پښتون ژغورنې غورځنګ سبا يکشبنه په خيبر کې لويه غونډه کوي

0 57

ټاکل شوې سبا يکشنبه د روانې ډيسمبر په ۲۷مه په خيبر ايجنسۍ کې د پښتون ژغونې غورځنګ له لوري لويه ولسي غونډه ترسره شي. دې غونډې ته له څه باندې دوو اوونيو را په دېخوا د PTM غړيو له لوري چمتووالی روان و او په پام کې ده چې د پښتونخوا، قبايلو او بلوچستان زرګونه پښتانه په کې ګډون وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، په دغه غونډه کې د ګډون په موخه خيبر ته له پرون راهيسې له بېلابېلو سيمو د خلکو او فعالانو راتګ پيل شوی چې په خبره يې ښايي نن او سبا هم دوام وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين په ګډون د دغه غورځنګ ډېری مخکښ غړي هم خيبر ته رسېدلي او دامهال د غونډې لپاره د چمتووالي روانې چارې له نږدې څاري. د خيبر دغه لويه غونډه د همدې مياشتې په ۶مه د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري په کراچۍ کې د جوړې شوې غونډې پرمهال اعلان شوه.

د خبير دا لويه ولسي غونډه داسې مهال ترسره کېږي د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزير په ګډون د دغه غورځنګ يو شمېر غړي تازه د پاکستاني ځواکونو له لوري نيول شوي دی.

ټاکل شوې د يکشنبې ورځې په دې لويه غونډه کې د علي وزير او نورو نيول شويو فعالانو د خلاصون، د پښتنو هدفي وژنو، له دوی سره د پاکستاني پوځيانو پر زور زياتي او دغه راز د پښتنو پر کاروباري وضعيت خبرې وشي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.