پولیسو د ګلالۍ اسماعیل په کور کې جعلي اسناد ایښي

0 830

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښې غړې، ګلالۍ اسماعیل مور وایي د ترهګري ضد پولیسو، د دوی په کور چاپه وهلې او له ځان سره راوړي جعلي اسنادونه یې په یوه دوسیه کې ایښي.

ګلالۍ اسماعیل په ټولنیزو رسنیو کې د خپلې مور هغه ویډیو خپره کړې، چې پکې په خپل کور د پولیسو د چاپې حال وايي.
په دې ويډیو کې د ګلالۍ اسماعیل مور وايي، چې دا خپل خاوند ته د درملو د ور وړلو په موخه زندان ته تللې وه، خو هلته پوه شوه، چې پولیسو یې خاوند بېرته کورته راوستی.

نوموړې وايي، پولیسو پر پروفیسر اسماعیل کوم اسناد پېدا کړي نه و؛ نو ځکه یې کورته راغلل او د وسلو او ګاډي جعلي اسناد ورسره و، چې د دوی له المارۍ یې یوه تشه دوسیه اخیستې او یاد اسناد یې پکې اچولي.
په ټولینزو رسنیو کې هم د پروفیسر اسماعیل له کور څخه  د جعلي اسنادو وړلو ګڼ غبرګونونه راپارولي.
د ټولنیزو رسنیو فعاله ګل بخاري وایي، د ټول کلي په مخ کې یو پروفیسر ته زولنۍ اچول کیږي، په کور یې چاپه وهل کې خو د ۴۰۰ کسانو قاتل راؤ انور ته بیا هیڅ نه ویل کیږي او د پاکستان پولیس ورته تابعداري ښيي.
پر پروفیسر اسماعیل، پاکستاني حکومت تور پورې کړی، چې  په رسنیو کې د حکومت ضد تبیلغات کوي؛ خو د نوموړي وکیل شهاب خټک وايي، چې لا هم د پاکستان حکومت پر نوموړي د یاد تور د ثابتولو لپاره کوم اسناد نلري او محکمې ته هغه شاهدان را وړاندې کوي، چې خپله په بېلابېلو جرمونو تورن دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply