د پاکستان حکومت د پي ټي ایم د برتانیې څانګې مشر زنداني کړی

1 509

د خیبر پښتونخوا صوابۍ محکمې د برتانیا د پي ټي ایم مشر یوسف علي خان په دې تور زندان ته وړی، چې په برتانیا کې به یې د پاکستان د حکومت خلاف کرکه خپروله.

د پي ټي ایم  غړی لیاقت مترا وايي، چې یوسف علي خان په برتانیا کې اوسیږي او اوس د خپلې ترور د مړينې له کبله پاکستان ته راغلی، چې د پاکستان پولیسو د هغې وینا له کبله نیولي، چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د پښتون سیاستوال، خان عبدالصمد خان  اڅکزي د تلین په غونډه کې کړې وې.

نوموړي په یادو مراسمو کې ویلي و، چې پاکستان حکومت د سیمې په کچه هغه هېواد دی، چې د هیچا لپاره ښه نیت نه لري او په سیمه کې روانې جګړې له همدې هېواد څخه مدیریت کیږي.

باید یاده شي، چې د پاکستان حکومت ډېر کله د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي په یوه ا وبله پلمه زنداني کوي او له سختو شکنجو وروسته یې خوشې کوي.

یاد حکومت نه یواځې دا چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي زنداني کوي؛ بلکې ډېر وخت ددغه غورځنګ ځينې غړي په ډېرې بې رحمۍ د پاکستان حکومت له لوري وژل کیږي.

1 Comment
  1. Sophia omar says

    مبارزه پشتون ها در پاکستان پیروز باد

Leave A Reply

Your email address will not be published.