د ارمان لوڼي لومړی تلین؛ خو د قتل عاملین یې ازاد ګرځي

0 139

نن د فبروري دویمه د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي غړي ارمان لوڼي لومړی تلین دی، خو خور یې وړانګه لوڼي وایي، د هغه د قتل عاملین معلوم دي، خو نه نیول کېږي او ازاد ګرځي.

د نوموړي کورنۍ د انصاف غوښتنه کوي او وتایي تورن پولیس افسر او ورسره ملګري دې ونیول شي او عدالت دې وشي. وړانګه لوڼي وایي: “له ایف ای آر وروسته هیچا هم څه نه دي کړي. دوسیه هماغسې پرته ده او په عدالت کې هم نه چلېږي، خو د ایف ای آر د ختمېدو لپاره د [تورن] پولیس عطاءالرحمن له لوري وړاندیز شوی و او زموږ دوسیه تر اوسه هماغسې پرته ده. موږ سره انصاف نه دی شوی “.

په ورته مهال نن په کویټه، وزیرستان، خوست او ګڼو نورو ولایتونو سربېره په اروپا او امریکا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د خپل ملګري ارمان لوڼي په یاد د غونډو او لاریونونو خبر ورکړی دی.

دغه غونډې داسې مهال کېږي، چې د پاکستاني نظامیانو له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین هم نیول شوی دی او تر دې وړاندې ټاکل شوې وه نن په دې ورځ به لویې غونډې جوړېږي او د پښتنو قامي جرګې به هم د یووالي غونډه کوي، خو پاکستان تر دې فعالیتونو وړاندې منظور پشتین او د هغه څو ملګري نیولي او د لوڼي د یاد غونډو جوړېدو مزاحمت یې پیل کړی دی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.