هغه ماشوم ته لیک چې هېڅکله ونه زیږېد

شمس الحق حیران

0 419

د کتاب پښتۍ په پټه خوله د لیک له منځه څو هېښوونکې خبرې راته کوي؛ خو د تصویرونو په ژبه پوهېدل د هر چا د وس خبره نه ده، ژور دقت او تعمق غواړي. «هغه ماشوم ته لیک چې هېڅکله ونه زیږېد» کتاب مې ولوست، ژبه یې ډېره روانه او د جملو سکښت یې عالي و. لیکوالې یوه داسې موضوع ټاکلې وه چې ما یې پخوا په اړه ډېر لږ معلومات لرل. که ووایم په دې هکله مې هېڅ معلومات نه لرل او آن ځان مې د امیدوارۍ پر مهال د ښځو د خیالاتو په تړاو فکر او مطالعې باندې نه وو، پاذاب کړی؛ ګنهګار به نه شم. زما په څېر د نورو نارینه و دنیا هم ډېره بوخته وي، معمولا د ښځو د افکارو، غوښتنو، مجبوریتونو، اړتیاو او نورو مسایلو په هکله فکر ته لږ وزګارېږي. کتابونه، رسنۍ، فلمونه او ټولنیز دودونه موږ ته د ښځو د ژوند یو غیرواقعي او که ووایم خیالي انځور راکوي. داسې انځور چې یوازې په ښځينه آداګانو، ښکلا، موسکا او کړسنده خنداګانو او یا هم د مور، خور، لور او مېرمنې په توګه د ښځې په دندو او مسئوولیتونو راڅرخي.

موږ د دغه توږلي او وچ فکري چوکاټ له غاړې آخوا ګام نه ږدو؛ د ښځو د ژوند د نورو اړخونو، اړتیاو، محرومیتونو، له نارینه و د هغوی د توقعاتو او د ګډ ژوند په اړه د دوی د لیدلوري په هکله مطالعه نه کوو او ځان نه خبروو. ځکه یا دا چاره اړینه نه بولو، یا ټولنیز حاکم فکر او دودونه د دې کار اجازه نه راکوي یا دا موضوعات راته هومره مهم نه برېښي چې د خپلې مطالعې زرین ساعتونه پرې ضایع کړو. خو د ښځو بېله دنیا وي، نارینه باید دغې دنیا ته سر ورښکاره کړي او د خپلې اخیستې (برداشت) له مخې د ښځو په تړاو خپل لیدلوري باندې له سره کتنه وکړي. دا یوازې ښځې دي چې موږ ته د ښځو دنیا ته غزېدلې لارې راښودلای شي. اوریانا فلاچي «هغه ماشوم ته لیک چې هېڅکله ونه زیږېد» کتاب کې د همداسې یوې ښځې رول آدا کوي. نوموړې په دغه کتاب کې سر تر پایه د ښځو د ژوند پټ او ناویلي اړخونه راسپړي، نارینه و ته په ځانګړي ظرافت د امیداورۍ پر مهال د ښځو اړتیاوې او غوښتنې ورپه ګوته کوي، له ټولنیزو ناسمو دودونو سر ټکوي، د ښځو په هکله ناسم لیدلوري ننګوي، د ایټالیا د هغه وخت د ټولنې نابرابرۍ، ټولنیزې ناخوالې، د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال او له جګړې وروسته وضعیت او بې عدالتۍ یوه یوه راسپړي.

د مور او ماشوم تر منځ خبرې ښايي د نړۍ تر ټولو خوږه مکالمه وي، دا مکالمه چې په هره ژبه او طریقه ترسره شي، خوږوالی له لاسه نه ورکوي او لوستونکي ته د خپل ژوند هنداره ښکاري. د دې کتاب موضوعات هم نازیږېدلي ماشوم ته د خپلې مور خبرې دي، چې د هرې ورځې مهمې پېښې، په ګيډه کې د جنین په اړه د یوې مور د هرې شېبې تأثرات، د امیدوارۍ پر مهال له نوموړې سره د خپل خاوند، کورنۍ، رئيس، ډاکترانو او ملګرو چلند او د هغې د خپل ماشومتوب خاطرې پکې په خورا ښکلي طرز بیان شوې دي. ښځې د مینې سرچینې او د موسکاو سمندر دی، که ښځې نه وای؛ د انسانانو بیولوژيکي او عاطفي بقا له سره ناشونې وه. ښځې په هره ټولنه کې د شخړو او نښتو مخالفې وي، نارینه سولې، مینې او رغند فکر ته هڅوي. په دې کتاب کې هم په ډېرو مکالمو کې دا ټکی څرګند دی چې کله ناکله د ژوند ترخه واقعیتونه، نابرابرۍ او بې عدالتي مور دې اړ کوي چې د خپل نازیږېدلي ماشوم د سقط د لوی جنایت فکر وکړي. ملګرې یې دا هڅوي چې د جنین سقط د هغه تر زیږولو، پاللو او سترولو ډېر آسانه دی او ډېرې ښځې همدا لاره نیسي. خو د دغې مېرمنې مورني عواطف په څپو راځي، بشري احساسات یې د یو نازیږېدلي ماشوم د ځلاندې راتلونکې تصور راويښوي او د خپلې ملګرې مشوره بابیزه ګڼي.

د جنین د سقط (غورځولو) مشوره یې یوازې خواخوږې ملګرې او بله بې پروا ډاکتره نه ورکوي؛ د ماشوم پلار چې د دې له حمل خبرېږي، خپلې تېروتنې هېروي، د مسئوولیت غر ټول د ښځې پر بې ځواکه اوږو ږدي، ښځې ته ترخې او خپه کوونکې خبرې کوي، پوښتنه ګروېږنه یې نه کوي او له بشري عواطفو لرې یوازینۍ حللاره هماغه د ماشوم سقط بولي. ښځې ته وايي چې آن حاضر دی، د دې کار نیم لګښتونه هم په خپله غاړه واخلي. ماشوم په ګیډه ښځه، چې هېڅکله یې د خپل ماشوم له نسبتي پلار د داسې ځواب تمه نه درلوده، ډېره خواشینې کېږي، د حسرت اوښکې تویوي او د دغو دردوونکو شېبو راز او نیاز یوازې له خپل هغه ماشوم سره کوي چې لا یې په دې نړۍ ګام نه دی اېښی، سترګې یې نه دې غړولې او د خپلې مور له بې کسۍ او کړاوونو خبر نه دی. د ماشوم پلار بیا بیا په خپله غوښتنه ټینګار کوي، خو ښځه یې په کلکه ردوي. سړی یوه شپه د کور دروازه ټکوي، لکه غل غوندې په بشپړه خاموشۍ د ښځې د سپېره تخت پر ژۍ د بې حسه ګلانو ګېډۍ ږدي. هو، نوموړی لاهم د مینانو د هماغه تکراري رسم په دود، خپلې مینې ته د ګلانو ګېډۍ وړي؛ خو د یو انسان په حیث د هغې په ګېډه کې له خپلې نطفې د راټوکېدلي ماشوم ژوند نه شي زغملای! خپلې مینې ته په مکرجن انداز، د درواغجنې مینې اظهار کوي؛ خو د هغې د مورولۍ پر حق سترګې پټوي او ښځينه احساسات یې په سینه کې وژني؟!

د زده کړو او هویت په څېر، کار هم د هرې ښځې حق دی. خو کارکوونکو ښځو ته د نورو قانوني رخصتیو سربېره، د افغانستان په شمول د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د زیږون یا ولادت ځانګړې قانوني رخصتۍ هم په رسمیت پېژندل شوې دي. له بده مرغه د دغه ناول مرکزي کرکټره د دغو رخصتیو له حق څخه محرومه کېږي، په داسې حال کې چې ماشوم یې په نس دی او په سختۍ سره ګرځېدای شي او له طبي اړخه باید پوره آرام وکړي؛ خو رئیس یې ترې غواړي چې هر څنګه کېږي باید په دغو ورځو کې هم کار ته حاضره شي او د نوموړي د کمپنۍ لپاره په یو مهم کاري سفر بل هېواد ته ولاړه شي. ښځه له یوې خوا په ګیډه د خپل نازیږېدلي ماشوم ګرځولو ستومانه کړې ده، هره شېبه له درده کړېږي او له بلې خوا فکر کوي، که د خپل رئیس خبره ونه مني، دنده به له لاسه ورکړي او د روزۍ دا پرانیستې کړکۍ به یې هم پر مخ وتړل شي. ښځه زړه نازړه ده، د پاڼ او پړانګ تر منځ حیرانه ولاړه ده، د رئيس خبره منل یې د جنین د ژوند په بیه تمامېدلی شي؛ خو له بلې خوا یې د دندې دوام تضمینولای شي. دلته ښځه یو ځل بیا د کاروباري نړۍ له بې عدالتۍ او د کارفرما له خوا د کارکوونکو له حقونو د سرغړونې له رنځه کړېږي او خپل نازیږېدلي ماشوم ته دا ټولې خبرې ټکی په ټکی بیانوي. کله چې دفتر ته ځي، رئیس ته د ډاکتر هغه سپارښتنې وریادوي چې باید استراحت او آرام وکړي، څو ماشوم یې ضایع نه شي؛ خو د رئیس تندي کې ۱۲ بجې کېږي او ښځې ته په بشپړه بې رحمۍ له کاره د شړلو نامستقیمه ګوټ څنډنه کوي. ښځه له مجبورې ورځې د بل هېواد په اوږده کاري سفر روانېږي او په پای کې له بده مرغه همدا سفر او ناآرامي د دې لامل ګرځي چې یو ماذیګر له ستومانې ورځې وروسته ډاکتر په کتنځي کې ورته وايي:” ښه به دا وي، چې حقیقت درته ژر ووایم. تاسې حق لرئ. د ماشوم غټېدل له یو دوو یا شاید له درېيو اونیو مخکې ودرېدلي دي. زړوره اوسئ. هر څه ختم شوي دي. ماشوم مړ شوی.”

د ښځې په ټولو هیلو خاورې اوړي، د مورولۍ د عواطفو ډېوه یې د انساني نړۍ د بې عدالتیو او ظلم په ډېر وړوکي پوکي مړه کېږي او د راز او نیاز ملګری ماشوم یې له نیستۍ د نېستۍ پر لور درومي. خو دا د ظلم اوج نه وي، ښځه په ټولنه کې د خپل نازیږېدلي ماشوم د ضایع کېدو په تور د هماغه کسانو (ډاکتر، نرس او د ماشوم د پلار) له خوا پړه ګڼل کېږي، چې یوه ورځ یې نوموړې دغه جنایت ته هڅوله. دا داستان د مورولۍ د عواطفو او کړاوونو سربېره، موږ ته د ژوند ځينې نالیدلي اړخونه رابرسېره کوي او راښيي چې له میندو سره د زیږون او حمل پر مهال څه ډول چلند وکړو؟ هغوی له موږ څه غواړي؟ د څه شي هیله لري، خو ویلای یې نه شي؟ او میندې د زیږېدونکي ماشوم لپاره څومره لویې هیلې په زړه کې پالي؟

د کتاب ژبه ډېره په زړه پورې ده، جملې یې لنډې او زړه راښکونکې دي. د ژباړې لپاره د یاد اثر انتخاب او د غوره ژباړې له لارې د موضوع حق آدا کول هغه ټکي دي چې د ژباړنې آغلې شبانې دوران ستاینه رایادوي. له نوموړې مننه چې دا په زړه پورې اثر یې وژباړلو او تر موږ یې راورسولو. زه د دې اثر د مطالعې سپارښتنه ټولو نارینه و، په ځانګړې توګه ځوانانو او هغو نارینه و ته کوم چې مېرمنې او ماشومان لري یا تازه په تازه د نوي ماشوم لارې څاري. ژوند مو خوږ او بریاوې مو ملګرې اوسه.

Leave A Reply