لارورکي لارویان ته یو ځغلند نظر

عزیز نایٔببي

556

لارورکي لارویان» یونلیک ته یو ځغلند نظر«

د کابل د اویایمې لسیزې د خونړي پېر نارواوې نه هېریـږي. تنظیمي ټوپکیانو کابل په بل مخ واړاوه، زرګونه انسانان یې ووژل، ښار کې د وینو ویالې وبهېدې او د یوه نسل ژوند برباد شو!

همدا څو ورځې وړاندې مې د پوهندوی استاد محمد آصف بهاند یونلیک «لار ورکي لارویان» ولوست، لیکوال د کابل د کورنیو جګړو غملړلې پېښې داسې مستندې او هنرمندانه لیکلي چې له هر توري یې ویني څاڅي، له هرې جملې یې ویر او انګولا ترغوږو کېـږي. یاد اثر د اویایمې لسیزې د تاریخ لیکنې لپاره ارزښتمن لاسوند ده؛ راوي پکې د داسې زړه بوږنونکو پېښو روایت کړی چې یا خپله پکې ګیر وو، یا یې د سترګو په وړاندې تېر شوي دي. دلته له کتابه یوه بېلګه راخلم:

«سپـیـو ته میلمستیا:

زما پلـرنی کور د کابل په اوومه ناحیه، شوروي سفارت ته ور څیرمه، د دهمرادخان په کلي کې موقعیت درلود، د جګړې له لږ غلي کیدو سره زما کشری ورور احمد شاه بهاند له هغه ځایه زموږ د خبر اخستلو له پاره، زما کور دهبوري ته راغی، څو شیبې سره ناست وو او د جګړه مارو د وحشت کیسې مو سره کولې. وروسته ما وویل:

ته دلته کېنه، زه به یو وار کارتې پروان ته د خپلو خُسرخیلو د خبر اخستلو له پاره ولاړ شم، ده ویل: ځه اوس خو ‌ډزې نه شته، زه به هم درسره ولاړ شم.

په بایسکلونو مو پښې واړولې او د سیلو د شا له لارې نه په استفادې سره مخامخ د کارتې پروان دویمې برخې ته ورښکته شوو. د هغوي د خیریت له خبریدو نه وروسته د دهبوري په نیت وخوځیدو. دا وار موږ جرأت وکړ او له پولیتخنیک نه تر میرویس میدانه پرغځیدلي واټ باندې مو د تګ تکل وکړ. موږ په دې نه پوهیدو چې دا هغه اشتباه ده چې کیدای شي زمونږ د سر به بیه تمامه شي. خیر وخوځیدو. سیلو ته په رسیدو سره مو زورونکی خوسا بوی احساس کړ. لږ وړاندې مو د واټ په شاوخوا کې مړي ولیدل. ما مې ورور ته وویل:

هلکه! په دا بل سرک به د پوهنتون پر خوا ور تاو شوو.

ده ویل: څوک خو نه شته درځه چې وړاندې څه پېښ شوي دي.

بس زړه نا زړه ور روان شوو. لږ وړاندې، میرویس میدان ته نا رسیده مې د لومړي ځل پاره ولیدل چې سپیوو مړي خوړل. موږ له ډار او خواشینۍ سره په لمدو سترګو د دې صحنې ننداره کوله، سپیو کله موږ ته کتل او کله یې د سیاف جان؟ او مزاري جان؟ د ترتیب کړې میلمستیا له دسترخوان نه مړۍ کولې…»

د مرګ استازو د ټوپک نلۍ استاد ته هم سیخه کړې خو لکه چې وايي:

«قسم دی یاره بې نیټې نه شته مرګونه»،

خدای ساتلی ده.

همداسې یو وضیعت کې استاد میدان ښار او مزارشریف ته مهاجر شي څو د آرام ساه واخلي، خو د اټکلونو خلاف ناامیده بېرته کابل ته ستنیـږي. کابل کې سور اور بل وي او د تنظیمي ټوپکیانو وحشت له حد اوښتی وي، همدا وي چې د زرګونو نورو افغانانو په څېر د مور وطن له غېږې په سرو سترګو جلا کیږي او د پېښور لوری نیسي.

پېښور کې د یوه ناآشنا افغان ښېګڼه یادوي چې سخت وخت کې استاد او د هغه کورنۍ ته په ورین تندي د کور ور پرانیزي څو د مساپرۍ لومړۍ شپه سبا کړي. بیا له خپلو فرهنګي ملګرو سره یوځای کېـږي او په پای کې د ښاغلي زرین انځور کور کې دېره شي؛ دې موده کې روسیې ته د تګ لاره چاره پیدا کړي.

روسیه: استاد د کور د کرایې او اولاد د نفقې لپاره مسکو کې شاقه کارونو ته اوږه ورکړي او دا هغه شیبې وې چې د «لار ورکو لارویانو» د لوستلو پرمهال مې سترګو کې اوښکې ډنډ شوې. د استاد په څېر زرګونه داسې قیمتي غمي د شلېدلي امېل په څېر د بې قدرو په دنیا کې تیت و دانه شوي وو. یونلیک کې د پردېسۍ او کړاو ډک ژوند ترڅنګ د افغان منورینو او آکاډمیکو شخصیتونو د فرهنګي فعالیتونو معلومات خورا جامع او په زړه پورې دي؛ مسکو کې د څو مشاعرو او غونډو له جوړیدو وروسته د افغانستان د فرهنګ ټولنې بنسټ ایښودل کیږي، استاد یې په اړه داسې لیکلي:

«د افغان فرهنګیانو د هلوځلو په لړ کې د ۱۳۷۲کال د جدي په ۲۸ مه (۱۹۹۴کال د جنوري اتلسمه) نیټه د روسیې د ماسکو په ښار کې د ماسپښین په دریو بجو، د افغانستان د فرهنګ ټولنې د بنسټ ایښودونکو شورا د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې، د افغانستان د فرهنګ ټولنې د بنسټ ډبره کیښوده…. د اساسنامې له تصویب څخه وروسته د مشورتي شورا له پاره پر پیشنهاد شوو ښاغلو بحث وشو او دغه ښاغلي د افغانستان د فرهنګ ټولنې د مشورتي شورا د غړو په ډول ومنل شول:

محمد انور نومیالی، محمد اعظم سیستاني، عبدالله شادان، لطیف بهاند، انجنیر لطیف، عزیزالله هدف، سعید ورکزی، راحله راسخ، حنیف بکتاش، نبي کوشا.

بیا د افغانستان د فرهنګ ټولنې د مشرتابه د ډلې له پاره پر وړاندیز شوو کسانو بحث وشو او دغه ښاغلي د مشرتابه ډلې له پاره ومنل شول:

ــ  رهنورد زریاب د ریس په توګه،

ــ  زرین انځور د مرستیال په توګه،

ــ  آصف بهاند د ادبیاتو د څانګې د مسول په توګه،

ــ محمد داود جنبش د ژورنالیزم او خپرونو د څانګې د مسول په توګه،

ــ ف عبادی د تیاتر او سینما د څانګې د مسول په توګه،

ــ اسلم اکرم د نقاشۍ او خوشنویسۍ د څانګې د مسول په توګه،

ــ  جواد غازیار د موسقۍ د څانګې د مسول په توګه،

ــ ممتاز ارمان د مالي او اداري څانګې د مسول په توګه،

ــ  افضل ټکور د فرهنګي خدمتونو د مسول په توګه،

ــ جلال نوراني د بهرنیو اړیکو د مسول په توګه.»

کتاب کې مهاجرو سره د مسکو د پولیسو زور زیاتي ته څو ځایه نغوته شوې. دغه راز د مسکو د غلو شوکې هم پکې یادې شوي چې یوه پېښه کې استاد په سر او ډډو ټپونه خوري او هماغه وي چې څه موده وروسته بېرته له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته ستون شي.

استاد روسیې ته په دویم تګ کې یواځې وي، چې بیا له هغه ځایه ډنمارک ته د تلو په نیت د لار ورکو لارویانو له کاروان سره یوځای شي. د اوکراین، چک، سلواک او آلمان له لارې ډنمارک ته قاچاقي تګ هغه قمار وو چې استاد د سر په بیعه وهلی دی. یونلیک کې د زړه بوږنونکې واقعو ذکر شوی؛ داسې چې د مرګ سېوری د مزله تر پایه له خوځېدلې قافلې سره غبرګ روان وي.

اروپا ته د انسانانو د قاچاق او ترافیک پېښې، لوستونکي ته د مافیايي کړیو مرموز او پټ ځواک ښيي. استاد د موجه دلایلو له کبله یونلیک کې د ځینو پېښو نه یادول مني، خو بیا هم د قاچاقبرو له څېرو یې ډیر شه نقاب پورته کړی ده.

د لار ورکو لارویانو له مجبوریته د قاچاقبرو ناوړه ګټه اخیستنه او له هغو سره غیر انساني چلند، د هغه پرهر سوز دی چې چا مالګه پرې شیندلې وي. د یونلیک له لوستلو احساسیـږي چې پېښې په صداقت او امانت روایت شویدي. استاد د حقایقو په لیکلو کې هیچا ته استثنا نه ده قائل شوی! دا کار د هرچا له وسې نه ده پوره؛ په همدې سبب «لار ورکي لارویان» یو تلپاتې اثر ګڼلی شو.

کتاب څلور څپرکي او ۲۰۷ مخونه لري چې لومړی ځل په ۱۳۹۱ لمریز کال جلال آباد کې د مومند خپرندوې ټولنې لخوا چاپ او خپور شوی ده.

 

دوېم ځل په ۱۳۹۶ لمریز کال پسرلي کې په انلاین بڼه «افغان جرمن» وېېپاڼه کې مېنه والو ته د لوستلو لپاره اېښودل شوی ده.

د لیکنې پای د یونلیک د سر له خبرو راخلم؛ هغه چې د کاڼي کرښې دي:

«زمونږ د وطن او د خلکو د تاریخ ډیره برخه، له بده مرغه د جګړو، غمیزو او ناخوالو تاریخ دی. زمونږ پر خلکو او وطن باندې چې کومې نادودې په اوسني وخت کې تپل شوي دي، دې ته باید د سیاسي لیډرانو، سیاسي ګوندونو، تنظیمونو او ډلو ټپلو د اشتباهاتو تاریخ ووایو.»

۲۰۲۲/۲/۶م – ستاکلهم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.