یوازې مسیح زموږ مرسته کولای شي

لیکوا ل : خالق رشید

323

(۱۶) مه برخه

(ناول)

۲۰۰۶   –   ۲۰۲۰    کــــلونه

A nowel,about what heppend in Afaghanistan

Only Messiah Can Help Us

By

A.K .Rashid

(۱۶)

« … خو ماري خپل خوب هسې بابیزه وباله … کونړ وریاد شو ، هلته چې ستفن په دې ورځو کې دناروغۍ پربسترباندې پروت و او په ماته ګوډه ژبه  به یي د مساپرخان لنډۍ له ځان سره ویله :

په بی درمانه مرض پروت یم     جانان مې ښه په حال خبردی نه راځینه …»

        په هغه شپه لکه څنګه چې ماري ته ویل شوي وو، امریکې ته دهغې تګ وځنډید … په دغه ورځ کومه الوتکه چې باید دشپې له باګرامه الوتې وای،هغه کندهار ته دورځې په وروستیو شیبوکې د مړو پوځیانو د تابوتونو د لیږیدیدو په خاطراستولی شوې وه چې بیرته را ستنه نه شوه اوله هغه ځایه نیغه الوتې وه. ماري روښانه او روڼ آسمانی باګرام یوځل بیا په روڼو سترګو او روغ اکر ولید، هغه ځای چې دوی کله هم فکرنه کاوه  چې بیا به له دغه هوايی ډګره په روغو څانګونو دامریکا په لور الوتکې ته پورته شي ځکه چې دلته ټول پوځیان په روغو را کوزیدل او په مړوښواو نګوښو بیرته الوتل…

پوره یوه اوونۍ یې نورهم انتظار ویوست، مایکل هم ورته راغلی و، په باګرام د نژدې یوه کال په اوږدوکې ډیربدلونونه راغلي وو،ډیرې کیسې دلته رامنځ ته شوي او ډیرڅه دلته تیرشوي وو، ځکه یې دلته له اوږدې مودې وروسته ډیرڅه، ډیرې کیسې واوریدې، ډیرې داسې چې دنه منلو وړ وې لکه چې دیوڅویې چې یادونه هم وشوه …

 دمایکل دوخت یوازې یوڅوتنه لاهم دلته وو،له هغویی هم هغه باورنه کیدونکې ټولې واوریدې،دفاطمې اویوشمیرنورونجونو کیسی یی واوریدې،هغوی چې دلته یې په بیس کې دننه دامریکایانولپاره یې د(کښیکاښ ) یامساج خونه چې په حقیقت کې دفاحشو بنګله وه پرانیستې وه… ویل کیدل چې فاطمه یوه ایرانۍ جاسوسه وه له هغه مهاله چې امریکایان په باګرام کې ځای پرځای شوي وو،دې ته هم په یوډول دغه دنده دلته ور په ګوته شوې وه، په هغوشپو کې چې امریکا پرافغانستان یرغل وکړ، یوه له هغو پلمو څخه چې دوی نړیوالې ټولنې ته دبشری غمیزې په توګه ورښوده هغه دښځو دحقونو او پرهغو باندې داشراروتیري اوبیا هغه پرطالبانوتپل اواړول وو، ځکه نوهغې هم  له دغې شیبې څخه ګټه پورته کړه او ځان یې په هررنګ چې ودامریکایی ځواکونود قوماندې زړه ته ددغه کار لپاره را رسولی و.، هرچا به چې له هغې،دهغې اصل اونسب او ځای ځایګی پوښتنه کوله ، دی به یوازې ورته ویل چې: ( زه دچنداولو یم …) له ژبې او ایراني ډول وینګ فارسي یې نه ښکاریده چې دا به یوه ورځ هم په چنداولوکې اوسیدلې وي،هرچا پیژندله یوشمیر افغانان چې په پوځي چاوڼې کې تلل را تلل هغوی به(دموکراسي ) بلله،خو ترافغانانو هغه امریکایی پوځیانوډیره ښه پیژندله ځکه چې دهغو یې ښه خدمت کاوه کاروباریې هغوی سره و …

فاطمه تل په ایراني ډوله برقه کې ګرزیده،پر مساجخانه به یې وارنه کیده ،لږ ترلږه شل نورې نجونې چې زیاترو په ایران کې له ایراني ژوند دود سره آشناشوې وې هم په وار وارسره راوستې اودامریکايی پوځیانو اولوړرتبه مامورینوپه خدمت کې به وې … هره شپه به یې دباګرام په امریکایی کلپونو کې ترنیمو شپو پورې ګډولې او کارولې …. دهغې بازارښه تود و په سلګونو له ایرانه نوې راغلې نجونې یې دلته ګمارلې وې او ددې په خپله وینا یې د دغو ټولو لپاره د روټۍ اوروزۍ (!) لاره  دامریکایی دموکراسۍ اوپرافغاني ښخو باندې دتش په نامه مهربانې په فضا کې موندلې وه …

یوکال د مخه له دغو نجونوڅخه یوې یې زیات شمیر بمونه او چاویدونکي توکي،هغه چې دیوه امریکا یی کرنیل د باډۍ ګارد په واسطه چې دهغې بای فریند و، د باګرام هوایی اډې ته دننه او له دروازې سره نژدي یې وچوول.په هغه کې ترشلو زیات امریکایی او په لسګونو افغانانو ووژل شول. ددغې پیښې څیړنو وښوده چې فاطمې او ددې ډلې دایران داستخباراتو لپاره کارکاوه اودغه چاودونه هم دوی دهغوله پلان او پرګرام سره سمه وکړه اوهمداسې یې یوزیات شمیر نور امریکایی ضد فعالیتونو چې هغه دایراني استخباراتو له خوا ورته جوړیدل او سپارل کیدل هم ترسره کړي وو… او داټول څه او کرنې به د دې په وسیله ایرانیانوته په آسانې سره رسیدې…

  فاطمه هم له دغې درنې چاودنې وروسته یوناڅاپه ورکه شوه ، چا به ویل په بامیانوکې یې نوی رستورانت پرانیستی،چا به ویل چې  نه ایران ته وتښتیده، خو دایوه هم سمه نه وه،له ورکې یې پوره شپږمیاشتې وروسته مړي یوه شپه له دوو نورو نجونو سره د باګرام دګارنیزیون په لویدیز اودکابل – پروان د سړک د  دوه لارې پرسرچې په سختۍ سره پیژندل کیدې وموندل شوې.هیچا یې پوښتنه نه کوله اوهیڅوک له هغوچنداولیانو چې دې ځان دهغه ځای باله پردې پسې رانه غلل … دباګرام یارانو ټوکه جوړه کړې وه چې د امریکایي( دموکراسي )  وروستی برخلیک او برکت همدغه دي لکه چې (دموکراسۍ  – فاطمې ) ولید…

 ویل کیدل چې میاشتې وروسته ایراني مخبروپه پټه یوه ایرانۍ خیریه موسسه دهغې په مړي اخیستو پسې وګمارله،اودهغې مړی یې دایران په ملي بیرغ پوښلی ایران ته ولیږداوه،وروسته بیااخوندي ضداخبارونوپه دغه اړه ولیکل چې :

ـ سپیڅلې فاحشې خپله هغه دنده چې دې ته سپارل شوې وه په پوره ایماندارۍ سره ترسره کړه  …

د ماري په ډیرو کیسو کې دا ترټولو دردونکې اودحیرانتیا وړوه،هم هغه ځای ته ورغله چې دوی هلته کارکاوه ، چې اوس يی پرځای کټ مټ دنده کوریایی نازکو نجونوچې دمذهبی رضاکارو په نامه راوستل شوې وې په باګرام کې ترسره کوله …

***

اوماري نن شپه دامریکا په لور روانه وه ،

په هغه شپه بیا په باګرام کې سړه سیلې لګیده، دالوتکوغږونه هم ترهغه چا سم نه شوای اوریدای ترڅو به دسړي سرته ښه را نژدې نه شوې، ښه تیاره وه ، ځکه داهغه شپې وې چې سپوږمۍ به هم په هغوشپوکې ناوخته راخته، یوازې ستورو دهسک په نامعلوموکې کې هرچاته ښایسته سترګکونه وهل اود تورتم زړه یې په خپلو تیزو رڼاوو سره په خپلوکږو وږوسترګکوباندې روښانه کاوه…

ناوخته و چې ماري هم له مایکل سره خدای پامانی وکړ،یوبل یې ترډیرو پورې په غیږکې سره نیولي وو، دواړو ژړل،خو دواړو په دغه ژړاکې هم د بیا لیدو په امید یوه او بل ته تسلی ورکوله … او هیله یې څرګندوله چې زربه په امریکاکي سره ووینی … دماري وروستۍ خبره داوه چې با ید ددې ښې هیلې ستیفن ته ور رسوي…هغه چې لا تراوسه هم په کونړکې واوتراوسه یې هم نه غوښتل امریکا ته ولاړشي . یوه ورځ مخکې ماري خبرې ورسره کړې وې ، خو ده ورته ویلي وو:

ـ  ناروغه یم او داسې ښکاري چې امریکایی زورواکان نورما دلته پرې نه ږدي  ځکه دوی غواړي چې ما یا امریکاته واستوي او یاهم له کونړه مخامخ جنت ته … اوس به وګورم چې قسمت به کله اوچیرته لومړی هرکلی راته ووایي …

مارِې دمني په هغه سړه شپه کې باګرام ته دتل لپاره بای بای ووې ، اتلس ساعته الوتنه،اتلسه ساعته په هواکې ، څه آسانه مزل نه و، هغه هم په داسې الوتکه چې ټول ستړي ستومانه او ټپی ټپي پوځیان له سړي سره ملګري وي .هغوی چې هریوه یې ځانته خپل احساسات اوخپل جذبات لرل،په هغوی کې له هلمند ، کندهار، پکتیا اونورو جنوبي سیمو راغلی پوځیان وو،چې هریوه یوه دردمنه اوغمجنه کیسه له ځان سره  دافغانستان له تورې اوتپل شوې جګړې څخه امریکا ته اوس لیږدوله . خو ماري اوس دخپل ځان په فکرکې وه ، دخپل ځان په باره کې اودخپل مایکل اوله هغه سره د خپلې راتلونکې په باره کې…

له څوساعته الوتنې وروسته ماری ته خوب ورغی،دالوتکې هغه هم دعادی سپرلیو سره ،هغه چې ایکونومي کلاس ته ورته و،یودوه ځلې به ناڅاپه راویښه شوه،اوله ځان سره به وبنګیده :

–  ستیفن اودلته … هو زما خدایه هغه مې په دغه زرګونه فوټه لوړتیا کې هم آرامه نه پریږدي …

هغې یوځل بیا هم ستیفن په خوب لیده ، چې له دې سره یې بیا لکه دپخوا په شان هماغه دیارانې خبرې کولې،هم هغه چې ویل به يې واده راسره وکړه … ته ډیره ښکلې یې … او دغو ظالمانو ته هم داورونو دغو لمبوته راوستې یې …

خو ماري خپل خوب هسې بابیزه وباله…. کونړ وریاد شو،هلته چې ستیفن په دې ورځو کې دناروغۍ پربسترباندې پروت و…مساپرخان به وریاد شو، چې هره ورځ به یې دده پوښتنه کوله اوچې وبه یې لید نو بیا به يی دالنډې ورته په مزه مزه ویله:

په بی درمانه مرض پروت یم     جانان مې ښه په حال خبردی نه راځینه …

اوپه ستیفن هم دغه لنډې ډیره ښه لګیده اوپه ماته اوګوډه پښتو به یې دبستر پرسرله ځان سره ویله …

په     بې   درمانه ، مرز پروت یم …

نژدې غرمه وه چې د دوی الوتکه دامریکا پلازمې،هغه ځانګړې هوایی ډګرته چې هغه یوازې ددغو پوځیانو د تګ اورا تګ لپاره په نښه شوی ورسیده . د دې مور، وروڼه  دمایکل موراو نورخپلوان ټول له یوشمیرپوځي افسرانو سره یوځای په ځانګړي ځای کې دماري او په سلګونو نوروماتو اوګوډو اووژل شویو پوځیانوهرکلي ته راغلي وو… په دوی کې یوازې یوڅو داسې وو لکه ماري، ځکه نوټولوهرکلي کونکو چې هلته راغلی وو ژړل ، هغوی که ماري غوندي جوړهم وو، خپلوخپلوانو يی په ژړاوو بدرګه کول او که ټپي او مړه هم وو، او ژړا دلته یوازنۍ کوربه وه چې خوښۍ اوخواشیني ته یې یوشان او په یوه غږکې د زړه له تله اوله ناکامۍ هرکلی وایه …

ماري د بدرګه کوونکو لیکې ته راورسیده،موراوپلار،وروڼواودمایکل مور ټولو ورته چغې کړې ،په چغو اود اوښکو په تودوڅپوسره به هریوه په خپل وار سره اوږده شیبه په غیږکې ونیوه،له هریوه سره یې ژړل ، ترهغو چې لیکه په وروستۍ پوله ودریده ، هلته یوه ډله بدرګه کوونکو لاهم ولاړوو، غوښتل یي له هغو سره هم ستړي مه شي وکړي چې یوناڅاپه یی د ستیفن په موراو ترور اوڅو نارینه وو باندې سترګې ولګیدې، ورمنډه یې کړه،غوښتل یی چې هغې ته د ستیفن د روغتیا په اړه ډاډ ورکړي ، دې لا دغې خبرې ته ځان جوړاوه چې یوپوځي یې په غمجنه څیره کې دستیفن دمور مخې ته ودرید اوورته ویې ویل:

ـ مم، مهربانۍ وکړۍ دجنازي مخې ته راشۍ …

ما ري اکه پکه شوه ځای پرځای ودریده ، له ځان سره یې په وارخطایۍ په لوړآواز  یو دوه ځلې تکرارکړه :

ـ جنازه… جنازه … دچا ؟

کوم چا ځواب ورکړ :

– د زوی مړی یې اوس له الوتکې را کښته کیږي … د ستیفن …

اودستیفن نوم نه و یوه ټکه وه چې په ماري باندې راولویده،ځای پرځای کیناسته او دستیفن په دغه ناڅاپی مرګ یې،هرڅه له یاده وایستل،ځکه داددې لپاره یوډیربد او ناڅاپي غږو،هغه هم دداسې چاپه اړه چې یوڅوک له هغه سره دژوند یوعالم خوږې او ترخې لري،دستیفن مرګ دماري لپاره دنه منلو وړو، ځکه ستیفن له هغې ورځي ، یوه ورځ وروسته چې له ماري سره یې وروستی خبرې کړې وې په کونړکې له ژوند سره خدای پامانی کړی و،پرهغه مهال چې ماری ته یې ویلی وو چې زه ناروغه یم، او په دې یې هم باورراغلی و چې دی به یا امریکا ته لیږې او یاهم  دده په خپله ویناله کونړه نیغ جنت ته … له همدغې خبرې یې یوازي یوه ورځ وروسته په هماغه پوځي روغتون کې چې ماري هلته دنده درلوده  له نړۍ سترګې پټي کړې وې …

ما ری دستیفن له جنازی سره ملګرې شوه او ترهغویی چې دده څیره نه وه لیدلې ، باوریی نه کیده …

څو تا بوتونه یوځای د درناوي ځانګړي ځای ته راوړل شول،په هغو کې دده تا بوت نه و،په دویمه څپه کې دده تابوت دټولو په مخکې وچې پرې لیکلي وو :

ستیفن … ۲۷ کلن – کونړ افغانستان

د مرګ نیټه د نوامبر  ۱۶

 ماری ورته په ژړا شوه اوپه درنه چغه کې یې ترخوله راووتل :

ـ  ستیفن …ستیفن  … ته خو ترما دمخه امریکا ته راورسیدې …

تاخو ویل زه امریکا ته نه ځم …نه ځم ، نه ځم …زه مې له ملګروسره دلته اوسیږم …. تا خو ویل چې زه تورې بورې ته ځم خو امریکا ته نه… اوس ولې راغلې ، ته نه پوهیدې چې دمایکل لاهم پرتا زړه تکیه او ډاډه و …

دژوند ترټولو خواشینونکې پیښه اوخواشینونکې شیبه…چې دماري په غوږو اوماغزوکې یی  اوس هم دده د وروستۍ خبرې په توګه خپل درانه انګازه کول :

ـ  ناروغه یم … داسې ښکاري چې امریکایان زورواکي نور ما دلته پرې نه ږدي  ځکه دوی غواړي چې ما یا امریکاته واستوي او یاهم له کونړه مخامخ جنت ته … اوس به وګورم چې قسمت به کله اوچیرته

لومړی هرکلی راته ووایي … ؟؟؟؟؟

نور بیا

Comments are closed.