ناشناس ناشناس نیست کتاب ته لنډه کتنه

زمـــری مــحقق

0 187

د کتاب مینوالو لپاره: د کتابونو د لنډې پیژندنې په لړ کې :

دا هم د کتاب تر لوستلو وروسته

 په لنډه توګه د هغه منځ پانګه :

ناشناس ناشناس نیست

په دی ورستیو وختو نو کی می د (ناشناس ناشناس نیست ) په نوم هغه کتاب تر لاسه کړ چی په ټولنیزو رسنیو کی زیات منعکس او د یو شمیر انتقادونو سره مخامخ سوی دی .

دا کتاب چی د صبورالله سیاسنګ په هڅه او تلاښ په ۲۰۷ مخونو کی ترتیب سوی او په ۲۰۱۹ کال کی په ها لنډ کی چاپ سوی دی ، که څه هم فهرست او مشخص څپرکی یا فصلونه نلری خود کتاب محتوی په  عمومی ډول یې پر څلور برخو ویشلای سو :

د ښاغلی صبور سیاسنګ مرکه د ښاغلی ناشناس (صادق فطرت ) سره ، د سیاستوالو او لوړپوړ چارواکو سره د ښاغلی ناشناس لیدنی کتنی ، د سفرونو او سرګردانه ژوند خاطری او د یو شمیر قلموالو او هنر مندانو سره مرکی او د هغوی نظرونه .

که د هغو تاریخی ، ژبنی او ملی مسایلو په اړوند د یو لړ تیروتنو او غلطیو څخه تیر سو، نو ویلای سو چی کتاب په تیره بیا د هنر او ادب په برخه کی ، ډېر غوره او په زړه پوری معلوماتونه هم په ښکلی فورم کی وړاندی کړی دی .

زه دلته د « ناشناس ناشناس نیست »د کتاب د معرفی په ترځ کی نه غواړم چی ښاغلی ناشناس ،چی د هیواد او سیمی په سطحه یو منل سوی هنرمند دی ،د ستاینی یا غندنی په هکله تحلیلی څرګندونی وکړم .

دا ځکه چی د یوی خوا خپله ښاغلی ناشناس په وارو وارو په دې اعتراف کړی دی چی دده د مطالعی نه لرولو په بنسټ د تاریخ او ژبی په اړوند یو لړ تیروتنی کړی دی . د بلی خوا د کتاب د معرفی هغه چوکاټ چی ما د نور کتابونو د معرفی په هکله مراعات کړی دی ، ماته د خپل نظر د شاملولو اجازه نه راکوی .

البته د کتاب ځنی برخی په تیره بیا هغه بحثونه چی په ډلیزو رسنیو کی یې زیات انعکاس موندلی او یا هم د دې قلم په اند د یادولو وړ دی ، په پوره امانت داری سره ستاسو سره شریکوم .

د ښاغلی سیاسنګ سره په مرکه کی تر ټولو زیات د لوستونکی پام دی ټکی  ته را اوړی چی ښاغلی فطرت

ولی خپل تخلص د حبیبی څخه فطرت ته تبدیل کی ؟

په دغه هکله دي د یوی پوښتنی په ځواب کی وایی :

« یکی از چهره های مشهور خانواده ما عبدالحی حبیبی پسر کاکای پدرم است .جایګاه او در عرصه دانش وفرهنګ وسیاست برکمتر کسی پوشیده خواهد بود. خانمش بیماری ماګرین یا نیمسری داشت برای تداوی همسر ، به شکل رسمی از وزارت خارجه افغانستان پاسپورت ګرفت. آنها پاکستان رفتند و چندی مقیم شدند . شورا تابعیت افغانی حبیبي را سلب کرد و او را خاین ملی نامید . نمی دانم خیانت کرده بود یانه . می ګویند در روزګاری که حبیبی ، محمودی ، غبار ، د داوی وکلای شورا بودند ، بحث صلاحیت های بی حد وحصر شاه  در پرتو قانون مطرح شد . حبیبی دو اعتراض داشت ، میګفت : یا اصطلاح شاهی مشروطه تغیر بخورد یا در حدود وثغور صاحیت و مسؤلیت شاه تجدید نظر شود . شنیدم که بر مفهوم ترکیب ظل الله یا سایه خدا هم انتقاد داشت و دلیل می آورد که چون خداوند جسم نیست ، سایه هم ندارد .

در ۱۹۵۱ صنف هشت مکتب حبیبیه بودم طعنه های از این دست زیاد میشنیدم . « صادق برادرزادهّ خاین ملی است ؟. » شنیدم همچو کنایه ها برایم قابل تحمل نبود . واضیحآ هیچ انسان در هیچ سن و سالی نه میخواهد طعنه بشنود ، آن هم در سطح برجسته و دارای ماهیت خطرناک سیاسی قسمی که بر من مثل باران می بارید .از این ناحیه رنج می بردم وبا خو می ګفتم مرا به صداقت یا خیانت دیګران چه کار ؟ چرا کارنامه خوب یا بد شخص دیګری به نام من ګره بخورد ؟ …. به این تر تیب در سال ۱۹۵۱ صادق حبیبی صادق فطرت شد .»  ناشناس ناسناس نیست ، دوهم مخ .

ښاغلی فطرت چی څه د پاسه ۶۰۰ سندری ( ۳۰۰ فارسی او ۲۰۰ پښتو ) یی تر اوسه خپری سوی دی د یوی پوښتنی په ځواب کی وایی :

« نقد ادبی و تاریخ را دوست دارم .در مجموع ادبیات فارس را دوست دارم . راست بګویم و کسی آزرده نه شود ، ادبیات پشتو هرګز نه توانست مرا به خود جلب کند . از کار اکثر نویسندګان پشتو خوشم نه می آید . یا طرز افاده و شیوه بیان شان جنبه مبالغوی دارد یا به کلی از موضوع دور می روند . اګر بخواهی نامهای شان می ګویم .» ۳۰ مخ

د ده په قول چی په سلو کی نوی برخه د پښتو کمپوزونه یې په خپله جوړ کړی دی او وایی چی محمود حبیبی د ده آهنګونه او سندری د راډیو د ارشیف څخه ایستلی دی . دي د ښاغلی سیاسنک د یوی پوښتنی په ځواب کی وایې :

محمود حبیبی د ۱۹۶۰ از فرانسه برګشت و معاون رادیو مقرر شد ، قسمی که قبلآ د نامه های عنوان پدرش نوشته بود ، باز همان استدلال ابلهانه را به میدان انداخت که ناشناس با روی آوردن به موسیقی و آوازخوانی ، داغ پاک نه شدنی بر دامان خانواده حبیبی وارد آورده است . این بار عملآ آستین بالا زد تا  به زعم خودش « لکه پاک نشدنی خانوادګی » را با حذف و محو آهنګ های من از آرشیف رادیو پاک سازد .» ۳۲ مخ

د موسیقی او اسلام په اړوند د سیا سنګ د یوی پوښتنی په جواب کی وایی : « موسیقی توسط آریایی ها از راه افغانستان به هندوستان رفت ، اما وقتی پای دین اسلام به خاک ما رسید ، ساز پامال شد . بزرګان دین سه استدلال علیه موسیقی داشتند : جای عبادت را میګیرد ، مخلوق از ذکر عبادت غافل می مانند . مقتضیات مذهب ازمناجات تا اوراد اهمال می کردند . من قرآن مجید را به سه چهار زبان خوانه ام . آیاتی در باره موسیقی نیست . البته باید سپاسګزار تصوف وعرفان باشیم ، زیرا تا حدود زیاد حرمت موسیقی را نګهداشتند . اګر همین دو رونق معنوی در اسلام نه میبودند ، ساز خاموش می ماند و نوا خفه میشد  » .

دغه راز کله چی ښاغلی صبور سیاسنګ د محترم سلیمان لایق څخه د ( ای د آزادی خاوری تاته موسلام دی … ) د شعر په هکله پوښتنه کوی دی په ځواب کی وایی:  چی هو دا شعر ما د ښاغلی نور محمد ترکی په غوښتنه چی د ۱۳۵۷ کال د ثور په اتمه یې د یوه انقلابی شعر د جوړولو غوښتنه را څخه وکړه ما جوړ کړ.

لایق د سیاسیګ د دی پوښتنی په ځواب کی چی ولی مو د دی شعر د ویلو لپاره فطرت غوره کی وویل :« چه کسی میګوید که ما فطرت را برای خواندن این ترانه برګزیدیم ؟ شش هفت نفر از هنر مندان راډیو می خواستند آن را بخواند . داکتر فطرت به خواهیش خود حاضر شد آنرا بخواند . »

بیا سیا سنګ پوښتنه کوی چی آیا فطرت رادیو ته نه دی غوښتل سوی ؟

لایق ځواب ورکوی :« هشتنیم یا نو بجه روز جمع ۸ ثور۵۷ بود به دفتر رادیو آمدم و چند نفر هنرمند را خواستم تا بیایند وبراین شعر آهنګ بسارند . دوساعت بعد شش یا هفت نفر او اوازخوانان آمدند . همه شان میخواستند در اجرای اولین ترانه قیام سهم بګیرند . وقتی شعر را به محضر آنها خواندم ، اولین شخصی که از جا بلند شد و ګفت : این شعر را به من بدهید ، داکتر فطرت بود اوعالاوه کرد : من کمپوزش را در ذهن آماده ساخته ام و بدون اینکه به آوازخوانان دیګر فرصت ابراز نظر بدهد ، چانس را از همه ګرفت . بعد از ظهر همان زور ،ترانه « ای د آزادی خاوری از رادیو پخش شد »

خو سیاسنګ بیا هم لایق ته وایې چی داکتر فطرت په څو رسنیو کی او هم ماته پخپله ویلی دی چی دي د دوو مسلحو عسکرو په وسیله د کودتا په دوهمه ورځ راډیو ته بیول سوی او هلته شعر ورکول سوی دی چی دا و وایه . ښاغلی لایق په جواب کی وایی :

« داکتر فطرت شخصیت محترم و قابل احترام است ، اما هر دو بخش ګفته بالا دور از حقیقت اند .اولآ هنرمندان را من خواسته بودم وبرای اوردن یا آورده شدن هیچ کدام عسکر مسلح فرستاده نشده بود . نیازی به این کار وجود نداشت . از طرف دیګر فضیه انقدر بزرګ و به اصطلاح خطرناک نبود که ګپ به تفنک بکشد .» ۹۶ مخ .

که څه هم په دغه کتاب کی ډیری په زړه پوری او حتی د حیرانتیا وړ خبری اتری را غلی دی خو د کتاب د لنډی معرفی  په دا تنګ چوکاټ کی نه ځایږی نویی د یادولو څخه ډهډه کوم او یوازی د بیلګی په توګه ځنی تګو ته اشاره کوم . 

کله چی سیاسنګ د لایق څخه پوښتنه کوی چی ناشناس په وارو وارو رسنیو ته ویلی دی چی د افغانستان د خلق ګوند زه جزایی و ماسکو ته تبعید کړم ځکه چی د هغه ځای څخه و نه تښتیدالای سم . او هلته می رتبه او مقام نه در لودی .خدای بخښلی لایق په ځواب کی وایی :

« داکتر فطرت از باور مردم و مخصوصآ از اعتماد دوستداران هنرش وسیعآ سؤ استفاده میکند  .

 نه می ګویم که حزب دموکراتیک خلق افغانستان حزب فرشته ها بودند و هیچ خطا یا اشتباه  نداشت ، ما کمبودات خود را داشتیم و دارایم ، اما یک لحظه فکر کنید  : اولآ در سالهای خونینی که اعضای حزب ما به جبهات داغ جنګ فرستاده میشدند ، از انطرف اجساد  شان می آمدند و وحتی ګاهی هم آن اجساد به دست نه می آمدند ، مقرر شدن ډاکتر فطرت د ماسکو به حیث دپلومات و سکرتر دوم ، از انتهای عاطفه و لسوزی و به اصطلاح پیزوینه ( رواداری ) حزب و دولت بوده باشد یا از کین و غضب و انتقام ؟  ثانیآ اګر پست سیاسی سکرتریت دیپلوماتیک در پایتخت اتحاد جماهیر شوروی ، در نګاه داکتر فطرت « رتبه ومقام » نه می آید ، لطفآ بګوید که کدام موقف و جایګه را رتبه و مقام می داند . این هم فراموشن نکنیم که اګر کسی در آن دوران بحرانی مغضوب حاکمیت می شد ، جایش زندان پلچرخی میبود ، نه شهر ماسکو . » ۹۸ مخ .

دغه راز کله چی سیاسنګ پوښتنه ځنی کوی چی ولی دی په ماسکو کی د پښتو ریښته غوره کړه ؟ فطرت په جواب کی وای :

« برای اینکه زبان مادری خودم بود . این زبان تاریخ مکتوب چهار صد ساله دارد و فراګرفتن برای من اسانتر بود . دکترا یش  را هم قسمیکه پیشتر ګفتم ، صرف به خاطر رضایت پدر ګرفتم ، ورنه به ماستری و دکتری علاقه نه داشتم و نه دارم . یادم آمد روزی پدر را ګفتم : میخواهم برویم هند تا موسیقی را بیشتر بیآموزیم . ګفت : اولاد مردم داکتر انجنیر و ماستر میشوند ، واولاد من می رود که از آنطرف خر کار برګردند .»

 سیاسنګ د ده د خبرو په اړوند بیا پوښتنه ځنی کوی چی دا چی ته وایی چی پښتو لیکنه څلورسوه کالن تاریخ لری ، نو په پټه خزانی کی د امیرکړو د شعر ( ۷۰۰ـ۷۷۰ م ) سره چی یوزر او دری سوه کاله پخوانی تاریخ ښیې، موافق نه یی ؟  ښاغلی فطرت په ځواب کی وایی :

« من صادق فطرت هستم حق را حق میګویم و ناحق را ناحق چپ وراست حساب کنیم زبان پشتو تاریخ مکتوب بالا تر از چهارصد سال ندارد . در همین چند قرن خود هر چه دارد تمامش شعر است . لسانی که در کمیا ، فزیک و بیولوژی نباشد ، تاریخ ،  جغرافیه ، جیولو ژی نه باشد ، ورانشناسی ، فلسفه و  اثار علمی نباشد ، شعر وشعر وشعر ولو هرقطعه اش شهکارـ  کدام درد پشتونها را دوا خواهد کرد ؟

سیاسنګ بیا هم ورته وایی چی که داسی وی نو پټه خزانه به څنګه وی ؟ فطرت ځواب ورکوی :

« پټه خزانه جعل محض است . تکرار میکنم جعل محض » .

سیاسنګ پوښتنه کوی چی پټه خزانه د علامه حبیبی کار دی ؟ فطرت وایی :

« در این قضیه یک نزاکت حساس خانوادګی وجود دارد . عبدالحی حبیبی  که قبلا هم یاد آور شدم ، پسر کاکای پدرم است . نمی خواهم باعث ازردګی فرزندانش شوم ، ګر چه زبانی به انها ګفته ایم . ضمنآ نمی خواهم سوال شمار ا بی جواب بګذرام . لذا اکتفا میکنم به نقل قول خطرناکی از خودش که در اوایل دهه ۱۹۵۰در جریده « آزاد افغانستان »خطاب به پشتونها نوشته بود : « من زبان مرده و نامرتب پشتو را زندګی ادبی و تاریخی بخشیدم .»اګر به عمق مفهوم همین جمله خوب دقیق توجه شود ، دانستن راز پټه خزانه و شناختن نویسنده اش مشکل نه خواهد بود . حبیبی با اعتراف ضمنی از اصل قضیه پرده بر داشت ….مرحوم حبیبی با جعل پټه خزانه و علم ساختن آن ، نه تنها به پشتو خدمت نه کرده ، بلکه ابروی ملیونها پشتون را ګروګان ګرفت .»

ناشناناس نه یوازی داچی پټه خزانه جعلی بولی او د پښتوژبی تاریخی لرغونتوب ته نه داچی دشک په ستګه ګوری بلکی په ډیر جرآت سره یې ردوی ، نازو آنا او ملاله میوند هم افسانوی نومونه ګڼی او حتی د غازی امان الله خان کارنامو ته هم د شک په سترګه ګوری او د یوی پوښتنی په ځواب کی وایی :

« نازو آنا و ملاله میوند وجود خارجی ندارد . هردو زاده ذهن شخصیت پرداز و اسطوره ساز افراد و حلقات معینی هستند . با افسانه های واهی نمی توان شخصیت ساخت. … امان الله یک شهزاده برج عاج نشین بود و باشان و شوکت ظاهری به قدرت رسید . غیر از ملکه ثریا ، یک نفر ار ملت هم پشت سرش نبود . عسکرتربیه شده برای دفاع خود نداشت ، چه رسد به دفاع کشور . با چند اقدام تجدید طلبی عجولانه هم سر نوشت خو را تباه ساخت و هم امروز مردم تاوان اشتباهاتش را پرداخته میروند .» همدغه کتاب ۱۴۲ مخ .

د کتاب وروستی برخه د ښاغلی ناشناس په هکله د هنرمندانو او نورو د نظر څښتنانو اندونو  او تبصرو ته وقف سوی ده . دغه مقالې ، مرکې او نظرونه چی وروستی دوو لسیزو کی ترسره سوی دی ، زیاتره د ښاغلی فطرت دهنری استعداد توصیف او ستاینی ته وقف سویدی . خو ځنینو لیکوالانو بیا د ده د شخیصت او ځانګړی کرکټر په هکله څرګندونې کړی دی چی د بیلګی په توګه به یې دلته یادونه وکړم :

مرحوم ظاهر هویدا د۲۰۰۹  م کال د اګست د میاشتی پراته ویشتمه نیټه د یوې لیکنی په ترځ کی د فطرت شخصیت مزاج او کرکټر داسی بیانوی :

« صادق دارای عصبیت و عصبا نیت مخفی اما مهار ناشدنی است . صادق از زمین و اسمان ، از خالق و خلاق از شرق وغرب و شمال وجنوب از اولیت تا ابدیت او از مور و ملخ شکوه دارد .صادق از شاه وګدا از همسایه و همصنف ، از همکار و حریف از خویش  بیګانه و در یک کلام از عالم بشریت دل پرخون دارد . … به عقیده او هیچ انسان روی زمین با صادق نیکی نه کرده است لذا هیچ مستحق تآید شدن از جانب صادق نیست . این شخصیت او تنها په کسانی واضیح میباشد که مثل من به عالم درونی وی راه یافته باشد .این کار خودش اګر از محالات نه باشد از سهولیات هم نیست . در حقیقت در این چهره است که او به تمام معنا ناشناخته مانده ، حتا برای فامیل . نه فامیل صادق را میشناسد و نه نهم فامیل صادق را . نه او دوست میشناسد و نه دوست او را چون در این شخصیت او از همه موجودات زنده بیزار است .

 صادق در عالم باطنی خودش ازهمه درد دارد ، ازهمه بی مهر و حتا خیانت دیده است . این صادق متعصب ترین کینه ترین و بیرحمترین وجود روی زمین است . … صادق هیچ حزب ، تنظیم ، جناح ،سازمان ، کمیته و ګروه و محفل را تایید نمی کند ، بر همه انتقاد دارد ، بطلان همه را می تواند ثابت کند وبه اصطلاح اګر زورش برسد ، چپ وراست و میانه را به یک چوب میزند و به یک زنجیر می بند د وبه یک زندان بزرګ می اندازد . صادق فطرت همه ایدیالوژی هارا به تیوری شخصی خود رد می کند و در آخر می ګیوید : نه تیوریسن هستم ، نه انیشه پرداز ، نه متفکر سیاسی ونه سیاستمدار اما همین شکسته نفس یعنی که من مافوق همه هستم . » ۲۰۴ مخ همدغه اثــر .

په پای کی وایم چی کتاب په مجموع کی په لوستلو ارزی خو د دروغو او رښبیاوو ، د صحی او غلطو تفکیک به یې د خپل مغز د ترازو په مرسته خپله کوی .

په درنښت

زمـــری مــحقق

Leave A Reply