پښتون ژغورنې غورځنګ اعلان کړی دی، چې د حق غوښتنې لپاره به د فبرورۍ میاشتې په ۱۶ مه نېټه ستره جلسه دایر کړي.
د یاد غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ ویلي، دا جسله به د پاکستان د حکومت د ظلمونو خلاف په ډیره اسماعیل خان کې جوړه شي.
داوړ د ویډیو پیغام له لارې پر ټولو پښتنو غږ کړی دی چې دې تاریخي جلسې ته ورشي.
پشتون ژغورنې غورځنګ بل غړي ادریس پښتین هم خبر ورکړی دی چې د دوی غړي نن مازدیګر په بنو کې سره راټولیږي او د راتلونکې جلسې لپاره په په خپلو پلانونو سره خبرې وکړي.
پي ټي ام پر داسې مهال دغه جلسه نیسي چې ددې غورځنګ سر لاری منظور پښتین لا هم د پاکستان حکومت په بند کې دی.