کاکړ: د جمهوریت نه، بلکې د پښتون او پنجاب جنګ دی

0 155

مخکښ پښتون سیاستوال عثمان کاکړ وايي، په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره پښتانه او پنجابیان له کوم بل نوم پرته، مخامخ شوي دي.
هغه د منظور پښتین نیولو غبرګون کې ویلي،” نه د جمهوریت جنګ دی، نه د اسلام، بلکې د پنجاب او پښتون جنګ دی.” 
افراسیاب خټک هم خبرداری ورکړی و، که چېرې د پاکستان حکومت منظور پښتین خوشې نه کړي، سخت به وکړېږي.
منظور پښتین وړمه شپه پاکستانیو ځواکونو پېښور کې ونیو، چې په نړیواله کچه یې د افغانانو غبرګون راپارولی دی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.