د فرهنګونو راکړه ورکړه/اجمل ښکلى

0 674

د اۤسور و بابل د فرهنګ يوه ځانګړنه دا ده، چې د مسو، برونزو او اوسپنې کارونه يې پيل کړه. په بشري تارىخ کې دا لوى بدلونونه ګڼل کېږي، ځکه چې دې وسايلو د انسان پر فکر هم اغېز وشينده.

دوى چې د بشرى تارىخ په اسطوري پېر کې ژوند کړى، څو خداىى نظام جوړ کړ. دوى فکر کاوه، چې د هرې طبيعي پېښې او د هر څيز يو خداى دى، چې په دې حساب د خدايانو شمېر د اسمان د ستورىو غوندې تر انسانانو زيات دى.

د اسوروبابل خلکو په لومړي ځل علم نجوم رامنځته کړ؛ خو دا د کومې علمي اړتيا د پوره کولو نه، بلکې د مذهبي اعتقاد د پخولو لپاره و.

د اسورو بابل لرغونو قومونو پر ځمکه د لمر، سپوږمۍ او ستورو رڼا او تودوخه ليده، فکر يې کاوه، چې دا خدايان دي، چې موږ څاري او چې کله موږ کوم بد کار وکړو؛ نو دوى سزا راکوى، که ښه وکړو، پرېمانه غله راکوي. له دې نه ښکاري، چې د لرغوني اسطوري مذهبونو او عقايدو ريښه د انسان په حواسو کې وه؛ خو وروسته يې په خدايانو پسې کيسې جوړې کړې او دغو روايتونو د لرغوني انسان عقيدې ته اساس ورکړ. اعتقادونه او سياسي ايډيالوژۍ پر روايتونو ولاړې وي.

” د بابل مذهب ته صابيت(ستورلمانځنه) وايي. بابلبيانو اووه سيارې ژوندۍ ګڼلې، چې پر بشري ژوند اغېز ښندي.مشتري ته يې مردوخ، زحل ته بنو، مريخ ته نرګل، لمر ته شمس، سپوږمۍ ته سِن، عطارد ته تِب او زهرې ته عشتار وايه. دوى په دې ګروهه وو، چې د سىارو ګردش انساني برخليک اغېزمنوي. همدا علت و، چې د دوى له ګردش نه علم نجوم راوووت”(١: ٣٠)

تر دوى په وروسته فرهنګونو کې د دې شيانو خدايان وو. په يوناني او رومي فرهنګونو کې وينو، چې د لمر خداى د لمر ارابه له ختيځ نه د لويديځ پر لور کولوي؛ خو د اسوروبابل خلکو پخپله همدا شيان خدايان ګڼل او په دې خبر نه وو، چې داسې نور نظامونه هم شته او داسې سيارې هم شته چې څو سپوږمۍ لري.

دوى د لمر، سپوږمۍ او ستورو حرکت وځيره. مدارونه يې ورمعلوم کړل. کال يې په دقيقو ورځو ووېشه، له ځمکې نه د سپوږمۍ له حرکته يې مياشت پيد اکړه. اوونۍ يې د اوو ستوريو- چې دوى خدايان ګڼل- په نامه کړه او په اووه ورځو يې ووېشله. همدا راز يې شپه او ورځ په ساعتونو، دقيقو او ثانيو ووېشله، چې همدې سيستم بيا وروسته نورو فرهنګونو ته هم مخه وکړه.

يوازې د اوونۍ د ورځو شمېر او نور نه وو، چې مصري او په ګاونډ کې ورسره پروت سامي فرهنګ يې اغېزمن کړ، بلکې د علم نجوم اعتقادي بڼې هم سامي فرهنګ ته په لږه بدله بڼه راغی.

د اسوروبابل خلکو باور درلود، چې په اسمان کې موجود لمر، سپوږمۍ او ستوري له ځمکې نه په خپلو مدارونو کې ګرځي او پر ځمکه او دلته پر اوسېدونکي انسان اغېز شيندي. علم نجوم ورسره د اعتقاد په رغولو او د عبادتونو په منظمولو کې مرسته وکړه.مثلا: د عقرب په برج کې د يوه ستوري واقع کېدل د خدايانو خپګان او قهر ګڼل کېدل، چې دوی يې بايد په عبادتونو مخه نيولې وای. همداسې پر ځمکه د ټولو طبيعي ناورينونو ريښه په اسمان کې د لمر، سپوږمۍ او ستورو له حرکتونو سره تړل کېده.

په سامي مذهبونو کې د خدای له قهر سره د کسوف او خسوف تړاو او د دې دواړو په اړه عقيدوي فکر هم ښايي له اسوروبابل نه ورغلی وي.

علم نجوم له بابليانو سره د ښو او ناښو برجونو په پېژندلو کې مرسته وکړه. له دې نه له بابليانو سره د زمان تصور پيدا شو او د دې برجونو د معلومولو لپاره يې وخت ته د اوونۍ، مياشتې او کال په کچ واحدونه جوړ کړل، چې له مخې يې د خدايانو منظم عبادتونه وکړي، چې د دوی له قهره په امان او د رحم وړ شي او داسې له طبيعي ناورينونو بچ شي.

سامي قومونه چې د عربستان له وچو صحراوو نه فلسطين، اردن او لبنان ته راغلل؛ نو د مصر او د اسوروبابل د فرهنګ ترمنځ پرېوتل. څرنګه چې دوی، په تېره عبريان مصر او څو ځل اسوروبابل ته د مريانو په توګه بېول شوي او بل دا چې له اسورو بابل سره په ګاونډ کې پراته وو؛ نو د دوی د فرهنګ ځينې خصوصيتونه يې منلي دي، چې پوهان آن د سامي دينونو د عبادتونو طريقې ترې اغېزمنې ګڼي.

”د بابليانو لومړيتوبونه او اغېزې ارزښتمنې دي. د بابلي صابيينو مذهبي ګروهو، اسطوري کيسو او د عبادت طريقو پر اسراييلي مذهبونو ژور اغېز وکړ. يهوديان لومړى وار په بابل کې د شاوخوا اتيا کلن بند پر مهال د شيطان او پرښتو له تصور سره اشنا شول او دا يې په خپل مذهب راګډ کړل. تر دې مخکې يې يوازې خپل قومي خداى يهوا د خير او شر خالق او مبدا ګاڼه. په صابيينو کې د الهام تصور موجود و. يعنې کاهن به په بېخودۍ  کې وړاندوينې کولې. صابيينو په يوه شپه ورځ کې اووه لمونځونه کول، چې رکوع او سجده به ىې لرله. دا لمونځونه به د لمرخاته، ماسپښين، مازيګر او لمرپرېواته پر وخت کېدل.صبح صادق، لمر خاته او غرمه به يې د شکرانې لمونځونه کول، چې ګنې لمر د شپې له تيارو روغ راوتى او ټول کاينات يې راژوندي کړي. تر دې وروسته به يې د مازيګر او ماښام لمونځ د اندېښنې لمونځونه وو، چې د لمر په اړه به يې ښوده. ماسختن به يې يو لمونځ د دې خطر له امله کاوه، چې ګنې لمر په تيارو کې ډوب، چې بيا به راوخېژي که نه؟ يو لمونځ به يې نيمه شپه کاوه او د لمر د راختو دعا به يې کوله. لمانځه ته به يې اوداس کاوه او د خسوف، کسوف او جنازې لمونځونه يې هم کول.”١:٣٧-٣٨)

د اسورو بابل قومونو او د لرغوني مصر خلکو د ستورو حرکتونه په اعدادو کې وړاندې کړل، يو برج ۲۸ ورځې دی. اوونۍ ۷ ورځې ده، کال ۳۶۰، ۳۶۵ ورځې دی، چې دا په بېلابېلو افلاکو کې د لمر، سپوږمۍ او ستوريو حرکتونه راښيي او د همدې شمېرو پر بنسټ لمر، سپوږمۍ او ستوري پر ځمکه او انسان واک چلوي. د دې شمېرو د تحقق هڅه په نورو چارو کې هم وشوه او تراوسه چې په عام ژوند کې ځينې خلک د شمېرو معجزه يې خصوصيت ويني، جرړه يې تر اسوروبابله رسي.

د اسورو بابل خلکو دا شمېرې مقدسې وګڼلې او ويې ليکلې، چې د خلکو درمنله پرې وکړي او د ستورو د حرکتونو له ناوړه اغېزه يا د خدايانو له قهره يې وژغوري.

“” د بابل د مدني ميراث تياره اړخ جادو دی. همدا علت دی، چې اوس هم ځينې لوستي خلک پر علم نجوم، د لاس پر کتلو، فال، غيب ګويۍ او کشف باندې باورمن دي. د روحونو د راحاضرولو، د پېريانو د تابع کولو، تعويذونو او ټوټکو ولۍ تر اسورو بابله رسي. سکندر روڼاندی باچا و؛ خو بيا به يې هم د فالبينو يوه ډله له ځان سره ګرځوله.”(١: ٣۵)

د اسوروبابل د تعويذ کلچر وروسته ساميانو ته هم ورغی. په سامي دينونو کې يې هم مذهبي بڼه غوره کړه او هم هغسې باور پرې کېده، لکه د اسوروبابل خلکو پرې کاوه؛ خو په دومره توپير چې دلته دوی د خپل مذهب رنګ ورکړ.

د اسوروبابل او د لرغوني مصر خلکو جادو ته د روحاني علم په سترګه کتل او مثبت کار يې ګاڼه. “”د  دوی په عقيده: پر دې د نېکو او ناوړو روحونو تسلط دی، چې  په جادو او افسون يې کابو کولای شو.”(١: ۱۶) داسې يې له جادو نه د خلکو د رواني او روحاني تسکين او درملنې لپاره استفاده کوله. د اسوروبابليانو او مصريانو جادو پر سامي فرهنګ هم جادو وکړ، چې موږ يې په خپل پخواني فرهنګ کې مثبت هغه ته سيميا يا سپين جادو، منفي ته تور جادو يا کيميا او ريميا وايو. تراوسه د درېيمې نړۍ د ځينو هېوادونو په ورځپاڼو کې د داسې عاملينو يا کسانو اعلانونه خپرېږي، چې د تور جادو له منګولو انسانان راوباسي.

د ګيلګميش په حماسه کې لولو، چې نوموړی له اروک ښار نه د ژوند د بوټي په لټه راوووت، چې ويې خوري او جاويداني شي. تر ډېرو کړاوونو او جګړو وروسته يې اخر هم د ژوند بوټی وموند؛ خو چې لاس يې وروړ، له اوبو نه پرې مار ورټوپ کړ او ترې ويې تښتاوه.

له انسان سره له پيله له مرګه وېره او د ژوند کولو آرزو مله وه. د بين النهرين په تمدن کې دا آرزو د ژوند په ونه واوښت او په ورپسې فرهنګونو کې (ونه) په (اوبه) واوښته او د آب حيات اسطورې د انسان دا آرزو په خپلو وليو راواخيسته.

پر اۤب حيات سربېره د لوى توپان کيسه هم د څو فرهنګونو ترمنځ لاس پر لاس شوې. “د ځينو مؤرخينو  په نظر په تورات کې د لوي توپان راغلې کيسه ښايي په بين النهرين کې له کومې پېښې سره تړلې وي.”(٢: ۱۵)

” په يوه کيسه کې د نړيوال سيلاب يادونه شوې، چې اتاپنشتم د ټولو حيواناتو او مرغانو يوه يوه جوړه له ځان سره کيښتۍ ته وخېژوله… د ګيلګميش په حماسه کې د يوه نړيوال سيلاب کيسه وينو، چې د اتاپنشتم له خولې بيان شوې ده.” (١: ۱۷) په دې کيسه کې اتاپنشتم ته خدايان امر کوي، چې د ټولو ژوندي سرو هګۍ له ځان سره کړي، داسې يوه کيښتۍ جوړه کړي، چې تير يې په اوږدوالي ټوله کيښتۍ نيولې وي.” په سامي دينونو کې د حضرت نوح زول(طوفان) کيسه د اسوروبابل د سيلاب له کيسي سره بې اړيکې نه ده.

د اسوروبابل خلکو پر بېشمېره خدايانو عقيده درلوده؛ خو ساميان لومړني خلک وو، چې د توحيد عقيده يې وړاندي کړه. پر دې بنسټ د ساميانو په فرهنګ کې د اسوروبابل د څو خدايانو امکان نه وو. علم نجوم په آسور کې د خدايانو او د هغوی د چارو د پېژندلو وسيله وه.

په اسور کې پخپله لمر، سپوږمۍ او ستوري خدايان وو؛ خو سامي خلکو ته چې دا فلکي سيستم ورغی، لمر، سپوږمۍ او ستوري په حاشيه کې واقع شول، ځکه چې دلته د عقيدې او ځواک په مرکز کې مخکې له مخکې يو واحد او نامادي خدای موجود و.

په سامي دينونو کې د ظرف و مظروف د اړيکې پر بنسټ د لمر، سپوږمۍ او ستورو پر ځای د دوی افلاک ياد شول، چې دې کار هم له اسورو باله د راغلې دې دود بڼه بدله کړه. وروسته د کل و جز د علاقې پر بنسټ افلاک په فلک واوښت او فلک ته اسمان، هسک، ګردون، ګردش او نور نومونه واخيستل شول.

زموږ په پخواني فرهنګ کې لمر، سپوږمۍ او ستورو همغوره زور لاره، څومره چې يې د سومريانو، بابليانو، اشوريانو، اکديانو او کلدانيانو په فرهنګ کې و. فلک د انسان د ارادې پرخلاف عمل کولای شو، چې اوس ورته موږ تصادف وايو او داسې يې د انسان برخليک بدلولای شو؛ خو په عقيده کې پرې دا توپير موجود و، چې اسوريانو په دې افلاکو کې موجود ستوري خدايان ګڼل؛ خو زموږ په پخواني فرهنګ کې دا تر خدای ټيټ واقع وو او دا سلامي تصوف د تصور پر بنسټ دا له عقول عالم نه د ظواهرو د عالم يا د عقل کل يا وحدت نه د کثرت پر لور د حق د بدلون په لار کې واقع دي، چي اثيري اجرام ورته وايي او همدا علت دی، چې پر ځمکه او انسان له خپلو مدارونو ژور اغېز شيندي. په اسلامي تصوف کې اثيري اجرام د حق د ذات برخه دي او دلته د اسوربابل له عقيدي سره نېژدېوالی وينو.

زموږ په پخوانی شاعرۍ کې چې له کوم فلک کومه سر ټکول شوی، همغه د اسورو بابل فلک دی، چې د بڼې له لږ بدلون سره تر موږه رارسېدلی دی.

د فلک له بېلګې پوهېږو، چې فرهنګونه تل له يو بله اخله رااخله کوي او دا اخله رااخله کله د بڼې او کله د فکر له څه نا څه بدلون سره مل وي او کله کټ مټ لېږدي، چې له دې نه د فرهنګونو د انتقال او تحريف ډول معلومولای شو.

له دې ځايه په يو بله خبره هم پوهېږو، چې د بشر هر ډول تجربې ګډې وي او هغه خصوصيت چې موږ يې خپل ايجاد او کمال ګڼو، ښايي په يو بل فرهنګ کې يې ريښه راووځي.

په اسورو بابل کې څو لويو قومونو يرغلرونه کړي، پخواني خلک يې يا وژلي يا ګوښه کړي؛ خو د هغوی فرهنګ يې منلی او ادامه يې ورکړې، ځکه نو له وړو وړو توپيرونو سره د بين النهرين د يوه تمدن په نامه يادېږي.

ماخذونه:

  • جلالپوري، علي عباس. ٢٠١٣. روايات تمدن قديم. لاهور: تخليقات
  • غضنفر، اسدالله. ۱۳۸۵. د نړۍ ادب. د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي پښتو څانګې د ماسټرۍ لکچرنوټ

Leave A Reply

Your email address will not be published.