د قرآن پاک د دېرشمې برخې تفسیر شریف چاپ شو!

0 1,539

بسم الله الرحمن الرحیم

 د ‌‌‌‌‌‌ډېرې خوښۍ او خوشالۍ ځای او خبر دی چې دادی د قرآن پاک د دېرشمې سیپارې نوی چاپ شوای تفسیر لرو. دا تفسير شريف چې د ټولو تېرو تجربو نه په ګټه اخیستو دادی په روان او سلیس متن، د عامو او خاصو لپاره، ددرسي او آموزشي مجموعې په ‌‌‌‌‌‌ډول تنظيم او ليكل شوای په اختیار کې لرو. په دنیا او آخرت کې د بریا او د اسلام او بشریت ته د خدمت وسایل د مالوماتو او اسلامي زده کړو په پراخولي او خپل ځان د اسلام له اصولو او هدایاتو سره په سمبالولو او برابرولو کیدای شي د دین نه درسته او پرځای پوهه ده چې مونږ له خرافاتو کاږي او د حق لاره كې درستو او پر ځای خدماتو ته له افراط او تفریط پرته برابرولای شي او په دغه کار کې متناسبه اتوریته او اطمینان راکوي. زه پدې توګه د معظم رور الحاج امین الدین سعیدی- سعيد افغاني نه ددې ستر تأریخي خدمت مننه کوم او د الله (ج) نه ورته او زمونږ ټولې کورنۍ ته د ستر اجر غوښتنه او استدعا کوم. دتفسیر شریف د نورو سیپارو د تفسیر لړۍ روانه ده چې د پشپړولو په پروسه کې ستاسې. رغنده نظریاتو او دوعاو ته اړتیا لرو. د ویلو وړ ګڼم چې راتلونکي چاپوکې به د عربي اصل متن د دري ترجمې او تفسیر سره د انګلیسي ترجمه هم ور اضافه شي ( ان شاء الله تعالی). الله تعالی دې زمونږ مړي او د ټولو مسلمانانو مړي و بخشي او ددې پر برکته کار او مجاهدت په برکت دې زمونږ وطن ته د خېر سوله او د خېر خوشالي راولي.

آمین یا رب العالمین

دوکتور صلاح الدین سعیدی- سعيد افغاني

Leave A Reply