اسرارالافغان

صفیه حلیم

542
صفیه حلیم

په ۱۵۸۰م کې د حسین ابن صابر په قلم لیکل شوی “اسرارالافاغنه” د پښتنو صوفیانو تاریخ دی.
د کتاب مرکزي شخصیت، شیخ قاسم افغان قادري د ژوند او سفر نه علاوه، د پښتنو د نسب، یوسفزو، خلیل او غوریاخیلو ټولنیز حالات پکې راټول شوي دي. د کتاب اصل نسخه دوه ځلی ولیکل شو چې د څېړنو او تبصرې سره په اردو کې سعودالحسن خان روهیله ۲۰۱۶م کې لاهور نه خپور کړو.
د بلوچستان په مستونګ کې د دې فارسي نسخې څخه د کوټې د غزالي کتابتون قاري احسان الله فوټو کاپي واخیسته. بیا سعود الحسن له هغه کاپي څېړنې پېل کړې چې کاتب يې د ملتان فتح الله د ۱۰۳۲ه زوالحج په۵ نېټه دوشنبې په ورځ (ستمبر ۱۸۲۳م ) مکمل کړو. د دې ۱۶۴پاڼې یعني ۳۲۸ مخ او په هر یو ۱۷ لیکې دي. د مخ پاڼه يې ورکه ده او متن د دویم مخ څخه پېل کېږي. ټوله مخطوطه په اوبو خرابه او د پاڼو بره برخه يې زپل شوی خو لږ په تکلیف لوستل کیدایشي. د دې په دوو پاڼو یوه ټاپه (مهر) دی چې ” سعید نور محمد جهان شاه ۱۲۸۶ه پرې لیکلي دي. د کاتب تیروتنې، د دې په حاشیه کې د سمولو هڅه شوی ده. دا مخطوطه د تصوف یو طالب هم لوستی و چې په حاشیه کې يې د ګرانو ټکو مانا او د فارسي تصوف شعرونه يې کښلي دي.
د اسرارالفاغنه بله نسخه په کلکتې کې د ایسټ انډیا کمپنۍ سره او ممکن په پښتو کې وه. دا مولوي خیرالدین په ۱۷۵۰ م کې په فارسي وژباړله. له فارسي څخه د ایسټ انډیا کمپنۍ یو مستشرق “هنری وانسیټارټ (وانسي ټارټ) په انګریزي ترجمه کړه چې په ۱۸۰۱م کې د لندن په ایشیایی ریسرچ مجلې په دویمه ګڼه کې خپور شو. روهیله په ۱۸۰۱م کې د دویم چاپ شوی ټوک انګریزي ژباړه ولوستله او په ۲۰۰۷م کې يې اردو ترجمه وکړه. وروسته ده د مستونګ نسخه هم ولیده نو دواړه متنونه يې په خپلو کې مقایسه کړل.
د پښتو متن نوم “اسرارالفاغنه” او د فارسي ” اسرارالافغان” دی. په انګریزي کې د لیکوال نوم ” حسین” صرف یو ځای لیکلی دی او نورو ځایونو کې هغه خپل تخلص حسیني کاروي. د مستونګ په متن کې د لیکوال پوره نوم حسین ولد صابر ولد خضر لیکلي وو. په انګریزي کې د افغان له پاره د “پټهان” نوم وضاحت نشته خو په بل کې شته. په انګریزي متن کې د طالوت دوه نمسي افغنه او اوزبک نومېږي. د مستونګ په نسخه کې افغان او آصبک دي. په انګریزي کې د افغان استاځو ډله نبی کریم (ص) ته ورغله نو خالد او ولید يې مشران وو. په فارسي کې دوه وروڼه خالد او عبد الرشید د ولید زامن دي. د سعود احسن په وېنا دا ښایی چې ” لیکوال به د وخت سره په خپل کتاب نظر ثاني کاو.”
د کتاب اصل لیکوال، حسین ابن صابر د قادریه سلسلې یو پښتون صوفي شاه قاسم شاګرد او مرید، د ۱۵۵۰م نه تر ۱۶۰۰م ژوندی و. ده اسرارلافغان د خپل پیر د آسانتیا لپاره په پښتو ولیکله او دا د ” زبان افغاني” په نوم یادوي. هم دغسې د هغه وخت د کتابونو برعکس د “روه” په ځای د افغانستان ټکی کاروي. دا یو غټ کتاب و چې له ۱۶۹۹م تر ۱۶۰۴م يې ورباندې کار کوو.
د اسرارالافاغنه مضامین په څو برخو وېشل کېږي. د افغانانو نسل، د پښتنو قامونو شجرې، د شیخ قاسم د سفر حالات، د هغه کرامات، د قادریه سلسلې تعلیمات، د افغان تاریخ ځینې پیښې او لیکوال د خپل ژوند حال هم لیکلی دی.
د لیکلو لپاره حسین ابن صابر، دوه ډول سرچینو نه کار واخیستو. ده ۵۳ کسانو څخه شفاهي معلومات چې پکې دوه میرمنې بي بي شهری او فاطمه هم شاملې وې. د ۱۸ مشهورو کتابونو حواله ورکوي چې پکې سیرالعارفین او د امام غزالي تفسیر هم شامل و. د دې سربېره ده د افغانستان او هندوستان له خلکو معلومات اخیستل. په کتاب کې د هر کس نوم، د پلار او قام یا خیل نوم یادوي. پیښور ته “پیشور” لیکي چې هغه وخت پکې ډېرهندوان اوسیدل. آزان ته بانګ او اهل تشیعه ته کافر لیکي. د اولیاو په ګدۍ د کیناستو لپاره، د شخړو حال وای خو په مریدانو کې د نسل یا د قام توپیر نه کیدو. پیرانو ته د نذر لپاره یوه دمړي (تر ټولوکوچنی سکه) څخه تر ۸ روپۍ هم ورکری کیدل. یوه غوا به په دوه مثقال وه. په سوات کې مغل حاکم د خپلو پیرانو لپاره له ولس په زوره پېسې اخیستې.
د پښتنو سره د مغل او سیدانو د تعصب له کبله دی هم هغوی ته ښه نه وایی. د یو ملت پال پښتون په توګه لیکي چې افغانستان د اولیاو صوفیاو کان (درنګ) دی. هلته د قران درس لپاره د ماشوم عمر ۸ کاله او د ترجمې سره د قران په لوستلو زور و. هغه وخت د پښتو ژبې قوالي هم کیده چې مشهور يې “حمزه قوال” و. شیخ قاسم به پښتو شعرپه شوق لوستلو او صوفیانه کلام سره به رباب غږیدو.
په پښتنو د “مهدیه” فرقې اثر، په سړو کې د ږیرې خریلو او ساتلو دواړه دود موجود وو. شراب حرام وو خو ځینو به څښل. د “کوشتي” یعني غیږ بازي او جرګو مرکو رواج و. په کورونو کې به طاقچې جوړیدې. ښځې به په ډولۍ کې یو خوا بل خوا تلې او پرده به يې نه کوله. د ښځو نوم اخیستل عیب نه و او په کتاب کې میرمنو نومونه یاد شوي دي. د هغه وخت څو تاریخې پیښې د پام وړ دي. د اکبر ورور میرزا حکیم د کابل او پیښور حاکم دی او د دواړو تر منځ شخړه ده. د کندهار حاکم ” ملک ذوالنورین” نومیدو. غوریه خیل باجوړ ته کډه کوي او په خلیل قام کې یوه وبا ګډه شوه. یوسفزو د اسونو تجارت کاو او سوات فتح کوي.
په کتاب کې د شیخ قاسم د ۷ کالو د سفرځینې پیښې لیکل شوي دي. دی د جلال اباد، بلخ، هرات او مشهد ته لاړو. پارس کې په سني مسلمانانو د شیعه ګانو ظلم تجربه کوي. بیا د کردستان په لار شام او له هغه ځایه مکې او مدینې ته ځي. له حج وروسته، فلسطین، بعلبک او هرمز څخه بغداد ته رسېږي. بیا په کشتۍ کې د مکران په بندرښکته کېږي، له هغه ځای د پښتنو قامونو لکه بړېڅ، بابي او ترین سره وخت تیروي. ارغسان کې ابدال قبیله او په شیخانو مرغزار (مرغه) کې غلجي ورته میلمستیا کوي. له سلیمان غر دی بنو او بیا کوهاټ په لار بیرته پیښور ته ځي. د شیخ قاسم له شهرت مغل باچا اکبر اندیښمن شو نو دی يې لومړی لاهور کې نظر بند کړو او بیا د ده زوی جهانګیر د اتر پردیش “چونار” کلا ته واستاو. هلته د ده مزار ته اوس هم په زرګونو خلک ورځي.
ښاغلي سعود الحسن روهیله د اسرار الافغان په ترجمه او څېړنه زیار ویستلی او د دې په خپرولو یو لوی خدمت يې تر سره کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.