازی پرېښۍ ، په دغه شیبه کی هم شتون نه لري.]

د شپې په دوه بجو مونږ گاډي بیرته راگرځوو او د ملگرو ملتو مرکزي دفتر په لور حرکت کوو.

[ حسن کاکړ هم د تیرې شپیې ( ۱۴ د اپریل ) پیښو په هکله چې ما دلته توضیح کړې خپله شرح ورکړې ده. که څه هم د حسن کاکړ تشریحات ډیر د باور وړ ښکاري خو زه پدی ونه
توانیدم چې تایید یې کړم.

د اپریل په څورلسمه د ورځې په دوه بجو د دوستم ملیشې چې د الوتکو په وسیله کابل ته راوستل شوي وې په ښار کی موضع گانې ونیولې. هک او پک جمهور ریس نجیب الله د دفاع عالی شورا یوه بیړنۍ غونډه جوړه کړه او په دې هکله یې توضیحات وغوښتل. عظیمی او نورو پرچمیانو ورته ووییل چې دا ملیشه د گلبدین حکمتیار، چې خپلې قواوې یې د کابل په جنوب کی پر ځای کړې دي، د گواښونو په ضد د کابل د امنیت او دفاع په خاطر راوړل شوېده. دوۍ د
نجیب الله څخه دا هم وغوښتل چې دغه خبره په رادیو او تلویزون کی اعلان کړي او همدا راز په ۱۹۷۹کال کی افغانستان ته د روسي پوځ د بلنې په وجه د ملت نه بښنه وغواړي. پداسې حال کی چې نجیب دوۍ ته د دغه کار د کولو خیال ورکړ، نجیب نیع د ملگرو ملتو مرکزي دفتر ته لاړ او د هغه ځاۍ څخه یی د بیننسیوان نه، چې هغه وخت په اسلام آباد کی و، وغوښتل چې زرترزره کابل ته راشي. کله چې بیننسیوان راورسید، نجیب غوښتل د بیننسیوان سره یو ځاۍ بهر ته لاړ شي، مگر هوایي ډگر د دوستم ملیشو تر کنترول لاندې و او نجیب ته یی د تگ اجازه ورنکړه.]

کله چې مونږ گاډي بیرته راوگرځول، زه سمدستي پوه شوم چې د نجیب د ناکامې تیښتې په هکله د پیښو پایلې د افغانستان د پولو نه اوښتې دي او په عمومی توگه د ملگرو ملتو د سوله ساتې عملیاتو سره تړاو لري. مونږه په بیشمیره توګه د نړۍ په لرې پرتو سیمو کی د سختوگواښونو سره مخ شوي یوو او بې له شکه بیا به هم داسې وشي. حقیقت دا دۍ چې ټوپک والو څو شیبې مخکې موږ په ټوپک تهدید کړو. په یوه حساب موږ تر یوې اندازې یرغمل نیول شوي و.

په یقین سره وایم، هغه گواښونه چې د ملگرو ملتو کارکونکي ( ملکي او نظامی) په سوله ساتي عملیاتو کی ورسره مخ دي، عامه خلکو ته نه ښکاري او نه دوی د قدر په سترگه ورته گوري. که څه هم د ملگرو ملتو نظامیان د دغسې عملیاتو لپاره روزل شوي او ملکي کارکونکي یې په خپله خوښه دغسې د خطر څخه ډکو دندو ته حاضریږي، خو که هر څومره سړی دغسې حالتو ته چمتو وي، د مرگ سره مخامخ کیدل همیشه ورته ویرونکی وي.
د نوبل جایزې کمیټې د شنه خولو ( د ملگرو ملتو سوله ساتی ځواک) حق هغه وخت پر ځاۍ کړ کله چې یی دوۍ ته په ۱۹۸۸ کال کې د سولې نوبل جایزه ورکړه. د ملگرو ملتو د عمومي منشي نه پرته، تر اوسه د ملگرو ملتو هیڅ ملکي مامور د دوۍ د هڅو په خاطر ستایل شوي او یا نازول
شوي ندي که څه هم د یوه ماموریت د مشر نه نیولې تر ټیت رتبه برقی مامور یا موټر چلونکي پورې، دوی اکثره وخت خپل ژوند د نړیواله ټولنې په خدمت کی په خطر کی اچوي. غربي عامه خلک په وار وار د ملگرو ملتو د کارکونکو په هکله د رشوت، لویو بودیجو، او مفت خورۍ کیسې ( ریښتیا او یا خیالي) اوري خو د دوۍ بیشمیره لاسته راوړنې او هغه مرگوني خطرونه چې دوۍ ورسره مخ دي د پامه غورځول کیږي. زه دا نه وایم چې دوۍ ته باید د سپیڅلي مخلوق په
سترگو وکتل شي او یا د دوۍ نه د خپلې خوښې کرکټر لکه مومن خان، د مومن خان اوشیرنۍ په کیسه کی، جوړ شي. خو د هغه درناوي چې دوۍ یې وړ دي، ډیر ورته کیږي، په ځانګړی توګه د واشنگتن د لټانو لخوا څوک چې د خپل پور د ورکولو نه ډه ډه کوي، په وار وار دملگرو ملتو په ځمکني عملیاتو کی د ونډې اخیستلو نه انکار کوي او هر ځل د هر امکان په پیداکولو سره په بیځایه غرور د ملگرو ملتو په سوله ساتي عملیاتو گوتنیونه کوي. دریغۍ چې په کابل
کی، د نیمې شپې په هغه شیبه کی چې څو هلکانو ټوپک موږ ته مخامخ نیولي و، یو څو بانفوذه د امریکا د کانگرس غړي موږ سره وۍ، او ترجیحا ما سره د لمړي گاډي په مخکنی سیټ کی ناست وۍ.

[ که زه تیر ته نظر واچوم، دا واضح وه چې مونږ پدې نه پوهیدو چې دوستم به هوایی ډگر په هغه شپه ونیسي. لکه څنگه چې ما په سریزه کی لنډه یادونه وکړه، جي آني پیکو Gianni Picco د بیننسیوان سره په خبرو کی په دې هکله چې کله نجیب کابل پریږدي، داسی څوک به وي چه د قدرت خلا ډکه کړي خپل تشویش څرگند کړی وو. پیکو د افغانستان په هکله ډیر معلومات لرل. ده په هغه خبرو اترو کې چې په نتیجه کی یی روسي عسکر په ۱۹۸۸ کی د افغانستان نه ووتل گډون درلود. دا د ملگرو ملتو یوه ښه لاسته راوړنه وه چې د ملگرو ملتو  د یوه ځیرک او تیز ژبي دیپلومات، دییگو کاردویز Diego Cordovez  چې د اکوادور و او وروسته د اکوادور د بهرنیو چارو وزیر شو، په دیپلماتیکي هڅو تر سره شوه. خو پیکو سربیره پر دې چې د ډیرو خلکو سره یې اړیکې درلودې، د دوستم په دغه نیت خبر نه وو.نجیب موږ ته یوه لویه ستونزه وه خو موږ یوازی نشو پریښودۍ. زما په یاد دي کله چې زه د افغانستان نه راغلم، ما  په سیاسی چارو کی د عمومي منشي یو معاون سره، جیمز  جونه  James O. Jonah ، چې زما پخوانۍ مشر هم و په خبرو کی وپوښتل چې ولې ملگري ملتونه د نجیب په وړاندې د اخلاقي ژمنې  د نه پر ځاۍ کولو احساس کوي پداسې حال کی چې هغه  ممکن د خپلو زرگونو وطنوالو د وژنې مسولیت په غاړه ولري؟ جمیز جونه چه یو  جگ د سریلیون افریقایۍ و او په سیاسی ساینس کی یې د ایم آی تي څخه دوکتورا لرله په حوصله  ماته د اخلاقی او او سیاسیي ژمنې په منځ کی توپیر څرگند کړ. هغه ووییل چې ملگری ملتو هیڅکله د نجیب د پالیسو پلوي نده کړې. ملگرو ملتو هڅه کوله چې افغانستان ته سوله، ثبات او خپلواکي راولي. د نجیب د استعفا په بدل کی، هغه ته د افغانستان څخه د خوندي وتني ضمانت د دغه هڅو یوه برخه وه.]

د شپې ۲:۲۲ بجې. مونږ د ملگرو ملتو مرکزي دفتر ته ورسیدو. اوني تر اوسه د بیننسیوان سره په موبایل رادیو کی خبرې کوي. دوی په دوامداره توگه یو بل سره په اړیکه کی دي او په ترکي ژبه خبرې کوي. بیننسیوان پوه شو چې مونږه بیرته راوگرځول شوو او نجیب مونږ سره د ملگرو ملتو  په مرکزي دفتر کی دی.
نجیب او جنرال توخی لمړۍ د اوني دفتر ته او ورپسې د بیننسیوان دفتر ته ځي. د دوۍ بکسونه په گاډو کی دي. [ اوني وروسته ما ته  ووییل چې نجیب غوښتل په دهلي کی خپلې میرمنې ته زنگ ووهي او ورته ووایي چې د کابل نه د ده د وتلو مخنیوۍ وشو خو اوني ټینگار کوو چې نجیب لمړۍ یو د هغه جنرالانو نه چې ده ته تر اوسه وفادار دي زنگ ووهي چې بیننسیوان چې په الوتکه کی بند ساتل شوۍ او په خطر کی ده خوشې کړي.]

د شپې ۲:۴۵ بجې. بیننسیوان د الوتکې څخه زنگ وهي او وایي چه دۍ تر اوسه په الوتکه کی ده. الوتکه پرواز نشي  کولای  او د الوتکې نه ازبکان چارپیر دی.

د شپې ۲:۵۰ بجې. بیننسیوان بیا زنگ وهي. درې جنرالان ظاهرا د نجیب په غوښتنه  هوایي ډگر ته په یو میرسیدیس Mercedes کی ورسیدل. بیننسیوان دوۍ ویني  او په دوۍ کی یې  جنرال عظیمی او جنرال دلاور وپیژندل. دوۍ د ملیشو سره  په هوایي ډگر کی خبرې کوي. دوۍ پوهیږي چې د دوۍ د نجات لویه هیله په ملگرو ملتو کی ده نو بیننسیوان باید ضایع نشي.
نجیب هم د ملي امنیت د وزیر غلام فاروق یعقوبي  سره لنډې خبرې وکړې او د دغه پیښې د دلیل پوښتنه یې ترې وکړه. یعقوبي ورته ووییل چې بیرته به د دغه پوښتنې د ځواب د پاره زنگ ووهي.  [ یعقوبي هیڅ زنگ و نه وهلو او سبا ته د ده د ځان وژنې راپور خپور شو. هغه افغانانو چه موږ ورسره اړیکي درلودې،  ووییل چې یعقوبې وژل شوۍ، خو خداۍ خبر. کیداۍ شي یعقوبې د محکومیت نه ځان وژنه غوره گڼلې وي او یا دا هم کیداۍ شی  چې د ده کوم لاس لاندي دۍ وژلۍ وي تر څو خپل ځان د دغه کار په بدل کې په راتلونکي کې د ممکنه محاکمې او جزا نه وژغوري. په هر صورت، مرگ خپل باج واخیسته.]

د شپې ۳ بجې.  بیننسیوان او د هغه مرستیال اندرو گیلمور  Andrew Gilmore ته د الوتکې نه د وتلو اجازه ورکړل شوه. دوۍ به سمدلاسه د ملگرو ملتو مرکزي دفتر ته راشي.  الوتکه تر اوسه په هوایي ډگر کی ده او ملیشه ترې چاپیر ده. زه د نجیب او جنرال توخي سره د بیننسیوان په دفتر کی ناست یم. نجیب ماته په گوډه ماته انگلیسی ژبه  وایي:” ته گوره ورته، دا همغه افراطي عناصر دي چې ما یې په هکله خبرې کولې، او دا یې لا یوازې پیل دۍ.” [ نجیب خپل ځان د زاړه فیوډالي رژیم او دغه نوی افراطیانو په منځ کی اعتدال خوښونکۍ گڼي.]

د شپې ۳:۱۵ بجې. د ملگرو ملتو د الوتکې پیلوټ په موبایل کی موږ ته ووییل چې هغه ته د الوتنې اجازه ورکړل شوه. موږ ورته ووییل چې کله هوا ته شو نو موږ ته خبر راکړي.[ په حقیقت کی موږ دا ومنله چې نجیب به نن شپه پرواز ونه شي کړۍ.]  په څو دقیقو کی الوتکه په بریالیتوب سره په هوا کیږي.  موږ د ملگرو ملتو په دفتر کی د خپل پیټې سره یو.

د شپې ۳:۲۰ بجې. بیننسیوان د جنرال عظیمی سره د هوایي ډگر نه راورسید. اوني لا د مخه  د هند د سفارت سره په اړیکه که شوۍ و تر څو نجیب ته د سیاسي  پناه ورکولو غوښتنه وکړي.  زموږ په اټکل موږ دوه ساعته نور وخت د سهار تر رڼا پوري، کله چې د ملگرو ملتو سیمیزه کارکونکي دفتر ته راځي، درلود. او هغه وخت به ټول ښار او ټوله نړۍ خبره شي چې څه پیښ شویدي.

د سهار ۴ بجې. بیننسیوان د پاکستان سفارت عمومي مدیر ته زنگ ووهه تر څو د مجاهدینو سره داسې پلان جوړ کړي په کوم کی چې د نجیب بهر ته د خوندي تگ په بدل کی، د کابل د واک چارې  یوې نظامې شورا ته د جنرال عظیمی په مشرۍ سمدلاسه  وسپارل شي. او بیا به دغه نظامي شورا واک بیطرفه شورا ته وسپاري. بیننسیوان غواړي د قدرت انتقال په سولیزه توگه ، لکه څنگه چې پدې ورستیو کی په شمالي ښارونو کی پاۍ ته ورسید،  تر سره شي. بیننسیوان په تیلفون کی عمومي مدیر ته د نظامي شورا د غړو نومونه اخلي.

د سهار ۴:۲۰ بجې. د نظامي شورا مفکوره مخ په ړنگیدو ده. بیننسیوان د عظیمی سره بیا خبرې وکړې. هغه خلک چې د عظیمی په نوملړ کې  و، ځینې یې تښتیدلي او ځینو یي پخپله د بل چا سره خبره جوړه کړې.

سهار ۴:۳۰ بجې. بیننسیوان په نیویارک کی جیانیي پیکو Gianni Picco ته زنگ وهي او د پیښو نه یې خبروي.  بیننسیوان خپله اندیښنه چې ښایي د ملگرو ملتو په دفتر حمله وشي جیاني ته څرگندوي او په شفري بڼه وایي،” پېټي مو تسلیم نشو کړۍ. موږ سره یو ساعتي بم دۍ. دا خلک قصابان دي.”
په همدغه سهار په نیویارک کی د ملگرو ملتو عمومي منشي بوتروس غالي Boutros Ghali په یوه خپره شوې وینا کی په کابل کی د اپریل په پنځلسمه شپه ( چې سبا ته شپاړسم د اپریل کیږي) د پیښو په هکله خپل خپگان څرگند کړ.  او زیاته یې کړه چې تمه لري د ملگرو ملتو د کارکونکو خوندیتوب ته درناوۍ وشي او د خپلو دندو د ترسره کولو په وجه، دوۍ ته د هیواد نه د وتلو او ننوتلو اجازه ورکړل شي.

د سهار ۴:۳۵ بجې. د هند شازدفیر راورسید او وایي چه فکر کوي نجیب ته به د هند په سفارت کې پناه ورکړۍ شي خو لمړی باید د نوي دهلي سره په دې هکله وغږیږي او بینسیوان باید په رسمې توگه دغه غوښتنه د هند د سفارت څخه وکړي. اوني لاړ تر څو دغه غوښتنه ولیکي.

د سهار ۵:۱۵ بجې. د هند سفیر د بد خبر سره راغی. نوۍ دهلي په دې اندیښنه کی ده چې که نجیب ته پناه ورکړي، په کابل کی ښایي په هندي  اوسیدونکو باندی د غچ اخیستنې یرغل وشي. د هند سفیر زړه نا زړه ده.

د سهار ۵:۳۰  بجې. بیننسیوان د څو نورو سفارتونو سره اړیکه نیسي تر څو نوری لاری چاری ولټوي. موږ د سهار په راتگ سره په ویره کی یو چې د ښار خلک به په پیښو خبر شي. موږ دا انگیرله چې اوس به د وخته د وطن گوند غړي چې سیمیزه رسنۍ یې تر کنترول لاندي دي خلک د نجیب د ناکامه تیښتې په هکله خبر کړي وي.  همدا راز د ښار اوسیدونکوي د سهاره خپلو سیمیزه جوماتونو ته د لمانځه لپاره ځي او معلومات تبادله کوي. جومات  خصوصا په داسې  بحراني حالاتو کی د ټولنیز او سیاسي خبرو ځاۍ ده.

د سهار ۶:۱۵ بجې. موږ ټول وارخطا یو، هیچا ته خوب نه ورځي. د هند، ترکیې، ایران، فرانسې، پاکستان، چین او ایتالیا پلاوي راورسیدل. بیننسیوان په بله کوټه کی په تیلفون کی خبرې کوي. دوۍ زما نه پوښتنه کوي چې ولې دلته راغوښتل شویدي. زه دوۍ ته وایم چې بیننسیوان به په څو دقیقو کی د دوۍ سره خبرې وکړې خو دوۍ ټینگار کوي  چې زرترزره دوۍ په حال پوه کړي. دوۍ دومره سهار وختي  د خوبه ویښ کړل شوي او  د دغه کار د دلیل توضیحات غواړي. زه دوۍ ته وایم چې موږ د کابل څخه د نجیب په ایستلو کی پاتې راغلو او اوس نجیب موږ سره دلته ده. دوۍ هک پک شول.
بیننسیوان د بلې کوټې نه راغۍ او پلاوي ته یې وویل چې ده غوښتل د نجیب سره هند ته لاړ شي خو د ملگرو ملتو الوتکه په هوایي  ډگر کی د کیناستو سره سم محاصره شوه. ده د دغسې هر کلي تمه نلرله. په هوایي ډگر کی یو کس هم انگلیسي خبرې نشو کولاۍ او ژباړن  هم نه و. دۍ او د ده خلک د بندیانو په شان و. په پاۍ کی عظیمي راغۍ  او بینسیوان ورته وویل چې دۍ حاضر دی چې په کابل کی پاتې شي خو په دې شرط چې د ملگرو ملتو الوتکې ته د پرواز اجازه ورکړل شي. هغه د الوتکې د کارکونکو د امنیت په هکله اندیښمن و او دۍ  پوهیدو چې نن شپه به د نجیب سره یو ځاۍ پرواز ونشي  کړۍ. د عظیمي په مرسته ملیشو هوکړه وکړه او د ملگرو ملتو الوتکه بیرته پاکستان ته والوته.

د سهار ۶:۴۵ بجې.  پاکستان وړاندیز وکړ چې نجیب ته به د پاکستان په سفارت کی پناه ورکړي. موږ  یو زغره گاډي    تیار کړ تر څو نجیب او ورسره مل کسان د پاکستان سفارت ته ورسوي.  د دوۍ لیږدونه به څو دقیقې ونیسي او مخ کی له دینه چه ښار ویښ شي، دا کار به سرته رسیدلۍ وي.

د سهار ۶:۵۵ بجې. بیننسیوان د پاکستان وړاندیز نجیب ته وایي.  د بیننسیوان په دفتر کی د ما، اوني ، نجیب او بیننسیوان سربیره  د پاکستان او ایران استازی هم شته. اوني د ژباړې دنده اخلې .
د نجیب بڼه په احساساتو کی ډوبه شوه. لمړۍ یې په ټینگ خو آرامه غږ  خبرې کولې . په دقت یې د خپل اوریدونکو ارزونه کوله او په وقار ، لکه یو هیواد مشر، سیاسي تحلیل یې په خپلو خبرو کی تشریح کولو. په داسې حال کی چې خپل احساسات یی تر کنترول لاندې راوستل،  ځان او هیواد یې د خپل کنترول نه د باندې قواوو او ښایي د نړیواله دسیسې قرباني وبلل، خو په څو دقیقو کې یې احساسات د کنترول څخه وځي او غصه یې زیاتیږي.نجیب د دوه متضاده احساساتو سره مخ دی ،  له یوې خوا خپل عزت او  د وطن پرستی او هیواد ته د وفاداری حس او له بلې  خوا د ځان ژغورنې غریزه او د خپلې کورنۍ د بیا لیدو د لیوالتیا حس.
نجیب:  ما درته وویل چې کچیرې زما استعفا جگړه پاۍ ته رسوي او په کابل یرغل نکیږي، زه به د ملگرو ملتو د سولی پلان سره سم استعفا وکړم. ما تا ته دا خبرداری هم درکړ چې که زه مخکی له دېنه چې یو موقت حکومت جوړ شي استعفا وکړم نو د قدرت خلا به منځ ته راشي. دا دي اوس همغه څه پیښیږي. ما د دغسې حالاتو سره دا درې کاله مبارزه کړې. زه پوهیدم چې یو ځل د قدرت خلا منځ ته راشي، نو د نظم او امنیت مسولیت به د چا په غاړه وي؟ نیوازي د نجیب الله غرور او عزت بلکه د ملگرو ملتو عزت هم په خطر کی ده. زه پاکستان ته نه ځم! دا دحل لاره نه ده. زه د ملگرو ملتو په دفتر کی پاتې کیدل غوره گڼم. د حل لاره د ملگرو ملتو د سولې پلان او بیطرفه شورا ده چې د یوې انتقالي ادارې په صفت به زرترزره د واک چارې په لاس کی واخلي.
نجیب د خبرو په حال  خپله گوته بیننسیوان او د ایران او پاکستان استازو ته څنډي او دوۍ د خپلو وعدو په ماتولو او په افغانستان کې د قومي شخړو په پارولو تورنوي. [ په دغه شیبه کی د نجیب د ملي غرور احساس  او سیاسی شعور، د هغه مارکسیستی زده کړې، د  هغه د ژوند د بقا  په اندیښنو غالب شو. هغه ځان د ملگرو ملتو په دفتر کی خوندي گڼي او نه غواړي په داسې هیوادو کی پناه واخلي چې د ده په هیواد کی لاسوهنې کوي  او تشدد پاروي.  د ایران او پاکستان د استازو څخه د نجیب کرکه واضح ښکاري. دغه کرکې لکه د تیزابو وریځ فضا نیولې ده .]
د نجیب د اندیښنې په هکله چې په کابل به د ده د استعفا له امله یرغل وشي، د ایران استازي وایي چې دوی به هڅه وکړي چې د مجاهدینو په کابل باندې د یرغل مخه ونیسي او خپله خواشینی یې په ایران د نجیب په لفظي حمله څرگنده کړه. ایران دوه میلیونه افغانانو ته پناه ورکړې او ایران یو ملگری هیواد دی.
بیننسیوان نجیب ته وایي: زه ډاډه نه یم چې ته به دلته خوندي وې ، ته به د دغه ځاۍ په پرتله په یو سفارت کی ډیر خوندي  وې. [ بیننسیوان غواړي نجیب زرترزره د ملگرو ملتو د ودانۍ نه وباسي او کنه لکه څنگه چې ده په تیلفون کی پیکو ته وویل، ویره لري چې د ملگرو ملتو په مرکزی دفتر به یرغل وشي. داسې یرغل به د ملگرو ملتو کارکونکي په خطر کی واچوي,  د ملگرو ملتو کار به ستونځمن کړي او بی له شکه د نجیب ژوند به په خطر کی وي. په دې سربیره، که نجیب د ملگرو ملتو په ودانۍ کی پاتې شي،  د سولې په خبرو کی به د ملگرو ملتو موقف ته زیان ورسیږي او ملگری ملتونه به د ستونزې یو اړخ وگڼل شي، نه د ستونزې د حل یوه برخه. موږ به نیوازې د نجیب ساتونکي بلکه د هغې د سیاسي نظر پلونکي وبلل شو.]

نجیب ( ټولو ته په خطاب کی). هغه ضمانتونه چې مجاهدینو او د دوۍ پلوی هیوادو  لکه پاکستان او ایران ورکړي، بې گټې دي. په شمال کی د مجاهدینو قومندانانو قسم کړی چې د کابل رژیم به په ظالمانه توگه تباه کوي. دوۍ وایي چې دا وړاندیز شوې بې پلوه شورا د غربي پلوه او د پخوانی پاچا د پلویانو نه جوړه شوې. دوۍ همیشه د ملگرو ملتو د پلان سره په مخالفت کی بهانې کوي. زه د ملگرو ملتو د پلان عملي کول غواړم. ښاغلی بیننسیوان د هغه څه چې ما مخکې ویلي شاهد ده. ما وویل کله چې د قدرت انتقال پیل شو، زه به استعفا وکړم خو ده وویل چې نه،  زه باید مخکې استعفا ورکړم. ما خبرداری ورکړ چې که زه مخکې استعفا ورکړم ، د قدرت خلا منځ ته راځي. دا دي همغه څه اوس کیږي. د دغه ورستیو کړنو موخه د ملگرو ملتو د پلان ناکامول دي. مجاهدین ادعا کوي چې د ملگرو ملتو پلان غربي او شاهي پلوه دی. دا چټیات دي. ما پخپله هیڅ شرط د بې پلوه  شورا  په نوم لړ کینښود. ملگری ملتونه باید په ټولو غاړو فشار واچوي چې د ملگرو ملتو پلان ومني. که داسې ونشي، شمال به بیل او افغانستان به تجزیه شي.
ورپسې، نجیب د لاسونو په خوځولو او په ډیره ترخه ژبه، چې تندوالۍ یی ایران ته ډیر وو،  د پاکستان او ایران په غندلو پیل وکړ. که څه هم دا په هیڅ وجه کمیدي حالت نه و، خو  نجیب ما ته په دغه شیبه کی د Incredible Hulk  فلم هیرو را په یاد کړ چې د هرې جملې په ویلو سره به غټیده او لکه یو زهرجن مار به دومره وپړسید چې سړي به ویل چې اوس به وچوي.
نجیب: پاکستان هره ورځ وایي چې جگړه نه غواړي، خو گورو چې د مجاهدینو نه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. او ایران هر څه چې وایي بیا هم د مجاهدینو ملاتړ کوي.
نجیب په ایراني استازیي باندیې، چې په ونه ټیټ او جسامت کوچنی و، چیغې وهي. ما ته یو ځل ویره پیدا شوه چې نجیب به په خپل غټو لاسو دا سړۍ  راونیسي او د نژدې کړکۍ نه به یی حویلی ته واچوي [ ښایي که مونږ نه‌وۍ، نجیب همداسې کړي وۍ.]

نجیب ( بیننسیوان ته یې مخ دی):  نن ما د افغانستان جمهوری دولت د ریس او د وطن گوند د مشر په توگه استعفا ورکړه. اوس ملگری ملتونه مسولیت لري چې خپل پلان عملي کړي. که څوک د ملگرو ملتو په ودانۍ یرغل وکړي، زه حاضر یم چې خپل ځان قرباني کړم کچیرته دا زما هیواد ته د سولې په راتگ کی مرسته وکړي. زه دغه لویې قربانۍ ته چمتو یم.
دغه خبرې څو دقیقې دوام کوي ، خو ډیرۍ یې یو شان خبرې دې. د پناه ورکولو وړاندیزونه کیږي  او رد کیږي، غندنې کیږي، تورونه لگول کیږي او غمجنی وړاندوینې کیږي . ډیری خبرې نجیب کوي. دۍ د ایران او پاکستان د استازو نه کرکه کوي او دوۍ ته کنځا کوې. نجیب لکه یو ډوبیدونکی کس ملگری ملتو ته د ژغورنې لپاره لاس اچوي که څه هم دۍ پوهیږي چې پدغه وخت کی د ملگرو ملتو څه د لاسه نه کیږي او حتی په دغه شبیه کی ښایي  بی اعتباره شوی هم وي. [ که جنگي ډلی بی پلوه شورا و نه غواړي، نو دغه شورا به نه وي. سپینه او لنډه خبره.  د جنگیالیو څخه یو ډک هیواد کی دا دود ده چې نظامي بریا همیشه د دیپلوماسی نه مخکی کیږي. داسی نه ښکاري چې ملگری ملتونه به وکړۍ شي چې کومه سوله په دوی تحمیل کړي، حتی د یو موقتی اداری نه مخکی یوه بی پلوه شورا.]

بیننسیوان ،اوني او د ایران او پاکستان استازي ځي. زه د نجیب او د هغه  ساتونکی سره یوازې پاتې کیږم.   نجیب پر ما باندی بی حده ډیر مثبت تاثیر وکړ. زه چې د ده په هکله هر نظر لرم، خو زما د نجیب سیاسی استقلال ډیر خوښ شو. نجیب پاکستان او ایران ته وایي، زه په تاسی باور نه کوم، حرامیانو! زه تاسې ته د پناه وړلو نه  مرگ  غوره گڼم. بر سیره پر دی،  زه باور هم نه لرم چه تاسی به می وساتۍ.
نجیب ما ته مخ اړوي او یو ځل بیا بنسټپال په تندوۍ غندي . نجیب دوۍ ته د خپل اصلي دښمن په سترگه گوري. نجیب دا حقیقت نه یادوي چې متحده ایالاتو دغه خلکو ته وسله ورکوله او د دوۍ ملاتړ یی د شوروی په ضد جگړه کی کوو. نجیب دې ته هم کومه اشاره ونکړه چې روسانو دۍ یوازې پریښود. دۍ د جییوپولټیک مینه وال نه دی، دۍ د لویو قدرتو د سیاست مینه وال نه دی. نجیب دغه بنسټپال د سیمي ثبات ته لوۍ گواښ گڼي. دوۍ  په شمالی افریقا، لبنان، هند او کشمیر کی ستونزې جوړوي. دوۍ د سولی دښمن دي، د دوۍ باید مخنیوی وشي.
زه نجیب ته وایم چې زه ورسره  همغږی یم، هو یم. زه هم په دی نظر یم چې بنسټ پالنه د نړۍ ثبات ته لوی گواښ دی. سړه جگړه پاۍ ته رسیدلی او کمونیزم نور دومره د پام وړ گواښ نه دی.
ما د نجیب غندنو ته څو دقیقې غوږ ونیو. په خبرو اترو کی یوه ښه اسلحه مقابل لوري ته په فعاله توگه غوږ نیول دی او د هغه خبرو ته پوره ځیرتیا ده. په دغه توگه سړۍ د مقابل لوري باور تر لاسه کولی شي.
پس د څه وخته، زه د وتلو اجازه غواړم او نجیب ته وایم  چې بیرته راځم. نجیب له خپل ځایه پورته شي او ما ته لاس راکوي او وایي چې په ملگرو ملتو باور لري.

[ یوه آخرۍ یادونه، بیننسیوان وروسته ما ته وویل چې ده دا نیت درلود چې د څو هیوادو استازي د گاډو په قطار کی هوایي ډگر ته ځان سره مل کړي. په دغه کار به د نجیب ښه  ساتنه شوی وۍ او  ملگرو ملتونه به  ډیر  واکمن ښکاره شوي وۍ. خو بیننسیوان ډیر ناوخته راورسید ځکه چې  ده په یوه زړورې  خو بی گټې هڅه کی  د بیلابیلو جهادي  گروپو سره په خبرو اخته و تر څو د بی پلوه شورا د نوملړ په هکله د دوۍ هوکړه تر لاسه کړي. که بیننسیوان یوه ورځ مخکی او حتی څو ساعته مخکی رارسیدلی وۍ، ښایي نجیب د کابل نه په وتلو توانیدلۍ وۍ خو بیننسیوان څه پوهیدو چې ازبکان به هوایي ډگر ونیسي او هغه به څنگه په پیښور کی تر هغه وخته چې د خبرو د بریا هېلې وې د مجاهدینو سره خبرې اترې  پریښې وۍ.  په بیننسیوان باندی نیوکه کونکي وایي چې د پیښور اووه گونو سره د هوکړې  هیله هیڅکله نه کیده او د نجیب استعفا د وخت نه مخکی وه. خو دا وروسته پوهیدنه د ځان ښودنه ده. ښایي  یوازینۍ خبره چې ټولو گوریلایي گروپونه په یوه خوله کوله، د نجیب د قدرت نه لاس اخیستل وو. دغه غوښتنه د سولی د خبرو په محراق کی وه نو څنگه دغه ته پام نه وۍ شوۍ ؟ ]

د ماسپښین ۱:۳۰ بجه. زه او بینسیوان د وطن گوند مرکزی دفتر ته ځو تر څو د دغه گوند د اجرایوي کمیټی سره وگورو. زه په دی وتوانیدم چې څه کم یا زیات دوه ساعته خوب وکړم. زه فکر نه کوم چې بیننسیوان به د پرون راهیسې کله چې د پیښور نه کابل ته را روان شو  خوب کړۍ وي.
په خبرو کی زموږ مقابل لورۍ سلیمان لایق دی.

لایق: تاسي پخوا زموږ نه وپوښتل چې موږ  د ملگرو ملتو د لارې یوې موقتې ادارې ته د قدرت انتقال ته حاضر یو. مونږه هوکړه وکړه، مونږ د ملگرو ملتو د سولې پلان ومنو. ملگري ملتونه کولۍ شي یوه بې پلوه شورا جوړه کړي. د شورا د غړو شمیر مهم نده. دغه شورا د موقت حکومت تر جوړیدو پورې د چارو اداره په لاس کی واخلي.

سیوان: ما درته وویل چې کچیرته ملکي اداره دغه شورا ته ونسپارل شي، د سولې پلان به کار ونکړي. د یوې شورا شتون حتمي ده.

لایق: هو، خو که یوازی ملکی اداره انتقال شي، نو دلته به دوه گونی قوی وي. د نظامي قدرت د انتقال اړتیا هم شته.  یوازی د ملکي اداری انتقال کافي نده. کچیرې تاسې غواړی، موږ کولاۍ شو د قومندانانو یوه شورا جوړه کړو تر څو د نظامي قدرت انتقال ته چمتو والۍ ونیسي.

سیوان: هو، دغه امکان شته.

لایق: موږ به د قومندانانو د شورا نوملړ چمتو کړو.

سیوان: تاسې د دغسې معاملې امکان چې په مزارشریف کی وشوه  په کابل کی گورۍ؟ موږ کولاۍ شو د وینې تویدنې مخه ونیسو؟

لایق: دا نه اټکل کیدونکی ده. هیچا دا اټکل نه کوو چې نجيب به استعفا وکړي او نور څه به پيښ شي.

سيوان: تاسې به يوه بې پلوه شورا چې د وطن ګوند په کی استازيتوب ونلري ومنۍ؟

لايق:  زمونږ ګوند د ګوښه کولو ګټه څه ده? دا به ګډوډي رامنځ ته کړي.

سيوان: دا به د شخړې پاۍ ته رسول آسانه کړي.[ موږ ټول په دې پوهيږو چې مجاهدين په شورا که د کمونستانو شتون نه غواړي, او موږ ټول په دې هم پوهيږو چې د وطن ګوند اوس هيڅ د چنې وهلو لپاره څه نه لري. د دغه جګړې ګټونکي اوس بايلونکو ته د څه ورکولو لپاره حاظر نه دی. په داسې حال کې چې بينان هڅه کوي چې د ممکنه راتلونکې آفت اغیز کم کړي, په حقيقت کې لايق غواړي خپل ژوند وژغوري. دا د الیس د هدس په فلم کی کیسه ده. ” بی وسلی کول” د وطن ګوند اوس داسې ده لکه د يو مړ مار نه چه نيښ وباسې.]

لايق: دا به انارشي منځ ته راولي.

بینان:  ما همدغه اوس یو ښه خبر د پاکستان نه تر لاسه کړ.  دوۍ وايي چې  د لسو  کسانو په نومونو يي د بې پلوه شورا  لپاره هوکړه وکړه. که دا خلک کابل ته راشي, ستاسې وزيران به استعفا وکړي?

لايق: هو, يقينا [ نورو حاضرينو هم د هوکړې سر وخوځوه.]
دا هغه څه دي چې بايد وشي. شورا بايد سر  د اوسه د تصميم صلاحيت ولري. دا به حالات د ثبات لور ته راولي.

بينان: ډير ښه, نو همدغه زموږ هوکړه ده. اوس به د نجيب الله موضوع ته راشو. لکه څنګه چې تاسي پوهيږۍ, نجپب  د سولې په ټولو خبرو کې يو لوۍ خنډ و. ما د ډيرې مودې راهيسې هڅه کوله چې دغه خنډ لېرې کړم. دا آسانه کار نه و, خو په پاۍ که زه په دې بريالۍ شوم چې نجيب په دې  قانع کړم  چې استعفا وکړي او په بې پلوه شورا او موقت حکومت کې برخه  وانخلي. که څه هم ټول ګروپونه په  رسمي توګه د نجيب د استعفا غوښتونکي و,  موږ دا  اړينه ګڼله چې نجپب د استعفا سره بايد د قدرت د خلا مخنيوۍ وشي. د نجيب الله شتون په کابل کې به د سولې پروسې ته ګټور نه وي. مخالفين به په دې ټينګار کوي چې که څه هم  نجيب د خپلې څوکۍ نه  ګوښه شوۍ, خو  دۍ  په سياسي پروسه کې ګوتې وهي. نو دا اړينه ده چې نجيب زرترزره او په خوندي توګه له هيواد څخه واپستل شي. که ده ته څه پيښ شي, دا به په افغانستان بد انعکاس ولري. کچيرې د سولې بريا غواړۍ, د نجيب  بهر ته دخوندي تګ ضمانت بايد وشي.

لايق: د بيګاه پیښه او دا چې تاسو هڅه وکړه چې نجیب د هيواد څخه وباسۍ, مناسب نه و, په تيره بيا چې نجيب وکړۍ شول ملګري ملتونه په دی  کې دخیل کړي. د نجیب عمل چې غوښتل یې لکه غل په نیمه شپه د هیواد څخه ووځي خواشینې کونکۍ ده ځکه  ده نه د ګوند سره او نه د دولت سره مشوره وکړه او ده حتی ستا ژوند په خطر کې واچوه. نجیب د بیرته خپل کور ته ولیږدول شي. تر څو چې موږ دا پریکړه کوو چې نجیب چیرته د تګ اجازه لري، موږ یې په کور کې د خوندیتوب او روغتیا ضمانت کوو.

بینان: تاسې ملګري ملتونه په سخت حالت کی اچوۍ.نجیب الله په ملګرو ملتو کې پناه اخیستې ده. که موږ یې پرینږدو، دا به د سولې پروسې ته ښه نه وي. موږ باید دغه ستونزه حل کړو او کنه دا به یوه داسې لویه نړیواله پیښه شي چې هیڅوک به یې د پایلو اټکل ونشي کړۍ. سربیره پر دې، زه به څنګه د بې پلوه شورا غړو ته قناعت ورکړم چې په کابل کې د دوۍ امنیت تضمین دۍ په داسې حال کې چې زه د جمهور ریس نجیب الله د امنیت تضمین نشم کولاۍ. یوازینۍ دلیل چې ملګري ملتونه په دغه ستونزه کې ښکیل شول دا و چې ملګري ملتونو غوښتل د سولې په لاره کې یو لوۍ خنډ لېرې کړي. که دغه موضوع زرترزره حل نشي، نو لویو ستنونزو ته به هم د حل لاره نه وې. تاسې باید پریکړه وکړۍ چې د دغو څخه کوم یو مهم ده، د کابل نه د نجیب الله د وتلو مخنیوي او یا د سولې پروسې ته دوام ورکول. دا ستاسې پریکړه ده.

لایق: موږ باید د نجیب الله په هکله مخکې له دې نه چې دغه حالت راشي خبرې کړې وۍ.

بینان: موږ او تاسې هوکړه کړې وه. موږ ته د خوندي تګ ضمانت شوي و. تاسې ولې زموږ ګاډو ته اجازه ورنکړه چې د پوستې نه تیر شي؟

لایق: موږ ځینې کړنلاری یا طرزالعملونه لرو چې نه یوازې ستاسې بلکې په هره موضوع کی باید د هغوی په بنا عمل وکړو.

بینان: مګر موږ او تاسې هوکړه کړې وه.

لایق:  دلته یوه غلط فهمي شوې. لکه څنګه چې ما وویل، مونږ ځینې طرزالعملونه لرو چې په هر حالت کی باید تر سره شي.[ که څه هم بینان داسې ښیي لکه چې لایق زموږ هوایي ډګر ته د مخنیوي امر ورکړي وي، خو دا واضح نه وه چې چا زمونږ مخه پرون شپه ونیوله.   ښایي دا به د دوستم کسان و چې موږ یې پرینښودو چې نجیب د هیواد څخه وباسو، خو بینان ډاډه نه و او دا د وطن ګوند و چې د بینان سره یې هوکړه کړې وه، نه دوستم.  ما ته د دن کیورک خبره په یاد شوه چې وې وییل، د آخري پوستې د عسکرو یونیفورم د مخکینیو پوستو د عسکرو د یونیفورم سره توپیر درلود. ما ګمان وکړ چې لایق غواړي هسې وښیې چې ده په دې کار کې لاس درلود تر څو د خپل ځان او خپل ګوند پرستیژ  یا حیثیت زیات کړي. اوس چې نجیب قدرت نه لري او د یو مجرم په سترګه ورته کتل کیږي، لایق غواړي په دغه خبرو خپل کریدت یا اعتبار ډیر کړي.]

سیوان:  نو د نجیب په هکله څه وکړو؟ [ بینان هڅه کوي
معلومات راغونډ کړي. هوایې ډګر به د څومره وخت لپاره تړلۍ وي؟ هوايي ډګر د چا په لاس کی دی؟ موږ هم ورو ورو ناکراره کیدو، ناکراره چې زرترزره د نجیب نه ځان خلاس کړو.  موږ د معلومات ټولولو په هڅه کی يو. موږ   لکه بی وسلې ژوند ژغورونکي د یوه ډوبیدونکي د ژغورلو لپاره د شارک څخه ډک سمندر کی  لامبو کوو.]

لایق: نجیب الله کولی شي تاسې سره پاتې شي خو تر څو چې د ده په هکله پريکړه نه ده شوې چې چيرته لاړ شي،  ده ته باید اجازه ورنکړل شي چې د ملګرو ملتو د ودانۍ نه ووځي. ښاغلې سیوان، ته چې کله په کابل کی وی، ځان خوندې نه احساسوې؟ دا د دې معنی لری چه موږ د امنیت ضمانت کوی شو.

سیوان:  زه د دې لپاره کابل ته نه راځم ځکه چې ځان خوندي احساسوم. زه دلته راځم ځکه چې ستاسی هیواد په ما ګران دی خو غواړم دا هم در په یاد کړم چې زما دفتر په راکټ لګيدلۍ او زما الوتکه دوه اویا ځایه مرميو سوري کړیده.

لایق: دا ريښتيا ده چې تاسی غټ خطر په ځان منلی ده خو د ملګرو ملتو د پاره د لوی پرستیژ او درناوۍ هم ترلاسه کړی. په هر صورت، زمونږ قواوو ستا په دفتر او الوتکه ډزی نه دي کړی. موږ ملګرو ملتو ته درناوۍ لرو او هیڅکله  به ډزي پری ونکړو.

سیوان: اوس اصلي اندیښنه دا ده چې سوله څرنګه هيواد ته راولو. تاسې به د نجیب په نه پريښودلو هیڅ لاسته رانه وړۍ. دا به يوازې د سولې په لار کی خنډ وګرځي. یوه بله خبره، اوس چې تاسې د امنیت چاری په لاس کی لرۍ، زه هیله مند یم چې تاسې ماته دا ډاډ راکړئ چې د ملګروملتو مرکزي دفتر مخی ته به لوۍ لاريونونه نه کيږي. د ملګروملتو په ودانۍ یرغل به ټولو ته لویه ستونزه جوړه کړي.  په دغسې وخت کی لکه اوس، موږ باید احساسات پرې نږدو چې برلاسي شي. تاسی باید په دی پوه شۍ چې کله د یو هیواد اولسمشر زما د مرستې غوښتنه کوي، زه مجبور یم چې خپله ژمنه تر سره کړم.  لکه څنګه چې اولسمشر نجيب الله خپلی استعفا ته حاضر شو او د هیواد نه د وتلو غوښته یی وکړه، ما دا ګڼله چې تاسی سره به یی مشوره کړی وي. زه هیله مند یم چې تاسی به  زما حالت درک کړۍ. د لاریونو مخنیوي به تاسی وکړۍ؟

لایق: ډاډه اوسئ. د ملګروملتو ودانۍ مخې ته به هیڅ لاریون نه کيږي خو موږ ستاسی څخه غوښتنه کوو چې تر څو موږ نه دی ویلی، نجیب الله د ملګروملتو د ودانۍ څخه بل ځاۍ ته و نه خوځوی.

سیوان: تر څو چې دغه موضوع نه ده حل شوی، زه کابل نشم پریښودی. داسی پلان و چې زه نن مزارشريف ته لاړ شم، خو تر څو چې دا موضوع حل نشي، زه نه ځم.  هیله مند یم چې دوۍ دا ځانته سپکاوی ونه ګڼي. د نجيب الله په هکله یوه بله خبر، لکه څنګه چې  ډیر افراد او ډلې غواړي نجیب لاسته ورشي، تاسی د نجیب د تګ په مخنیوي سره
په کابل کی ترينګلتيا هڅوۍ.
[ په دغه شیبه کی بینان د نجیب الله استعفا لیک د اجرايه کميټی ته سپاري. استعفا لیک په لوړ غږ لوستل کیږي.]

لایق: موږ دغه لیک په رسمیت نه پیژنو نو مونږ به یی په ملي رادیو کی خپور نکړو.

بینان: ملګري ملتونه به یی هم خپور نکړي، خو نړیواله رسنۍ د دغه استعفا لیک کاپي لري. دوی به یی خپور کړي.

لایق: د کابل اوسيدونکي آرامه دي، د نجیب د استعفا خبر یی نه خپه کوي. همدا راز ته هم د ځان د امنیت په هکله ډاډه اوسه، د ښار امنیت ښه ده. هو ريښتيا، جنرال يعقوبي، د ملي امنیت وزیر، ځان وژنه کړی. سبا ته یی جنازه ده. [ ماته سمدلاسه شک پیدا شو چې دا به ریښتیا ځان وژنه وي.]

سیوان: سبا به نهو بجو به بیا سره وګورو.

لایق: سمه ده.

د اپریل ۱۷،  کال ۱۹۹۲

۱۱ بجې: د ترکیی سفارت، معلوماتی غونډه، د غونډې موضوع: که اړتیا پیدا شوه، د هیواد نه د ملګروملتو د کارکونکو د بیړنۍ وتنې د امنیت تیاری. په مزارشريف کی د ۱۴ تنو په ګډون، ملګري ملتونه ۹۱ کارکونکي چې ډيرۍ یی د بشری مرستو کارکونکي دی په افغانستان کی لري. سربيره پر دی، د ملګری ملتو ۱۴ کارکونکي چې د سولې په کارونو بوخت دی په مرکزي دفتر کی دي چې ټول ۱۰۵ کسه کیږي. [  تاسی فکر وکړئ ، څورلس کسان هڅه کوي د یوه لوۍ ناورین مخه ونیسي او په زرهاوو ټوپکوال کرار کړي. دا زړورتوب یا ليونتوب ده؟]

بینان خپلی خبری د نجیب الله په استعفا پيل کوي  او وایی چې د نجیب الله پرونی استعفا په بشپړه توګه د هغه اعلاميې سره برابره وو چې ده د مارچ په اتلسم وویل چې استعفا به وکړي. د نجیب الله استعفا د ملګرو ملتو د سولې پلان سره پوره سمون درلود.  ټولې خواوې دغه تفاهم ته رسيدلې وې چې دا به ډیر ښه وي که نجیب استعفا وکړي او هیواد پریږدي.  داسی په نظر کی وه چې د ده استعفا به هیواد ته یوالۍ راولي. دا کومه غيرمعمولي سناریو نه وه.  طمع کیده چې یو اېتلاف به د ده ځای ونیسي او د پخلاينې پروسه پیل شي. خو چا چې د نجيب الله د خوندي تګ ضمانت کړی و، په آخره دقيقه کی نظر بدل کړ او دغه پروسه یی ضعيفه کړه. اوس که څه هم افغان دولت نجیب غواړي،  بینان دوی ته په زغرده وویل چې نجیب ملګرو ملتو ته پناه وړې او ملګري ملتونه به یی ساتنه وکړي. که چا د ملګرو ملتو په ودانۍ د یرغل هڅه وکړه، دا به لویه نړيواله ستونزه جوړه کړي او د سولې پروسې خنډ به وګرځي. ملګري ملتو غوښتنه وکړه چې نجیب ته د هیواد څخه د وتلو او یو ځای ته د تګ اجازه ورکړل شي چیرته چې ده ته  سياسي پناه ورکول کیږي. بینان د څو هیوادو څخه غوښته کړې  چې د افغان دولت نه په رسمي توګه د نجیب د خوندي وتنې غوښتنه وکړي. تر څو چې دغه موضوع حل شوی نه وي، د سوله پروسه به مخ ته لاړه نشي او بینان به په افغانستان کی پاتي شي. بینان تر اوسه د یوې بی پلوه شورا جوړیدو ته هیله مند دي.
د یوې پوښتې په ځواب کی بینان اعتراف وکړ چې د بی پلوه تعریف تر اوسه هم تر خبرو لاندې ده خو لکه څنګه چې ټول پوهیږي په تعریف کی څه ستونزه نشته.  ستونزه په خیانت، غچ اخیستنه او د قدرت لپاره په هڅو کی ده. مسله دا ده چې څوک به د مخدره مواد ګټور تجارت تر خپل کنترول لاندې ونیسي.

ورپسې د ترکیی شازدفیر په لوړ غږ  د اففانستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالوکيل د پرونۍ شپې وینا، چې په ملي رادیو کي یی کړې وه، لنډیز ولوست. وکیل وویل چې د افغانستان پخوانۍ جمهور ريس د تیښتې هڅه وکړه خو د مسلح قواوو لخوا یی مخه ونیول شوه. ( د چا مسلح قواوی؟ ماته پوښتنه پیدا شوه). نجیب باید د افغانانو ځینی پوښتنو ته ځواب ورکړي. دولت د نجیب د وژلو نیت نلري، که داسی وۍ د پوستې عسکرو به دۍ وژلې وۍ، خو دا کار یی ونکړ. وکیل وایی افغان دولت تر اوسه د ملګرو ملتو د سولې د پروسې نه ملاتړ کوي او افغان دولت غواړي چې بی پلوه شورا زرترزره جوړه شی. افغان دولت هڅه کوی چې  یوه نظامي شورا جوړه کړي تر څو د کابل کنترول تر هغه وخته چې بی پلوه شورا جوړيږي په لاس کی واخلي.

ورپسي غونډي یوه کميټه د چین، ايټاليا، پاکستان، هند، روسیه، ایران او يو این ډي پي UNDP د استازو نه جوړه کړه تر څو د اړتیا په وخت کی د بيړني وتني لاری چاری ولټوي. بله غونډه سبا ته پلان شوه.

د اپرېل ۱۸ کال ۱۹۹۲

د سهار ۶ بجې. پرون بینان ټینګار وکړ چې زه خپل کالي او سامان د ملګرو ملتو مرکزي دفتر ته راوړم. بینان غواړي  د ملګروملتو د سولې ټول کارکونکي په دغه ودانۍ کی وي. ما شپه په یوه وړه ملايي کوټه کی تیره کړه. کوټې پردې، بخارۍ او فرنیچر نلرل. هوا سړه وه خو ما ښه خوب وکړ. د ریګ بوجۍ د کڼکیو مخې ته ایښودل شوې وې، کوټې ته لږ رڼا راتله. تشناب او شاور چې دسمالونه پکی نه و د یوه تنګ دهليز په بله خوا کی و. زه نن باید خپل اپارتمان ته لاړ شم او خپل خيرن کالي او یو څو دسماله ځان سره راوړم. دغه کوټې ما ته هغه کوټه را په یاد کړه چې ما په تین دوف، الجزایر Tindouf, Algeria کی شپې په کی کولې، چیرته چې زه په یوه سوله ساتي ماموریت باندی په غربي دښته  Western Sahara کی وم. هلته هوا توده وه. په دښته کی د دغه مرکز نه فرانسوي پوځيانو کار اخیست. دوی یو کلچه پخونکې درلود چې هر مازدیګر په څلورو بجو به یی خوندورې کلچې پخولې. سخت مرال اوچتونکۍ خوراک و. او بیا ستوري، د دښتې په اسمان کی دود نشته نو ستوري دومره ډیر ځلانده ښکاري چې ته به وایی چې چا ستا د سترګو کسي پالش کړي. دوۍ ډیر ښایسته ښکاریدل. [ خيرن کالي، یوه ورځ به څوک په انقلابي حالاتو کی د خیرونو  کالیو په ونډه د خاطراتو یو کتاب ولیکی. ته هيڅکله نه پوهیږې چې کالي د چیرته دي. اکثراً دوۍ په درې څلورو بیلابیلو ځایو کي وي. مونږ د یو ځای نه خوځیږو خو خپل کالی هلته پریږدو. دا به ښه وي چې موږ یو ځل مصرفه کالي ولرو. هغه عسکر چې په جګړه کی دی، دوۍ د کالي مينځلو لپاره وخت نلري. دوۍ د ډیرو خولو  نه بوی کوي.
که څه هم داسې ښکاري چې ټول حقایق دا څرګندوي چې موږ د یو ممکنه ويجاړۍ په څنډه ژوند کوو، زه تر اوسه هم دا باور نه کوم چې زه په یوه وژونکي خطر کی یم. ښایی زه به د انکار په حالت وم. زه دا خیال نشوم کولای چې زه به ووژل شم، سر به مي غوڅ شي، په راکټ به والوزول شم، او یا د جاوسوۍ  په تور د یو ډلګۍ په لاس وویشتل شم او یا ونیول شم او په زندان کی واچول او شنکجه شم یا په مين می پښه برابره شي او والوزول شم. د دغه خیالونو څخه یو هم زما  نه ستونۍ ډکوي، نه می په ګونډو کوي نه می دعاوو ته اړ باسي او نه می خپل آخري وصیت ته مجبوروي. په یقین سره، دا غیر عادي نه ده چې د مرګ څخه ونه ویریږې، او دا کار د زړورتيا نښه هم نه ده. ما ته د ایرنست بیکر Ernest Becker کلاسيک اثر “The Denial of Death د مرګ څخه انکار”  را په یاد شو.  بیکر باور درلود چې د انسان اصلي هڅه د مرګ څخه انکار او یا د مرګ څخه نه ویریدنه ده. نو په دې وجه انسان دومره ډیر سیستمونه، نظریې، جوړښتونه او خيالونه جوړ کړي دي. آیا زه هم په همدغه وجه د خیرنو جامو په هکله فکر کوم؟ ]
اوني او اندریو لږ څه مخکي د ملګرو ملتو ودانۍ ته کډه کړې. د بینان ذهنيت ایسار ده. تر پرون پوری زه په هغه کور کی چې ببنان کرایه کړۍ او د ملګرو ملتو د ودانۍ څخه یی یوازی لس دقيقی د پښو واټن درلود اوسیدم. دا یو لوی کور ده چې څو د خوب کوټې لري. بینان زما د امنیت په هکله اندیښمن ده. بینان ویره لري چې مجاهدین به په نیمه شپه کی په ده پسې راشي. کچیرې مجاهدين دغه کور ته ننوزي او زه هم هلته وم، زه به ښایی په خطر کی وم، یا به می یرغمل ونيسي او با به می ووژني. بینان اندیښنه کوی چې ښايي مجاهدین به په ملګرو ملتو او شخصاً په ده باندې په غصه وي ځکه دوۍ فکر کوی چې ملګري ملتونه د نجیب الله ساتنه کوي.

نجیب پوښتنه کوي چې که دۍ د سولې په لار کی لوۍ خنډ و، نو اوس چې ده استعفا کړې ولی سوله نشته.
په دغه شیبه کی بینان راورسید. نجیب د بینان په لیدو خوښ شو. د نجیب لپاره د کابل څخه د ژوندی وتلو يوازينۍ هیله بینان ده. بینان د نجیب سره ستړی مشې کوی او کيني.  نجیب ډيرۍ د هغه خبرو چې ما ته یی وکړې، بینان ته یی تکراروي. ورپسې نجیب د یوې مرستې غوښتنه کوي. نجیب داسې آوازې اوریدلي چې میرمن او ماشومانو څخه یی، د انتقامي حملی د ګواښ له وجې ،غوښتنه شوی چې د دهلي څخه ووځي او په اروپا کی کوم ځاۍ ته لاړ شي. نجیب غواړي پوه شي چې دغه آوازه ریښتیا ده که نه. د دغه آوازې د اوریدو راهیسې، نجیب د خپلې میرمن سره خبرې نه دی کړې. نجیب د بینان څخه غوښتنه کوي چې کچیرې دا آوازه ریښتیا وي، بینان دې د دوۍ د امنیت غم وخوري. نجیب بینان ته وایي،“ غم مه کوه، مونږ د ټکټ توان لرو.”. بینان نجیب ته وايي چې سبا به د هر څه نه مخکې د دغه آوازې په هکله معلومات واخلي.

بیا نجیب د یوې بلې مرستې غوښتنه کوي. هغه یوې عامه محاکمې ته حاضر ده. د وطن ګوند ټول غړي د میز یوې خواته او  يوازې نجیب د میز بلې خواته تر څو چې نجیب د هغو کسانو سره خبره سپینه کړي چې په ده تورونه لګوي.  نجیب د دغسې محاکمې د جوړولو مرسته له بینان څخه غواړي. [ دا معلومه خبره ده چې لکه هر ښه مشر، نجیب هم د ګوند د هر غړی په هکله معلومات ټول کړي. یو د دلايلو څخه چې دوۍ غواړي نجیب مړ کړي، همدغه ده.] بینان خبره په بله اړوي او د نجیب څخه د هغې د هوساینې په هکله پوښتنې کوي. ډوډۍ د خوړلې؟ خوب د وکړ؟ جوړ یې؟

د اپریل ۱۹ کال ۱۹۹۲

د سهار ۷:۱۰ بجې.  د ورځو هیڅ توپیر نه کیږي او داسې یو بل سره یو ځاۍ روانې دي لکه د باران څاڅکي چې د کړکۍ په ښیښه ښکته روان وي. يو د هغه څيزونو څخه چې زه یی په دوام داره توګه ځان سره لرم زما د خاطراتو کتابچه ده چې ماسره د پیښو په پوهيدو کی مرسته کوي.

نن د ایستر سنډې ده Easter Sunday ( د عیسی ع د بیرته ژوندې کیدو ورځ چې عیسویان یی لمانځي) . بی بی سی خپلو چټیاتو ته دوام ورکوي. هسی یو څو خبرونه یی د ورځپاڼې د لیونتوب سره ګډ کړي. یوه لیوال ۲۵ کلن د بی بی یی خبریال ما ته په نژدی ورستيو کی وویل چې هر کله د دوۍ رپوټونه د مهمو خبرونو په سر کی راشي، دوۍ ته بخششي یا انعام ورکول کيږي. هغه په کابل کی د یوی راتلونکې جګړې په هکله خبری کوي او وړاندوينه کوي چې د کابل نه به یو بل بيروت جوړ شي.

د دې سره په مقايسه کی، جګړن نولن Nowlan په کابل کی د آرامۍ راپور ورکوي. د بی بی سی تلویزون په کابل کی د راکټونو د لګیدو تصويرونه ښيي خو دا تصويرونه دوه کاله زاړه دي. ملګري ملتونه او ځایی اوسيدونکي د دغه تحلیل پخلی کوي او دغه تصويرونه پیژني. دا سمه ده چې په دې ورستيو ورځو کی په کابل کی راکټونه ولګیدل، خو ډیر لږ، او په یقین سره د ۱۹۸۸ کال په پرتله کله چې روسان د افغانستان څخه ووتل او همدا راز د نوموړي کال راهيسې، په کابل کی لږ راکټونه لګیدل.
د نړيوالي خوسا رسنۍ د ريښتينولۍ په هکله همدوره خبرې بس دی.

د سهار ۱۰ بجې. د ایران په سفارت کی د استازو غونډه.
داسې آوازه ده چې څوک د موقت جمهور ريس په توګه تعین شویدی. د څو کسانو نومونه په دې هکله اخیستل کيږي. د امریکا غږ رادیو په جلال آباد کی د جګړې راپور ورکوي. د کابل شمال ته دوه ښارونو پرته له جګړی د جوړجاړۍ په بنا سقوط کړۍ خو دا معلومه نده چې دا ښارونه کومو مجاهدينو نيولي.

کومو میزو ته چې دغه ځل مونږه ناست یو د کافی مربع شکله ښيښې میزونه دي چې د پیستې، کلچو او خرما قابونه  پرې ايښې دي. چاۍ او کافي، بوره او شیدې سمدلاسه د سپین زرو په پتنوسونو کی راوړل شول. که د باندې هر حال ده، خو چاۍ به راوړل کيږي  او میلمه پالنه به کيږي. ځينې دودونه حتی سياسي ناورین تر خپل اغیز لاندي راوستلی شي. زه د ايرانيانو د دغه دود او سلیقی درناوی کوم.
[ د ګډوډۍ او د پیښدونکی ناورین ګواښ په ریښتیا شته او سړی یی د حاضرينو  په خبرو او محتاطتانه چلند کی  احساس کولی شی. په هر صورت، سړی باید یوه بد حالت ته چمتو شي او د افغانستان تاریخ هم په زړه سوي او بښنه کی بډای نده. غچ، خیانت او د جګړې د ګټونکي ستاینه د افغانانو خاصیت ده. په یوه حساب، دوی انجيلي دی، ښایی دوی د نوی انجیل په پرتله ډیر زاړه انجيل ته ورته وی په کوم کی چې خدای خپل دښمنان مجازات او نابود کړل.
په عین وخت کی قومندان مسعود د سولی او ايتلاف خبری کوی. افغانان افسانوي سوداګر دي، دوۍ هر وخت معاملې کوي. پوښتنه دا ده چې دغه ځل به  څوک ګټونکې شي ،جنګيالي او یا سوداګر.]

۱۱:۲۰ بجې. تر اوسه د ایران په سفارت کی. استازي رارسیږي. مونږ د لرګی یوه مستطیلی اوږده میز ته خوځیږو. د ایرنۍ سربیره دلته هم د پیستې، جلغزو، خرما او شرینیو قابونه په میز ايښې دي او موءدبه خدمتګاران چای او کافي راوړي.

بینان د غونډې مشري کوی او وایی چې ملګري ملتونه تر اوسه هم د قدرت په منظم انتقال ټينګار کوي. بینان ناهیلی او په غصه ده؛ هغه که اړتیا وی چمتو ده چه د ملګرو ملتو د یوې بی پلوه شورا د وړاندیز د عملی کولو لپاره  خبره عامه او د اولس سره یی شریکه کړي.[ خو بینان به دا کار ونکړي، زه باور لرم چې دۍ به د بیلابیلو ډلو د رضا نه پرته اولس ته رجوع ونکړي. دا یوازی د ده غصه ده چې خوټیږی. کله کله،  داسی ښکاری چه ده دغه شخړه ځان ته جذب کړې او داسی ورسره غیږه نیسي لکه یعقوب چه د خپلې ملایکې  سره نیولې په دغه استثنا سره چه په افغانستان کی یوازینی ملایکه چې سړی ورسره په غیږو وي په دوامداره توګه او یو خامخا مرګ ده. د بینان د مکرره بدګمانیو سره سره، هغه د لویې جګړی په ممکنه پیل کیدو سخت اندیښمن دی او هڅه کوي چې مخه یی ونيسي. د ټولو دلایلو برعکس، افغانستان په بینان ګران ده او هڅه کوی چې د ورانیدو مخه یی ونيسي.]

بینان وایي داسی ښکاری چې په دغه شیبه کی د ښار بیلابیلی سیمی د بیلابیلو ملیشو تر کنترول لاندې دي. مجاهدین کابل ته ننوتلي او ښکاره په ښار کی ګرځي. دوۍ نسبتأ د ګرځیدو آزادي لري. د افغانستان نيمګړې حکومت د دوۍ د ګرځیدو د محدودولو لپاره هیڅ نه کوي. دوۍ د څو ورځو راهيسې دلته دي. په یوه حساب دوۍ د کابل ښار نيولې ده. کابل سقوط کړی خو کابل يوازې یوې ډلی نه، څو ډلو نيولې ده. ښایی جګړې ته هیڅ اړتیا پیدا نشي، ښایی سوداګر په جنګيالو برلاسي شي. خو دا خطر هم شته چه هره ډله به د ښار په یوه برخه کی خپل مرکز جوړ کړی او د دغه مرکزونو څخه پر یو بل یرغل وکړي. تر اوسه هم دا امکان شته چې په کابل کی  به جهاد پیل شي, هغه کابل چې هستوګن یی د مهاجرو او بی ځایه شوي افغانانو له وجهې بی تناسبه ګڼ شمیر ته رسيدلي.

[کابل بیشمیره مینې لري او یو جنجال labyrinth ته ورته ده، داسی یو جنجال چې ډیډولوس Daedulus جوړ کړی وي. د آتني يونانيانو لپاره ټول ښارونه د جنجال په څیر وو او د ښارونو څخه وتلی سيمي دوۍ ته د ځنګل په څیر وې چیرته چې به ځنګلیانو جګړې کولې. آیا کابل به هم  همداسې وي؟]
ډیوید لاکوډ David Lockwood په کابل کی د یو این ډي پي UNDP میشت استازی په خبرو پیل کوي. دۍ په کابل کی د درې کلنو راهیسې ژوند کوي. د برطانيې تبع دې، د
پنځوسو کلنو په شااوخوا کی یی عمر دی او پاکستانۍ ښځه لري. لاکوډ اساساً شریف، د باور وړ او د ډیرو معلوماتو څیښتن دی. لاکوډ وایی چې په ټوله کی ۷۳۰ بهرنیان په افغانستان کی میشت دی چې د دوۍ څخه یی څو کسه په مزار شریف کی دی او پوښتي چې د دوۍ به څه حال شي. لاکوډ د هغه افغانانو په هکله، چې په ملګروملتو کی او په اففانستان کی د ملګروملتو په ایجنسیو کی کار کوی، اندیښمن دی. آیا دوۍ به بندیان شی او یا به په دوۍ څوک څه غرض ونکړي؟ د ده په نظر ملګري ملتونه باید د دوۍ ساتنه وکړي.

د ماسپښین ۳:۴۵ دقیقې. د ترکیې په سفارت کی. د سفیر یو ویاند وایی چې نن د وخته اته استازی- د چین، فرانسی، هند، ایران، ایټالیا، پاکستان، روسيی او ترکیې- د افغانستان د بهرنيؤ چارو وزارت ته لاړل تر څو د افغانستان نه په خوندی توګه د نجیب د وتنې د پاره سوال وکړي. د بهرنیو چارو وزیر نشته وو نو د وزیر معاون، داود کاویان، دوۍ خپل حضور ته ومنل. خو دوۍ بریالي نشول. څو ساعته وروسته څلور استازی- د چین، فرانسې، ایتالیا او ترکیې- بیا وزارت ته لاړل خو وکیل تر اوسه په وازرت کی نشته وو او دوۍ د کاویان سره خبری وکړي. کاویان ډیر پریشانه ښکاره کیده خو وعده یی وکړی چې د دوۍ غوښتنه به وکیل ته ورسوي. کاویان وویل چې د کابل د کنترول لپاره هغه وړاندیز شوې د څلورو جنرالانو کميټه جوړه نشوه خو هڅې روانی دي. همدا راز لکه څنګه چې مونږ اوریدلې وو، موقت جمهور ریس نه ده تعیین شوی.

د اپریل ۲۰ کال ۱۹۹۲.

د سهار ۱۰:۳۰ بجې.  بینان په خپل دفتر کی څو استازو ته لنډ معلومات ورکوي. د ملګرو ملتو د پلان په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کی بینان وایی چې د ملګرو ملتو پلان په کاڼي نده لیکل شوی او نه وو.  اصلی هدف اوس دا ده چې د ويني تویدنې مخنیوی وشي.  بینان وایی،” مونږه د ډوډۍ پخولو په بهیر کی د خمیرې په څیر یو. مونږه هڅه کوو چې ټولې اجزاوی سره یو ځای کړو او کله چې دا بهیر پای ته ورسیږي، هر سړی د ډوډۍ نه خوند اخلي. دا د افغانانو کار ده چې خپلې ستونځې پخپله حل کړی. ملګری ملتونه په دې هڅه کې نه دی چې په دوۍ کوم حل تحميل کړي. په حقیقت کی د ملګروملتو هیڅ پلان نشته وو، دا د سولی د بهیر د پیل په موخه یو تفاهم وو.

د ماښام ۶:۳۰ بجې. د کابل په کانټيننټل هوټل کی خبری کنفرانس. صالون ټول ډک دی، د معلوماتو یا د هرکلي دفتر وایی چې ۶۲ خبری ايجنسیو خپل نوم دغه کنفرانس ته ثبت کړی ده. بینان لږ ناوخته رار،سیږي او نیغ د کافي خونی ته ننوزي. هلته د درې څلورو خبریانو سره د ستړی مشی نه وروسته چای چکي, خبری کنفرانس په انتظار پریږدي او شوخې ټوکي کوي.

په خبری کنفرانس کې بینان بیا د خمیرې خبر خبر يادوي او وایی چې د ملګروملتو عمومی منشی د درناوۍ او ښه نوم ګټلو به وجه په افغانستان کی ښکیل نه دی. ملګري ملتونه د سولی په بهیر کی یوازی یوه برخه ده، داسی یوه برخه لکه خمیره چې د ډوډۍ پخولو په پروسه کی یوه برخه ده. هیڅوک  د خمیرې مزه په ډوډۍ کی نه ويني خو هر څوک د ډوډۍ نه خوند اخلي.

بینان بیا دغه خبر تکراروي چې د ملګروملتو پلان په کاڼي نه ده لیکل شوی. د ملګري ملتو عمومي منشی د جنوری په ۲۷ وینا وکړه او د ځینی کړنلارو یادونه یی وکړه خو دا یو نه بدلیدونکې پلان او یا داسی قالب نه ده چې ټول باید ځان ورته جوړ کړی. په دې سربیره، د هغه وخت راهيسې حالات بدل شوي دي. ملګري ملتونه هڅه کوی چې خبرو او روغې جوړې ته وده ورکړي او باید دغه نوې پيښي په پام کی ونیسی او ځان ورته عيار کړي.

د اپریل په لسمه عمومی منشي وویل چې په اصل کی د یوه   پراخ بنياده بی پلوه شورا په جوړولو هوکړه شوی خو ملګروملتو هيڅکله ټینګار نه ده کړی چې دا یوازینی د حل لاره ده. دا د افغانانو خپله پریکړه ده. که دوی داسی حکومت غواړي چې یوازی د مجاهدینو څخه جوړ وي، نو بیا سمه ده. دا د دوۍ خپله خوښه ده. اوس هغه وخت رارسيدلې ده چې زغم او بښنې ته وده وړکړل شي، نه غچ اخیستلو ته. اوس هغه وخت ده چه سوله زرترزره راوستل شي خو وخت لږ ده؛ مونږ ښایی د یو څو ورځو نه زیات وخت نلرو.

بینان وایی چې د افغانستان په هکله احصايې حیرانونکې دي. نژدې دوه میلیونه خلک مړه، دوه میلیونه معيوبه او پنځه تر شپږ میلیونه مهاجر.  په افغانستان کی د لس میلیونن مایننو تخمین شوی. افغانستان یو د هغه هیوادو څخه دی چې د ماشومانو د مړینی کچه یی تر ټولو لوړه ده؛ مخکی له دې چې پنځه کلنۍ ته ورسيږي، د لسو څخه درې ماشومان مري. په دې سربیره، هیواد ټول وران شوی. هیڅوک ښایی دغه جګړه ونشي ګټلې. د عمومي منشي په استازيتوب، بینان د ټولو ډلو نه غوښتنه کوي چې پر خپلو ځایو کی پاتی شي، د نظامي پرمختګ هڅه ونکړي او سولې ته یو چانس ورکړي. بینان د بين الافغاني خبرو د پیل هر کلۍ کوي. د ملګروملتو هر راز پلان دغسي خبری تشویقوي.

بینان خپلو خبرو ته دوام ورکوي،” زه خپل ټولو افغان ملګرو ته سوال کوم. مونږه آرامې فضا ته اړتیا لرو. د ګډوډي مخه ونيسئ. دلته د واک یو منظم انتقال ته اړتیا ده. د سولې په لاره کی نژدې ټول خنډونه له منځه وړل شوي. جګړه باید بس شي، عمومي بښنه، د بشر حقوقو ته درناوی، د شتمنيو ساتنه وشي او ټولې لاری د خوراکه او نورو څیزونه د ترانسپورت لپاره خلاسې شي.”

پوښتنه: نجیب چیرته ده؟

بینان: په کابل کی.

پوښتنه: د هغه د ایستلو لپاره څه پلان لری؟
بینان: دا یوه نازکه موضوع ده او زه نه شم کولای په دې هکله خبرې وکړم. خو غواړم ووایم چې د ده تګ د سولې د بهیر یوه برخه ده. د نجیب ریاست یو لوۍ خنډ وو او اوس دغه خنډ ایسته شو. تیره میاشت نجیب د خپلې استعفا په اعلان سره د سولې بهیر ګړندۍ کړ. خو هیله کوم، اجازه راکړئ پوښتنه وکړم چې دلته څوک د سولې په هکله د خبرو لیوال دي؟ دلته د سولې بهیر مهم دی، نه یو فرد.
پوښتنه: تاسی د حکومت نه پرته، د نورو افغان مشرانو سره د خبرو پلان لرۍ؟ د مثال په توګه، د قومندان مسعود سره؟
بینان: هو، زه سبا ته په افغانستان کی سفرونه لرم.
پوښتنه: اوس د سولې په لاره کی لوی خنډونه څه دي؟
بینان: د سولې په لاره کی نژدې ټول خنډونه له منځه وړل شويدي. وروستۍ ستونځه د یوه نوي ميکانيزم جوړول دی، داسی ميکانيزم چې پخپله افغان پرې پریکړه وکړي. په دې کی هیڅ شک نشته چې یوه انتقالي اداره به وي.  پوښتنه دا ده چې دغه اداره به له چا څخه جوړه وي. وروسته د ديارلس کاله ترخې جګړې، په هر څیز باندې هوکړې ته رسیدل سخت کار دی. ملګري ملتونه چا ته او یا کومې ډلې ته ترجیح نه ورکوي او نه د کومې ډلې مخالفت کوي. پریکړه به يوازې افغانان کوي. زه یوازی یو پیغام وړونکې یم او هڅه کوم چې بیلابیلې ډلی هوکړې ته رضا کړم.

پوښتنه: په نوی شورا کی د غړو د ګډون په هکله پریکړه شوې ده؟

ځواب: زه فکر کوم چه د جوړې روحيه شته. د جوړې روحیه باید شته وي.

پوښتنه: دا چې تاسو هڅه وکړه چې نجیب الله د هیواد څخه وباسۍ، آیا ستاسی دنده د یوه پیغام وړونکي په صفت زيانمنه شوه؟

ځواب: دا د کړنلارې یوه برخه وه، خو دغه کړنلاره د ځينې کسانو لخوا پلې نه شوه. مونږه کومه دسيسه نه ده جوړه کړې. په دې باندې هوکړه شوې وه او مونږه د هوکړې خپله برخه عملي کړه.

پوښته: ولې ملګري ملتو د اوربند غوښتنه ونکړه؟

ځواب: مخکې د اوس څخه، ملګري ملتو هيڅکله د اوربند غوښتنه نه ده کړې ځکه چې داسې غوښتنه عملي کیدونکې نه وه.

پوښتنه: آیا اوس د بې پلوه شورا د جوړیدو پلان تیر وخته شوۍ؟

ځواب: لکه څنګه چې ما وویل، هر هغه څه چې افغانان غواړي، همغه سم دی. مونږه څه د احساساتو تړښت د کومې نظریې سره نه لرو. که افغانان د بې پلوه شورا پر ځاۍ د مجاهدينو حکومت غواړي، دا د دوۍ خوښه ده اوملګري ملتونو ته هم د منلو وړ ده.

پوښتنه: اوس کوم  بدیلونه پاتې دي؟

ځواب: اوس دوه بدیلونه شته: لمړۍ، یوه پراخ بنسټه بې پلوه شورا، او دوهم ، د مجاهدینو یوه شورا. نو خوښه د افغانانو چې کومه غوره کوي. په دغه دوو بدیلونو په پیښور کی خبرې شوی دي.

پوښتنه: آیا د مجاهدينو شورا به د کابل اوسیدونکو ته ستونځې پیدا نه کړي؟

ځواب: لویه ستونځه د شورا په ترکیب کی ده. د شورا نظریه ټولو خواوو منلې ده.

د اپریل ۲۱ کال ۱۹۹۲

د سهار ۷ بجې. بینان، اوني او جګړن نولن د دوستم سره د لیدو لپاره مزار ته د تګ پلان لري. کچیرې وخت وو د مزار څخه به چاریکار ته د مسعود د لیدو لپاره لاړ شي. که څه هم د کابل نه چاریکار ته سفر په هلیکوپتر یا الوتکه کی ډیر کم وخت نیسي، خو  الوتنه د هغه سيمي په سر چې د الوتکې مسیر ده خطرناکه ده نو بینان د ملګروملتو د سلام په یوه کوچنۍ الوتکه کی مزار ته او بیا په هلیکوپتر کی د مزار څخه چاریکار ته الوتنه کوي.

بینان هوایی ډګر ته د ترکیی، هند، پاکستان او ایران استازو سره ځي ( په یوه حساب، د ګروپ اصلي غړي). بینان داسی انګیرل چې د دغه  کسانو په ملتیا به په لاره او په هوایی ډګر کی و نه ځورول شي خو دوۍ ټول هوایی ډګر ته په لاره کی ودرول شول او بیرته خوشې شول. په آخری پوسته کی دوۍ شااوخوا  دیرش دقیقې درول شوی وو او وروسته د تلاشۍ نه دوۍ پریښودل شول چې هوایی ډګر ته لاړ شي. خو کله چې دوۍ هوایی ډګر ته ورسیدل، الوتکه نشته وه. دوۍ ته وویل شول چې د هوایی ترافیک کنترولر، چې د ملګروملتو یو افغان کارکونکې وو، په تیروتنه پیلوټ ته ويلې چې الوتکه د نوي ډهلي ته لاړه شي. پیلوټ په ځواب کی ورته ویلی چې دومره تیل نلري چې ډهلي ته الوتنه وکړي او تر هغه وخته چې نور تیل تر لاسه نکړي، الوتنه به ونکړي. نو بینان او ورسره مل کسان په يوه ساعت کی بیرته د ملګروملتو مرکزي دفتر ته رسيږي.

[ دا سړی نشي وييلای چه دا په ریښتیا یوه تیروتنه او سوءتفاهم وو او یا یوه دسيسه. اکثراً، په تیره بیا په مخ پر وده هیوادونو کی او د شخړو په وخت کی کړنلارې، چې  په بنا بی هیڅ وخت  په بشپړه توګه عمل نه کیږي، پاشل کیږي. ډیر مهم تیلفونونه به په شته بیکاره شبکو کی نه رخ کیږي. ځینو ته پوښتنه پیدا کيږي چې په ریښتیا د تیلفون کولو – چې اکثراً نظارت یی کيږي-  هڅه شوې او یا په ریښتیا د تیلفون د رخ کیدو نیت شته وو. د اوامرو اطاعت د ډلو سره د تړاو له وجهي نه کیږي. په مخ پر وده هيوادونو کی د کورنی جګړی په وخت کی د مراتبو  سلسله هیڅ نشته وي، په خاصه توګه کله او چیرته چې قومي وفادارۍ ژورې ريښې ولري. په جبهه کی جنرالان اکثراً  خپله اجندا لري او لکه څنګه چې دوۍ معمولا سياسي مقرر شوي وي، نو دوۍ باید د هغه اوامرو توازن چې د بیروکراتانو لخوا صادريږي، د نظامي اړینه چارو او خپل شخصی اهدافو سره برابر کړي. سربیره پر دې، د شخړې په وخت کی حالات ناڅاپه بدلیږي؛ د یوې غونډۍ سر به څو ځلې د یوې او یا بلې ډلې لاس ته ورشي، یو پل به آلوزول کیږي او یا یوه لویه لار به د یوې او یا بلې ډلې تر کنترول لاندي راځي او داسی نور. ځينې نوی جوړې شوی کړنلارې هیڅ نه عملي کيږي ځکه چې نوی پیښې او حقایق د دوۍ ځاۍ نیسي. لنډه دا چې د سبوتاژ او بی کفایتۍ تر منځه کرښه له منځه ځي.

په دغه موضوع کی راز راز اټکلونه او پوښتنې ډیری دي. ولی پیلوت نوي ډهلي ته, چې د نجیب الله منزل وو، د الوتنې تصور وکړ؟ او یا د هوایی ترافیک کنترولر، چې که څه هم د ملګروملتو کارکونکې ده خو خپل افغان دولتي آمر ته د خپل مسولیت ځواب ورکوي، په دستور سم نه ده پوه شوی؟ او یا ده ته غلط دستور ورکړل شوی؟ او چا غلط دستور ورکړی؟  کچیرې د الوتنې پلان ريښتيا ډهلي ته وۍ، آیا پیلوټ او کنترولر د غچ د وېرې څخه دا کار وکړ تر څو دوۍ د کابل څخه د نجیب الله د وتنې په پلان کی دخيل و نه ګڼل شي؟  آیا د هوایی ترافیک کنترولر د ځان د ساتنې په خاطر په خپل سر دا کار وکړ؟  او پيلوټ څنګه؟ آیا هغه هم دا کار په خپل سر کړی؟ په دغه موضوع کی د ښکیلو خلکو قومي تړاو، پښتون، تاجک او یا ازبک، څه اثر درلود؟ آیا دا تصادفي وه چه الوتکې تیل نه لرل او یا هغه خلکو چه هوایی ډګر یی په واک کی وو قصدا داسی حالت جوړ کړ چې یوه الوتکه هم دومره تیل ونلري چې تر نوي ډهلي الوتنه وکړي؟ او داسی نورې پوښتنې. د افغانستان په سياست کی د دسيسې شکونه همیشه شتون لري او دغه شکونه کله کله په حقیقت هم بدليږي.

د سهار ۹ بجې.  د ملګروملتو په مرکزي دفتر کی، بینان د اففانستان د بهرنیو چارو وزیر، عبدالوکيل، خپل حضور ته مني. [ د دیپلوماتیکي پروتوکول په اساس دا یو ډیر غیر معمول کار دی. معمولا د بهرنیو چارو وزیر د ملګروملتو کارکونکي خپل حضور ته د لیدو کتو لپاره مني، خو اوسنۍ وخت هم ډیر غیر معمول دی او د بهرنیو چارو وزیر د خپل ژوند د ژغورنې په هڅه کی دی.] وکیل په اخرۍ پوسته کی د بینان د ځورونې په هکله بښنه غواړي او وعده کوي چه بیا به دغسی عمل تکرار نشي.

د سهار ۹:۳۰ بجې. بينان  د افغانسان د کورنیو چارو وزیر خپل حضور ته مني. د کورنیو چارو وزیر د امنیت د چارو مسولیت لري. دۍ هم د بینان څخه بښنه غواړي او وعده کوی چې داسی عمل به بیا تکرار نشي. د دولت دواړه وزیران وایی چې دا یوه غلط فهمي وه.

د ورځې ۱۱ بجې.  د ایران په سفارت کی د یوشمیر هیوادونو د استازو سره په مجلس کی مونږ یو ځل بیا د اړتیا په وخت کی د کابل څخه د بيړنۍ وتنې په لارو چارو خبرې وکړی. د تیر ځل په پرتله، دا ځل د مجلس فضا دومره ترينګلې نه وه خو په بشپړه توګه آرامه هم نه وه. ایرانیان ډیر مؤدبه وو او ډیر شاکې ښکاریدل.

د غرمې ۱۲:۳۰ بجې. بینان او ورسره مل کسان د مزار په لور د دوستم د لیدو لپاره روانیږي. دوۍ د مسعود سره د ليدنې پلان نلري. که بینان غواړي چې د ماښام نه مخکی بیرته کابل ته راشی، نو دومره وخت نشته چې د دواړو سره  لیدنه وکړي.  بینان په دې باور دی چې په کابل کی د ده شتون به په کابل او د ملګرو ملتو په مرکزی دفتر باندی د یرغل مخنیوي وکړي.

[ داسی پوښتنه پیدا کیږی چې مسعود به د بینان کتنه د دوستم سره او د ده سره د بینان نه کتنه ځان ته سپکاوی و نه ګڼي؟ بله پوښتنه دا ده چې په کابل کی د بینان شتون به په ښار باندی د یرغل مخه ونیسي؟ خو زه د بینان دغه هیله چې باید په کابل کی وي درک کوی شم. که د ملګروملتو په مرکزي دفتر یرغل وشي او بینان په دفتر کی نه وي، دا به بینان ته سخته وي چې خپل نه شتون توجهی کړي. او بل دا چې کچیرې د ملګروملتو په دفتر کی مذاکرات کيږي، بینان به د مجیانو( مجاهدینو) سره د خبرو ښه چانس ولري.]

د نماز ديګر ۵ بجې. بینان او ورسره مل کسان د دوستم سره د لیدو څخه وروسته بیرته کابل ته راځي. دوۍ څو کسه خبریالان چې په مزار کی بند پاتی وو ځان سره راوستل. بینان سمدلاسه د پاکستان، ترکیی، هند او ایران شازدفیرانو ته د خپل سفر معلومات ورکوی او د دوۍ سره د شپې تر پیل پورې په خپل دفتر کی پاتې کیږی. دوۍ لکه مريدان،  بینان ته سمدلاسه راغلل. دوۍ باید خپلو پلازمینو ته د وضعیت په هکله راپور ورکړي او دوۍ باید د تازه معلوماتو څخه خبر وي.

هغه خبریلان چې بینان سره د مزار څخه راغلل، په دهلی کی د نیویارک ټايمز د بیرو مشر ایډ ګارګن Ed Gargan او درې نور کسه، دوه نارینه او یوه ښځه، وو چې نومونه او د کار ځاۍ یی ما ته نه وو معلوم. دوۍ څلورواړه څو ورځي مخکی مزار ته تللي وو. ځایی ملیشو د دوۍ الوتکه ضبط کړه او دوۍ یی بی پیسو او بی هستوګنځي پریښودل. زه نه پوهیږم چې دوۍ څنګه ژوندي پاتې شول او چیرته دوۍ شپه تیروله او دقيقاً څومره وخت هلته بند پاتې وو, دوۍ بیرته کابل ته د ژر ستنيدو هیڅ کومه وسیله نه لرله.

د کابل هوایی ډګر ته د بینان بیرته رارسیدل د يادون وړ ده. دوه جنګي هیلیکوپترې د ملګرو ملتو د الوتکې څخه مخکی ناسته کوي. یوه یی  د ستنګر ضد پټاکیو ډزې کوي. مونږ یی رڼا او بیا لوګۍ وینو. هغه عسکر چې هوایی ډګر یی تر کنترول لاندې دی د جنرال مجید، د دوستم معاون، تر قوماندې لاندی دي. داسی راپور ورکړل شوی چې دغه عسکرو د جنرال مسعود سره ايتلاف کړی خو ایتلافونه بدليږي او ماتيږي. د بینان د خوندیتوب ښه زمانت د ده کتنه د جنرال دوستم سره ده او په دې کی شک نشته چې دوستم به د مجید سره اړیکه نیولې وي او ورته ویلی به یی وي چې بینان ته د ناستي اجازه ورکړي. خو اوس په کابل یا د افغانستان په هر ځاۍ کی په حالاتو باور نشي کیدای.

د هوایی ډګر عسکر جوزجانیان دی. دوۍ په قوم ازبک دی او په ټول افغانستان کی دوۍ ډیر سخت او تشددي جنګيالي دي. ځینی یی د دیارلسو تر نولسو کالو عمر لري او ځيني یی په عمر پاخه دی چې د دغه ښایسته او جنګځپلی هیواد د یوې لسیزې جګړې تجربه لری. د دوۍ د عمر ته په نه پام کی، داسې اټکل کیږی چې هر یوه یی  د خپلې کورنۍ یو غړی د لاسه ورکړی.

دوۍ بیلابیلی جامې آغوندي. ځيني یی دودیزه شلوار کمیس په تن لری او پايڅې یی تر زنګون پوری بډوهلي وي تر څو ښی منډې وکړي. د کمیس په سر یی ګوپیچه آغوستی او څپلۍ، چپلکی، کرمچ او یا موزې یی په پښو وي.  د دوۍ لونګۍ او یا پکول په سر وي او دوۍ ټولو جنګي چانټې او رنګینه کتاروزمې په اوږو او ملا تړلی وی. د دوۍ ډيرۍ بريتونه لری او خوښ دي چې عکس یی واخیستل شي.

[ بدبختانه زما کمره په دغه وخت کی خرابه وه. دا یو تصادف وو چې زه به یی هیڅکله هیر نه کړم. په سفر کی زه اکثراً ارزان بیه کمره ځان سره ګرځوم. که ورکه او یا خراب شي، نو څه؟ یوه بله به واخلم. خو دا ځل زه ډیر مایوسه شوم. په ګوریلايي جګړو کی په نړۍ کی تر ټولو وتلي عسکر، په ساده جامو پټ، تنکي ځوانان، شرمندونکي خو تند،  دې ټولو داسې یوه صحنه جوړه کړی وی چې په يادون ارزیده. هغه چا چې عکسونه اخیستل، لمړۍ به یی اجازه اخيستله. مونږه به هیڅکله عکسونه نه وی اخیستي، کچیرې د دوۍ جنرال اجازه نه وی راکړې. په هر صورت، جنرال هوکړه وکړه او عسکر عکس ته ودریدل].

جګړن نولن او اونی د مزار د سفر په هکله ما ته لنډ معلومات راکړل. بینان او ورسره مل کسانو د هوایی ډګر په سالون کی شااوخوا د پنځوسو مشرانو سره  چې د بیلابیلو قومونو جامې یی په تن وې او ګرد میزونه یی مخی ته ايښې وو وکتل. بینان د مشرتابه میز شاته ته ناست او خبرې یی په انګليسي کولې چې یوه ژباړن په دري ژباړلې. مايکروفون نشته وو. مشرانو وویل چې دوۍ د ملګرو ملتو د پلان ملاتړ کولو خو اوس چې دغه پلان ناکامه شو، دوۍ غواړي پوه شي چې اوس به ملګري ملتونه څه کوي. بینان خپل موقف تکرار کړ چې دا د افغانانو خپل کار ده. ملګري ملتونه يوازې د افغانانو سره مرسته کوي چې پخپله پریکړه وکړي. دا د دوۍ هیواد او د دوۍ خپله خوښه ده. ملګري ملتونه يوازې غواړي مرسته وکړي. نولن د دغه غونډې صحنه جعلي وبلله یعنې دا چې د غونډې جوړونکو واقعي مشران نه بلکه د خپلې خوښې خلک راټول کړي وو. [ ما ته دا پوښتنه پیدا شوه چې بینان څه تمه درلوده چې په آخرینۍ شیبو کی به په خپل سوال یا غوښتنه څه لاسته راوړي . آیا بینان په ریښتیا تمه درلوده چې دوستم به خپله پاليسي، ستراتیژي او خپلې غوښتنې د ملګروملتو د هغه مامور، چې په میاشتو یی د دوستم او د جبهې د نورو قومندانانو د لیدو نه ځان تیر ایسته،  په یوازې یوه کتنه بدلې کړي؟]

د اپریل ۲۲ کال۱۹۹۲
د غرمې ۱۲ بجې. بینان بیا د مزار او چاریکار په لور روان شو. ما د سهار دوه دری ساعته د نظامي مشاورينو سره په ګزمه تیر کړل. د کابل په بیلابیلو مینو کی په ګاډي کی ګرځو. مونږه د خپل امنیت په هکله ویره نلرو، خلک لاسونه راته خوځوي ، همیشه مؤدبه دي او ښه چلند راسره کوي. ژوند نورمال په مخ ځي.
مونږ ډیر مسلح کسان،ځوانان، وليدل چې په سړکونو کی ګرځیدل.
کله چې زه د غرمې ډوډۍ څخه وروسته د ملګروملتو مرکزي دفتر ته راغلم،  ګورم چې د ملګروملتو د ودانۍ سرتیرو خپلې نظامي جامې بدلی کړی او ملکي جامی یی آغوستی دي. ظاهراً دوۍ نه غواړي چې د دولتي سرتیرو ګمان پری وشي. پوښتنه دا ده چې دوۍ به سبا دلته وي او یا به تري تام شي.

د ماسپښين ۳:۲۰بجې. د UNDP دیوډ لاکوډ ما ته زنګ وهي او وایی چې په میدان ښار کی یوه مسلح کس د سره صلیب ICRC یو کارکونکې په سر ويشتلې او وژلې ده.خبريالان د پیښې ځاۍ ته رسيدلي دي. دغه کس نیول شوی او وایی چې د دوۍ ملا ورته ويلي چه کافران ووژني. ډيوډ وړانديز کوي چه مونږ خپله امنيتي شبکه فعاله کړو او د پلاوي اصلي غړي خبر کړو تر څو دوۍ نور خبر کړي. زه د پاکستان، روسیی او ایران استازو ته زنګ وهم او ډيوډ د هند، چین او ایټاليا استازو ته.

زمونږ یو نظامي مشاور په کابل کی د سره صلیب مرکزي دفتر ته ځي. هغه ته ویل کیږي چې د پیښې قرباني یو آیرلندۍ نارینه وو چې په دنمارکي ژبه یی خبرې کولی او داسی بریښیده چې د دنمارک نه راغلی وي خو معلومات تر اوسه پوره واضح ندي.  دۍ د ګاډي په مخکني سيټ کی ناست وو کله چې حمله کونکي د دوۍ ګاډی ودروو. حمله کونکي د ټوپک میله ګاډي ته د ننه کړه او پرته له پوښتنې یی پر ده ډز وکړ.
زه لمړۍ د پاکستان استازی ته زنګ وهم  خو ما د پیښې د ځاۍ نوم په تیروتنه ميرانشاه یاد کړ. د پاکستان استازی چې په سیمه کی کلونه تجربه لري او د ديپلوماسۍ د پلار په سترګه ورته کتل کیږي وایی،” ولی؟ دا سیمه خو په پاکستان کی ده.” زه سخت شرمیږم او لاکوډ ته بیا زنګ وهم تر څو د پیښې د ځاۍ سم نوم ورڅخه واخلم. ورپسې زه بیا د پاکستان سفارت ته زنګ وهم او تیروتنه مي اصلاح کوم. د پاکستان استازی په مهربانۍ زما تیر وتنه  نادیده ګڼي[ خو وروسته بینان ته زما د تيروتنې په هکله وایی او بینان یی ما ته یادوي]
ورپسې زه د ایران سفارت ته زنګ وهم. د ایران شازده فیر په خپل دفتر کی نشته خو زه یی سکرتر ته وایم چې زما پیغام ور ورسوي. څو دقیقې وروسته سکرتر یی ما ته زنګ وهي او وايي،” ستا پیغام می شازده فیر ته ورسوو او هغه وویل چه دا کار مونږ نده کړی.” زه په خندا شوم. د ریښتنی
خیالي ویرې یوه بله قضيه.

د نمازدیګر ۴:۳۰ بجې. لاکوډ زنګ وهي او وایی چې ده ته په مزار کی د ده کسانو وویل چې هوا دومره خرابه ده چې بینان نشي کولای د چاریکار ( د مسعود مرکز) څخه بیرته مزار ( د دوستم مرکز) ته الوتنه وکړي نو بینان به شپه په چاریکار  کی تیره کړي. داسی ښکاري چې بینان لمړۍ د ملګروملتو په الوتکه کی مزار ته تللی او د هغه ځاۍ نه یی د ملګروملتو د الوتکې د پیلوټ سره یو ځاۍ چاریکار ته په هلیکوپتر کی الوتنه کړی. لاکوډ وایی،” نو اوس زمونږه الوتکه په مزار کی ده، خو پیلوټ نشته.” [ زه فکر کوم دا به ښه وي چې بینان د جبهو د قومندانانو سره وګوري. که امکان ولري بینان باید حتی د حکمتیار سره،  چې په عامه توګه د ملګروملتو څخه او په خاصه توګه د بینان څخه کرکه لري، وګوري. د جبهې بیلابیل قومندانان سياسي نفوس لري؛ د دوۍ نظامي اقدام سياسي پروسه ګړندۍ کوي. دا په هره جګړه کی داسی وي. دا په افغانستان کی د جبهې قومندانان دي چې کارونه شونې کوي، نه په پیښور کی سیاسی مرکه چیان.

خو دیپلوماتان د دې پر ځاۍ چې نظامي مرکزونو ته لاړ شي، دوۍخپل زیات وخت په سفارتونو او هوټلونو کی تیروي که څه هم د هوټل دیپلوماسی تر آخری شیبې پورې د ډګر د ديپلوماسۍ په پرتله لږ اغیزمنه وي.
په عین حال کی، دا جوته شوه چې د مزار څخه د لاکوډ معلومات سم نه وو او بینان بیرته کابل ته پخير د ماښام د ۷ بجو په شااوخواکې راورسید.د ماخستن ۹ بجې. بینان د افغانستان د بهرنیو چارو په وازرت کی د وکیل سره مجلس لري، زه هم د بینان سره یم.

بینان: زه پرون مزار ته د دوستم  او نن چاریکار ته د مسعود سره د خبرو لپاره لاړم. ما دوۍ ته وویل چې نوره جګړه بس ده. کابل ته د ننوتلو لپاره دوه لارې دي: د جګړې لاره او د خبرو لاره. بهتره لاره د خبرو ده او لکه وروڼه یو ځاۍ لاړ شئ. مسعود وویل چې په کابل به یرغل و نه کړي، او د جګړې لپاره اړتیا نشته. خو ده وویل چه بل چا ته به هم اجازه ورنکړي چې د کابل امنيتي زون ته ننوزي.

وکیل: افغان پارلمان د نجیب استعفا رد کړه. دا غیر قانوني وه نو ځکه د نجیب ځاۍ ناسته به تعین نه شي او موقت جمهور ریس نشته.

بینان: مسعود غواړي په مرکزي دولت کی برخه ولري. هغه په دې باور دی چې ټول قومونه باید د دوۍ په تناسب په دولت کی ګډون ولري.

وکیل: زه د حکمتيار سره په اړیکه کی یم. هغه په تعقل وړاندې ځي، خو … زه فکر کوم چې مونږ ټول باید د ملګروملتو د سولې د پلان څخه ملاتړ وکړو. حکمتیار په ملګروملتو باور نه لري. ستونځه دا ده چه آی اس آۍ تر اوسه هم جګړه پاروي. دوۍ د حکمتیار ملاتړي دي. د افغانستان په هر ځاۍ کی د سوله ایزه حل په موخه ایتلافونه جوړيږي خو آی اس آۍ هڅه کوي چې د سولې پروسه ورانه کړي. دوۍ فتح او بریا غواړي. هیله کوم بینانه، تاسې خو په دې هکله څه وکړئ. د پاکستان څخه پرته، ټول سوله غواړي. همدا اوس په جلال آباد، کندهار او نورو ښارونو کی شوراګانې شته. ایتلافونه دي چې جوړيږي خو حکمتیار او پاکستان نه غواړي دغه ایتلافونه ومني. مونږه پرون د حکمتیار د خلکو سره وکتل، دوۍ غواړي د شخړې څخه ډډه وکړي خو پاکستان د دغسې غوښتنو په تضعیف اخته ده.

بینان: ما مسعود ته وویل چې مونږ يوازې سوله غواړو. مونږ همدا اوس خپل ډیر اهداف لاسته راوړي دي. د نجیب الله د استعفا غوښتنه کیده، دا غوښتنه تر سره شوه اونجیب استعفا وکړه. د بې پلوه شورا غوښتنه کیده او په دې هم هوکړه وشوه. مونږ سولې ته چمتو یو.

وکیل: يوازينۍ کس چې د سولې مخالفت کوي، حکمتیار دی.
[ که څه هم د حکمتیار د مخالفت په هکله د وکیل مکرره یادونه ښایی ساده ښکاره شي، خو حکمتیار په ريښتیا مخالفت کولو یعنی ده ( او پاکستان ورسره) د داسی یو پراخ بنسټه ايتلاف د جوړولو په وړاندې چې ښایی د پاکستان ملی ګټو ته یی وده نه وی ورکړی لوۍ نظامی مخالفت پیل کړ. حکمتیار حتی د ځینې موجي (مجاهدین) ډلو مخالف وو. ده د پاکستان ( او سعودي)  استازولي کوله او پاکستان د لږ نه بلکه د بشپړ کنترول غوښتونکی وو. روبین Rubin وایي،” آی اس آۍ د کلنو په ترڅ کی په حکمتیار بیحده زیاته پانګونه کړې او حکمتیار په افغانستان کی د خپلو ګټو ضامن ګڼي.  پاکستان حتی کله کله  د امریکا او شوروي د هځو په لار کی د خنډ جوړولو هڅه کوله کچیرې د دوۍ هڅو د پاکستان د ملي اهدافو سره تناقض درلود. آی اس آۍ څو ځلې هڅه وکړه چه د حکمتیار  د ملیشو څخه، د شوروی او امریکا د مذاکراتو د پایلو نه مخکی او د حکمتیار د ګوښه کولو د مخنيوي په موخه، نظامي بریا ته د رسیدو په لار کی کار واخلي.”]

د اپریل ۲۳ کال ۱۹۹۲

د ماسپښین ۱ بجه. زه د بینان او اندریو سره اسلام آباد ته لاړم او د ملګروملتو عمومي منشي هم نن اسلام آباد ته رسيږي. بینان به د اففانستان د حالاتو په هکله ورسره خبرې وکړي.

په کانادا میلمستون کی، چیرته چې ما تیر ځل شپې وکړې، ځاۍ نشته نو ما د دفتر څخه آته کیلومتره لرې په پارک ویو هوټل  Park View Inn کی یوه کوټه ونیوه. د هوټل څخه بهر ډیر لږ خلک انګليسي خبرې کولای شي. ما سره پاکستاني پیسې نشته او اعتباري د تراسپورت وسیله هم نه لرم. مخکی له دې نه چې خپل هوټل ته لاړ شم، د غرمې ډوډۍ می د ملګروملتونو په دفتر کی وخوړله خو د ماښامنۍ ډوډۍ پوره پیسې راسره نه شته او نه غواړم چې په هوټل کی ډوډۍ وخورم. هوټل ته څیرمه می یو کوچنۍ مارکیټ پیدا کړ او یو څه تازه میوه، بادام او بی شکره کولا می واخیستل. ما هټۍ وال ته ډالر ورکول خو هغه وانخيستل او راته و یی ویل چې پر ما اعتبار کوي او هر کله می چې پیسې بدلې کړې، ده ته به یی خپلې پیسی ورکړم. هټۍ وال ما نه پیژنده نو دغه اعتبار یی پر ما ډیر اغیز وکړ.سبا ته به زه بیرته نیویارک ته د تګ تیاری نیسم. زه د خپلې لور، میګن Meghan چې د ویسکانسن Wisconsin  د پوهنتون فارغ تحصیله ده،  د لیدو لپاره لیوال یم. دې د خپلې زدکړې په دریم کال کی د في بیتا کپه Phi Beta Kappa اعزاز تر لاسه کړ، ډیره ځیرکه او ښایسته ده

او لیدل به یی ما ته خوښي را وبښي.

د اپریل ۲۵ کال ۱۹۹۲

خبرونه وایی چې کابل نن رسماً سقوط وکړ. په سلګونه مجاهدین په ښار کی لیدل کيږي او دولتي ودانۍ، د رادیو سټیشن او داسی نور یی نيولې دي. حکومتي عسکر مسعود ته واوښتل خو مسعود ښار ته نه ده ننوتلي. عسکرو خپل بونیفورم ایسته کړی. جنرال عظيمي خپلو عسکرو ته وویل چې د وفاداري تعهد مسعود ته وکړي. د بیلابیلو موجي ( مجاهدینو) ډلو ترمنځ د هلته او دلته جګړې راپورونه ورکړل شوي خو تاٌیید شوي نه دي.  راپورونه وایی چې ډیرې ډزې هوایی دي چې د کمونیستي رژیم د سقوط په خوشحالۍ کیږي. ځوانان په سړکونو کی د الله اکبر ناری وهي.
په همدې ترڅ کی موجي مشرانو په پیښور کی د یوپنځوس کسيزه دوه مياشتنې انتقالي حکومت د هوکړې( د پیښور هوکړه) اعلان وکړ. په دوو میاشتو کی به لویه جرګه جوړيږي تر څو یو موقت حکومت وټاکي چې ټولټاکنو ته به تیارۍ نیسي. ( دغه یوپنځوس کسیزه ګروپ د دوۍ یوې بی پلوه شورا ته بدیل دی). همدا راز دا معلومه نه ده چې د موجي ټول قومندانان به دغه یوپنځوس کسیز حکومت ، چې سبا یا بله ورځ به کابل ته لاړ شي، به دوۍ ته د منلو وړ وي او کنه.
[ د پیښور د هوکړې په هکله کاکړ په خپله تبصره کی وایی، “که څه هم د غونډې د پریکړې لپاره مضمون خپلواکي وه خو د مجاهدینو مشرانو  په داسې غونډه کی هوکړه وکړه چې د افغانانو په پرتله غیر افغاني ګډونکونکي په کښې ډیر وو. ” .  کاکړ زیاتوي، ” په ۲۴ د اپریل د شپې د تیارې څخه په استفادې، نژدې شل زره مجاهدین کابل ته ننوتل.”
نو په پایله کی یوازې نجیب نه بلکه ټول افغانستان یرغمل ونیول شو که څه هم دا ځل، لکه په لویه لوبه کی The Great Game , یرغمل نیوکی نه روسیه او نه لویه برطانيه وه، دا ځل یرغمل نیوکې پاکستان وو.]

د اپریل ۲۶ کال ۱۹۹۲

د ملګرو ملتو د سولې آته کارکونکي په کابل کی پاتې شول، څلور یی د جرمني په سفارت کی په یوه تل خونه او پاتې څلور یی د نجیب په ګډون د ملګرو ملتو په  ودانۍ کی دي.

د اپریل ۲۸ کال ۱۹۹۲

سیمه ایزه تلویزون او بي بي سي راپور ورکوي چه د یودیرش ګاډو کتار چې د انتقالي حکومت یوپنځوس غړي په کښی دي، د پیښور نه د جلاآباد له لارې کابل ته ورسید. زه یی په اسلام آباد کی د ملګروملتو په دفتر کی ګورم. انتقالي حکومت په یوه لویه ودانۍ کی، چې د ملګروملتو د ودانۍ څخه دومره لرې نده، هستوګن کیږي. دوۍ مراسم نيسي. د سعودي عربستان د استخبارتو مشر په مراسمو کی ګډون لري. زما یو برطانيوي همکار وایی چه کابل ته د دوۍ راتګ، پراګ ته د هټلر تګ ته ورته وو.

[ زه هڅه کوم چې په کابل کی همدا اوس د یو هستوګن افغان تصور وکړم، چې داسی یو افغان به په کوم حال او فکر کی وي. خو زه نشم کولاۍ او یو د هغه دلایلو نه چې زه داسی تصور نشم کولای دا ده چې زه باید یوه مشخصه ځانګړتیا په نظر کی ونیسم او زه دا نشم کولای. یو تاجک او یا یو پښتون افغان به په کوم حال او فکر کی وي، یوه افغانه ښځه یا نارینه، یوه ځوانه افغانه او یا یو ځوان افغان، یا یو داسی افغان چې په ملګروملتو کی یی کار کولو، او یا یو افغان عسکر او داسی نور. اوس هویت دومره مهم دي چې ستا ژوند په دې پورې تړلی ده چې ته د کومی ډلې یوه برخه یی. د یوه افغان تصور کړل داسی یو عشرت ده چې دلته شتون نه لري او اوس په خپله یو افغان ته په کابل کی دغه عشرت نشته. اوس د افغان یو ساده هویت نشته. اوس افغاني ځانګړتیا یرغمل شوی، اسير شوی، وژل شوی او پناه شوی. ته اوس هغه څوک یی چې څه دې فاتح درته وایی، نه هغه څوک چه ته فکر کوی او ښایی ستا ژوند په دې تړلی وي. ته اوس د یوه فرعی ګروپ، د یوه سياسي جنس ، یوه نژادي بنسټ یوه برخه یی.
او ښایی یو د ټولو څخه ويرونکې واقعیت، چې د ځانګړتیاوو تباهي ده،  هغه وخت وي کله چې یو رژیم سقوط کوي، په تیره بیا داسی یو رژیم چې ویشل شوی وی، او قومي ترینګلتیاوی ولری. زه به د یوه افغان اوسنۍ چوپه  ترورتیا او لویه وېره څنګه تصور کړۍ شم په داسی حال کی چې زه د تیښتې امکانات لرم او یوې کارنده دموکراسۍ ته تللی شم. ښایی په همدغه دلیل په ستونځو کی ډوب عادي افغانان په دغسې وخت کی لاس مهربان الله ته نیسی.]د اپریل ۲۹ کال ۱۹۹۲

وروسته د ورځو نه د عمومي منشي بوتروس غالی سره په ایران کی، بینان بیرته اسلام آباد ته راغی. هغه پرون د ایران نه کراچۍ ته راغی خو اسلام آباد ته یی  تر نن سهاره پوری پرواز پیدا نشوۍ کړی. ما وروستۍ دوه ورځې په پیښور کی تیری کړی. یوه ورځ، د خیبر درې لیدو ته لاړم.

زه فعلا  نه پوهیږم چه بیا به افغانستان ته لاړ شم. زه کولای شم په خپله خوښه په نیویارک کی پاتی شم او یا کوم بل ماموریت ځانته پیدا کړم. زه فکر نه کوم چې جګړه په افغانستان یا په کابل کی پاۍ ته ورسیده. په واقعیت کی زه  ویره لرم چې جګړه به لا تنده شي او کابل به وران شي. حکمتیار هوډ لری چې ښار ونیسي او غچ واخلي· د ملګروملتو يوازينۍ څه نا څه ګټور شتون په اوسني حالت  کی خیریه ايجنسۍ دي. که تر هغه وخته چې ټولټاکنې کیږی سوله شته وي، ښایی د ملګروملتو نه غوښتنه وشي چې د ټولټاکنې څارنه وکړي او کنه د ملګروملتو شتون به هسې معمولي او سطحې وي، يوازې د یوه سامع په رول کی. سوله په افغانستان کی په کلنو لرې ده او د غچ اخیستنه لا تر اوسه د ورځې د معمولاتو څخه ده.
زه د خپلو بچیانو بیا لیدو ته شیبې شمیرم.د سيپټمبر په ۲۷ کال ۱۹۹۶، طالبان د ملګرو ملتو ودانۍ ته ننوتل، نجیب الله یی ونیوه، شکنجه یی کړ او و یی وژلو. وروسته یی د هغه مړۍ د اولس مشر ماڼۍ ته څیرمه د آریانا په څلور لاره کی وځړاوه. نجیب الله د ملګروملتو په ودانۍ که څه ناڅه څلورنيم کاله په عزل کی پاتی شو.

Leave A Reply

Your email address will not be published.