د ژوند سفر

لیکنه: عبدالرحمن وقار ابراهیمي

260
یو ځای مې لوستل؛ چې ځینو ځایونو کې لکه؛ موټر کې د سفر په مهال او دې ته ورته، هغه ځایونو کې چې ملګرتيا تر ډېره نه وي، او ډېر ژر جدا کېږي، نو هڅه وکړي چې صميمي اؤ خواخوږي اوسېږي، ځکه دا ملګرتیا او پاتې کېدل چې څومره لنډ وخت وي، باید تر نورو ډېره صمیمانه وي.
خو زه وایم، که ژوند هم یو اوږد سفر وګڼو، او له انسانانو سره چې زموږ ژوند او ملګرتيا ده، اړیکې مو صمیمانه په نرمښت او خواخوږي ولاړ وي، څومره ښکلی ژوند به مو وي.
هو؛ دا هر چا په ژوند کې داسې ډېر پېښې شتون لري، چې د هر چا له درک او لید څخه وړاندې دي، يعني خبرې او عمل زیات توپیر لري، چې نه شي کېدای، انسان دې د بل انسان ستونزې په صحي او مناسب شکل حس کړې. هو داسې پېښېږي، چې خندا در پېښه شه، هر څوک درنه پوښتنه کوي، چې هله ژر کوۀ موږ ته هم ووایه؛ چې څه در پېښه شوي، وي، خو کله چې ژړا نو بیا خبره بر عکس ده. که موږ ژوند ته مثبت نظر وکړو، لوي او کوچني ته له زړه احترام ولرو، او په احساساتو يې ملنډې ونه وهو، او ومنو چې هر څوک ژوند لري، چې نه غواړي څوک ورته مداخلت پکې وکړي، او بدرنګه یې کړي، او همداسې ژوند د نفرت په سترګو ونه ګورؤ، او پکې فعال او ځیرک اووسو، وبه وينو چې ژوند څنګه بدرنګه او عذاب معرفي شوي هغسې نه دی.
د ژوند سفر کې رښتيني اوسېدل تل انسان لوړپوړو ته رسوي، او انسان ته ور زده کوي، چې ژوند څخه خوند اخیستل يعني رښتيني او خواخوږي اوسېدل دی.
زیګلار وایې، ژوند سخت دی، مګر دا سختي په آسانۍ نه ختمېږي، او هغه څوک چې آسانه لاره انتخاب کوي، ناکام دي، د‌ زیګلار همدې خبرې ته ورته آسانه کار ته مثبت فکر او مغلق لید هغه څه دي چې راتلونکي کې له پښېمانۍ لرې او با استعداده ساتي.
په ټوله کې ژوند کرکه نه، بلکې نرمښت او مینه ده.
اړتيا نشته او دا به ډېره بده وې، چې چې نرمښت او مینه مو یوازې د کورنۍ پر غړو او خپلوانو وي، بلکې هر مخ کېدونکي انسان سره هغه که؛ ښایسته یا بدرنګه لنډ یا لوړ قد والي وې چلند، خوي اخلاق مو باید له ټولو سره یو ډول وي. ښه انسانیت عدالت مينه نرمښت مو باید په ټول طبیعت او ژوند را وڅرخېږي.

Comments are closed.