ژوند او نزاکتونه، د تمدن الفبا

شمس الحق حیران

0 196

(ژوند او نزاکتونه) د تکړه لیکوال حبیب وقار نوی اثر دی او همدا پرون د کب په ۱۸مه چاپ شو. په فیسبوک د کتاب د چاپ له خبر لوستلو څو ساعته وروسته کوټه سنګي کې سمون کتاب پلورنځي ته ولاړم، کتاب مې واخیست، بېګا مې د پوهنتون د درسونو ترڅنګ له نیمايي واړولو او دا دي نن مې د دفتري کارونو سربېره په ساه نېولې تلوسه بشپړ ولوست. د دې کتاب ژبه د ښاغلي وقار د نورو لیکنو په څېر ، روانه، مرموزه او لکه د نوموړي د شاتو غوندې خوږه ده. د جملو د هر ترکیب پر ښاخونو یې د لوستونکي تلوسه لکه د شوخو ماشومانو په څېر ټالۍ وهي. وقار صاحب سره له څو کلونو راهیسې نیږدې اړیکې، ناسته ولاړه او ملګرتوب لرم. تر دې مخکې مې د نوموړي درې نور آثار (په وینو ککړ الماس)، (زه ملاله یم) او (هڅه او بریا) هم لوستلي او وخت ناوخت یې په لنډو لیکنو او مجلس هم تنده ماتوم، د ده نثر خورا جالب او د یو بېل سبک څښتن دی. را به شو د ژوند او نزاکتونو کتاب ته چې همدا څو شېبې وړاندې مې لوستلو.

کله دې چې په دې کتاب سترګې ولګېږي، د عنوان او پښتۍ د ډيزاین دواړو ښکلا دې اړ باسي چې د نازولي ماشوم په څېر یې په مینه او موسکا راپورته کړې. خو د لړلیک په لوستلو دې زړه کې درتېرېږي چې یاره د ژوند ډېر نزاکتونه پکې څېړل شوي ‎او په داسې اړخونو به یې رڼا اچولې وي چې موږ یې معمولا نالیدلي او بې ارزښته بولو. کیسه همداسې ده، دا کتاب د ژوند ډېر وړوکي خو ارښتناک اړخونه راسپړي، د پرمختللي او متمدن ژوند په هکله سترې فلسفې نه بیانوي، نیچه، کانت، ارسطو، افلاطون او ابن خلدون نه راغږوي، په ستړي کوونکو او ګونګو عبارتونو او اوږدې مقدمې مو هم زړه نه خوري؛ بلکې کیسه همدلته نږدې زموږ او تاسو له کور، کوټې او کوڅې پیلوي. د چم ګاونډ، دفتر، کوربه او مېلمه، زده کړو، ښوونځي، نشو او ښادیو اړوند ګڼ ټولنیز نزاکتونه رابرسېره کوي، لیکوال لومړی د دغو نزاکتونو څرک د خپل ژوند په پېښو کې لټوي، بیا دا پېښې د کیسه ګیو په بڼه په خورا ښکلې او زړه راښکونکې توګه لیکي، د طنز مالګه هم ورګډوي او د هرې دغې لیکنې په پای کې ټولنیز نزاکت او درسونه په سوچه او ساده کلمو بیانوي.

د (ژوند او نزاکتونه) د لوستلو پرمهال مې فکر کاوه چې دا هره پېښه زما ژوند کې هم واقع شوې او په ډېری مواردو کې د پېښو په هکله زما ذهني غبرګون د لیکوال د لیکلي غبرګون په څېر و، خو په دومره توپير چې ما تر لیدلو او تجربه کولو وروسته دا پېښې نالیدلې ګڼلي دي، بې ارزښته مې بللې دي او د عام فکر له مخې مې ځان سره انګېرلې ده چې ځه، پرېږده یې، ته به څوک اصلاح کړې، چا ته به د دوی دا ډول ناسم او زیان رسوونکي چلند ناوړه پایلې بیان کړې، په کوم اور به اوبه تویېې کړې او د څومره ټولنیزو نزاکتونو مدرس به جوړېږي. خو وقار صاحب په پوره وقار او هوډ خپل قلم راپورته کړی، د خپل ژوند واړه او لوی سترګو لیدلي مسایل یې راسپړلي، ښه او بد اړخونه یې بیان کړي او د ټولنې د یو ځيرک او متنقد قلموال په توګه یې خپل ټولنیز رسالت ادا کړی دی. کله چې د دې کتاب پېښې ولولئ، باوري یم چې په ناخودآګاه ډول به تل دغه نزاکتونه په یاد ساتئ، هېڅکله به مو نشو او نصوارو ته زړه ونه شي، هېڅ وخت به هم بې ضرورته پر ټلیفون له نورو سره خبرې ونه غزوئ، هېڅکله به هم دفتر کې د اړینو نزاکتونو رعایت هېر نه کړئ او د دغو نزاکتونو په زده کړې او تحلیل سره به د ځان، کورنۍ، خپلو ماشومانو او ګاونډيانو د سبا ورځې ژوند ته لازیات پام وکړئ.

جګړه او ناامني یوازې د یوې ټولنې انساني او مالي سرچینې له منځه نه وړي، بلکې په معنوي ارزښتونو، زده کړه ییز نظام، قانوني او اخلاقي بنسټونو، عقایدو، ټولنیزو اصولو او د روښانه ژوند په ټولو اړخونو یې خاورې اړوي. تېرې ۴۰ کلنې جګړې همدا کانې له موږ سره هم وکړې، نه یوازې لکونه ځوانان مو د مرګ د تورو کندو مېلمانه شول؛ بلکې ټولنیز اخلاق مو هم تر پښو لاندې شول، اصیل افغاني فرهنګ مو هېر شو، شخصیتي ښکلاوې پیکه شوې، د ښاري او کلیوالي ژوند تاریخي او ټول منلي ارزښتونه مو زموږ د نورو مادي او انساني شتمینو تر څنګ د جګړې په تور بازار کې لیلام شول، پردي پالنه، ژمنه ماتونه، دروغ، وژنه، نشې او چړچې او ناسالمې سیالۍ تر بل هر وخت ډېرې دود شوې. د دغو معنوي ارښتونه پایمال له مادي شتمنیو او سرچینو ځکه ډېر خطرناک دی چې فزيکي جګړه به د سیاسي سولې او اوربند په پای کې ودرېږي، د ټپيانو دردونه به ټکور شي او د جګړې د قربانیانو واړه بچیان به رالوی او پر ځان بسیا شي؛ خو ټولنیزه سوله دومره آسانه نه ده، د جګړې ناوړه ټولنیزې، اخلاقي، فکري او فرهنګي اغیزې به آن تر کلونو کلونو پورې زموږ پر ژوند او ذهن پاتې وي. که د وقار صاحب په څېر بیدار لیکوالان او پنځوونکي ونه لرو، د ټولنیز ژوند او تمدن انځور به مو همداسې د جګړې په لوخړو لړلی او پیکه پاتې شي، راتلونکو نسلونو ته مو د انساني عالي ژوند مخ بېلګې (الګو) نه وي ورپاتې او په ړندو سترګو به د خپلو جګړه ځپلو پلرونو او میندو د ناسمو کړنو پیروي کوي.

 د وقار صاحب دا اثر ځکه د تمدن الفبا بولم، چې د نړۍ په تاریخ کې تمدونونه هېڅکله هم د پرمختللې ټکنالوژۍ، مادي وسایلو او ډېرو پیسو په زور نه دی رامنځته شوي؛ بلکې تمدني اسباب تل لوړ انساني اخلاق، شرافت، زده کړې، څېړنه، ټولنیزې رغنده انساني مخ بېلګې او بشردوستانه افکار او عقاید دي. د وقار صاحب دې کور ودان وي چې د خپلې جګړه ځپلې ټولنې دغې تشې ته یې ورپام شوی او د ډکولو لپاره یې د روزنیزو پنځونو په پار قلم راپورته کړی دی. راځئ موږ هم د نوموړي په پله پل کېږدو، لومړی ځانونه د دغه اثر او ورته نورو آثارو په لوستلو سره د ۲۱مې پېړۍ د لوړ انساني ژوند په معیارونو او نزاکتونو پوه کړو، وروسته د لیکنې، وینا، نندارې او سپارښتنې او هرې ممکنې اغیزناکې وسیلې پر مټ دا رغند فکر تر نورو هم ورسوو. په یاد ولرئ، هغه وګړي چې په پټو سترګو د خپلو ټولنیزو دودونو او اسلافو پیروي کوي، له تعقل، درایت او څېړنې کار نه اخلي او د انتقادي فکر په ګاڼه ښکلي شوي نه وي؛ هېڅکله به هم د ټولنیزې هوساینې او تمدن مخ ونه ګوري.

Leave A Reply

Your email address will not be published.