یوازې مسیح زموږ مرسته کولای شي

لیکوا ل : خالق  رشید

183

(ناول)

یوازې مسیح زموږ مرسته کولای شي … ا

لیکوا ل : خالق  رشید

 ۲۰۰۶   –   ۲۰۲۰  کــــلونه

A nowel,about what heppend in Afaghanistan

Only Messiah Can Help Us

By

A.K .Rashid

– ښاغلي وزير ! ښه به داوه چې تاسې هم لږ ترلږه يوه ورځ آرام كړى واى،له هغه وروسته به موددغو سرتيروپه اړه داړندې پريكړې اوفيصلي دوى ته اورولې وې …

——————————-

        مايكل پوره دوې مياشتې په كندهاركې پاتې شو،ماري هم له كونړه دده له تګه وروسته  باګرام ته راغلې وه، خو له دې سره سره يي هم زړه دمايكل لپاره په تبۍ پورې شوی و،هره ورځ به لا له خوبه نه وه پورته شوې چې دهغه دمرګ اوژوند پوښتنه به يې كوله،هغه به يې په سترګوكې غړيده اودهغه انديښنه به يې په زړه باندې لكه پرخزانه ښامار راچاپيروه .

 په دغو ورځوكې له كندهار بدخبرونه راتلل،كانادايي سرتيروهم اوس لكه دامريكايانو په شان دخلكو په وژنو باندې لاس پورې كړى و، د دوى دسرتيرودوژنو شميرهم په دوو مياشتوكې له څلويښتوڅخه واوښت،مايكل له دوى اونوروسره په ګډه په عملياتوكې برخه اخيسته،په کندهارکې یې كاناډايي ملګري هم ورسره وو، كيتان ګرين يې ملګرى شوى و،هغه چې هره ورځ به يې دوى ته دافغانستان د تیراوتاريخ په اړه لكچرونه ورکول …

دكمپوتر په ټنۍ وهلو سره به دافغانستان لويه نقشه دپردې پرمخ راوغوړيده اوده به په خپل لكچر باندې پيل وكړ :

 ـ دا افغانستان دى،اوداهم كندهار،دغه ښارمقدوني سكندر جوړكړى،دهغه دغه ښاراودغه سيمه دومره خوښه شوه، چې پوره يوكال يې دلته له خپلو پوځونوسره پر دغه سيمه چې نن موږ اوتاسو دهم هغو لويديزوالو په پلونو دلته راغلي يودمه جوړه كړه ، دغه ښاريې په يوه كال كې  ودان كړ… (په خندا اوټیټ آواز)… دغه چې امريكايانو داڅلوركاله دلته تيږه هم پرتيږه لانه ده ايښى،هغه څه چې افغانانو خپله جوړكړى وو، هغه هم دادى دهرې ورځې په تيريدو سره زموږ اودوى له خوا ړنګيږي …

هو،سكندرله يوه كاله وروسته دكابل پرلوروخوځيد دافغانستان ترشمالي برخو پورې ورسيد، بيايې دهندپه لورمخه كړه، اودافغانستان په وروستۍ برخه كې چې كيداى شي اوسنى كونړاواوسنۍ پښتونخوا یې وبولوزخمي شو… دهغه مور سره له دې چې له ده سره نه وه راغلې خوله هغه سره په هره برخه كې دیوې مورپه توګه،معنوي ملګرې وه ،په هرپړاو به یې لیک ورته  لیکه او پرله پسې به یې استازي ددغه هیواد هرې برخې  ته ورته را رسیدل، اوتل به یې په ټینګارسره همدایوه خبره ورته کښله چې دا داسې سيمه نه ده چې ته به دلته په آرامئ سره ساه واخلې ، څومره چې زر كيداى شي بايد له دغې خاورې ځان راوباسې …

پرمايكل باندې ګرين دده دسپینوخبروله امله ګران واوښه پرې لګیده.كيپتان ګرين لوړې زده كړې وې،هغه په خورا لنډه موده كې ځان په دې ملاكړى و،چې په افغانستان كې د ژوند ښكلاوې اوبدرنګۍ دومره هم ساده اوپه آسانۍ سره دپوهيدنې وړنه دي لكه چې كاناډايي اوامريكايي  واکمنانان یې په رنګه عینکوکې دامریکا له وچې ګوري. ، يوځل چې ګرين اومايكل دواړه يوځاى دطالبانوپرضد عملياتوته تللي وو، په مالجاتوكې يې يوه ورځ ماسپښن مال دويالې پرغاړه له يوه اوبل سره اوږدې خبرې کړې وې،ګرين مايكل ته وويلي وو:

– كا شكي كاناډايان امريكايانو نه واى غولولي اودلته نه واى راغلي زه پوهيږم چې ډيرزربه له دغه ځايه زموږ دزياتو پوځيانو جنازې دكاناډا پرلور نيمه خوا ولاړې شي …

مايكل ورته خندلي وو:

– ما عراق هم وواهه،دا دى اوس مې سرتردغه ځايه راورسيد،په دې باره كې له دې امله فكرمه كوه چې خداى موږدهمدغه شان برخليك په خاطر پيداكړي وو. داكارخوله هغې ورځې چې زه له كوره راوتلى يم پرموږ روان دى..

ګرين :

– زمالپاره خوپرافغانستان باندې ديرغل لپاره يوداسې لامل هم نه شته چې سړى ووايي موږ په رښتياهم پرحق يو… دایوتیری دی اودایوه تاریخي غمیزه ده چې امریکایان دنړۍ دغولونې په پایله کې دلته راوړې ده…

مايكل :

– ستونزه همدغه ده ، ته پوهيږي چې په دغه خاوره كې ترشلوزرو زيات روسي پوځيان هم دهمدغه ټكي قرباني شول…هغوى هم نه يوهيدل چې دوى دلته دڅه لپاره راغلي وو، موږ له هغو ى هم زده نه كړل ،نن دادي پرموږهماغه کانه تکراریږي، دايوبې دليله عمل دى  داچې موږ دځان لپاره دليل نه لرو،اوموږ له بده مرغه دافغانستان خلکو ته هم یوداسې لامل چې دوی یې ومني اوموږ ته هرکلی پرې ووايی نه شووړاندې کولای…  يوازنى دليل همدادى چې بايد ومرو… په بي خوبه او ستومانه سترګوبه له امريكاتركندهاره  ژوندي راوړل كيږو  اوپه پټوسترګو هغه هم كه مړي مو ليوانو اوټپوسانوونه خوړل په تابوتونو كې ترميندوو اوپلرونو،تربچيانو اوخپلوانو پورې رسيږو…

دوى په همدغو خبروكې وو چې دمايكل موبايل په چنګيدو شو ….

مايكل خپل غوږ ته ونيو اوخوله يې په دغوكليمو وښوريده :

–  هو، ښه يم ، ستاڅه حال دى ،

– چيرې يې ؟

– مالجات… دكندهاردښارجنوب ته،هغه ځاى چې خلك يې دخارجيانواويرغلګروهديره بولي …

– ته چيرې يې ؟

ماري:

–  په کونړكې . بيګا رامسفلد پرته له دې چې څوك پرې خبرشي ،يوناڅاپه دلته راورسيد …موږ يې ټول غوښتتي وو.دشپې تردوو بجوپورې يې كينولي وو،دحالاتو په اړه يې زياتې خبرې وكړې،يوشميرسرتيروته يې ګواښونه وكړل اوورته ويې ويل چې دوى غلاوې كوي ، چرس څكوي، په هيرويينوروږدي شوي دي… ستانوم هم په هغو سرتيروكې وچې دوى نه غواړي خپله دنده په سمه توګه ترسره كړي ټوله ورځ بايبل وايې اودنوروسرتيرومورال كمزورى كوي …

مایکل:

–  هو، داخو څه نوې خبره نه ده،داخبره ما ته زيان نه رارسوي … كيداى شي نوره موهم په خيرتمامه شي …

– زه پوهيږم چې پرتاخو څه اغيزنه كوي ، پوهيږې څه وشول ؟

–  څه وشول …

ستيفن ورته پورته شواوورته ويې ويل :

– ښاغلي وزير،كله چې زموږ سرتيري له امريكا دلته راځي تردوو ورځو پورې دهغوى عقل سرته نه راځي،ځكه چې هغوى بې خوبه كيږي،له دوو دريوورځو وروسته دوى كولاى شي ، دمه شي،فكروكړي اونورمال حالت ته راوګرزي … ښه به داوه چې تاسې هم لږ ترلږه يوه ورځ آرام كړى واى، له هغه وروسته به موددغو سرتيروپه اړه داړندې پريكړې اوفيصلي دوى ته اورولې وې …

دفاغ وزير چې په رښتياهم ستړى او وارخطاښكاريده پرده باندې په قهرسره غږ وكړ:

– ليونيه …كينه ته خبرې مه كوه…

–  صاحب كه زه ليونى خبرې ونه كړم،ته به هم لكه ړوند داسې عمل كوې،دغه كسان چې تايې نوم واخيست هغوى ټول همدا اوس په كندهاراوكونړكې سرونه په لاس کې نیولي هلته پراته دي ، ته وايې چې هغوى بايد سزاوويني … زه خووايم چې له امريكا تردغه ځايه لږ لاره نه ده ، جوړ سړى ناجوړه كوي … تابايد نن آرام كړى واى …

(قوماندان ته مخ وراړوي)

– داڅووم ځل دى چې زه له دغه ليوني سره په دغه شان مخامخ كيږم … دغه مودڅه لپاره دلته ساتلى ، سرله سبانوردی په دې وطن كې ونه وينم …

قوماندان ډاډ وركوي :

–  په سترګوصاحب …

 سره له دې چې قوماندان يې مخه نيسي خودى يې مخې ته ورځي اوورته وايي :

– زه امريكا ته نه ځم … زه تورې بورې ته ځم … هلته چې ته هم نه شې تلاى …

مايكل بياهم ماري ته ډاډ وركړ اوورته ویې ویل :

– په دې خبرو پسې مه ځه ، دوى له اوږدې مودې راپه دې خواماته همدايوه پلمه جوړه كړې اووايي چې زه مذهبي يم،اودامريكاغرضونه په مذهبي تله تلم ځکه هغه هم نيمګړي راوزي …

– دمورله خوامې څه پيغام شته كه نه ؟

–  پرون مې خبرې ورسره وكړې ، جوړه ده ، وايي پرته له دې چې دعاوې درته وكړم نورمې څه له وسه نه دي پوره … مقصد ما ډاډوركړی چې تراوسه خوته روغ اوجوړيي …

اودا دماري تلیفون و،مايكل له هغې سره خداى پامانى وكړ، اوله هغه وروسته یې دستیفن په اړه ګرین ته هم معلومات وركړل اوورته ویې ویل ستیفن ليونې نه دی،هغه رښتياوايی،هغوى چې رښتياوایي، هغوى تل دليوني په نامه روانپوهانو اوډاكترانو ته سپارل کیږي…

ګرين ورته وخندل ، اوورته ويې ويل :

– رښتياخو زه هم وايم ، خوتراوسه چا دليونیانوټولي ته نه یم ورداخل کړی …

– ته لاهم دپوخوالي دغه مقام ته نه یی رسیدلی ، خو پام ډیررښتیا مه وایه …په دی چې له داسي كسانوسره بيابل شان چال چلند كيږي …

–  پوه نه شوم …

–  زموږ سره په ارزګان كې يوه پولندي هم داسې رښتياويل خويوه دوې مياشتې یې نه وې پوره چې مړى اوژوندى يي ورك شو، چابه ويل چې امريكايانووسله والوافغاني غلوته چې ددوى له جاسوسانوسره يې ګډكاركاوه پيسې وركړې اوويې واژه ، چا به ويل ، نه زهريې وركړل اوپه هغوى يې مړكړ، چا به ويل پولند ته يې وليږه … هغه هم زموږ سره دزړه خبره كوله اوويل به يې امريكايانو په عراق اوافغانستان باندې تيرى كړى ، دوى اوس هم خلك وژني لكه چې دارزګان دواده بمباري كول يې يوه په زړه پورې نښه وه… زما مشوره تاته هم داده چې دامريكايانوترمخ داشان خبرې مه كوه …  رښتیامه وایه … زموږ امريكايان ددې شان خبرو زغم نه لري … خداى مه كړې چې …

  – ماناداچې امريكايان به مې مړكړي ؟

  – دا حتمي نه ده چې ګواكي دوى به دې مړكړي .. . كيداى شي نورتاوان درورسوي… له هغوی سره دوژلوله پاره ډیرې نورې ناشولته وسیلې هم …ډیرې ناشولته اوبدرنګې … له دغې یادونې زما موخه داده چې زه له خدايه ډاريږم … زه هغوى ته چې زماخبرې اوري اوله ماسره ناسته پاسته كوي، خدایي رښتیا وایم اوهغه نه شم ترې پټولاى … ځکه چې یوازې مسیح کولای شي زموږ واوري او له موږ سره مرسته وکړي.

دګرین اومایکل همدغه خبرې ددوی په دوستي باندې واوښتې،همداوه چې وروسته ګرین هلمند ته هم ولاړ،مایکل ته به یې دمالجاتو یارنوم لیکه ، ګرین به تل خپلو یارانو ته ویل چې که امریکایی مقامات، په خپلو درنو اودافغانانو ضد پلانو باندې بیا کتنه ونه کړي ، باور دی چې له موږ به رواني ناروغان او یا هم سړي وژونکي چې له شر به مویوه ورځ  ټوله امریکا نا رامه وي ،جوړشي … موږ تیری کړی ، موږ دافغانستان له خلکو سره دهغوی د اصلی ستونزو په اړه چې هغه په دغه هیواد کې تراوسه موږ ونه موندې کار ونه کړ، د ۹ /۱۱ اصلی محرکین یوهم په افغانستان پورې نه ول تړلی او نه یې دلته موږ خپلوان وموندل … موږ دلته راغلي یوخوپرهغه درمن ځای اوناسورزخم چې له هغه ځایه دلته درد پیل شوی تراوسه هم لاس کینښود او نه مو دهغو په باره کې فکروکړ… القاعده اوس هم په پاکستان کې ده اوشراچونکي چې پرموږ یرغلونه کوي تراوسه له پاکستانه وسله اخلي  خو موږ لاهم  له بده مرغه دخپلې ناکامۍ پړه پرافغانانو وراچوو اودلته په هغوی پسې ګرخو چې هغه به کله دلته موږ نه ومومواونه به دغه خلک دهغوی له شره پرامن ورمخه کړو.

ـ هیله منه یمه چې دادانسانیت پرمخ دشرم داغونه … خو یوهم  دځمکې پرمخ ژوندی پاتې نه شي ، خدای دې افغانانو ته بری ورکړي چې مختوري اوشکیدلې …  نه یوازې له خپل هیواده بلکه له دنیا مخامخ دوزخ ته ولیږي…

————————————-

         نژدې یوه یوه نیمه میاشت کیده چې ماری به ما یکل ته چې په دې ورځوکې په کندهارکې وهره ورځ همداویل چې ددې د امیدوارۍ يوه دوې مياشتې پاتې دي،نوره داپه ا فغانستان كې دپاتې كيدو نه ده… په دې چې يوخوحالات ورځ په ورځ خرابيږي اوبله داچې دا اوس دا له مايكله ټنډه شوې وه،غوښتل چې داميدوارئ يوڅومياشتې په آرامئ سره په خپل كوركې تيرې كړي… دهغې لپاره اوس دلته دپاتې كيدوموده هم نه وه. له كندهاره وروسته كونړهغه سخته ملي جبهه وه چې دې هلته دنه منلو څه په سترګووليدل اوهغوى چې له دې سره هلته تللي وو، يوازې يوڅو يې تراوسه ژوندي پاتې وو،ځکه نو ددې لپاره نور کونړ هغه دنوي کال دښکلوشپوورځو خوږکونړنه و… هغه درخشانه دیادونواوخاطروکونړ…

کله چې مایکل کندهار ته ترې ولاړ،نوردې ته هم هغه دسکندراو روخشانې د وراوو او ښکلاوو، کونړ په یوه دوزخ باندې بدل شوی و،ما یکل پرهغې خوا ترې ولاړ،دا دلته یوازې پاتې شوه،دې ته نوردلته د رخشانې د واده شپې ورځی اوخاطرې نه وریادولې ځکه یې نه غوښتل چې تردې زياته دخپلې امیدوارې له امله هم دلته پاتې شي.. هغې مايكل ته هم ويلي وو،چې نورنولكه ستیفن ځان دلته كلك ونه نيسي ترټولوبه ښه داوي چې هلته دګډ ژوند په فکرکې شوواودغه دكونړيادګارپه ګډه سره هلته لوي كړو…

 دمايكل مور هم همداخبره ورته كوله ، خودده زړه په دغه برخه كې دومره سوړوچې نه یې غوښتل په دغه باره كې خبرې وكړي،په دې چې هغه يومذهبي امریکایی ځوان و، هغه دلته دافغانستان دخلكومذهبي اوملي جذبه هم  ليده،او دغې جذبی ده ته یوبل ډول احساس وربښلي و ، ده به کله کله ماری ته ویل چې :

ـ افغانان په خدای د زړه له کومي ایمان لري ، دوی چې هرڅه کوي ، دخدای په نامه یې کوي ، هغوی چې دخدای لپاره ترهرڅه تیریږي،هغوی دخدای نازولي دي اوخدای یی دقربانۍ اجر یوه ورځ ورکوي… پردوی هغه ورځ راتلونکې ده چې موږ به ترې تښتو… شاته به نه ګورو،موږ پرتپیلي جاسوس واکمن به خپله لاره په خپل هیواد کې ورکه کړي اودوی به خپله آزادي ترلاسه کوي… له دوی سره یې خلک دی… د دوی دیوه واکمن په وینا چې دخلکو زور دخدای زوروي…

مایکل له کندهاره بیرته کونړته را ستون شو خوله دی سره سره دده لپاره ګرانه وه چې په دغه برخه كې تردې زیات څه ووايي ځکه چې دی په طبعي توګه په افغانستان كې له ژونده ستړى نه و، دژوند دښمن نه و، اوپه دغو خلكو باندې يې هغه څه چې دخداى درضااودهغه دكتابونو خلاف وونه لوريدل. دی هم لکه یو زیات شمیرعیسویان پرهغه خبره باوري وهغه چې ستیفن به تل یوخای اوبل ځای ویله:

– موږ دلته هغوى رااستولي يو،هغوى چې زموږ پيغمبريې له موږه واخيست اوهغه يې په صليب باندې وځړاوه،هغوى اوس زموږ په خپل هيوادكې،زموږ پرپوستكي راننووتي اودادى موږ يې په لوي لاس له مسلمانانوسره ، له هغوى سره چې زموږ پيغامبرته لكه دخيل هغه په شان داسې درناوي كوي لاس اوګریوان کړي یو… موږ اودوی دیوه خدای بندګان یو…

 دستیفن په ليونيوخبروكې يوه خبره داهم وه چې ده به له ځنيو خاصوملګروسره هلته اودلته ويله. هغه دتيرنوي كال په شپه په همداسې یوه خبره ترسهاره پورې جزايي شوى و،چې ويلي یې وو:

ـ  هيله من يم چې راتلونكي كال به هغه كال وي چې موږ دبي ګناه مسلمانانوپرځاى له هغه چا سره په جنګ شو،هغوى چې بلرونه یې زموږ دپيغامبرقاتلان ول اواوس یې موږ قاتلانوزامنوپردغه برخلیک وراړولي یو…

***

ماري له سختوستونزواو بندیزونو وروسته پردې وتوانیده چې دامریکاپه لورروانه شي ، په هغه ورځ چې داله کونړه دباګرام پرخوا را روانیده، مایکل ترالوتکې پورې بدرګه کړې وه، په وروستي خدای پامانې کې یې داورته ویلی ووچې ترڅوبیا له دې سره یوځای کیږي باید چې دده په مور،له خپل ځان اوخپل نازیږولي ماشوم سره یې ډیرپام وي….

ماري په هغه ورځ سره له دې چې له مایکله  دبیلتانه پرسفرروانیده ، سره له دې چې  بیلتون په هروخت او هرحالت کې دانسان اوټولو ژوندیو موجوداتو لپاره ترټولوبدمرغه او خواشینونکې شیبه ده ،خو دې په هغه شیبه کې هم یوازې دکونړدنګوغرونوته کتل اود هغو لوړو ته یې ژړل.په دې خاطر چې داولې له دغو دنګواوسرلوړوغرونوسره خدای پامانی کوي… ولې له دغو مینه ناکو درو، سره له دې چې دوی په سخت قهر ورته را اچول شوي بیلیږي اوولې له دغو دروڅخه په داسې نیت وزي چې دلته ګواکي مرګی ورته ګواښیږي … هغه څه چې دلته ددغه ځای خلک  کله هم دهغه لپاره لکه زموږدهیواد واکمنان مرګونی پلانونه اونقشې نه جوړوي …

 هغه پردې پوهیده چې ددې لپاره ترټولوسخته اوستونزمنه شیبه همداده چې له هغو سلګونوارواووڅخه چې تنونه یې دظاهربینۍ له مخې امریکا ته تللي اویادونه یې تراوسه هم ددغه هیوادپه فضاکې خواره واره ګرزي راګرزي بیلیږي اویا دهغوتلپاتې یادونه اوخاطرې اوس ددغه هیواپه فضاکی یوازې پریږدي…

اوماري  په هغه ورځ ترهغو ژړل ترڅویې الوتکه دیوې لنډې مودې لپاره باګرام ته نه وه رسیدلې،هغې له افغانستان سره لکه دکاناډایی میرمنې نکلا په شان نه هیرودونکې مینه اوخاطرې درلودې ، دهغې ټول دردونو له مینې سره مله وو، هغې دجګړې په دغه ترخه شیبه کې، په دغه امریکایي وسلوزخمي زخمي وطن کې هم مینه اودهغې کیسه په خپله ټوله وړتیاسره لیدله، مینه یې اوریده،او تل به یې ویل چې نورخلک خپل هیواد، خپل ښارونو اوخپلې سیمې په شنلیو، پرګلونوپوښي ،اوښکلا وربښې ،خو دریغه چې هغه ټول دیوې خوږې اوتلپاتې مینې جذبات اوښکلا له ځان سره نه لري  خو دلته دغه هسک غرونه او ځنګلونه ، دغه تورې څوکې او تورکمرونه سړي ته له مینې اودهغې له احساسه پرته بل څه نه ورکوي … دادمینې هیواد دی ، دامینومینه ده اودادهغو ښکلاوو مورده چې تراوسه پورې لکه موږ دمصنوعي اودرواغجنی نړۍ په منګولوکې نه ده لویدلې ، داهغه مقدسه ځمکه ده چې فکرکیږي دمینې اوخواخوږۍ کلمې به هم دلومړي ځل لپاره همدلته زیږدلې وی،کیدای شي زموږ لومړنی موراوپلارهمدلته له یوه اوبل سره دمینې په نامه یوځای شوي وي … کیدای شي هغه به همدوی ووچې ویلي یې وو:

جانانه دومره په ګران یې       – چې ته روان یي زه دې شمیرم قدمونه

په تورو سترګو دې مین یم     – لکه په توروغرو چې اوري بارانونه

اوپیلوټ اعلان وکړچې :

ـ بګرام ته راورسیدو ، پام چې کالي اوشیان مو پاتې نه شي…

ماري هم خپلې اوښکې دخپل جاکټ په لستوڼې باندې پاکۍ کړې،خپل لاسی بکس یې په لاس کې ونیو، دالوتکې ددروازې دپرانیستوپه نیت په خپل ځای کې ودریده .

کله چې له الوتکې راکښته شوه،یوځل يې هغه یوکلن پخواني شمال بیا طلایی زلفې دښکلي مخ پرشاوخوا باندې راوګډولې ،ځکه ترهغوچې راغلي موټرته رسیده خپل کیڼ لاس یې په سره نیولی و. هغې ته وریاده شوه چې تیرکال په همدغه هوایی ډګرکې دې دلومړي ځل لپاره مایکل ولید… وریاده شوه چې ستیفن په هغوشپوکې دخپلې نړۍ اوخپلې لیدنې له مخې څه خبرې اووړاندوینې کولې … وریاده شوه چې له دغه هوایی ډګره دهغوسرتیرو یوزیات شمیرچې له دې سره یوځای راغلي وو بیرته په خپلوپښوجوړامریکاته ستانه نه شول…  وریاده شوه چې دهغوی تابوتونه په دلته راتلل اوله دغه ځایه به دهغومیندواوپلرونوته وراستول کیدل چې دالړۍ تراوسه پورې لا روانه وه…  وریاده شوه چې یوه له هغو نیکمرغو څخه ده چې کیدای شي په خپلو پښواوجوړتن ترامریکاپورې ورسیږي …وریاده شوه ، چې مایکل له همدغه ډګره یوازې په دې خاطرچې ویل به یې « عیسی مسیح دې زموږ مل شي » کونړته جزایی واستول شو…

داټولې خبرې یې په ذهن کې لکه بریښنا په همدغه وړه شیبه کې لاړې اوراغلې ، کله چې عسکري بارک ته ورسیده، ورته وویل شول چې نن شپه ددې الوتنه ده باید چې تیاره وي، په دې چې که له دغې الوتنې پاتې شوه نو بیا به ترراتلونکې اوونې پورې دبګرام په یخنۍ کې دافغانانوپه وینا چاکوان په لاستی کول …

ماري یوازې دومره وکړل چې ډاکترته ورغله اوله هغه سره یې دخپلې ستونزې په اړه خبرې وکړې، ځکه هغې له بګرامه ترامریکا پورې په پوځې الوتکه کې سفرکاوه ، خو ډاکترانوورته ویلی وو چې ستونزه نه لري ، داچې ډاکترانو داپیژندله، ټولو ددې دماشوم له امله مخکې له مخکې مبارکي ورکړه ،لیندا چې له دې وروسته ددې پرځای باګرام ته راغلې وه ټوکه ورسره وکړه :

ـ خوشاله یم چې یوګړې راغلې وې او دوه ګړې ځې …

ماري ورته په خندا شوه :

ـ دانوڅه خبره ده ، ته هم کولای شې چې دیوه چا په داد ورسیږې …  یوامریکایی ځوان له انساني شرمه وژغورې … له هغه پرته هم امریکایې نارینه پوځیان یوبل سره ..، له یوه اوبل سره ان دلته کوزدې کوي … اوډالرټولوي چې کله امریکا ته رسیږی ، هلته بیا د ودونو تا بیا کوی …

لیندا ورته وخندل :

ـ هو، داخوده ، تیره اوونې دترجمانانو په کیسه خبره شوې …

ـ نه ، دهغوڅه خبره وه ؟

ـ تیره اوونې د(عاشقانو) دورځې په نامه یوه لویه میله جوړه شوه، دوې شپې مخکې ترجمانان چې زیاتره یې امریکایی ایرانیان،تاجکان او سوریه یان  وونوی رارسیدلي وو، دشپې  چې کله امریکايي پوځيان مست شول،دخرو په شان په شرابو وپړسیدل،نو بیا یې پردغو نویو ژباړونکو ورمخه کړه، په دریواوڅلورو تنویې یویو وغ، داسې چې اکثره یې سره وشکیدل… پنځه یې موږ بیرته ولیږل ، شپږ اووه یې اوس هم دلته له موږسره تردرملنې لاندې دي…

دماري سترګې سره وختې :

ـ او، دماخدایه … تردې به بله لویه انساني بې شرمي دامریکا لپاره څه وي…

آرامه یې خپله خوله دلیندا غوږ ته وروړاندې کړه اوورته ویی ویل :

ـ هیله من یمه چې دادانسانیت پرمخ دشرم داداغونه خو یوهم ژوندی پاتې نه شي ، خدای دې افغانانو ته بری ورکړي چې مختوري اوشکیدلې ک یې نه یوازې له خپل هیواده بلکه له دنیا مخامخ دوزخ ته ولیږي…دخدای په کتابوکې دوی دانسانیت ضد پیژندل شوي دي ،زما خاوند تل وايی: چې مسیح دې زموږ مل شي ، خو زه تل بیا وایم چې خدای، مسیحا اومحمد دې دښځومل شي. دانسانیت په تاریخ کې ښځې کله هم  دمځکې پرسرخوندې نه وې ، هرڅوک یې دښمنان وو خو اوس دادي مسلکي ک چې موږورته ګ وایوهم پرې ور زیات شول … !

اوموږ به څنګه نه تباه کیږو ؟؟؟؟؟

پاتې لري …

Comments are closed.