ښځه عورت نه ده/ مجید قرار

0 804

زموږ په ټولنه کې ښه سړیتوب دا دی چې د نورو په خوښه ژوند وکړې. دا خبره د هر فرد په اړه صدق کوي، خو زموږ په ټولنه کې د ښځو ښه ښځه‌توب تقريباً د هغوی د بنده‌ګۍ او وينځې‌توب مرادف ده. د اسلام مبارک دین د انسان د فردي ازادۍ او له غلامۍ د خلاصون پیغام راوړی و او ښځه د دې پیغام تر ټولو لومړۍ مستفیده او مستحقه وه، خو د اسلام پیغمبر هماغه وخت وړاندوینه کړې وه چې تاسې به بېرته ګام په ګام د جاهلیت دودونو ته ستانه شئ.

د جاهلیت د وخت یوه نښه دغه وه چې ښځه عار وه، مسلمانانو بېرته هماغه د جاهلیت د وخت تصور تر هغه په خطرناک شکل را خپل کړ. د جاهلیت پر مهال ښځه عار وه، د بدنامۍ له وېرې به ځینې خلکو ان لوڼې وژلې وې، خو شرعي دلیلونه یې نه ورته جوړول او دا کار یې مسلماني نه ګاڼه. ورو ورو د مسلمانانو د انحراف کچه دې ته ورسېده چې ښځه یې نه یوازې عار وګڼله او ځینو سترو مسلمانو قومونو ان هغې ته د عورت نوم ورکړ چې لفظي مانا یې شرم‌ځای دی، بلکې د همدې عارتوب لهپاره یې شرعي دلیلونه وویل او ښځه یې د فتوا په زور رامه او غلامه کړه.

د اسلام تر ټولو لومړی پیغام د ازادۍ و، لومړی پيغام یې د توحید و، توحید دا مانا چې د هر بنده له قیده به ازاد یې او یوازې د یوه شان په خوښه به کار کوې. مسلمانانو پر ښځو لازمه کړه چې په ټولو عملونو کې به د خدای د خوښې تر څنګ د مېړه خوښه، د پلار خوښه، د قوم خوښه، د ورور خوښه، د مېړه خوښه په نظر کې ساتي. نارینه‌وو له ښځو نه یوازې د ناروا کار کولو حق واخیست چې دا هم د ښځو حق و. مانا ښځې که ناروا نه کولای هم باید د خدای له ډاره یې نه وای کړې، نه دا چې د بنده له وېرې، بالعکس د روا کارونو واک یې هم ورڅخه واخیست.

توحید دا دی چې روا او ناروا دواړه به د خدای له‌پاره کوې او نه کوې. که توحید د ازادۍ په مانا واخیستل شي؛ نو ښځې ته د ازادي یوازې نوم ور پاتې شو. ازاده ښځه د حیثیت له لحاظه وینځه او وینځه ازاده شوه. مثلاً د ولور په نامه يې ښځه وپلورله، د کورنۍ د شرم په نامه یې له هغې هویت واخیست، د حجاب په نامه یې پر هغې غیرشرعي جامې تحمیل کړې او له هغې یې څېره واخیسته، د فتنې په نامه یې له هغې څخه نور حقونه خو پرېږده چې جومات ته د تګ حق هم واخیست، د لوېدیځ د تقلید په نامه یې له هغې د سیاست او مدني فعالیت حق واخیست، د کفالت په بهانه یې له هغې د میراث او مالکیت حق واخیست، د رواجونو او شرم په نامه یې له هغې د مېړه د انتخاب حق واخیست او لنډه دا چې نوم یې د ازادې او ژوند یې د وینځې پاتې شو چې پر کور وه د پلار او ورور ملکیت وه، چې واده شوه د خسر او مېړه شوه.

په ټولنه کې سترګې د نارینه دي، ګناه یې ښځې ده. د ښځې خوارکۍ په زرو نورو ستونزو سربېره یوه ستونزه دا هم ده چې د نارینه‌وو زړونو ته به وسوسې نه ور اچوي. تر دې لوی غم دا دی چې ښځې د نارینه زړه ته د وسوسې نه ور اچولو په خاطر ځان په بوجۍ کې واچاوه، ځان یې په تورو دالانونو کې ایسار کړ، ځان یې بندي کړ، ځان یې شکنجه کړ، خو د سړي سترګې لا هماغسې وږې او زړه هماغسې له وحشي شهوته ډک دی.

سړي خپل وحشت ته د رسېدلو سل لارې وموندلې او ښځه خوارکۍ بې‌فایدې له خپلې ازادۍ محرومه کړای شوه. سړي پیسې پيدا کړې کم‌سنه نجونې یې ځان ته د ملا په خوله، د ملک په ریبارۍ نکاح کړې، سړي هلک ته د نجلۍ جامې ور واغوستې، و یې څرخاوه او بېګا یې شپه پرې ګرمه کړه، سړي په غوجل کې خره، په جومات کې چړي، په بازار کې فاحشه، په کمپيوټر کې سیکس فلم او په کتابونو کې د سیکس پاڼې پیدا کړې. خپل ناروا هدف ته ورسېد، خو ښځه خوارکۍ یې له جایزو شرعي، بلکې واجبو اهدافو، له زده‌کړې، له ټولنیز مشارکته، له سیاسته، له مبارزې، لا علاجه، له انسانیته را وګرځوله.

هو، ښه خلک هر ځای شته. ځینې خلکو د ښځې د عزت په نامه ښځه وساتله، خو اکثرو بیا د ښځې د عزت کولو پر ځای ښځه خپل عزت وګڼله او هغه یې وساتله. په لومړي کې ستونزه نهشته. هغه د ټولو واجب او فریضه ده چې د ښځې عزت وساتي، خو دا چې ښځه خپل عزت وبولي او د خپل غرور برخه یې کړي او په دې نامه د هغې ژوند محدود کړي، دا بیا باداري ده. هیڅ بنده له خدایه پرته بل مالک نه لري. د ډېری خلکو د ناموس‌دارۍ هدف د ښځو عزت نه، بلکې خپل عزت دی.

که خبره د ښځو د عزت د ساتلو وای؛ نو ښځه به یې د سراچې په ډاله، د تراکتور پر دوپل، د کور په شا ته پنا حوېلۍ کې نه ساتلای. د هغې لومړی عزت د هغې ازادي ته احترام و. د انتخاب ازادي، د ګشت و ګذار ازادي، د اغوستلو او پوښاک ازادي او ټولې هغه ازادۍ چې انسان د خدای پاک له خوا پرې امتحان شوی دی او د نه پاللو ځواب یې یوازې خدای ته ورکول کېږي. د هغې عزت دا و چې د هغې د میراث حق ورکړل شوی وای، د هغې د سوداګرۍ او تجارت کولو، سیاست او خدمت کولو، د هغې د تفریح او سیاحت کولو، د هغې د زده‌کړې او تجربې حاصلولو حق نه وای ورڅخه اخیستل شوی.

راځئ د دې پر ځای چې ښځه شرم وګڼو او په دې بهانه یې مالکان شو، په ځان کې واقعي شرم پیدا کړو. ښځه عورت نه دی، شرم نه دی. شرم هغه څه دی چې بد اخلاقه، غله، غاصبان، عیاشان، لنډه‌غران، طالبان، قاتلان، غلامان، تالي څټي او سوالګر یې نه لري.

Leave A Reply