پاکستاني پولیسو منظور پشتین نیولی او ځان سره وړی دی

0 171

د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړی او د پاکستان د پارلمان غړی محسن داوړ وایي، پاکستاني پولیسو بېګاه شپه یوه بجه منظور پشتین د پېښور په تهکال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ځایي دفتر کې نیولی او له ځان سره وړی دی.

محسن داوړ خبرداری ورکړی، چې نوموړی دې ژر تر ژره خوشې شي او د هغه نیول کېدل یې غندلي دي او ویلي يې دغه ډول ګامونه به د دوی حوصلې ماتې نه کړي او نور به يې پياوړي کړي.

له منظور پښتین سره یې یو شمیر ملګري هم نیول شوي دي.

دغه راز په ټوله نړۍ کې د پښتون ژرغونې غورځنګ غړو په ټولنیزه میډیا د پاکستاني پولیسو له لوري د منظور پشتین نیول کېدل غندلي او ژر تر ژره یې د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي، دوی به ډېر ژر د منظور پشتین د نیول کېدو په غبرګون کې د لاریونونو او نورو بدیلو لارو په اړه هم رسمي دریځ خپور کړي.

منظور پښتین وړمه ورځ له افغان ټلویزیون شمشاد سره د لر او بر پښتنو افغانانو د ژوند  د روانو حالاتو او پښتو ژغورنې غورڅنګ د فعالیتونو او غوښتنو په اړه یوه مرکه کړې وه چې د لکونو افغانانو له خوا لیدل شوې او ستایل شوې وه.

Leave A Reply

Your email address will not be published.