نړۍ په ډېره چټکۍ د ګڼ قطبیت خواته روانه ده / عنایت الله کاکړ

0 403

نړۍ ډېره په چټکۍ سره د ګڼ قطبيّت خوا ته روانه ده. هغه بدلونونه چې پخوا به په لسيزو کې راتلل اوس په کلونو کې راځي، د کلونو بدلونونه په میاشتو او د میاشتو هاغه په ورځو کې ترسره کيږي.
له دغو چټکو بدلونونو سره د نړیوالو تحليلي او تطبيقي ځواکونه هم همدومره چټک او هر اړخيزه عیاريږي. ويښ ملتونه چې آن له پخوا یې د دغو بدلونونو اټکل کړی وو، نن په بریالیتوب سره د قیادت او سیادت پړاؤنه وهي او غافل ملتونه د خپل غفلت له امله د نورو په اورونو کې سوځي، عراق، شام، لیبیا، افغانستان یې ښه مثالونه دي.
البته د افغانستان یوه نیکمرغي دا ده چې د نړۍ په یوه خورا مهم جیوستراتيژيکي معبر کې پروت دی او هیڅوک یې اګنور کولای نشي.
له بله پلوه د روسيې، چین په څېر د نویو قطبي جهتونو او د ایران او پاکستان په څېر د مقتدرو هیوادونو ګاونډی دی. افغانستان کولای شي چې د خپلو مدبرانه سیاستونو پر مټ ځان د قطبونو د وصل پر نقطه واړوي. دا کټ مټ هاغه حالت او سیاست دی چې په شپیتمه زیږديزه کې د پاچا ظاهرشاه او صدراعظم محمد داؤدخان د صدارت پرمهال د شوروي، امریکا او چین د رقابت تر منځ پر مخ بیول کېده.
افغانستان په ورته موقف کې واقع دی. البته یو توپير یې له پخواني حالت سره دا دی چې هغه مهال زموږ نظام روغ وو، اردو مو درلوده، ادارې مو غښتلي وې، ملي یو والی مو بې ساری وو، خو دا مهال موږ د څلويښت کلنې جګړې په ترڅ کې ځب ځب او تکه تکه شوي یو. نه مو نظام روغ دی نه مو اردو د وخت او زمان له مقتضیاتو سره برابره ده، نه مو امنیتي او استخباراتي ارګانونه د سیالانو د سیالۍ دي او نه مو د ملي وحدت خونده شته.
که اوسنیو طلايي فرصتونو او زرینو مواقعو ته وکتل شي، افغانستان دا پوټېنشل لري چې د نړیوالو قطبي رقابتونو نه په ګټه اخيستنه سره د هیواد د زیربنايي او علمي اساساتو د بیا رغولو کار وکړي.
البته یو کوچنی شرط چې د دغو سترو مقاصدو د حصول په لاره کې خنډ دی، هغه په هیواد کې روانه جګړه ده.
افغانان من حیث الملة، افغانان من حيث النظام، افغانان من حیث التنظيم، افغانان من حیث المجتمع او افغانان من حیث الافراد دا مسؤلیت لري چې ژر تر ژره د جګړې د عواملو د له منځه وړلو په فکر کې شي، ژر تر ژره د یوه بسیا ملي اسلامي نظام د جوړولو په فکر کې شي، ژر تر ژره له شته فرصتونو او مواقعو څخه د اعظمي ګټو لارې چارې ډيزاين کړي.
د کابل پروسې د وروستۍ غونډې روحيې او د ولسمشر غني وړانديز ته په کتلو او همدا راز د طالبانو له لورې د غبرګون په ډاګه کولو کې حزم او احتیاط ته په کتلو سره داسې ښکاري چې موږ ان شاءالله یوه بل ته د نژدې کیدو په حال کې یو، موږ ان شاءالله ټولو دا درک کړي ده چې محاذ ارايي او جبهه ګيري تر دې چې زموږ په ګټه تمامه شي، د مغرضو هیوادونو او کړیو په ګټه ده. موږ ان شاءالله دا درک کړي ده چې جګړه د حل لاره نه ده.

که خدای مکړه دا وار هم په خپلو محاسباتو کې د پخوا په څېر غلط شو، له حقائقو مو فرار وکړ، د اوبو د شته سیند پر ځای مو د خیالي سراب د لاس ته راوړلو تکل وکړ، نو بیا مو هیواد هم له لاسه ووت، ملت مو هم ړنګ شو، مواقع او فرصتونه هم ضائع شول او موږ هم ورسره د تل لپاره در بدره او اواره شو…لا سامح الله ذلک…!

Leave A Reply