له خیبره تر میونده/ په تاریخې روایت ریښتنۍ کیسه

0 1,290

درست پښتون له کندهاره تر اټکه٭٭٭سره یو د ننگ په کار پټ او اشکار
خوشحال خټک

لیکوال: نفت الله. حلفین.

ژباړه:همایون دوست

افغانستان دننه او بهر”میوند” تر نامه لسګونه لمانځغونډي، کتابونه او مقالي لیکل شوی. یوه ډله څیړونکي انکلیسې او فارسې ژبی پرته، نورو سرچینو ته لاسرسی نه درلودلو له کبله، څیړنو کی نیمګړتیاوی لری.

یادونه:

برتانیوې امپراطوری خپل حیثیت ساتلو سربیره د ګڼشمیرعواملو په بڼست پیښې ریښتنۍ مخ پټ وساته، گاونډې ایران تاریخ خپرولو په موادو لازمه نه ده بحث وشې؛ په همدی پلمه نامتو د تاریخې علومو پوهاند دروپیژنم، نفت الله هارونویچ حلفین (۱۹۲۱ـ۱۹۸۶) اوکراین پلازمینه کیف کی سترګۍ غړولې. د شوروی اتحاد دعلومو اکادمې افتخارې غړی.تاریخې اسنادو د ارشیف مشرۍ سربیره،منځنې اسیا پوهنتون د تاریخ استاد. ژوندون لویه برخه یی د افغانستان اړوند حقایقو په مستندو اسنادو ولاړ معتبروعلمې، تاریخې څیړنو ته ځانګړی کړه؛ ده افغان – انګلیس دوه شخړو پیل تر پای،عواملو او پایلو بشپړ انځور کښلې؛ دریمی جګړی مواد چاپ ته کابو وو،چی ژوندون ورسره یاری وشلوله.(هغه مهال ؤ چی خپله روسان،افغانستان کی په جکړه ښکیل وو؛ شاید د چاپ اجازە چا نه وی ورکړی) ژباړن

***
ایوب خان ته له کابله ورستنی رسیدلي خبرونه:سیاسې فضا د کړکیج څپو خړه کړی،انګلیس مرکه چیانو له خپل دریځه انعطاف ښودلو سربیره، عبدالرحمان خان سره د یو بل کواښولو په وجه اړیکي ترینکلی کړی.

جنرال ستیورات:(خپل استازی ته د لیک سپارولو په مهال) ډیرکلک زړی سړې سره مو سردې، بلکل یې خولې کی«ښه»،«هو» نشته؛ شفاهی ورته ووایه:د نړۍ زبرځواک تر ابده حوصله نه لری چی تاته لاس په نامه ولاړ وی، ضرب العجل ندی، خو فکر کولو ته څلور ورځي وخت ورکړه، په پنځمه ورځ بیرته روانیږ؛ موږ به یی بدیل ولټوو.وایسرا په مهر مشقی سینګار شوی «امیر» لقب د ښکلې لیک،لڼدیز:۱- بهرني اړیکې صرف موږ سره.۲- پرته له پیشین او سیبی کندهار خپلواک واکدار لرې.موږ په دی اړوند د خبرو صلاحیت نه لرو.۳- هرات پخپله خپله اداره کی راوله.موږ ستاسو کورنیو چارو کی د خالت نه کوو،(غوښتل یې،چی ایوب خان سره ټکر وکړی)

۴- انګلیس توکمه تلپاتي استازی نه درلیږو،څه شی چی د شخړې اصلې عامل ؤ،د مسلمانانو به څوک درولیږو.
(افضل خان لاهوری په لاس «قطغن»خان آباد ته لیک ورسید).

عبدالرحمان خان د معمول مطابق په پنځمه ورځ لیک ځواب او افضل خان ته وویل:ـ په خولې ورته ووایه: اخطار نه دې هسی یوه یادونه ده، زه د امیر دوست محمد خان نمسی نه، چی د وزیر اکبر خان وراره هم یم. انګلیس د لاس سوغاتې تخت نه غواړم

په اوله ماده به غور وکړو۲-ایوب خان سره دوستانه اړیکی پالم،هرات ستونزه نه ده۳-سفارت ته استازو په لیږد پخپله د ګندمک له تړون سرغړاوی دي، بیا نو د امیر دوست محمد خان د مهال تړون اوتومات تمدید دې.
( په انګلیس لوی دیپلوماتیک ګوزار ؤ)

(دا مهال انګلیس د نوی تخنیکي اختراع تلګراف مزی افغانستان ته غزولی ؤ،خبر به ژر انتقال مومه).
(د ځوابې لیک لوستلو پس شیبي)

جنرال ستیورات: ما ته دواړه لیکونه ویسرا او د عبدالرحمان تکرار ولوله زما سرنه خلاصیږی!
سیاسی استازی: زما خو ټوله د یاداشت کتابچه عبدالرحمان ته په خیراو او کنزولو ډکه شوه، موږ د غیری معمولې کس سره مخ یو،ته څه چی شاید ډیرو دیپلوماتانو ته په دی پوهیده ګران وي،ټوله کې د امیر سره دوه تړونه لرو، یو په ۱۸۵۵کال چی کندهار د امیر ولکه کی نه و، دویم ۱۸۵۷پس د ولکې،دې په دویم ډډه لګوی.

۷ د جون ۱۸۸۰کال وایسرا د محرمو اسنادو مدیر”مارکیز هارتین”لندن ته تلگرام: «ایوب خان ټوله کی۶۵۰ کسیزه۱۱کنډکه[په خپل لاس جوړ شوي] واړه او غټ ۳۰ میله توپونه لرې، په کندهار د برید له پاره ۷ کنډکه یا ۴۵۵۰ سرتیري چمتو دي».
د جون ۹.ایوب خان په بیان«توریالیو میړنوهمزولو:مشرانو،کشرانو د پت،مینو او وطن ساتنه فرض ده، شهید یا غازی،مخ په وړاندی». لښکر د هرات جامع تاریخې جومات له مخې قندهار په لور مارش شو.
د جولای۳. خپلواک کندهار کی د «ټایمز» خبریال “سیندو لیدز”:«اوازه وه! هرات کی د پوځیانو خپلمنځي شخړه ده،ایوب خان(افغانستان د تخت او تاج اصلې مدعې)مُفلیس،بی وسلې او هرات کی مردود دې؛ولږه او وچ کالې ده؛ عجیبه ده!کابل په دستور له میمنی دوه پوځي غونډه، د ده بی واکه کولو ته وګومارل شو،دغو سرتیرو یې بعت وکړ.دم مهال څلور ـ څلورنیم زره منظم لښکر د خیبر درې”علې مسجد” پخوانی غونډ مشر فیض محمد خان په مشرې، وطن د ازادی تر شعار شینډند، فراه کی په جړو،کوتکو سمبال له یونیم تر دریو زرو ولسې وګړو په ملګرتیا کندهار ته مخه ده ».
٭٭٭
کندهار ولایتی ماڼی دننه:سیاسې استازی ډګروال«سینت جون» واکدار شیرعلې خان دفتر کې.
:- ارغنداب نه یو څوک د هوسیو که غرڅنو ښکار پسی وتلې ؤ، ګوری چی ایوب خان لښکر روان دې.
واکدار: نه هغه خپله ستونزي لرې،میمنه والو سره په نښتو کی ښکیل دې.
:- چټي ګنګوسو ده، مه غولیږه، تا غافل ګیروی،هغه ته په کمه مه ګوره.چاره یی وسنجوه.
(واکدارد سیاسې استازی په مقصد پوه شو)

:- زه د خپلواک کندهار مشروع واکدار یم، شُکر له د خداې څنګ کی تاسوغوندي عزیزان لرم، پوځ لرم، ایوب خان وی یا بل کوټې، وروښایم چی د کندهار مالک زه یم، داسی سزا، چی نورو کوکریو ته عبرت وی د کندهارخیال له سر وباسې.مقابلې ته ورځم.

د سیاسې استازې په سپارښتنه، ده دري‌ زره پلي،یونیم‌ زر سپاره، شپږ میله توپونه آماده، مخې ته ولاړ.

دوه ورځي پس: سیاسې استازې ته د وایسرا له خوا بیړنې تلګرام:«امر: بی ځنډه په لوړه کچه ځواکونه ګریشک ته واستوه،(لارښونه): د کندهاری پوځ ننګه وکړی،نه په ډډه،زمیندارو په ولسونو اغیز وشیندﺉ،علېزایي له بغاوته لاس په سر کړﺉ،هرات سرتیرې د هلمند په سیند وانه وړی».

شیرعلې خان پسې په بیړه د جنګ تجربه کاره سوچه انګریزې ۶۶ مه کمندو لوا واستول شوه.(لیوا اتلسمې پیړی له نیمایی نه تر نوولسمې پیړی پیل فرانسویانو سره په اوږد مهاله نښتو پخه شوی وه،دنمارک جکړه کی کوپینهاګن فاتح، مصر،حبشی،برسیره د روسې سیواستوپل محاصره کی ونډه درلوه،د دوی د بیرغ سمبول دوه سري ښامار ؤ، چی له چینیانو یې د جنګ په ډګر کی تر لاسه کړی ؤ).

دریمه پیره:د جنرال بیروز پلې غونډ ( د جولای په ۱۰)کرشک ته ورسید.سیاسی استازې بدرکی ته ورغې.
جنرال:- ما ټینگار درلود پریږدﺉ زموږ دخالت پرته خپلو کی اړم وی،د دي جاهلانو شعور په دي کچه نه دې چې زمونږ موخه درک کړی کله نا کله د امرينو په مطلب څوک نه پوهیږی!

:- د پیښو اټکل ګران دې،څو شیبي وړاندې والې راغې ؤ،د توپچې قومندان نورمحمدخان نه په ګیله ؤ چی ده ته یې زموږ په سر پیغور ورکړي،ده ویله: د پلې سربازان اکثراً د خیبر دری چوڼېوال دي،له دوی بدی خبری اوریدلی.خو بیا په سپارو سرتیرو ډیر ډاډه ؤ، ویل یې: هغوی د اغا صاحبانو زامن ده ته وفادار دي،خو ده عذرکاوه که جنرال صاحب بیروز زموږ ډاډ په خاطر د سین پورې غاړه را واړی.ما ورته وویل: موږ به د سیند دی غاړی ته در وړاندی شو.د والې خوله وچه وه،له ستونې په کراره ووته « زه نو لاړم».
:- د پلې سربازانو وسله ټوله کړو؟

:- لا تر اوس یې موږ پسی توره له تیکې نه ده ویستلي، ویره شته چی ایوب خوا ته وانه وړي.د والې کمپ له نیږدی څارم،که اړینه وه خبر درکوم.

موده ورسته سیاسی استازې جګی موړۍ ته اوخوت، والې کمپ یې په دوربین وڅاره،هر څه عادې وو،لږ ورسته له ورایه ګوری ساتونکو پرته والې جنرال کمپ په لور چټک اس ځغله وې،خو کمپ کی خیر خیریت دې.چورت کی شو څه روان دي؟ښکته شو،والې د خولې راوتل«سپې بچو» جنرال کیږدۍ ته چی نیږدی شو ځان یې ډاډه حس کړ، ایله په خبرو راغې «- کمپ کی چپتیا وه، لاړم پلي سرتیرو کتنه وکړم هلته یو خیبرې له ږیری کلک ونیولم، «خر زو» ټیل وهلم، ساتونکو مې ننګه ونه کړه، خپله مې غوښتل چی ځواب یې کړم، چی پښه مې وښویده (وشرمید،چی ووایې په لګتو، لګتو د ملا لاندی شین کړم)بیا په ځان پوه نشوم،تاسو ته مې ځان راورساوه.

:- لازمه ده سبق ورکړو(خوکمپ کی څوک نه ښکاریدل)شاید د سین غاړی لوخو تر شا پټ شو وی.
:-اوس پلي ځواک نه لرم، ښه ده بیرته کندهار ته ستون شم

:-زړه مه غورزوه،ستا ننګی کی د دنیا لوې طاقت ولاړ دې،لاړ شه کمپ ته سپاره دی تنظیم کړه،مه ډاریږه.
ورځ پس چی ګوری باغي سرتیرو له ځان سره خوراکی زیرمیو ګدام تش کړي، سیاسی استازې په سپارښتنه پوځ په دریو پیرو باید کرشک له ډاګه ښیراز کاریزی میوند ته کډه یوسی.

لمر سترګۍ پټېدو،تودخۍ لوړه، ټیټه کړه،هلمند سین نه رالوتو نریو بادنو،له خاوری او تیږو سوزونکی تپ وشاړه، سیاسی استازې له کیږدې ده‌باندې په څوکی ډډه ولږوله،نیمچه ماښام کی سترګۍ په اشنا نابللې میلمه ولګیدي (ژبه ور او مخور د «ټایمز» ورځپاڼې خبریال “سیندون لیدز”)

:- د جنک په میدان کی دی څرنګه وموندم؟ شله مصیبته!
:- پرته له ستړتیا،هوډ مې درلود لری چیرته مثلاً هرات ته درپسی درشم، بخت مې ښه ؤ،نیږدی وی.
:- په نیشدارو کنایو مې مه چیچه، راځه موضوع بیخې په یوی پیالې ترخې چایو بدله کړو(خدمتګار چای)او ته مې نن ارام پریږده،د مرکو حوصله نشته.

:-هسی مې ویل: ښکاری چی «خپلواک مستقل هیواد کندهار» واړه ستني رپیږی او په ړنګیدو دي.
:ـ مبالغه ده، منم د دنمارک شاهې هیواد غوندی ورته نیمګړتیاوی او ستونزی به وی.خو دومره نه چی ته وایې
:- ډیر خواشینې ښکارﺉ لکه چی اندیښمن کړې یې؟

:-څه په بلا یې وهم،کومه کولمه مې ورسره کنډه ده؟کومه خواخوږی؟ګوندی کندهارمې لندن په څیر د زړه ټوټه وی، څه همدردی ورسره نه لرم.

:- اح ! چی زما د زړه خبره دی وکړه.
:- ستا د خبرو مطلب اخیستی نشم

ـ ډګروال صاحب: ویریدم چی سبا را ته ونه وایې،چی موږ په انډیوالی کی پیاله ترخي وڅکلي د نظریاتو اختلاف له کبله تا ما ته چایو کې زهر کډ کړل.دا چی په دی تړاوهم فکر یو،نو زړه مې خوشحاله شو؛ د خپلواک لوی کندهار«چتر ړنگیږی» د هغه رپورتاژعنوان دې،چی نن مې د لندن مطبوعاتوتلګراف کړ.اجازه را کړه چی له متن سره دی اشنا کړم.(خبریال یوه پاڼه کاغذ سیاسی استازې ته وړاندی کړ خو د ډیوې تر رڼا لوستل ګران ؤ) ښه زه به یې پخپله درته ولولم،«خپلواک کندهار پوځ ،ډز پرته د پلې نظام سرتیرو په بغاوت دړی،وړی او خور،ورشو،منتخب واکدار شیرعلې خان اغازاده ګانو، سپاره نظام سرتیرو د سترګو په وړاندی،غبرګون پرته، توپونه کش او وسله لوټ شوه. ناخوالیو پړه زموږ وزر لاندی قدرمن واکدار ګڼل کیږی، چی زموږ په لاس جوړ شوی ځواکمن پوځ په اداره کولو پاتی راغی… اوس ورته د غوړ دسترخان په درلودلو سره بریتانوی هند کی، باغزته استوګنه، مناسب واړندیز به ومنې…»خبریال د ډګروال غونچ تندې ته په ځیر کتلو،ادامه ورکړه«خو اصلې عواملو جرړلي بل ځای غزیدلی. موږ د خپلو سیاسي او اقتصادی ګټو له وجې،کندهار په فشار خپلواک کول، هلته زموږ له خوا د واکدار تپل،افغانانو ته د منلو نه ده» ټایمز خبریال سیندو لیدز خپلواک کندهار ۱۸۸۰د جولای ۱۷.

:- خبرو ته دې چی ګورمه،ستا په ګومان کندهار کیشتۍ ډوبه شوه؟ چا د بغاوته خبر کړی؟ چا ته کار کوی؟ دي سوالونو له تا ځواب غواړم.

سیندو په شونډو مسکې شو

:- د بریتانیا امپراتورې د نشراتې معتبر ارګان «ټایمز» ته کار کوم ریښتینو پیښو پس منظر ته ړندو نه یم، ځکه نوم وتلې خبریال یم،له تا دی پټه نه وی ما د دی مالوماتو لاس ته راوړو ته څیړنه یا کمال نه دی کړی، د واکدار مخکیني سنګروالو واپس شوو، ځان سره دا غمجن خبرونه راوړه،د هر چا خولې ته میخ نه شی ټومبلی؛اوس په کندهار ښار په هر بانډار کی معمول دې، چی خلک په خوشیانو لړلې اوږده ږیره یاده وی.

– ډیر بد زیرې دی را باندی وکړ.

– د وړکتوبه روږدې یم چی له خبریالې له دندی پرته،حقیقت موندنې ته کونجکاو اوسم.پایله کی د رپورت په اړوند څه ووایه.

:-زه د شننی دومره شوقی نه یم او نه له کندهار پرته د افغانستان په مورد ژور مالومات لرم،چی قضاوت وکړلای شم،که د نورو سیمو کوربانه له موږه داسی زړه توري وی لکه دلته،او له ما څوک مشوره وغواړﺉ،بیا له تا سره موافق یم، هوښیارې به وی څومره ژر کیدای شی،د دي خاوري پښي اوباسو

Leave A Reply

Your email address will not be published.