خدایه پښتانه مه خرابوه/مجید قرار

0 656

خدایه پښتانه مه خرابوه!

یوه دوست لیکلي وایي خدایه پښتانه مه خرابوه. ما وېل د خدای بنده، د خراب به څه خراب وي. نیم یې ګل خانان کړو، نیم یې ګلبدین خانان کړو، امریکایی او پنجابی مو له وړاندې د کور په کالیو کې د ټوپک سیخونه وهي، چینایانو نوی لاس را پکې اچولی. په کومه ورځ چې د نقیب پر مرګ اعتراضونه روان و، پر همغې ورځ یې هم څو ځایه نور نقیب الله ګان وژلي و. دېخوا ته هره ورځ شاوخوا دوه سوه پښتانه وژل کېږي، همدومره کونډې، همدومره بورې، ورارې پاتې کېږي. د همدې څو چنده یتیمان پاتې کېږي. پر دې دومره قربانیو سربېره وطن هم له لاسه وځي، هره ورځ د خپل هېواد پر رسنیو سپکېږو هم، غمرازي هم په سپکاوي راسره کېږي. ته لا ناست یې، دوعاګانې کوې چې ای لویه ربه پښتانه مه خرابوه.
دا هم ستونزه ده چې موږ خراب یو، خو تر دې غټه ستونزه لا دا ده چې موږ لا خبر نه یو چې خراب یو او تر هغه غټه ستونزه بیا دا ده چې په ځان خبر هم یو چې خراب یو، بیا مو هم ځان شېر نیولی او د غرور ترانې وایو.

دغه چرت مې واهه، بیا مې فکر وکړ چې نه یاره، دا سړی به سم لګیا وي. د ده هدف به دا وي چې لا خو د پښتنو په رهبرۍ کې یو پروفیسر مروفیسر، یو ټکنوکراټ مکنوکراټ، یو لوستی نیمه لوستی شته دی، که هر څومره کمزوری دی، عاجزه دی، ډارن دی، خو نړۍ د همدوی له برکته لا هم یوه چمچه عزت را کوي، د ده مطلب به دا وي چې که دغه هم نه وي، او خدای مکړه کیسه سپېره د پنجاب د حجرو سوالګرو دروېزګرو چړیانو ته ور پاتې شوه، زراعت مو په استسقاوو، طب مو په څاښتونو او د زیارت په خوردو، عصبي ناروغۍ مو په تعویذونو او تعلیم مو په پنج کتابونو او صرف بهایي ګانو روان شو، نړۍ مخ را څخه وګرزاوه، نه مو چا پاسپورټ مانه، نه مو چا الوتکه پر هوایي ډګر پرېښوده، نه چا په رسمیت پېژندلو، نه چا زموږ وطن ته سر را ښکاراوه، نه چا خپل وطن ته ور پرېښودلو، په لوبغالو کې مو لاسونه غوڅېدل، قصاصونه کېدل او ښځې سنګسارېدې، په کلي کې له ملایانو څوک په عزت نشوای ګرځېدای، د چا یې سرونه ور خرېیل، څوک یې په ږیرو ډبول، څوک یې جومات ته په قمچینو په مخه کړي و، نو بیا خو به دغه اوسنی حالت هم ورته شهزاده وي. بیا خو به بیا د نړۍ له نقشې ورک شو او د نړۍ پر هوایي ډګرونو به مو د آریانا الوتکي عنقاء شي.

چېرت مې وواهه چې دغه کس په خدای سمه پر ځای دوعا کړې ده. اوس خو که دوه سوه وژل کېږو، دې سلو ته خلکو د قربانیانو او بې ګناهو، یا د ژغورونکیو په سترګه ګوري، هغه خدای مکړه دغه یو څو روښانه ځوانان له منځه ووځي، بیا به دری سوه وژل کېږو، او ټول به ترهګر هم ګڼل کېږو. دغه چرت مې چې وواهه نو ما هم وویل چې خدایه پښتانه مه خرابوه، خو زما دوعا او ادعاء دا نه وه چې خدایه پښتانه پرا اوسني حالت پرېږده. زما دعاء او ادعاء دا وه چې هم مو له لنډه غرو، او هم مو له ټالیبه خلاص کړه. هم مو له پنجابه، هم مو د روس، ترکیې، ایران او انګلیس له ځریو خلاص کړه. د پښتنو په حیث نه، بلکې د افغانانو په حیث خپل آباده، سوکاله، آزاد، آرام او له مینې او سوکالۍ ډک وطن را کړه.

Leave A Reply