د ژبـــو تــاریـــخ

زمـــری مــحقــق

0 131

 

د کتابونو د لنډی پیژندنی په لړ کی:

دا هم د کتاب تر لوستلو وروسته په لنډه توګه د هغه لوب لباب او اصلی محتوی :

       د ژبـــو تــاریـــخ

لیکوال : پورې یانسن

ژباړن : داود هوتک

تیراژ : ۲۰۰ ټوکه 

د چاپ ځای : مالمو سویډن

دا د ژبنی څېړنو په هکله یو علمی څیړنیز اثر دی چی د سویډن ژبپوه تورې یانسون په ۲۰۱۰م کال کی لیکلی او ښاغلی داود هوتک د سویډنی ژبی څخه په ۲۰۱۸ کال کی ژباړلی دی .

کتاب چی په ۳۹۵ مخونو او ۱۸ څپرکو کی لیکل سوی ، د ملیونونو کلونو په اوږدو کی د انسان د ژوند د ژبو په اړوند څیړی او د ژبو پر زیږیدو او مړینی باندی، د علمی دلایلو په بنسټ رڼا اچوی .

د کتاب لیکونکی د ژبی د پیدایښت ، د مذهبی عقایدو په بنسټ او هم د علم ساینس او تخنیک په اړوند ، په تفصیل سره ږغیدلی دی .

د تورات او انجیل په هواله ویل سوی دی چی انسان د خپل پیدایښت له وخته څخه یعنی کله چی ادم علیه سلام پیداسو نو  خبری یې کولای سوای . لوی خدای (ج) د مځکی پرمخ ټوله موجودات لکه حیوانات ، انسانان ، مرغان خزندی اونور د خاورو څخه  پیدا کره او آدم علیه السلام مخته یې راوستل او ورته وه یې ویل چی نومونه ورته وټاکه ، چی دغه د نومونو غوره کول په حقیقت کی د ژبی لومړنی بنسټ جوړ کړی دی .

لیکوال دا د حیرانتیا وړ ګڼی چی انسان دی د ژبی سره یو ځای پیداسوی وی ځکه چی لومړی کوچنی پیدا کیږی بیا ژبه زده کوی چی د همدغی ژبی په بنسټ انسان هم د حیوان څخه را بېلیږی ، لکه چی وایی «انسان یو ناطق حیوان دی» .

هغه ژبی چی اوس ویل کیږی لږ تر لږه څلویښت زره کاله مخکی هم ویل کېدی خو ژبی په لومړی سر کی د ټاکلو ږغونو په بڼه را منځ ته سوی دی لکه چی اوس هم موږ وینو چی سپیان غپا کوی ، پشانی میو میو کوی ، بیزوګانی جغاری وهی ، چغوکی چوڼهاری کوی …. د اوسنی انسان اجدادو هم د دغه پرنسیپ څخه ګټه اخیستی ده .

کله چی  د ۱۸۰۰ میلادی کال راورسته د ډاروین تکاملی فلسفه را منځ ته سوه نو د ژبو د ودی  او پرختیا د پروسی په هکله هم نوی څرګندونی د ژبنی څیړنو په برخه کی ور سره را پیداسوی .

د دغه نظر په بنسټ مخکی له دی چی انسان د (هموساپنس ) په بڼه را منیځ ته سی ، د نندر تال یا غاری انسان په بڼه موجود ؤ. د بیزوګانو ډیر جنسونه د سګنالونو د رسولو لپاره په لسهاؤ بېلابیل سیستمونه لرل چی په تیره بیا د چمپانزی او په هغه کی بیا د لنډی چمپانزی ږغونه د پاملرنی وړ دی .

که اوسنی ژبې د شمیر له مخی د پخوا یعنی کابو دولس زره کاله مخکی زمانی  سره پرتله کو نو موږ وینو چی د یوه اټکل له مخی په ټوله نړۍ کی د ژبو شمیر د اوو زرو په شاوخوا کی دی یعنی د ژبو دغه شمیره دومره دی، لکه د ډلیزو ښکاریانو په وخت کی چی مو جوده وو، په داسی حال کی چی د هغه وخت د خلکو شمیر تردولسو ملیونو زیات نه ؤخو دا شمیر د نن ورځی د شپږ ملیارډّه نفوسو په پرتله تقریبآ دوه زرمه برخه جوړوی .

توری یانسون  ژبی په عمومی ډول پر دور لویو ښاخونو ویسشلی دی :

(جرمانیکی ، سلاویکی او رومی ژبی )

 

جرمانیکی ژبه :  د سویډنی ، انګلیس ، او جرمنی  او همدارنګه د ډنمارکی او هالنډی ژبو په شمول ، دنژدی والی په هکله ژبپوهان او مؤرخین هم نظره دی او د نژدیوالی ریښه یې یوه ګڼی یعنی د جرمانیکی ژبی (چی اصلی ژبه یې لرغونی جرمنی ژبه ده ) ،څخه یی بولی .

پخوانی انګلسی متنونه د پخوانۍ لوی جرمانیکی ژبی په شان کابو دیارلس سوه کاله عمر لری . نو سړی کولای سی د دې دوو ژبو پر مختګ ، د پیړیو په اوږدو کی یو ځای سره مطالعه کړی  .

موږ وینو چی د ۱۲۰۰ کلو څخه هم څه موده مخکی د سویډنی ژبی متنونه موجود دی ځنی متنونه پر ګردی ډبرو باندی هم لیکل سوی دی خو که د میلاد څځه اته سوه کاله وړاندی وختونو پوری مخته ولاړ سوو، بیا نو د سویدنی ژبی د متنونو موضوع د بحث وړ کڼل کیږی .

دغه ژبی چی د پخوانی شمالی اروپا د ژبو په نامه یادیدلی، د میلاد څخه دری یا څلور سوه کاله وروسته زمانه کی هم د دی ژبو لنډ لیکل سوی متونه موجود دی .

تورسن په تفصل سره د پورتنیو ژبو د نژدی والی په هکله ورته او نژدی لغاتونو ته اشاره کوی او بیلابیلی جملی د بیلګی په توګه لیکی او وایی چی د دې ژبو د نژدی والی له امله پخوانی انګلیسان او د شمالی اروپا خلک تر نن ښه سره پوهیدل .

کابو زر کاله وړاندی د ډنمارک (ویکینګ ) د انګلیند پر ډیره لویه برخه باندی حکم چلوی .او ژبنی ستونزی یې نه سره لرلی . لیکوال ټینګار کو چی که موږ د زرکاله مخکی اسناد وګورو نو به راته جوته سی چی د دغو سیمو اوسیدونو یوه ژبه ویل چی هغه هم لرغونی جرمانیک ژبه وه .

سلاواکی ژبه :

د اروپایی ژبی یوه لویه برخه له درو غټو ښاخونو څخه په یوه ښاخ پوری تړلی ده . دختیځو جرمانیکو ژبو تر څنګ بیا سلاویکی ژبی پرتې دی چی غټه ژبه یې روسی ژبه ده او په دغه ښاخ پوری بیا اوکراینی ، پولنډی ، بیلاروسی ، چکی ،صربی ، کراوتی ، بلغاریایی او داسی نوری کوچنی ژبی هم تړلی دی .

په عمومی ډول د دغو ژبو ورته والی د جرمانیکی ژبو په انډول ډیر دی .

یو نښه چی د ژبو په لیکلو کی یې لیدل کیږی د روسی ژبو الفبا ده . په داسی حال کی چی د نورو ژبو لکه پولنډی او چکی لیکنه په لاتینی الفبا سره دی .که موږ وګورو د روسی ژبی ډیر لغاتونه له نورو سره ډیر ورته والی لری د بیلګی په توګه :

د ډوډی او لمر لغاتونه په لاندی ډول دی :

د ډوډی او لمر لغاتونه  brod  sol ) ډوډی لمــــــر
روسی Xleb solntje
پولنډی Chleb solnce
چکی Cl,b sunce

په سلاواکی ژبو کی هم له اته سوه کلونو څخه لا څه وړاندی ، زاړه متنونه سته چی زیاتره یی مذهبی متنونه دی .د جرمانیکو ژبو په څیر سلاواکی ژبه هم د لرغونی سلاواکی ژبی څخه منځ ته راغلی ده او ښایی زموږ د وخت څځه څه وړاندی په ډیره لویه ساحه کی ویل کیدله .

رومی ژبه :

د ژبی دریم غټ ښاخ د اروپا په جنوب او لویدیځ کی رومی ژبه ده چی لویې ژبي يې د فرانسوی ، هسپانوی ، ایټالوی او پرتګالی ژبی څخه عبارت  دی .

د ډوډی او لمر لغاتونه په دی ژبو کی داسی دی :

ډوډی لمــر
فرانسوی

هسپانوی

ایټالوی

پرتګالی

Pain

Pan

Pane

Pa`o

 

filho fils

Hijo

Figlio

filho

لغاتونه یي رښتیا هم دومره سره نژدی دی چی په تصادفی توګه امکان نلری  .او هغه پوښتنی چی د دې ژبو په تاریخ پوری اړه لری کابو د ګمان څخه وتل دی .ځکه چی په دغو ژبو کی د پخوانیو بیلا بیلو دورو څخه ډیر زیات  داسی متنونه موجود دی چی د هغو په مرسته موږ کولای سو ووایو چی دا ژبی ټولی د لاتینی ژبی څخه را بیلی سوی دی .ویل او لیکل یې هم کابو دوزروکلونو مخکی په همدی سیمو کی چی نن ورځ دا ژبی په کی ویل کیږی ، رواج درلودی .

دا چی ولی یوازی یوه ژبه په دی د ومره لویه سیمه کی ویل کیدل ؟

په دغه هکله توری یانسون زیاتوی چی د لرغونو توکو او تاریخی لیکنو په مرسته موږ دی پوښتنی ته هم څرګند ځواب موندلای سو ،. د د میلاد څخه شپږ یا اوه سوه کاله مخکی لاتینی ژبه یوازی په روم او د هغه په شاوخوا سیمو کی ویل کیدله . خو د رومیانو امپراتو ری ورو ورو پراخیدل او تر میلاد سل کاله مخکی یې پر ټوله لوېدیځه اروپا او د مدیترانی پر ټولو شاوخوا سیمو باندی حکومت کاوه ، خو وروسته د څو سوو کلونو څخه د دوی حکومت ړنګ سولاکن ژبه یې د دوی د امپراطورۍ د ډیرو اتباعو د مورنی ژبی په توګه پاته سوه .

په داسی حال کی چی د جرمانیکی او سلاواکی ژبو تاریخ د دی څخه زیات توپیر لری ځکه چی د لرغونو وختونو څخه را پاته اثار هیڅ یو هم ، پر داسی حوادثو باندی دلالت نه کوی . ښایی سلاویکی او جرمانیکی ژبی په یوه بله توګه پر دی سیمو باندی خپری سوی وی .

هندو اروپایی ژبی :

د ژبو دا دری ګروپونه یو په بل پوری تړلی نه دی خو په ډیر وبرخو کی ورته والی سره لری ژبپوهان په دی عقیده دی چی دا دری ژبی په یوی بلی غټی ژبی پوری اړه لری چه هغه د (هندواروپایی )ژبی څخه عبارت ده .

د هندو اروپایی ژبه هم په مجموع کی د ژبو د پورتنی درو ښاخونه څخه جوړه سوی ده . د اروپا ځنی نوری ژبی لکه یونانی ، بالتیکی ، کیلتسکه ژبه ، او البانی ژبه هم په هندواروپایی ژبو کی شامله ده د ایران ځنی ژبی لکه فارسی ا و د هندوستان له ځینو مهمو ژبو څخه هندی ژبه هم په دی ګروپ کی راځی . او

همدارنګه ځینی پخوانی ژبی ، چی متنونه یې تر اوسه هم پاته دی ، په هندواروپایی ژبو کی شاملیږی .د بیلګی په توګه سانسیګریټ ژبه چی په هند کی ویل کیده او هېتیتیسکه ژبه چی په ترکیه کی ویل کیده هم په کی داخلی دی .

باید وویل سی چی دا ژبی نن ورځ یوله بله سره ډیرتوپیر لری د بیلګی په توګه سویډنیا اوس په هندواروپایی ژبه خبری کوی خو ښایی د فارسی او یا هندی ژبی په یوه لغات هم پوه نه شی . علت یې همدا دی چی دا ژبی ډیره زمانه سره جلا وی .او هری ژبی په خپله طریقه پراختیا او پرمختیا کړی ده . چی

د پخوانیو ژبو د پرتلی له مخی دا موضوع په ښه توګه څرګندیږی .

استرلیایی ژبی : دا ژبی په ډیرو زیاتو ټاپوګانو کی ویل کیږی د هند د سمندر له مدغاسکر څخه تر افریقا پوری او همدارنګه د اندونزیا د د غټو ټاپوګانو لکه بورنیو ، سوماترا او نیوزیلنډ ، هاوانا کی ویل کیږی .

چنایی ژبه : دا ژبه چی څه دپاسه یو زر دری سوه میلیونه خلک خبری په کوی، د سینوتبتانسکی ژبی چی دری سوه پنځوس میلیونه زره خلک په ږغیږی ، یو لوی ښاخ دی . د دې ګروپ نوری ژبی تر څلورسوه زیاتی یې د ختیځی آسیا به نژدی سیمو کی موجودی دی .

چنایې ژبه په دې وروستیو سلو کلو نو کی د مهاجرتونو له امله ، د نړۍ ډیرو نورو برخه ته خپره سوی ده .

د کتاب لیکوال د تیرو وختونو پر لیکونو او نسخو باندی په مفصل ډول ږغیدلی دی.

 په ډیره لرغونی زمانه کی د تصویرونو په شکل د مفاهیم د ښودل کیده خو څرنګه چی د نقاشی او تصور جوړول ډیروخت غوښتی د بیلګی په توګه د یوی ښځی د تصویر جوړولو په پرتله د ښځی د کلمی لیکل اسانه کار ؤ نو ځکه لیکنی رامنځ ته سوی چی موږ يې د څلورزره کلونو په شاوخوا کی هغه تصویرونه (چی  د حیواناتو رسامی  هم په کی شاملی دی) ، د جنوبی اروپا په غاړو کی په پراخه پیمانه وینو .

لیکل سوی نسخی چی په درو بیلا بیلو ځایونو او وختونو کی پیدا سوی دی : تر میلاد دری سوه کاله مخکی د فرات او دجلی سیندونو ته نژدی سیمو کی او همداراز د میلاد څخه کابو ۱۵۰۰ کاله پخوا په منځنۍ امریکا کی چی ښایی تر میلاد ۳۰۰ کاله مخکی وی ، موندل سوی دی .

تورې یانسونو د ژبود اغیزو او پراختیا په هکله په تفصل سره ږغیدلی د او پر دی ټینګار کوی چی یوه ژبه د بلی ژبی تر اغیزی لاندی را ځی چی حتا د یوی ژبی د لمنځه وړلو سبب ګرځی خو زیاتره وختونو ژبی سره له دی چی د نور ژبو حاکمیت سره مخامخ سوی بیا یې هم خپله بقا ا و موجودیت ساتلی دی . لکه په لویدیځه اروپا کی کله چی رومیانو د مسحیت تر زیږیدو دوه سوه کاله وړاندی داسیمی تر خپلی ولکی لاندی راوستلی ، به واسنی فرانسه ، هسپانیا او پرتګال کی په عین ډوله لکه د مدیترانې په جزیرو سیسلی او ساردینی کی داسی خلک ول ، چی په بیلا بیلو ژبو یې خبری کولی .

داسی فکر کیږی چی د انتیکی زمانی د ورستیو وختو په شاوخوا کی دا ژبی په لویه پیمانه د لاتینی ژبی څخه سرچینه اخیستی وی  .

دا څنګه پیښه سوه چی خلک دی په دومره لویه پیمانه او پراخه سیمه کی دی خپله ژبه په لاتین واړوی ؟

ینسن وایې چی که یوه سیمه د بلی ژبی د ویونکو له خوا فتحه هم سی ، دا د دې معنا نه لری چی دوی دی خپله مورنی ژبه په ډیره زمانه کی هم بدله کړی وی.

چی یوه بیلګه یې فنلیند دی دا هیواد په ۱۱۰۰پیړۍ څخه تر۱۸۰۰ پیړی پوری د سویډن په ولکه کی ؤ لاکن د اووسوه کلونو اشغال وروسته هم د دغه هیواد په سلو کی ۹۰ اوسیدونکی بیا هم په فنلنډی ژبه خبری کوی . په داسی حال کی چی دولتی مشران او رسمی خلک یې سویډنیان ول  او د استعمال ژبه یی هم خپله سویډنی ژبه ول . چی په تاریخ کی دا ډول مثالونو خورا زیات موندل کیږی .

ډنمارکی د لیکنی ژبی په توګه :

 دا یو څرګند حقیقت دی چی هغه مذهبی مبلغین او د کلیساؤ کشیشان چی د سهیل څخه دی سیمو ته راغلی وه لوست لیک یی کولای سوای . خو په دی باندی چندانی نه پوهیږو چی دغوو مبلغینو د(رونی ) لیکدود سره اشنایی درلوده او که نه ؟ لاکن په دی پوهیږو چی دوی خپله دغه لیکدود نه کاراوه . کله چی کلیسا په دغو سیمو کی ځانته ځای وموند نو دلته د شمال خلکو هم د ښونځیو له لاری د لاتینی ژبی ویل او لیکل زده کړل . نو د رونی ژبی ویونکی چی په شخصی ډول به یې دا ژبه زده کړی وه چندانی مهم نه ښکاریدی .  خو د عیسویت د راتګ سره دا یو بدلو رامنځ ته سو چی پخوا به د رونی خط  لیکونه پر ونو او ډبرو کیندل کیدل خو د د عسویت را وروسته دغه لیکونه پر موم قطعو او پوستکو لیکل کیدل .

د عسویت د لومړیو وختو په شاوخوا کی تر ۱۱۰۰لسیزو پوری د لیکدودوو سیستمونو څنګ تر څنګ ژوند کاوه یعنی لاتینی الفبی د کشیشانو او نورو مذهبی زده کوونکو له خوا چی په لاتین یی لیکل کول ،کاریدله ، په داسی حال کی چی رونی لیکدود بیا غټانو د مسلکی حکاکانو په شمول د د خپلی مورنی ژبی د لنډو متن نو د لیکلو په هکله استعمالوی .

د نورډن یا شمالی اوسیدونو خلکو ډیر ژر د اوږدو متنونو لیکنی پیل کړی . ایسلیند لومړنی هیواد ؤ چی په ۱۱۰۰ م کال کی یې دغه ډول لیکنی پیل  او په لومړی سر کی یې متنونه په خپله ژبه په لاتین الفبا باندی ولیکل . چی د نورډن لپاره اساس وټاکل سوو. ایسلینډیانو په لومړی سر کی خپله ژبه ډنمارکی بلله چی یو څرګنده بیلګه یې د سنوره ستور لاسون Heimskring   اثر دی چی په ۱۲۰۰م کال کی لیکل سوی دی .

سنوره د ایسلینډ یو مهم شخص وو چی د سکاندنویایې هیوادونو سره یی ډیری ښی اړیکی لرلی .

دغه راز د کتاب لیکولا د افریقایې ژبو او نورو ژبنی موضوعاتو په هکله په تفصیل سره ږغیدلی چی د کتاب د مینوالو په تیره بیا دژبنی څیړنو د مینوالو لپاره په زړه پوری معلومات وړاندی کوی .

په پای کی  د کتاب او مطالعی مینوالو ته د دی کتاب چاپیدل یوه ښه زیری ګڼم او لوستل یی بی ګټی نه بولم د داود هوتک څخه مننه چی په روانه پښتوژبه یې کتاب ژباړلی ، چاپ کړی او زموږ په واک کی یې راکړی دی .

په درنښت

زمری محقق

Leave A Reply

Your email address will not be published.