ځینې چارې حیثیتي او ترسره کول یې فرض شي./ اباسین بریال

0 490

ځينې چارې حیثیتي او ترسره کول یې فرض شي.
موږ افغانان چې هر وخت د خپلې مستعمره شوې خاورې او د پنجاب په اختناق کې د راګیر لوی تعداد ولس د مالکیت مدعیان یوو دا ادعا په تشو خبرو ځای نه نیسي. موږ کوزه خوا پښتانه هر وخت ملامت کړي چې دوی د خپلې ازادۍ غږ ولې نه اوچتوي اما نن چې دوی غږ اوچت کړ موږ غلي یا ډېر سطحي یې ملاتړ کوو.
که دوی یو قدم اخلي موږ یې باید دحق لپاره سل ګامه واخلو ځکه چې منو دوی یرغمل دي او موږ آزاد، دخپل اختیار او اصلي دعواداران.
که د پښتون ژغورنې د غورځنګ غږ ورسره بدرګه نکړو، زموږ په بېلتون به دنیا او پاکستان هم یقیني شي.
نن ورځ خو یو نسبي ادرس د غږ اوچتولو – یوه خېمه لرو باید په دې محور راټول شو خو ددې ترڅنګ باید په هر ولایت، هره ولسوالۍ هره لویه لاره کې ولسونه وهڅوو چې د پښتون ژغورنې افغان ژغورنې په ملاتړ راووځي مظاهرې وکړي او پر پنجابي ریاست د فشار وسیله شو.
نه ملاتړ موږ زهیروي، خو لږ راوتل مو لا کمزوري ښیي.
نو د امیر عبدالرحمان خان خبره، قیام را قوأم دهید.
#AfghanLongMarch

Leave A Reply