د ادب ستر لاروی

شېبه ګهیځ

272

یون چې سپینې سپینې وایي سر به وخوري

خبر نه دی چې لا اوس هم انقلاب دی

شعر د ژبې د ګرامري او نحوي قوانینو څخه بغاوت دی. شاعر هغه څوک دی، چې د خپل احساس د افادې لپاره ورته د کلماتو او ګرامري قوانینو میدان ډیر تنګ ښکاري. شعر بغاوت دی او باغي شاعر دا نه شي کولای چې خپل بغاوت ته حدود وټاکي. شاعر واعظ نه دی او نه چا ته نصیحت کوي، شاعر د ژوند انځورګر دی، د سبا استازی او شعر یې د بدلون زیری. د تیز ژبې قلموال، ادیب او پوهاند استاد محمد اسماعیل یون د نوې شعري ټولګې  په هکله دلته راسره ولولئ.

«وخت به راشي» د پوهاند استاد محمد اسمعیل یون د شعرونو ټولګه ده چې په ۲۴۷ مخونو کې چاپ شوی. يه یاده ټولګه کې بیلابیل شعري فورمونه او د بیلابیل سر لیکونو لاندې خوندور، له وخت او حالاتو سره سم شعرونه ځای پر ځای شوي دي. د تیرو لسیزو ناخوالو، د هېواد د کرکجنو حالاتو، د سیاسي او ټولنیز چاپیریال انځور په دغې ټولګې کې موندلی شئ.

وخت به راشی یوازې ددې شعري ټولګې  نوم نه؛ بلکې دده عنوان لاندې هغه فکر او شعر راغلی چې کیدای شی ورته وایو د هر انسان یا هر افغان هیله ده. ځینو ددغې هیلې د لاسته راوړنې په موخه ژوند بایلود او ځینې لا هم به همده هیله او ارمان ژوند تیروي؛ چې جنګ نه وي، سیاست، اوربند، ورور وژنه او هر ډول تبعیض دې ختم شوی وي. ایا دغه وخت به کله هم په دغه مظلوم ولس راشي او که نه نا معلوم دی؟

د استاد یون غزلیزه ژبه ډیره خوږه ده. هر څوک خپل د ژوندانه ښې او خرابې ورځې، خوږې او ترخې تجربې پکې موندلی شي. هغه د ژوند انځور په پییل شوي وییونو کې وړاندې کوي، د خیال له کتابتون څخه داسې کلمې غوره کوي، چې د انسان په دماغ او احساس اغیزه کوي. د بیلګې په توګه یې د(تیروتنه) له غزل څخه یوه برخه راوړم.

د احساس د ګلاب پاڼه وم ملګرو                                د باغي فیلانو پل لاندې رژیږم

د مرغۍ د سلګۍ زغم راسره نشته                           خو په قتل د ګلونو تورنیږم

نور د تخت او پاچاهۍ خوبونه ویني                         زه د خپل احساس په پاڼو کې غوړیږم

(مور مې لاړه، مور ته مې او مور ته ویرنه) په دا شعرونو کې د هغه اولاد مینه او ساندې لولو، چې د ژوند ناخوالو او حالات دې ته مجبور کړی چې مور سره د پای شېبې خدای په اماني ونه شي کړای. د مور جنازه په خپلو اوږو تر ابدي کور نه شي بدرګه کولی، حالات د زوی په صفت یې د لحد تیږې ایښودو حق اخیستی او هغه احساس چې هیڅ انسان ورته خپلې اوښکې نه شي ټینګولی.

ما دې خښه کړي د کلي هدیره کې

څو شېبې مې دې کت ږدي په هدیره کې

زه تلی نه شم د کلي هدیرې ته

نه د مور او پلار د لاس نښې دیرې ته

(دعا او اذان) شعرونو کې یې د وخت حاکم ته د تنقید په ژبه شعر او سپارښتنې دي، د خپل خلک او ولس د زړونو غږ دی.

د خدای دین یې ټول په ږیره کې راګیر کړ                   د منطق دایره یې سوې لا پخوا ده

او یا دا

نور په واک کې د دنیا مزي رالنډ کړي                           د پښتون فکر لا ږیره کې راګیر دی

استاد یون تل خپلې ژبې ته په کار کولو متعصب ګڼل شوی، د خپلو خلکو لخوا پرې سخت د تبعیض ټاپه لګیدلې؛ خو دا فکرونه لا دومره شاته پاتې و چې دا یې ونه ویل دا به تعصب نه وي. دا خپلې مورنۍ ژبې سره د مینې له وجهې او خپلې ژبې د بډاینې لپاره کار کول کوي. په (متعصب) شعر کې استاد په خپله هم دا وايي:

د خوشال تر خیلخانې نه وروسته ګوره                        د پښتون د غم لپاره یون نایب دی

چې له مور سره مې خپله ژبه وایم                          خلک وایي دا یون څومره متعصب دی

(لغمان مې)د لغمان ولایت د هغه پېښې په اړه ویرنه ده، چې زلمي، پیغلې او بیګناه مظلوم ولس پکې خپل ژوند بایلود.

په (قیمت) شعر کې د ژوند د هرې وړې او لویې هیلې د بیې په اړه سوال دی. د انسان د ژوند، وینې، سولې، جنګ او.. د بیه پوښتنه ده؛ خو دا چې کله به ځواب شي معلومه نه ده.

د سولې بیه څو ده او د جنګ قیمت په څو دی؟          دا سرې وینې چې څاڅي ددې رنګ قیمت په څو دی؟

استاد په هر شعر کې د پښتون ولس او خلک د ژوند جلا جلا کیفیتونه ښه والي او بد والي ښودلي، د پرمختګ لپاره هڅونه او ویښولو لپاره یې تل هلې ځلې او کوښښونه کړي دي.

خپل ته سرزوري بل ته کمزوري                                  ځان ته جګ ګوري بل ته کوز ګوري

زما دا قام چې کله پوهیږي                                            نه به اسمان وي نه به دا ستوري

تاوان، کفاره، استازی، پاچا، وعده، تورونه، دجال، نندارتون، کرامت، سړی، تجربه، محشر، مذهبي، مړی او داسې نور لسګونو عنوانو لاندې خوندور او له رښتیني ژوند سره تړلي شعرونه دي چې په یاده ټولګه کې یې لوستلئ شئ. لنډه دا چې ددغې ټولګې په هر شعر جلا بحث کیدلی شي، چې له هنري ظرافت څخه نیولې تر ښکلا، احساسات، ویر، اغیز، خندا، خپګان هر څه یې په شعرونو کې موندلی او حس کولی شو.

ټول د ادب مینه وال د دې شعري ټولګې لوستلو ته رابولم.

او په پای کې:

په رښتیا رښتیا ویلو نه تشیږي                                                 ستا قلم کې یونه څومره برکت دی

استاد یون ته ډیر عمر، د قلم څوکه یې روان، د لا فرهنګي کارونو د سره ته رسولو ځواک او توان هیله ورته لرم.

شېبه ګهیځ؛ د کابل پوهنتون ژبو ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د ماسترۍ دورې محصله!

۱۴۰۰/۳/ ۱۸

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.